د افغانستان د امنیتي او دفاعي قواو په یاد

شاه محمود میاخېل

208

د افغانستان د اسلامي‌ جمهوریت د سقوط او د طالبانو په بیا راتګ باندې په تیرو دوه نیم کلونو کې ډیرې تبصرې شويدي. د حکومت ملاتړو او مخالفینو او همدا شان نړیوالو تحلیګرانو او د پوځي چارو کار پوهان اوس هم لګیا دي خپل تحقیقات او څیړنې کوي. تیره اونۍ هم د امریکا د RAND په تحقیقاتي مرکز کې یو شمیر افغاني او امریکایي پوځي او سیاسي پخواني چارواکو په دې هکله بحثونه درلودل تر څو د امریکا کانګریس ته د افغانستان د امنیتي او دفاعي قواو د روزنې او ملاتړ په هکله بشپړمعلومات ورکړي. په دغه څیړنو کې زیات فوکس د جمهوریت په شلو کلونو کې د امنیتي او دفاعي قواو په روزنه او حمایت کې څه اشتباوې شوي په ګوته کړي. د امریکا کانګریس همداشان د جنګ یو کمیسون هم ټاکلې چې د افغانستان د سقوط په هکله پوره څیړنې وکړي.

د ټولو کارپوهانو نظر دا دې چې د افغانستان د نظام سقوط پوځي سقوط نه و او دا یو سیاسي سقوط و چې کورني، سیمه ایز او نړیوال ابعاد یې درلودل. د افغانستان د نظام سقوط د ټولو لپاره شریکه ناکامې وه خو دا به سمه نه وي چې د افغانستان د سقوط پړه په امنیتي او دفاعي قواو باندې واچول شي چې هغوي انګیزه د جنګ نه درلوده نو ځکه جمهوریت سقوط وکړ. پښتو کې متل دی چې وایي جنګ په وسله او ننګ په غله کیږي. کله چې د امنیتي او دفاعي قواو نه وسله او غله واخستل شي نو هغوي به جنګ په څه وکړي. هغه کسان چې وایي د امنیتي او دفاعي قواو مورال ضعیفه و نو باید وپوښتل شي چې مورال ولې ضعیفه شو او د جنګ مورال ورکول د چا کار دی؟ د جنګ مورال ورکول همیشه د رهبرې کار دی. جنګي قطعات یوازې په تاکتیکي لحاظ جنګ مخې ته وړي خو ستراتیژیک تصمیونه چې په جنګ او مورال تاثیر لري چې هغه د رهبرې لخوا تر سره کیږي. په دې هکله مکمله لیکنه د کتاب په شکل تر کار لاندې ده. دا خپل تاریخي مسوولیت ګڼم چې دقیق معلومات او خپل تحلیل د خپلو هیوادوالو سره شریک کړم. په دې توګه به مې د خپلو امنیتي او دفاعي قواو د قربانیو حق لږ تر لږه یو څه ادا کړې وي.

نهم د حوت چې د امنیتي او دفاعي قواو د میړانې د لمانځنې ورځ ده، غواړم چې یوازې د یوې پېښې یادونه په لنده توګه دلته وکړم چې همدا پېښه د دې سبب شوله چې زه د ملي دفاع وزارت پریږدم. دغه پېښه یې یوه بیلګه ده چې ایا د امنیي قواو مورال ضعیفه و او که د نظام په داخل کې د رهبرې په کچه ستونځې وې؟ د همدې یوې پېښې نه اټکل کیدلې شي.

د ۲۰۲۱زکال د مارچ د میاشتې په اتلسمه نیټه د ملي دفاع وزارت یو هلیکوپتر د بهسودو په ولسوالې کې د علیپور د ملیشو لخوا وویشتل شو. په دغه پېښه کې د دوه پیلوټانو په شمول د هلیکوپتر څلور خدمه او پنځه د دفاعي قواو منسوبین شهیدان شول. د علیپور ملیشې مستقیما د جمهور رئيس د دویم مرستیال، سرور دانش لخوا حمایه کیدلې. کله چې مخکې علیپور د امنیتي او دفاعي قواو لخوا بندي شوې و، د مشرانو په ضمانت چې دجمهور رئیس د دویم مرستیال لخوا تاید شوې و، په ضمانت خوشې او بیا به د حکومت په ضد فعالیت نه کوي. د همدې حمایت په اساس، د کورنیو چارو وزارت پخوانی ارشد معین، جنرال مراد علي مراد چې اوس په استرالیا کې ژوند کوي، د علیپور د ملیشو سره یو ځای جنګیده.

د عبدالغني مشهور په علیپور د ضمانت پاڼه کې لیکل شوي چې؛ هر ګاه مقامات دولتی او امنیتی لازم ببیند، حاضرم در کابل باقی بمانم و جهت تحقیقات مزید و روشن شدن اتهامات خویش روزمره به مراجع دولتی حاضر ګردم. کله چې مجرم تښتي او د حکومت په ضد بیا فعالیت کوي، نو د مجرم ضمانت کوونکې باید په عوض د هغه ونیول شي او مجبور شي چې مجرم راولي. د علیپور ضمانت کوونکي او د ضمانت کوونکو تاید کوونکی، د جمهور رئيس دویم مرستیال و چې باید د هغه په عوض محاکمه شوي وې. د یادونې وړ ده د علیپور ملیشې د ایران لخوا حمایه کیدلې.

دا د پنجشنبې ورځ وه. د دې نه مخکې مې هم د جمهور رئيس نه د یو په یو لیدنې غوښتنه کړې وه. تصادفا زما او د جمهور رئيس لیدنه په همدې ورځ سهار په نه بجو تر سره شوله. په لیکلي ډول مې د ملي دفاع وزارت د تحلیل په اساس، مفصل راپور د جمهور رئیس سره شریک کړ. د جمهور رئيس نه مې پوښتنه وکړه چې همدا راپور ایا تاسي‌ ته مخکې رسیدلې که نه؟ هغه وویل چې نه. ځکه هماغه راپور ما د امنیت شورا ته هم یوه اونۍ د مخه ورکړې و.

د ملي او امنیتي قواو په منځ کې خود سرې دومره زیاته شوې وه چې د کورنیو چارو وزارت ۳۳۳ قطعه چې د لوګر په شکار قلا کې میشته وه، د کورنیو چارو د وزیر، د ملي امنیت د عمومي رئیس، د لوی درستیز او زما له خبرتیا پرته لیږل شوې وه. دې کې شک نشته چې دا قطعه د کورنیو چارو د وزارت پورې تړاو درلود خو د کورنیو چارو وزارت د دې جوګه نه و چې د دفاعي قواو د ملاتړ نه په غیر د ځمکې له لارې قوه د میدان وردګو ولایت بهسودو سیمې ته ولیږي نو باید د ملي‌ دفاع وزارت یې په جریان کې اچولې وې. بله دا چې داسې ستراتیژیکه پریکړه باید د امنیت شورا په مجلس کې تر سره شوې وې. د یادونې وړ ده چې دا قوه د ملي امنیت د سلاکار، ډاکتر حمدالله محب او د کورنیو چارو وزارت د ارشد معین، جنرال عبدالصبور قانع په ګډه پریکړه تر سره شوې وه. کله چې دا قطعه محاصره شوله نو بیا د قطعې د حمایت لپاره د ملي دفاع وزارت نه د مرستې غوښتنه وشوله او هلیکوپترې ولیږدول شولې چې اعاشه او اباته عسکرو ته ورسوي او د هغوي حمایت هم وکړي. هر څوک چې کوم تصمیم نیسي نو باید مسوولیت یې هم په غاړه واخلي. داسې نشي کیدلې چې تصمیم به یو څوک نیسي‌ او پړه به په بل چا وراچوي.

د جمعې په ورځ چې د مارچ شلمه نیټه شي، ما د شیهد داود خان په څلور سوه بستریز روغتون کې د شهیدانو د جنازې په مراسمو کې خبریالانو ته وویل چې د دغه شهیدانو انتقام به اخستل کیږي. که علیپور وي او یا غیر مسوول نورې مسلحې ډلې، که طالب وي او یا نور جنایتکاران، ټول یو دي‌.‌ مونږ د امنیتي‌ قواو د مدافعینو په توګه د جنایتکارانو سره هیڅ نوع معامله نه کوو او هر څوک چې د نظام په داخل کې وي او که د نظام نه بیرون وي، او یا په سیمه کې د دې جنایت کارانو نه حمایت کوي،‌ ټول یو دي او مونږ د هغوي په وړاندې ودریږو. دا پورته راپور د بي بي سي د دري په ویبپاڼه کې اوس هم شته دی[1].

جمهور رئيس ته مې ټولې هغه ستونځې په ګوته کړلې چې امنیتي او دفاعي قواې ورسره مخامخ وې او ورته مې وویل چې په داسې حالت کې زه نشم کولې چې دندې ته دوام ورکړم. د ستونځو د حل لپاره مشخص وړاندیزونه هم و. جمهور رئيس ډیر زیات مایوسه شو او وویل چې هغه ته د جنګ نه سوله مهمه ده. سمدستې جمهور رئيس رانه وغوښتل چې یوه مشوره درسره کوم چې اوس ځواب راکوي او که بله ورځ. که د سولې خبرې تر سره کیږي، هغه به په قطر کې تر سره کیږي او که ته دا قبول کړې چې قطر ته د سفیر په حیث لاړ شي نو ښه به وي ځکه د ملګرو ملتونو او د سولې په انستیتوت کې کافي تجربه لرئ، همداشان د ننګرهار ولایت او د ملي دفاع وزارت او د کورنیو چارو وزارت کې هم کار کړې نو تاسي به هلته د سولې د خبرو لپاره ګټور ثابت شئ. ما ورته وویلې چې رئیس صیب! د سولې په خاطر که د سکرتر په حیث مې هم قطر ته لیږلې څه فرق نه کوي او د دی خبرې لپاره مصلحت ته حاجت نشته دی. جمهور رئیس زما د موافقې په اساس ډیر زیات خوشاله شو او غیږه یې راکړه. ما ورته وویل چې جناب رئیس صیب! وخت کم دی او که تاسې سوله راولې نو دا به مو ډیر څه د افغانستان لپاره کړي وې. زما د کتنې نه وروسته، د ملي امنیت رئيس، ضیا سراج منتظر و چې د جمهور رئيس سره وګوري. له بده مرغه د بهسودو پړه د د کورنیو چارو په وزیر واچول شوله حال دا چې هغه د دغه پریکړې نه خبر نه و.

د جمهوري ریاست نه چې راووتم او خپل دفتر ته ورسیدم نو د بهرنیو چارو وزیر، ښاغلي محمد حنیف اتمر راته زنګ ووهه چې کیدې شي رئیس صیب تا سره هم مصلحت کړې وي نو د قطر سفارت ډیر مهم سفارت دی که هغه قبول کړې نو ښه ده او خپله سي‌ وي راولیږې چې پیشنهاد ریاست جمهوري ته ولیږم. کله چې زه د جمهور رئيس د دفتر نه راووتم نو جمهور رئيس سمدستي ښاغلي اتمر ته زنګ وهلې و چې عاجل زما د تقرر پیشنهاد تیار او د منظورې لپاره یې جمهور رئيس ته ورسوي. په همدغه ماښام په قطر کې زما د تقرر پیشنهاد جمهور رئیس ته ولیږل شو او هغه منظور کړ. د ملي امنیت شورا په عاجله توګه بل پیشنهاد جوړ کړې و چې جنرال یاسین ضیا د ملي وزارت د سرپرست او ډاکتر نجیب وردګ د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال په توګه تعین شول. د شنبې په ورځ چې د مارچ یویشتمه نیټه شي، د ملي دفاع وزارت نه په داسې حال کې خدای په اماني وکړله چې د ملي دفاع وزارت په سل ګونو منسوبینو په عمومي تالار کې برخه درلوده او د خدای په امانې مراسم د ځینو رسنیو لخوا په ژوندې بڼه هم خپره شوله.

دا چې ولې د قطر نه زما اګریمان د سقوط نه د مخه رانغې او معطل شو، هغه جلا بحث دی ځکه زما ټاکل کیدل د ډیرو د توقع خلاف عمل و. د قطر سفارت ته سیاسي او دولتي لوبغاړو هر یو خپل نوماندان درلودل او قطریانو ته یې ویلې و چې زه د جمهور رئيس خاص نفر یم او جمهور رئیس په دې خاطر ټاکلې یم چې د سولې خبرې ناکامه کړم حال دا چې دا د جمهور رئیس او زما نیت نه و.

دا لنډه قصه مې ځکه نن ولیکله چې د جمهوریت سقوط د امنیتي او دفاعي قواو د مورال د ضعف په اساس نه و بلکې د رهبرې د غلطو پریکړو پایله وه چې د امنیتي او دفاعي قواو مورال یې ضعیفه کړ. د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې چې تقریبا اته میاشتې مې هلته کار وکړ او همدا شان کله چې د ننګرهار والي وم، او د جبهاتو لومړیو کرښو ته سفرونه کړي و، د امنتیي او دفاعي قواو میړانه باید هیڅوک هیره نه کړي او نه د نظام د سقوط پړه په امنیتي‌ او دفاعي قواو څوک واچوي. هر چا چې په صداقت خپله دنده اجرا کړئ، د هغوي مخونه به خپل خدای، خلکو او وطن ته سرلوړی وي. چا چې د خپل وطن، خلکو او امنیتي او دفاعي قواو په سر لوبې کړي وي، د هغوي مخونه به همیشه د تاریخ په رڼا کې خپلو خلکو او خدای ته تور وي.

د ټولو ګمنامو سپاهیانو روح دی ښاد وي

[1] https://www.bbc.com/persian/afghanistan-56459795

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.