بېنېټ: افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د لا خرابیدو په حال کې دی

208
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بېنېټ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وايي، دوه نیم کاله وروسته تر دې چې طالبانو افغانستان نیولی، په دې هېواد کې د بشري حقونو وضعیت لا پسې خرابېږي.

د بېنېټ دا څرګندونې “په افغانستان کې بشري حقونو وضعیت” په اړه د هغه په نوي راپور کې راغلي دي.

تمه ده چې ښاغلی بېنېټ دا راپور چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر اخرې ورځې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ښيي، سبا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا عمومي غونډې ته وړاندې کړي.

په دې راپور کې راغلي، طالبان د افغانانو د بشري حقونو په خوندیتوب کې ناکام دي او په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو بنسټیزو حقونو په اړه د دوی د بې‌احترامي د نړۍ په کچه بې‌سارې ده.

د طالبانو حکومت تر اوسه په‌‌دې اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو وړاندې یې ادعا کړې چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ریچارډ بېنېټ راپور کې زیاته شوې، په افغانستان کې اوسنی ناهیلی کوونکی حالت نه یوازې د بشري وضعیت له امله، بلکې د بشري حقونو د پراخه نقض او د سیسټماتیک تبعیض له امله هم د منلو نه‌دی.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، دوی بیا- بیا د بشري حقونو او ښځو خلاف په سیستماتیک تبعیض تورن شوي، خو دوی دا تورونه رد کړي
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، دوی بیا- بیا د بشري حقونو او ښځو خلاف په سیستماتیک تبعیض تورن شوي، خو دوی دا تورونه رد کړي

په دې راپور کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې له طالبانو سره د اړیکو مشروعیت د افغانانو د بشري حقونو په خوندیتوب پورې وتړي او تر هغه یې رژیم په رسمیت و نه پېژني چې بشري حقونو ته د درناوي په برخه کې د نړیوالو قوانینو د تعریف پر بنسټ د پام وړ ښه‌والی و نه لیدل شي.

راپور زیاتوي چې د طالبانو حکومت ان په یو شمېر برخو کې د خپلو ژمنو په عملي کېدو کې هم پاتې راغلي دي چې یوه بېلګه یې د بښنې فرمان عملي کېدل ښودل شوي دي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ځانګړي راپورتر په راپور کې د طالبانو له‌‌خوا د امنیت او مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې د دوی کړنې نسبتا ستایل شوي، خو دا هم لیکل شوي چې په دې لاس‌ته راړونو کې هم د بشري حقونو خوندیتوب ته هیڅ پام نه‌دی شوی.

ښاغلي بېنېټ غوښتنه کړې چې طالبان باید د بشري حقونو په برخه کې تولو هغو نړیوالو قوانینو ته احترام وکړي چې د افغانستان دولت وړاندې لاس‌لیک کړي دي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان نجونې او ښځې وايي، په دوی لګول شوي بندیزونه او محدودیتونه نور باید پای ومومي، ځکه د دوی له قوله؛ دې وضعیت دوی د ژوند په ټولو برخو کې له هر ډول پرمختګ محرومې کړي دي.

د کابل یوه اوسېدونکې چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل:

“له کومې ورځې چې طالبانو واک ته تر لاسه کړی، د افغان ښځو د ځورولو او دوی ته د ستونزو پیدا کولو په لټه دي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدو او له کاره د دوی له منع کولو شروع او بیا له کوره د باندې په خپل‌سري ډول د دوی نیولو او حوزو ته یې تر لېږلو رسېږي. ”

بېنېټ: د افغان نجونو او ښځو بشري حقونو ته د طالبانو بې‌احترامي په نړۍ کې بې‌ساري ده.
بېنېټ: د افغان نجونو او ښځو بشري حقونو ته د طالبانو بې‌احترامي په نړۍ کې بې‌ساري ده.

د کابل یوه بله اوسېدونکي چې دا هم نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي وايي، د طالبانو بندیزونو ښځې له اقتصادي، ټولنیز او رواني پلوه ډېرې ځپلي دي.

“په موږ ټولو یې ډېر منفي اغېز کړی دی. ترڅنګ یې یوازې زموږ کورنۍ نه‌دي ځپلي، بلکې بندیدیزونو یې د افغانستان په اقتصاد هم خورا بد تاثیر کړی دی. ”

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ له دې وړاندې هم په خپل راپور کې ویلي و، طالبانو قصدا په پلان شویو سیاستونو سره پر ښځو محدودیتونه لګولي دي چې د بشریت ضد جنایت ګڼل کېدی شي.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.