د «سرتیري ورځ»؛ د پخواني نظام پر سرتېرو څه تېرېږي؟

196
امید دیدار/ دویچه ویله


3 ساعتونه مخکې

د افغانستان د پرځول شوي حکومت پر مهال د کب نهمه د «سرتیري ملي ورځ» په نوم لمانځل کېدله خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دا ورځ نه نمانځل کېږي. دویچه ویله د دې «هېرې شوې» ورځې په مناسبت د څو سرتېرو ژوند ته کتنه کړې ده.

د کب نهمه اوه کاله وړاندې د پرځول شوي جمهوري حکومت له لوري «سرتیري ته د درناوي په موخه» د «سرتیري د ملي ورځ» په نوم ونومول شوه او د نظام تر سقوطه هر کال په بېلابېلو بڼو لمانځل کېدله.

د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کې چې کله جمهوري نظام ړنګ او طالبان بيا واک ته ورسېدل، د دغې ورځې په ګډون ډېر شمېر هغه مراسم او ورځې لغوه شوې، چې د پخواني نظام له لوري لمانځل کېدلې.

دویچه ویله په دې رپوټ کې د دغې «هېرې شوې» ورځې په مناسبت په افغانستان کې دننه او بهر د یو شمېر پخوانیو نظامیانو او د هغوی د کورنیو اوسني حالت ته کتنه کړې ده.

«بې کاري او ناوړه اقتصادي حالت»

پخوانیو نظامیانو له دویچه ویله سره له بې روزګارۍ، ناوړه اقتصادي حالت، له هېواده د وتلو او نورو «ناوړه» شرایطو کیسې کړي.

پخوانۍ ملي اردو کې د کونړ ولایت یو سرتیري دویچه ویله ته د نوم نه خپرولو په شرط وویل، د نظام له سقوط وروسته د ده او د ده د کورنۍ بدې ورځې پیل شوې او تر ننه یې داسې کار ونه موند، چې د پخوا په څېر پرې کورنۍ وساتي.

کابل ته نیږدې د پخواني پوځ سرتیري. د ارشیف انځور
کابل ته نیږدې د پخواني پوځ سرتیري. د ارشیف انځورانځور: picture-alliance/AP Photo/Dar Yasin

دی وايي:«کار نه شته. د ژوند مزه نه ده پاتې. غربت دی، چارواکي ووتل او نظامیان یې همداسې پرېښودل.»

د پکتیا ولایت اوسېدونکی او پخوانی سرتیری، چې نه غواړي نوم یې خپور شي دویچه ویله ته وویل، پخواني نظامیان او د هغوی کورنۍ په ناوړه حالت کې دي. دی وايي، په وطن کې پاتې نظامیان او پخواني سرتیري هم د طالبانو اداره پر ارامه نه پرېږدي او ډېر کله زورول کېږي.

دې پخواني سرتیري وویل:«وضعیت نهایت خراب دی. کار نه شته او ځینې زما په شان بې سرنوشته دي. چا چې پیسې لرلې، له وطنه وتلي دي.»

په ګاونډیو هېوادونو کې د نظامیانو ژوند

پر افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته ډېر پخواني نظامیان او د پوځ غړي ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شول، خو له ډېرو سره هلته هم «بخت یاري نه ده کړې.»

پخواني حکومت کې د بلخ د زندانونو د اوپراتیفي کشف آمر تورن امین الله رنجبر چې اوس په ایران کې اوسېږي، دویچه ویله ته وویل، له سقوط وروسته ایران ته په دې هیله کډوال شو، چې «ځان او خپله کورنۍ وساتي» خو په دغه هېواد کې یې هم ژوند ښه نه دی او کار ورته نه پيدا کېږي.

نوموړي وویل:«پخواني نظامیان او ټول سرتیري هېر شوي. موږ دلته راغلو، خو دلته هم کارونه نه راکول کېږي. پخواني نظامیان هېر شوي دي. که مشران مو با مسئولیته وای، دا حالت به نه وای. په هېواد کې دننه او بهر ډېر ناوړه حالت دی. یو ځای کې کار نه پیدا کېږي.»

یو بل سرتېری چې اوس پاکستان ته کډوال شوی او نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، سربېره پر دې چې په پاکستان کې هم په «احتیاط» اوسي، کار ورته نه پيدا کېږي او په ناوړه حالت کې په مسافرۍ کې ژوند کوي:«زيات شمېر يي په ايران او پاکستان کې دي زه خپله په پاکستان کې اوسېږم ژوند سخت دی ډاډه نه شو ګرځېدلی. ازاد کار نه شو کولای. وطن ته تګ هيڅ امکان نه لري. اوسني حاکمان سياسيونو ته څه نه وايي ځکه چې هغوی هيواد ته لاړ شي د دوی په ګټه تبليغ کوي.»

له هيواده وتل

د جمهوري حکومت له سقوط وروسته د طالبانو له لوري د پخوانیو نظامیانو د نیولو، زنداني کولو او آن د ځينو د وژلو خبرونه ورکړل شوي او لا ورکول کېږي چې طالبان یې نه تائیدوي.

ډېرو سرتیرو او پخواني نظامیانو، چې له دویچه ویله سره یې اړیکه نیولې، وايي چې د طالبانو ادارې له لوري ګواښل شوي، غوښتل شوي او په یوه او بله بهانه زورول کېږي، نو ځکه خو یې د وطن پرېښودو پرېکړه کړې ده.

د پخواني پوځ سرتیري. د ارشیف انځور
د پخواني پوځ سرتیري. د ارشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa/J. Jalali

ځيني نظامیان او د پخواني پوځ غړي د سقوط پر مهال د امریکا او نورو هېوادونو له لوري بهر ته لېږدول شوي؛ خو ډېر شمېر یې په شخصي امکاناتو په ناقانونه لارو اروپا او نورو هېوادونو ته ځي.

د پخواني پوځ یو افسر چې موږ یې په سهیل مستعار نوم یادوو، دویچه ویله ته وویل، د طالبانو ادارې په تېرو دوو کلونو کې په ځلونو په یوه او بله بهانه زورولی، استخباراتو ته ورغوښتی او تر پوښتنو لاندې نیولی، نو ځکه یې د هېواد د پرېښودو پرېکړه کړې ده. دی وايي، د طالبانو اداره د پخواني پوځ افسران او لوړ رتبه چارواکي، چې په افغانستان کې دي، ورغواړي او زورول کېږي.

نوموړي وویل:«دوه کاله مې سخت تېر کړل. اوس مجبور شوم، چې ځان وباسم. په قاچاقي لاره روان شوی یم، نه پوهېږم چېرته به ځم، خو ځان به خوندي ځای ته وباسم. د راتلونکي په اړه هېڅ نه پوهېږم.»

د پخواني پوځ چارواکي څه وايي؟

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو ادارې ویلي دي چې ډېر پخواني مامورین او هغه مسلکي نظامیان چې په جګړه کې ښکېل نه ول، له دوی سره اوس هم په دندو بوخت دي، خو د پخواني حکومت پوځي چارواکي ادعا کوي، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په تېره موده  کې ګڼ شمېر پخواني نظامیان په مرموز ډول وژلي او ټپي کړي دي.

د پوځ پخوانی ویاند جنرال اجمل عمر شینواري دویچه ویله ته وویل، طالبانو په تېرو دوه نیمو کلونو کې شاوخوا دوه نیم زره نظامیان وژلي او تر ۸ زره ډېر زنداني، تحقیر، شکنجه او زورول شوي دي.

دی ادعا کوي چې طالبان په یوه او بله بهانه له پخوانیو نظامیانو کورونه اخلي او خپلو غړو ته یې ویشي. نوموړی وايي چې په افغانستان کې د پوځ غړي او نظامیان په ناوړه حالت کې ژوند کوي. د پخواني پوځ د دې چارواکي له لوري ورکړل شوې شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تائید شوي او طالبانو هم په تېر کې د نظامیانو د وژلو او ټپي کولو خبرونه رد کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.