له مولانا فضل الرحمن وروسته د مولانا سمیع الحق زوی د پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کړی

300

د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان د تېرې میاشتې له سفر وروسته د جمعیت علمای اسلام (س) مشر او د پښتونخوا د اکوړې د حقانیه مدرسې نایب مهتمم مولانا حامد الحق په مشرۍ د پاکستاني دیني عالمانو یو بل پلاوي کابل ته سفر کړی دی.

مولانا حامد الحق حقاني د مولانا سمیع الحق زوی دی او د پلار له مړینې وروسته د خپل ګوند مشري کوي، چې یو ځل د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړی هم پاته شوی دی. پلار یې دوه ځله د پاکستان د سېنټ غړی او د «دفاعِ پاکستان» تنظیم مشر پاته شوی، خو د طالبانو د پلوۍ له کبله “د طالبانو پلار” هم ورته ویل کېل.

د طالبانو د حکومت د رسنیو د مرکز او ویاند دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پلاوي د فرورۍ پر 27مهپه کابل کې د طالبانو د حکومت د ریاست الورزاء یا وزیراعظم د سیاسي چارو له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي دي.

په دغه خبرپاڼه کې د حامدالحق له خولې ویل شوي، “د پاکستان علماء او ولسونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې غواړي او هیله لري چې د کابل او اسلام آباد تر منځ پر اقتصادي همکاريو سربېره سیاسي اړیکې هم پراخې شي، چې دواړو ولسونو ته یې ګټه ورسېږي”.

دا پلاوی په داسې وخت کابل ته تللی چې په پاکستان کې له عامو انتخاباتو وروسته لا هم په مرکز او صوبو کې حکومتونه نه دي جوړ شوي او دا نه ده معلومه چې راتلونکی مرکزي حکومت به د طالبانو له حکومت سره څه ډول اړیکې ولري.

د خبرپاڼې له مخې مولوي عبد الکبیر دغه پلاوي ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، د طالبانو حکومت له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي او هيچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې چاته ګواښ پېښ شي.

خبرپاڼه وایي وایي‌ “مولانا حامد الحق د نړيوالې ټولنې له لوري د افغانستان د شتمنیو پر کنګل کېدو نیوکه وکړه ویې ویل، دغه ډول یو طرفهاو ظالمانه اقدامات افغانان زیانمنوي”.

کابل ته د پاکستاني دیني عالمانو د دغه پلاوي تر سفر مخکې د جنورۍ په لومړیو ورځو کې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند یو پلاوي هم افغانستان ته سفر کړی وو.

مولانا فضل الرحمان د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده په ګډون د طالبانو له مشرانو سره په کابل او کندهار کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو د ښه کېدو او نورو دوه اړخیزو مسلو باندې خبرې کړې وې.

تراوسه دا معلومه نه ده چې د مولانا حامد الحق په مشرۍ کابل ته ددغه پلاوي د سفر هدف څه وو او ایا دوی ته هم د مولانا فضل الرحمن غوندې د طالبانو حکومت بلنه ورکړې وه که په خپله خوښه یا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په امر تللي دي.

د طالبانو د حکومت زیات شمیر چارواکو د پاکستان په حقانیه دارالعلوم کې دیني زدکړې کړې دي او د دې مدرسې باني مولانا سمیع الحق د افغانستان د تېر حکومت او افغان ځواکونو خلاف د طالبانو د جګړې ملاتړ کاوه.

voadeewanews.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.