اظهاريت؛ د هنر او ادب يو ځانګړی مکتب

لیکوال: محب وزیر

171

فلسفې مدام هڅه کړې ده چې د انساني ژوند او ارزو سره تړليو موضوعاتو او کړکېچونو ته د رسېدو لارې ګودرې وګوري او د پوهېدنې د پاره پکښې اسانتياوې رامخې ته کړي. په دغه لړ کښې يې يو شمېر مکتبونه يا نظريات زېږولي دي ـ په دغسې مکتبونو کښې يو مکتب د اظهاريت هم مونږ پېژنو چې د ټولنې او ټولنيز ژوند تر څنګ يې هنرونه هم متاثره کړي دي ـ
اظهاريت چې انګرېزۍ کښې ورته د (Expressionism) اصطلاح کارول کېږي او اردو کښې د باطن نګارۍ په اصطلاح پېژندل کېږي چې د “باطن يا باطنيت” په ترڅ کښې د اظهاريت يو قسم له خپل پخپله وضاحت هم کوي ـ “نګار يا نګاري” څنګه چې د افسانه نګار ، ناول نګار او داسې نورو ټکيو سره د لاحقې په توګه کارول کېږي چې معنا يې تصوير يا تصوير جوړول ، نقش يا نقش راښکل ، ډول يا ډول کول ، محبوبه/محبوب يا محبوبيت (۱ــ مخ:۱۲۵۴) ده خو اصطلاحي معنو کښې تصوير جوړوونکے، کرښې راښکونکے يا ليکونکے/ويونکے ترې اخستل مراد وي ، لکه افسانه ويونکے/ليکونکے ، ناول ويونکے/ليکونکے ، يعني باطن ويونکے ، د باطن حال ښکاره کونکے ، خبره او راز ويونکے او داسې نورې ـ
اظهاريت/باطن نګاري اصل کښې خپله مدعا يا ذهن ته راغلې د هرې خبرې اظهار/وئيلو ته وايي. ذهن چې څه څه سوچونه کوي ، فکر چې څومره څومره تدبيرونه ، جوازونه او تجويزونه تراشي ، دا هر څۀ که په اظهار کښې رانۀ وړلے شي نو انساني ژوند کښې يوه خلا رامخې ته کېدے شي (۲ــ مخ:۱۶۹) ـ دلته کښې اظهاريت د نفسياتو سره هم خپلې څنډې وهي ـ تحليل نفسي په دې خبره پوخ يقين ساتي چې د انساني وړتيا او پرمختيا د پاره اظهار ته ډېر اهميت ترلاسه دے ـ (۳ــ مخ:۴۱)
انساني ټولنه د انساني ذهن په بنسټ مخ په وړاندې روانه ده. انساني ذهن چې څومره څومره په کار اچول کېږي ، دومره دومره نوي نوي سوچونه ، فکرونه او تصورات مخې ته راځي او د هغې په اساس فلسفه ، سائنس او نور علوم پرمختګونه کوي چې هر دم او ګهړۍ زمونږ دا نړۍ ورسره بدلېږي او نوې کېږي. دا د اظهار ضرورت دے چې د اظهاريت په نوم يو باقاعده فلسفيانه مکتب فکر يې رامنځ ته کړے دے چې د انساني ذهن خيالات او تصورات په هر حال کښې خوندي کول دي چې د اظهار نۀ کولو په وجه د انسان (فرد) سره سره د هغۀ په ذهن کښې نوےسوچ/تصور هم له مينځه لاړنۀ شي(۲ــ مخ:۱۶۹) ـ دا نوے سوچ/تصور هله د يو انسان په ذهن کښې پيدا کېږي چې د جذباتو او احساساتو پوره پوره ادراک وکړے شي ، ځکه په اظهاريت کښې دغو شيانو (جذبات او احساسات) ته خاص اهميت ورکړے شوے دے ـ دغه جذبات او احساسات انساني تخيل رالړزوي او دا تخيل وي چې د اظهار د پاره د لارې لټوي ـ (۲ــ مخ:۱۶۹) ـ دا حقيقت يا فطرت د معروضيت په ځاے د موضوعيت (احساس او جذبه) په انداز کښې وړاندې کوي ، يعني حقيقت يا فطرت د خارج نۀ ، د داخل په سترګه ګوري (۴ــ مخ:۳۵) ـ
اظهاريت ته باطن نګاري ځکه وئيلي شوي دي چې په مصورۍ ، سنګ تراشۍ ، ادب او نورو هنرونو کښې شيا په داسې انداز وړاندې کول چې د شيانوخپل ظاهري شکل ور ختم (مسخ) کړي ، يعني په خاص خارجي منظر يا مظهر باندې اوبۀ وۀ بهوي او جذباتي يا احساساتي ماهئيت ته د رسېدو امکان پېدا کړي ـ دا اصل کښې تصويرکشي نۀ ، تجزيه کوي ـ د يو څيز/مظهر روح ته د ورننه کېدلو هڅه کوي ـ دې کښې هنرمند/فنکار د يو ډېر خپلواکه هستۍ په انداز کښې څيزونه/مظهرونه وړاندې کوي ـ که څه هم په ظاهره د داسې هنرمندانو/فنکارانو په فنپارو کښې د دوي خپلې مشاهدې او تجربې (د جذبې او احساس سره) ښکاري ، خو په شا يې د پوره انساني نسل تجزيه کول مقصود وي ـ (۵ ــ مخ:۱۹۲)
اظهاريت د علم د يوې داسې وسيلې سره اړونده دے چې د معروضيت په ځاے د موضوعيت سره پېوست وي او سرچينه يې د عقل په ځاے وجدان ګڼلے شي ـ د وجدان پحقله فلسفيانه توضيح تر ټولو زياته بېنډېټو کروچې (Benedetto Croce, 1866- 1952) کړې ده چې د جمالياتي تنقيد پاره يې دا (وجدان) مهم ماخذ بللے دے ـ هغوي په نولس سوه کښې په اظهاريت درې خطبې (لېکچرونه) ورکړې دي چې هم دغه خطبې وروستو په نولس سوه دوه (1902) کښې د “جماليات” په نوم شايع شوې دي. په دغه خطبو کښې يې د علم د وجداني وسيلې او د هغې د اظهار په اړه خپل نظر په ډېر وضاحت سره وړاندې کړے دے ـ د دوي په خيال د علم د پاره که يو خوا ضمير (يقيني ضمير چې د ښۀ او بد پوخ تصور وي ، شکمن ضمير چې د ښۀ او بد په تصور کښې انسان شکمن کوي او کمزورے ضمير چې د ښۀ او بد هډو تفريق پکښې ختم شي ) د پاره وجدان خام مال تياروي نو بل خوا منطق او ادراک د شعور او عقل رغوڼه او پرمختګ روان ساتي ـ د اولني د پاره تخيل کار کوي او د دويم د پاره تعقل په کار بوخت وي ـ وجدان په اصل کښې يوه حسياتي جذبه وي او دا تکميل ته هله رسي چې کله يې اظهار وشي ـ د اظهار تجسيمي صورت هم د وجدان فريضه ده او که داسې ونۀ شي نو د کوم جذباتي تاثر لاندې د ځناوروټوپونه خو کېدے شي )۶ــ مخ:۱۸۶( ولې د انساني وجدان نه راپورته شوې حسياتي جذبې نه په ظهور کښې راغلې نڅا نۀ شي کېدے يا کومه بله فنپاره نۀ شي کېدے ـ دغه وجداني علم چې سرچينه يې تخيل دے ، څخه محاکات (Imagery) جوړېږي چې د شيانو سره يې تړون (نسبت) پيدا کېږي او د هغو د علم (پېژندنې) سوب ګرځېږي ـ دغه محاکات (پیکریں) چې مونږيې د اظهار په وسيله پېژنوـ د کروچې دا خيال دے چې اظهار هم په اصل کښې وجدان دے ، په دغه ترڅ کښې که زمونږ په مطالعه کښې هغه اعتراضات هم شته چې د کروچې په دغه خيال مخې ته راغلي دي ـ (وګورئ ، د کروچې په دې خبره چې اظهار هم وجدان دے ) (۷ــ مخونه:۲۸۲ــ۲۹۰) ولې بيا هم زمونږ دا خيال دے چې د کروچې دا خبره ډېره بې ځايه هم نۀ ده چې د اظهار نه بغېر د وجدان هډو ادراک نۀ کېږي ـ مونږ دلته د ادراک ټکے وۀ کارلو چې په بنيادي توګه عقل سره نسبت لري او ذهن د وجدان ادراک هله کوي چې اظهار يې وۀ شي ـ مونږ وړاندې د معروضيت او موضوعيت په ترڅ کښې هم دا ذکروکړو چې وجدان موضوعي شے دے ، يعني معروض خو د يو چا د اظهار نه بغېر هم انساني عقل ادراک کولے شي خو موضوع چې ترڅو اظهار نۀ شي ، تر هغې يې ادراک نۀ شي کېدے ـ د وجدان (Intuition) يوه بله معنا فطري قابليت يا طاقت چې يو څيز يا يوه دعوا بغېر د کوم ثبوت نه د قبوليت درجې ته رسولے شي ـ يو داسې احساس چې د انسان داسې لارښودنه وۀ کړي چې د هغې د پاره ورته د بل کوم ثبوت اړتيا محسوسه نۀ شي (۸)
د هنري برګسان (Henri Bergson 1859-1942) نوم هم د اظهاريت په لړ کښې مخې ته راځي ، دوي هم د علم د ادراک يوه مهمه سرچينه وجدان ګڼي ـ دا يوه داسې وسيله ګڼي چې سائنس او فلسفه ورباندې زيات باور خو نۀ کوي ولې چې د دغه علم کومه بهرنۍ (معروضي) تجربه موجوده نۀ وي خو نفسيات دانو په دغه اړه خپل تحقيقات روان ساتلي دي او دا قسمه حسي تجربات د نفسياتو د علم په رڼا کښې اولين ګڼل شي (۹ــ مخ:۳۶) ـ د برګسان په خيال کوم حقيقتونه چې د وجدان له لارې پېژندل کېږي ، د هغې انساني ذهن ته مطلق يا کامل علم ځکه ترلاسه کېږي چې دلته حقيقت براه راست د ويونکي يا تجربه کوونکي سره ګويان وي ، يعني د عالم او معلوم په مينځ کښې کوم واټن (فاصله) موجود نۀ وي ـ دارنګې د وجدان يو عام تصور د عقليت پسندو په علمي روايت کښې هم موجود پاتې شوے دے او د “سمدستي اندېښنه” ، “دانشورانه بصارت” “ناګهانه رڼايي” په نومونو يې نومولے دے او د مذهبي دانشورانو په نزد ورته “الهام” وئيلي شوي دي ـ (۱۰ــ مخ:۱۲)
په وجدان د دومره ډېر بحث نه دا خو ښکاره شوه چې د اظهاريت بنيادي منبع هم دغه ده چې کروچې او برګسان يې توضيحات کړي دي ـ برګسان يو بل ځاے کښې اظهاريت د وجداني حقيقت يا علم سره داسې تړي چې کله هغه د نوي فن او ادب په ترڅ کښې د فني اضطراب خبره کوي او مراد ترې د وجداني تجربو او احساساتو هره ورځنے نوے والے اخلي نو بيا يې د قديم نه تش د درجه بندۍ په لحاظ بدل نۀ بولي ، بلکې د صورت (شکل/هيئت) په لحاظ يې هم بدل ګڼي چې د لمحې لمحې متغير حقيقت يو عجيبه “اظهار” ورته وايي (۱۰ــ مخ:۲۶) او په حقيقت کښې هم د برګسان د دغه اظهار نه د اظهاريت تحريک ماخوذ دے ـ
اظهاريت لکه څنګه چې د نوم نه يې ښکاره ده ، د اظهار د تمامو وسيلو د کارونې پامته دار يو تحريک دے چې زياته توجو يې په وجدانيت اډاڼه ده چې وړاندې مو ورباندې تفصيل بيان کړے دے. دا د اظهار په وړاندې د هېڅ قسمه قيودو او اصولو زنځيرونه نۀ مني ـ دا د تاثريت (Impressionism) چې د خارج نه د انتها ترحده متاثر دے، په ځاے د تخيل (داخل) هر پېکر په خلاص مټ بيانول خپله وظيفه بولي ـ خو ادب کښې اظهاريت د ماديت پسندۍ ، مطمئين بورژوازي ، د ژوند ميکانکيت او د وړومبي نړيوال جنګ نه وړاندې په اروپايي ټولنه د خانداني نظام ټينګښت په خلاف د يو ردعمل په توګه مخې ته راغلے دے (۸) چې اول اول په انځورګرۍ او بيا شاعرۍ کښې مخې ته راغے او بيا يې د ادب هر يو صنف کښې خپلې نخښې پرېښودلې ـ د شلمې پېړۍ په سر کښې د شمالي يورپ نه شروع شۀ چې د وړومبي نړيوال جنګ نه پس ډېر په تېزۍ سره خور شۀ ـ انځورګرۍ کښې ډچ انځورګر ونسنټ وان ګوګ (Vincent Van Gogh 1853-1890) د اظهاريت پلار ګڼل کېږي ـ په شاعرانو کښې جورج هيم ( Georg Heym) ، ارنسټ سټډلر (Ernst Stadler) ، اګسټ سټرام (August Stramm) ، ګاټفړېډ بېن ( Gottfried Benn) ، فرانز کافکا(Franz Kafka) ، جورج ټرېکل (Georg Trakl) او نور اهم کسان ګڼل کېږي ـ
د ټولنيز احتجاج په ترڅ کښې مصورانو ، ډرامه نګارانو ، شاعرانو او اديبانو خپل خيالات په يو نوي انداز د وړاندې کولو او رسولو طريقه خپله کړه ـ دوي د ځانګړو حالاتو په ځاے عادي رښتينوالۍ ته توجو ورکړه ، دوي په خپلو فنپارو کښې د بشپړه ترقي يافته يا يو لوړ مقام ته رسېدلي کردارونو يا حقيقتونو په ځاے داسې کردارونه يا حقيقتونه راوړاندې کول اهم وۀګڼل چې زياتره به انځورګرو يا ليکونکيو د ذاتي نوعيت په ترڅ کښې غېر اهم ګڼل ـ د بهرنۍ (خارج) ښکلا يا بدرنګۍ په ځاے يې د اندروني (داخل) جذباتو ښايست ، ارفعيت او معصوميت يا د اندروني (داخل) بدرنګي او بدبويي د خارج په وړاندې د يو ناوئيلي او نامنل شوي حقيقت په صورت کښې کښېښوۀ ـ دا هغه ناوئيلي يا نامنلي حقيقتونه دي چې نړۍ يې د وجداني علم سرچينې ګڼي (۸) ـThe Cambridge Dictionary of Philosophy د اظهاريت لانديني قسمونه ياد کړي دي:
* ابلاغي اظهار :- د دې نه مقصد دا چې د هنرمند/فنکار سره بايد هغه احساسات وي چې يو خارجي څيز/مظهر پرې په يو بدل رنګ کښې تجسيم کولے شي ـ
* وجداني اظهار:- وجدان د څيزونو په وحدت او ځانګړتيا د پوهېدنې يا د اندېښمني اهمه وسيله ګڼي او د وجدان وحدت د محسوساتو عمل حسابوي ـ يعني بايد چې د فنکار/هنرمند وجدان د دې جوګه وي چې څه ځانګړي محسوسات وۀ لري ـ
* وضاحتي اظهار :- دغه کښې يو هنرمند/فنکار د خپلو مبهمو او ناټاکليو/نامعلومو احساساتو سره وېنا شروع کړي او اظهار د دې د واضح کولو ، متعين کولو ، ټاکلو/معلومولو ، بيانولو او پوهولو فريضه ترسره کوي ، يعني اظهار هم د فنکار په ذهن کښې موجود وي ـ
* مقصدي اظهار :- يعني د اظهار به دا موخه وي ، دا به يې مقصد وي چې احساساتو ته يو ساختي ډول او صورت ورکړي ـ )۱۱ــ مخونه:۲۹۹ــ۳۰۰ (
دارنګې د اظهاريت مقاصد يا منشوري نکات د سيد عبدالله او اورنګ زېب قاسمي د وېنا په تناظر کښې په لانديني ډول وړاندې کولے شو:
اظهاريت ګڼي چې تخيل (د وجدان سرچينه) مکمل ازاد دے او دا کائنات او کائنات کښې د موجودو شيانو او تصوراتو په اړه په خپل هر قسم پرواز کښې هم ازاد دے او د تخيل دغه ازادي اظهار ته احتياج هم لري ـ
اظهاريت د کامل داخليت قايل دے ـ يعني د موضوعيت بشپړه تکامل هله امکان لري چې کله د دې اظهار کېږي ـ په نورو ټکيو کښې اظهار د شخصيت کتهارسس وي ، که دا کتهارسس نۀ کېږي نو د شخصيت (موضوعيت/وجدان) تکامل نۀ کېږي ـ
اظهاريت پسند هنرمندان په روايت شکنۍ او بت شکنۍ کښې انتها خوښ ليدل شوي دي ـ دوي د ترقي پسندو په شان روايت پسند (ترقي پسند هم روايت پرست نۀ دي) نۀ دي ، بلکې روايت شکن دي ـ په دغه لړ کښې دوي د منفي او مثبتو روايتونو تفريق باندې هم يقين نۀ ساتي ـ په دغه لړ کښې دوي په ټولنيز ژوند کښی د کوم کړکېچ رامينځ ته کېدو خيال هم نۀ ساتي ـ
جنسي ستونزې بيانول د اظهاريت خوښونکيو هنرمندانو په زړۀ پورې موضوع ځکه ګرځېدلې ده چې هم دغه موضوع باندې د ټولنيزو اخلاقياتو په نوم خاورې انبار شوې دي ـ دغه موضوع هم زياتره د ذاتي حسياتي تجربو په اساس ښودلو طريقه غوره ګڼي ـ
د ټولنيزو يا مذهبي اخلاقياتو په نوم کوم شے د خپل اظهار په لاره کښې خنډ منلو ته تيار نۀ دي ـ د دغه قسمه اصولو/قاعدو د پاره د احترام په ځاے اظهار ته اوليت ورکوي ـ
اظهاريت خوښونکي د هېڅ شي انځور نۀ سازوي ، دوي فقط د هغو تخيلاتو انځورګري کوي کوم څۀ چې دوي ته په کوم رنګ کښې ښکاري ـ
د اظهاريت خوښونکيو ليکونکيو په وړاندې ابلاغ کومه ستونزه نۀ ده ـ ابلاغ دوي د لوستونکي ستونزه ګڼي ، دوي ګڼي چې د مصنفينو مسئله خو تش د اظهار ده ـ (۱۲ـــ مخونه:۲۸۲ــ۲۸۳)
اظهاريت کښې منزل نه زيات په سفر باندې زور راوړل کېږي ـ اظهاريت خوښونکي دا ګڼي چې دا ژوند چې دوي يې تېروي ، اصل کښې يوه غټه دهوکه ده ـ ځکه دوي د سفر جاري ساتلو يعني د ځان امر کولو د پاره ډېرې سختې پرېکړې کوي ـ د ځان وژنې پورې اقدام کوي ـ د اظهاريت تر تاثر لاندې افسانوي ادب کښې زياتره کردارونه ځان وژنې کوي ـ
د اظهاريت خوښو هنرمندانو/فنکارانو په هنر پارو کښې د نوي انسان ، د نوي ليد (بصارت) ، د نوې ټولنې ، د نوي نظام په رنګ ټکي مخې ته راځي ـ دوي زور راوړي چې خپل کردارونه څنګه نوي ژوند کولو ته اماده کړو او د زوړ او فرسوده خيالاتو او نظام څخه يې راوۀ باسو ـ
د دوي په فنپارو کښې د اجنبيت/پردي والي (بېګانګۍ) احساس زيات وي ـ دوي ګڼي چې دا ژوند او دا نړۍ يوه دهوکه ده ، ځکه ترې دوي ماړه خوا وي او ځکه دوي د نوي والي هڅه کوي چې يو داسې جهان جوړ کړي ، يو داسې ژوند وۀ کړي چې د دوي خپل وي ـ (۵ ــ مخونه:۱۹۹ــ۲۰۰)
دا هغه نکات دي چې دغه تحريک ورباندې ولاړ دے ـ د دغه نکاتو په رڼا کښې ځينې پوهان اظهاريت خوښي مصنفين د جمالياتي مصنفينو په څنګ هم ولاړ بولي ، يعني د دوي ټول زور تش د اظهار په ښايست وي ، نۀ چې د اظهار په ټولنيز پېغام ـ د اظهاريت يوه موخه دا هم ده چې هنرمند (فنکار) د خپل هنرمندانه عمل تکميل غواړي ـ د هنر مند تخليقي عمل ته تر هغې اطمينان نۀ ترلاسه کېږي چې څو يو داسې تخليق مينځ ته رانۀ وړي چې په هره حواله د نورو د تخليقاتو نه بدل وي ـ هر کله چې يو هنرمند داسې کوي نو هغه به ارو مرو خپلو ذاتي جذباتو او احساساتو ته لوړتيا (اهميت) ورکوي ـ دا جذبات او احساسات که د چا د پاره د قبوليت وړ وي يا نۀ ، د چا د پاره د خوند او مسرت يا د چا د پاره د غم او درد سوب ولې نۀ وي ، د ټولنې د پرمختيا سوب ګرځي يا د تنزل ، يو اظهاريت خوښ هنرمند د دغو نتايجو سره هېڅ سروکار نۀ لري ـ خو زما خپل خيال دا دے چې د اظهاريت خوښونکيو هنرمندانو غټ او ښکاره مقصد دغه دے چې د نړۍ اوسېدونکيو ته ژبه ورکړي ، ځکه چې د کومو خلقو/اولسونو ژبه شته ، هغوي شتۀ شوي دي ـ
————+++++++++++++++++++++++++————

حوالې:
۱. قلندرمومند/فريدصحرايي ، درياب،پېښور،اېنډبليواېف پي خېبر پښتونخوا ټېکسټ بک بورډ،۱۹۹۴، مخ:1254
۲. ډاکټر محمد کمال اشرف ، تنقيدی نظريات اور اصطلاحات ، اسلام اباد ، نيشنل بک فاؤنډيشن ، ۲۰۱۹
۳. فيض احمد فيض (مرتب) نثر تاثير ، بهاولپور ، اردو اکادمی ، ۱۹۶۴
۴. ياسر جواد ، نظريات کی مختصر تاريخ ، جهلم ، بک کارنر ، ۲۰۲۲
۵. اورنګ زيب قاسمی ، مغربی ادب کی تحريکين ، کراچی ، سيټی بک پوائنټ ، ۲۰۲۱
۶. ډاکټر ستيه پال آنند ، کروچے ــــ ايک مختصر تعارف ، کراچی ، اردو سائنس بورډ ، ۱۹۹۶
۷. عصمت جاويد ، کروچے ، مشموله: تنقيد کی جماليات (جلد۳) ، مرتب: پروفيسر عتيق الله ، لاهور ، فکشن هاؤس ، ۲۰۱۸
8. https://www.brittannica.com-arts & culture-intuition & expressionism, Acc date: 11/02/2023
9. G E. Morre, Principle Ethica, Cambridge University Press, 1960, p:36
۱۰. قاضی عبدالقادر ، برګسان او وجدانيت ، اسلام اباد ، مقتدره قومی زبان ، ۲۰۰۹
11. Robert Audi, The Cambridge Dictionary of Philosophy, 2nd Ed, Cambridge University Press, 1999
12. ډاکټر سيد عبدالله ، اشارات تنقيد ، لاهور ، مکتبه خيابان ادب ، بار دوم ، ۱۹۷۲

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.