نوي عقاید د اختلافاتو او له اسلام څخه د انحراف او انحطاط عامل سول:
حضرت رسول اکرم ص پوهېدی چي د ده له وفات څخه وروسته به د مسلمانانو ترمنځ اختلافات راځي او اختلافات به د جنګونو سبب کیږي نو ځکه یې د مسلمانانو د بېرولو لپاره وویل چي مسلمان ته ښکنځل کول فسق او له هغه سره جګړه کول کفر دی.
« حجاج له شعبه او هغه له علی بن مُدرِک او هغه د زرعة او هغه د جریر څخه روایت کوي چي حضرت رسول ص د حجة الوداع په وخت کي ماته وویل چي خلکو ته ووایه چي چوپ سي او غوږ ونیسي. وروسته یې خلکو ته وویل تر ما وروسته مه کافران کیږی چي یو دبل غاړي به وهی او سره وژنی به» بخاري، کتاب العلم حدیث ۶۳
« موسی بن اسماعیل د ابوعوانه، هغه د مُغیره، هغه د ابی وایل او هغه د عبدالله له قوله وايي چي حضرت رسول وویل زه به ترتاسي دمخه د کوثر پر حوض باندي ولاړ یم او ستاسي له جملې څخه به یوه ډله کسان راته راوستل سي. زه به غواړم چي هغوی ته د کوثر اوبه ورکړم خو دوی به زما څخه لیري کړل سي. زه به ووایم چي اې خدایه دا خو زما صحابه دي. خدای به راته ووايی چي ته نه پوهېږې چي دوی ستا څخه وروسته په مذهب کي نوي شیان داخل کړل » بخاري، کتاب الفتن حدیث ۲
دا حدیث په بخاري کی په دوو نورو سلسلو، دریم او څلورم حدیث کي، هم تایید سوی دی. ګواکي حدیث المشهور دی او د بشپړ اعتماد وړ دی.
د بخاري د همدغه کتاب څلورم حدیث د دوهم او دریم حدیث په ادامه، د حضرت رسول اکرم ص له قوله، وايی چي دغه کسان به ماته را وښودل سي چي زما په دین کي یې تغییر راوستلی دی نو زه به ږغ کړم چي لیری سی! لیري سی! زما څخه، چي زما په دین کي مو تغییر راوستلی دی.
د حضرت رسول اکرم ص دا اندېښنه پرځای وه. د هغه له وفات څخه وروسته، ابوبکر صدیق په شریعت او حدودو کی لږ تغییر راووست؛ خو د هغه له درې کلن خلافت څخه وروسته، عمر فاروق لومړنی سړی وو چي د تراوېح د لمانځه په اختراع کولو سره یې لومړنی بدعت وکړ.
په بخاري کي لولو: « د عبدالرحمن بن عبدالقاري څخه روایت دی چي وایی یوه شپه د روژې په میاشت کي زه له عمر بن خطاب سره مسجد ته ولاړم او هلته مو ولیدل چي خلکو په ډله ډله لمونځ کاوه او یو سړی لا یوازي پر لمانځه ولاړ وو. عمر وویل زما په عقیده دا کسان باید د یوه قاري تر امامت لاندي پر لمانځه ودروم. نو ده فیصله وکړه او اُبی بن کعب ته یې وویل چي د خلکو امامت وکړي. بله شپه زه بیا له عمر سره مسجد ته ولاړم او هلته مو ولیدل چي خلک په اُبی بن کعب پسي ولاړ ول. عمر چي دا خلک ولیدل نو وې ویل چي څه عالي بدعت مي وکړ. . . » بخاری، کتاب الصلاة التراویح حدیث ۳
له عُروة څخه روایت دی چي عایشې رض ورته ویلي وه چي د الله پیغمبرص یوه شپه په نیمه شپه کي مسجد ته ووت او ځینو خلکو د هغه تر شا لمونځ وکړ. په سهار خلکو یوه بل ته کیسه وکړه. بله شپه د خلکو شمېر نور هم زیات سو او په دریمه شپه د خلکو شمېر لا هم زیات سو. پیغمبرص په څلورمه شپه مسجد ته ونه ووت او په سبا سهار یې خلکو ته وویل چي که زه تېره شپه درته راوتلی وای نو زما سره دا وېره وه چي تاسی به دا لمونځ پر ځان باندي واجب وګرځوی او یو وخت به مو په وس پوره نه وي نو ځکه زه تېره شپه راونه وتلم. خضرت پیغمبر وفات سو او له هغه وخته څخه بیا خلکو خپل د شپې لمونځ هر یوه په تنهايی سره کاوه » هغه کتاب حدیث ۵
لومړی خو، د دریم حدیث په استناد، عمر پخپله ویلي دي چي ډېر عالي بدعت مي وکړ( نِعم البدعة هذهِ) په داسي حال کي چي د نوي لمانځه د امر کولو او منځته راوړلو صلاحیت یوازي او یوازي له حضرت پیغمبرص سره وو او بل هیچا ته دا حق حاصل نه وو.
دوهم دا چي که یې چیري، د یوې شېبې لپاره، ومنو چي تراوېح سنت لمونخ دی؛ نو دا خو په هیڅ حدیث کي نه دي راغلي چي تراوېح څو رکعته دي. که په کوم کتاب کي مشخص رکعتونه راغلي وي هغه ځکه د اعتبار وړ نه دي چي په معتبرو احادیثو، بخاري او مسلم کي نه وي نو سړی به یې ولي حتماً مني.
دریمه خبره لا داده چي که چیري دا ومنو چي تراوېح سنت لمونځ دی نو کوم مسلمان لیدلي دي چي یو وخت چا سنت په جماعت کړي وي؟ یوازي فرض رکعتونه په جماعت راغلي دي او هیچا هیڅ وخت نه دي لیدلي چي حتی وِتر واجب دي هم چا په جماعت کړي وي. مخکي مو وویل چي عایشه رض وايی چي حضرت رسول ص بیا هیڅ وخت د شپې لمونځ په جماعت ونه کړ. هغه وفات سو او د ابوبکر صدیق په زمانه کي هم چا په جمع تراوېح نه دي کړي او عمر پخپله اعتراف کوي چي ډېر عالي بدعت یې کړی دی. په داسی حال کي چي مخکي مو وویل چي حضرت رسول اکرم ص په خپل دین کي له تغییر سره مخالفت کړی او د کوثر پر حوض یې له هغو کسانو څخه بېزاري ښودلې ده چي په دین کي یې تغییرات راوستلي دي.
دوهم بدعت: انس بن مالک وايي حضرت رسول ص یو سړی چي شراب یې چښلي او نشه وو د خرما په لښتو او څپلیو وواهه. او ابوبکر صدیق شراب چښونکی څلوېښت دُرې وواهه. بخاري، کتاب الحدود حدیث ۲.
« له عُقبة بن الحارث څخه روایت دی چي النعمان یا د النعمان زوی یې د شرابو چښلو په تور حضرت رسول ص ته راووست. هغه موږ ته امر وکړ چي ویې وهی. موږ ټولو هغه وواهه او ما پخپله هم هغه په څپلیو وواهه » هغه کتاب حدیث ۳.
« له ابوهُریره څخه روایت دی چي یو نشه سړی یې، چي شراب یې چښلي وه، حضرت رسول ص ته راووست. حضرت رسول ص امر وکړ چي ویې وهی. موږ ځینو په لاسونو او ځینو په بوتونو وواهه. او ځینو خو له خپلو جامو څخه دُرې جوړي کړې او ویې واهه. يه دې وخت کي یوه باندي ږغ کړه چي خدای دي وشرموه! حضرت رسول ص وویل دا خبره مه کوه ځکه چي ته له شیطان سره مرسته کوې چي پر ده باندي غښتلی سي» هغه کتاب حدیث۶.
« له علي بن ابی طالب څخه روایت دی چي ویل یې زه به پر هغه چا باندي هیڅ زړه ونه سوځم چی تر حد لاندي مړسي. خو که پر یوه نشه سړي باندي، چي شراب یې چښلي وي، حد چلول کیږي او هغه تر حد لاندي مړسی نو زه به د هغه ورثې ته تاوان ورکوم ځکه چي د الله پیغمبرص د نشه سړي لپاره مشخصه سزا نه ده ټاکلې» هغه کتاب ۷ حدیث.
« د السایب بن یزید څخه روایت دی چي موږ د حضرت پیغمبرص په وخت کي نشه کسان په لاسونو، څپلیو او یا له جامو څخه په تاو کړو دُرو وهل. دا کار د پیغمبرص، ابوبکر او د عمر د خلافت په لومړیو وختونو کي روان وو. عمر د خپل خلافت په وروستیو کي د شرابي سړي سزا ۴۰ دُرې وټاکله او کله چي د شرابو چښل زیات سول نو هغه د شرابو چښلو سزا ۸۰ دُرو ته لوړه کړه » هغه کتاب حدیث ۸
د دومره زیاتو او معتبرو احادیثو د موجودیت په صورت کي چي نه حضرت رسول او نه ابوبکر د شرابو چښونکي کومه خاصه سزا ټاکلې وه نو عمر به څوک وو چي له خپله ځانه یې د شرابو چښونکي ته اتیا دُرې سزا ټاکلې ده؟ که دا بدعت نه وي نو بدعت څشي دی؟
د قرآن شریف د سورة نساء دیارلسم او څوارلسم آیتونه د حق متعال او د هغه د رسول ص له خوا د ټاکلو سویو حدودو د رعایت کولو په برخه کي څرګند حکم لري:
تِلکَ حُدودُاللهِ و مَن یُطِع اللهُ و رسولَهُ یُدخِلهُ جنت تجری من تحتها الانهار خلدین فیها و ذالک الفوز العظیم.
ترجمه: دا د الله حدود دي او څوک چي د الله او د هغه د رسول اطاعت کوي هغوی، د تل لپاره، جنت ته داخلیږي چي تر ونو لاندي یې ویالې بهیږي او دا یوه ستره لاسته راوړنه ده.
په ورپسې آیة کي راغلي دي:
و من یعصِ اللهَ و رسولهُ و یتعدَّ حدودوهُ یُدخِلهُ نارًا خلدًا فیها و لهُ عذابٌ مُهین.
ترجمه: او څوک چي د الله او د هغه د رسول څخه سرکښي کوي او تر حدودو یې تېری کوي نو هغه به د تل لپاره په دوږخ کي وي او هغه ته به توهینوونکې سزا ورکړه سي.
د قرآن شریف د پنځم سورة المایده ۴۴ ایة د حدود د رعایت کولو په برخه کي څرګند حکم کوي او حکم یې عام دی ځکه چي « وَمَنْ» یعني هر هغه څوک:
و من لم یحکُم بمآ انزل الله فأُولآءِکَ هُمُ الکافرون.
ترجمه: او څوک چي د الله له خوا له نازل سوي کتاب سره سم قضاوت نه کوي هغوی کافران دي.
عمر فاروق زناکاران په سنګسار محکومول او ویل یې چي دا حکم په قرآن شریف کي راغلی وو او موږ هغه آیة تلاوت کاوه. هغه مو په یاد وو او په پوهېدلو او د الله پیغمبر هم مړوښي ښځي او د واده څښتن نارینه ته د زنا په ګناه د سنګسار سزا ورکوله. زه وېرېږم چي یو وخت به خلک دا سزا هېره کي او وايی چي به دا د الله په کتاب کي نسته…. صحیح مسلم، کتاب الحدود حدیث ۱۹
کله چي د دونه مهم حد په باره کي، چي د دوو تنو وحشتناک وژل او سنګسارول دي، په قرآن شریف کي آیة موجود نه وي او د حضرت رسول ص څرګند حکم درک ونه لري نو سړی به د عمرفاروق دا خبره څرنګه ومني چي په قرآن شریف کي آیة موجود وو او د هغه او نورو کسانو په یاد وو خو اوس هغه آیة نسته. هغه آیة بالاخره څه سو؟ آیا ممکنه ده چي د عمر او د قرآن شریف د سل ګونو حافظانو دي داسي یو آیة هېر سوي وي؟ موږ مجبور یو چي دا هم د عمر بدعت وبولو.
ځکه چي په قرآن شریف کي په دې برخه کي صراحت سوی دی او الله ج وايي موږ هیڅ آیة نه منسوخوو او نه یې ستاسي څخه هېروو تر څو تر هغه مو بهتر او یا د هغه په څېر بل آیة درته رالېږلی نه وي. دوهم سورة البقرة آیة ۱۰۶
که د سنګسار په باره کي آیة موجود وو او حق متعال د، عمرفاروق په شمول، د قرآن شریف له سلهاوو حافظانو څخه هېر کړی وي نو د هغه آیة په بدل کي بل آیة کوم دی چي عمرفاروق په هغه د عمل کولو امر کړی دی؟
په قرآن شریف کي د مړوښي ښځي او واده سوي نارینه ترمنځ د زنا د عمل وروستنۍ سزا هر یوه ته سل دُرې ټاکله سوې ده. او هغه هم په هغه صورت کي چي څلور صادق شاهدان به شاهدي ورکوي چي نارینه او ښځه یې د زنا د عمل د اجراء کولو په وخت کي لیدلي دي. او که چیري هرشاهد دروغجن ثابت سي نو هغه به اتیا دُرې وهل کیږي. د زنا عمل د څلورو تنو صادقو شاهدانو له خوا لیدل کېدل په حقیقت کي غیرممکن ته نیژدې خبره ده. حق متعال پر بېګناه ښځو او نارینه وو باندي د بېځایه بهتان د ویل کېدلو د مخنیوي لپاره دغه ډول سخت شرایط وضع کړي دي او بهتان ویونکی یې هم په سخته سزا وېرولي دي.
همدغو بدعتونو او دغه راز د سلهاوو زرو جعلي احادیثو جوړېدلو په وروسته کي د مسلمانانو ترمنځ فرقې او اختلافات منځته راوړل. هر لوی مُلا دوه درې او ځینو خو شل دېرش کتابونه ولیکل او د خلکو د رهنمايی کولو پرځای د هغوی د ګمراه کېدلو سبب سول.
عمر فاروق ښايی دغه او نور بدعتونه په ښه نیت کړي وي خو بدعت په هرصورت بدعت دی او په شریعت کي ځکه ناروا بلل سوی دی چي حضرت رسول ص هغه ته په هیڅ توګه اجازه نه ده ورکړې او حتی بدعتګران یې خپل اصحاب او امتیان نه دي بللي. په وروسته کي د مسلمانانو ترمنځ د اختلاف یو مهم او حتی عمده علت همدغه او نور بدعتوونه دي.
البته عمر فاروق دونه قوي او عادل شخصیت وو چي د اسلام په ټول تاریخ کی یې بیا معادل شخصیت او ساری نه دی لیده سوی. خلکو هغه ته د خلیفه په حیث نه بلکه د یوه رهبر په سترګه کتل. خلکو د هغه له دُرې څخه، چي تل به ورسره وه، دونه وېره نه درلوده لکه له هغه سره چي یې مینه درلوده؛ او دغه علت دی چي که ده په دیني امورو کي څه نوي شیان اضافه کړي دي اهل سنت والجماعة هغوی ته د سنتو په سترګه ګوري او تر اوسه پوري یې د سنتو په حیث اداکوي.
عمر بن خطاب د اسلام په تاریخ کي تر ټولو عادل او پرهېزګار خلیفه تېر سوی دی. د هغه عدالت او پرهېزګاري په اسلام کي افسانه سوه او پخپله دی د عدالت یو سمبول سو. هغه د نورو عادی خلکو په څېر ژوند کاوه د خلکو په څېر کالي یې اغوستل. هرچا کولای سوای چي هغه وویني او خپل عرض ورته وړاندي کړي او هر چا په خپل حق کي له هغه څخه د عدالت او انصاف انتظار درلود.کله چي اموي خلیفه عمر بن عبدالعزیز د وخت د فساد او بې عدالتیو پرضد اقدامات پیل کړل، که څه هم چي د قدرت زمانه یې ډېره لنډه او څه کم درې کاله وه او وروسته مسموم او ووژل سو، په تاریخ کي ثاني یا دوهم عمر وبلل سو. او که دا نوم د عمر بن عبدالعزیز په ژوند کي ورباندي ایښودل سوی وي نو حتماً به یې ډېر افتخار په کړی وي.
مسعودی لیکي چي عمر ډېر متواضع سړی وو. زیږې جامې یې اغوستلې او د خدای د اوامرو په عملي کېدلو کي یې له سختی څخه کار اخیست او په لیري پرتو او نیژدې ولایاتو کي یې حاکمانو هم د ده په شان سلوک کاوه. مسعودي لیکي چي د هغه وړینو او زیږو جامو ته څرمن پینه وه او له ټول مقام او جلال سره یې مشک پر اوږه باندي اخیست او پر اوښ باندي سپرېدی او د اوښ کته یې د خرما له پوست څخه جوړه سوې وه. په داسي حال کي چي پرېمانه ولایات یې ترلاس لاندي ول او خدای پرېمانه مالونه په اختیار کي ورکړي ول. مسعودي، مروج الذهب جلد اول ص ۶۳۲
طبري لیکي: « عمر لومړنی سړی وو چي نېټه یې وټاکله او پر مکتوبونو او اجرآتو باندي یې تاریخ ولیکی. لومړنی سړی وو چي بیت المال یې جوړ کړ او لومړنی سړی وو چي د شپې یې پخپله ګزمه کوله. لومړنی سړی وو چي د هغي مینځي خرڅول یې منع کړل چي د بادار په کور کي به یې ماشوم زېږولی وو. لومړنی سړی وو چي د جنازې په لمانځه کي یې څلور تکبیرونه وټاکل او مخکي به څلور، پنځه او شپږ تکبیرونه ویل کېدل. عمر لومړنی کس وو چي خلک یې پخپله په شلاقو وهل او لومړنی سړی وو چي د روژې په میاشت کي یې د شپې لمونځ په جماعت وکړ او ولایاتو ته یې ولیکل چي هغوی دي هم دغه لمونځ په جماعت ادا کوي. او د محمدبن عمر په روایت کي راغلي دي چي عمر د هجرت په څوارلسم کال دغه اقدام وکړ. د دې مقصد لپاره یې د نارینه لپاره نارینه قاري او د ښځو لپاره ښځینه قاري وټاکله » طبري، ص ۲۰۴۷
جرجي زیدان لیکي: « د عمر تقوا، پاک لمني او پرهېزګاري دونه مشهوره ده چي سړی په هغه باره کي نور څه ویلای نه سي. په لنډ ډول باید ووایو چي عمر د اسلامي دولت موسس وو او هغه یې پر داسي اساس جوړ کړ چي بیا هیڅ وخت خراب نه سو. هغه د اسلام د دولت اساس پرعدل، تقوی، زهد او د حقیقت په لاره کي د هرڅه پر ښندلو بناء کړ. او په تاریخ کي داسي کسان چنداني نه پیدا کیږي چي د هغه په څېر دي له هره اړخه باندي ختمه وي. ښايی په لومړي سر کي دا خبري مبالغه ښکاره سي مګر کله چي د هغعه د عملیاتو نتایجو ته وګورو نو څرګندیږي چي د عمر په څېر بل سړی په تاریخ کي نه وو پیدا سوی. دا خبره به کافي وي چي ووایو چي د عمر په وخت کي د اسلام د فتوحاتو له امله خزانې او مالونه د سېل په څېر ورته روان ول او عمر هغو ته هیڅ ډول توجه نه کوله او هیڅ شی یې ورڅخه وانه خیست؛ او یوازي خپله تنخوا یې، چي د نورو سابقه دارو صحابه وو سره مساوي وه، اخیستله. او کله چي به یې ضرورت سو نو د بیت المال له آمر څخه به یې پور کاوه او چي تنخوا به یې واخیستله تر هر څه مخکي یې د بیت المال پور ادا کاوه. . . » زیدان، تاریخ تمدن اسلام ص ۲۲۲
وايي کله چي د دریم خلیفه عثمان بن عفان په مخ کی د عمر فاروق د احتیاط، پرهېز او د بیت المال د پیسو د نه لګولو خبره یاده سوه نو محمدبن عمر وايي عثمان وویل : « عمر د خدای د رضا په خاطر خپل دوستان او ملګري محروم کړی ول او زه د خدای د رضا په خاطر خپلو دوستانو او ملګرو ته یو څه ورکوم. او خبره دا ده چي د عمر په څېر خو درې تنه نور نه پیدا کیږي » طبري ص ۲۰۶۲
عمر د هجرت په دیرویشتم کال، چي ۶۴۴ میلادي سنه کیږي، د ابولوءلوء په نوم یوه غلام په مسجد کي د سهار د لمانځه پر وخت په خنجر وواهه او څو ورځي وروسته وفات سو. ابولوءلوء څو تنه نور هم په مسجد کي ټپیان کړل او کله چی یې عمرفاروق وواهه نو له هغه څخه لیري سو او د بنی تمیم له قبیلې څخه یوه تن ونیوی او مړ یې کړ. له هغه څخه یو حنجر ولوېدی چي عبدالرحمن بن ابی بکر مخکي د ابولوءلوء او د هغه له ملګرو سره لیدلی وو. عبیدالله بن عمر د خپل پلار تر وفات پوري صبر وکړ او کله چي یې پلاار وفات سو نو یې توره واخیستله او هُرمُزان، دابولوءلوء لور او جفینه یې قتل کړل. عمروبن عاص په زاریو توره ورڅخه واخیسته او سعد بن وقاص ونیوی او په خپل کور کي یې بندي کړ. هغه کتاب، ص ۲۰۸۵
عمر له ټپی کېدلو څخه ژر وروسته پوه سو چي نور د جوړېدلو نه دی او ځینو صحابه وو هم ورڅخه وغوښتل چي خپل ځای ناستی وټاکي. عمر د ابوبکر صدیق په خلاف، چي مستقیماً یې پر خپل ځای باندي عمر ټاکلی وو، څوک تعیین نه کړ او د خلیفه د انتخاب صلاحیت یې یوې شپږکسیزي شورا ته وسپاره. چي عبارت وه له عثمان بن عفان، علي ابن ابي طالب، عبدالرحمن بن عوف، سعد بن ابی وقاص، طلحه بن عبیدالله او زبیر بن عوام.
ټاکل سوي شورا، له دریو ورځو سلامشورو څخه وروسته، عثمان بن عفان تعیین کړ او له دغي نېټې څخه د علي ابن ابي طالب طرفدارانو مخالفت ښکاره کړ چي وروسته شیعه یا طرفدار او حامیان وبلل سول. دا اختلاف، چي په ظاهره وړوکی ښکارېدی، په وروسته کي، د اسلام په دین کي، د یوه لوی درز د راتللو سبب سو. شیعه یا اهل تشیع خپله فقه بېله کړه او فقه جعفری یې وبلله، په احادیثو او د آیتونو په تفسیر، په تېره بیا په تأویل کي یې ډېر ژور اختلاف ظاهر سو او تر نني ورځي پوري د سلهاوو زرو مسلمانانو د وژل کېدلو او د دواړو خواوو د هرډول بشري او عقیدوي حقوقو د غصبېدلو سبب سو.
پاته لري
لومړۍ برخه دلته لوستلی شئ
دوهمه او دریمه برخه دلته ولولئ
څلورمه برخه دلته ولولئ
پنځمه برخه دلته ولولئ
شپږمه برخه دلته ولولئ
اوومه برخه دلته ولولئ
اتمه برخه دلته ولولئ
نهمه برخه دلته ولولئ
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.