په افغانستان کې د جرمني ښکیلتیا سم ماموریت مګر غلط (سیاسي) ملګری

لیکوال: مجیب الرحمن اتل - ژباړونکی: انجینر محمدربی آماج

236

په افغانستان کی د جرمنی ښکیلتیا

سم ماموریت مګر غلط (سیاسی) ملګری

لیکوال: پروفیسورمجیب الرحمن اتل. څیړونکۍ او د نورنبورګ پوهنتون استاد ژباړونکی: انجینر محمدربی آماج

اړینه یادونه: نوموړی مقاله دآلمان هیواد د کییل پوهنتون د امنیتی پالیسۍ انستیتوت لخوا د۱۹ نورو مقالو سره یوځای د «شل کاله په افغانستان کي» تر عنوان لاندی کتاب کی خپره شویده . له هغه ځایه چی دا یوه په نړیوال معیاربرابره  څیړنیزه لیکنه ده، په مقاله کی د هری خبری لپاره اړوند لاسوند او اخځلیکونه شتون لری چی د همدی مقالی سره سریښ دۍ. دا مقاله په افغانستان کی د آلمان ځواکونو اومرستو تر پوښښ لاندی جغرافیی باندی لیکل شویده او دټول افغانستان حالات او لوبغاړی ندی پکښي انځور شوی بنا پر دی سره درانه لوستونکی باید دا ټکۍ په نظر کی ونیسی. په درنښت.

سریزه

د ۲۰۲۲ ز کال په می میاشت کی د جرمنی هیواد په پارلمانی غونډه کی د AFD فرکسیون څخه یوه غړی (رینی شپرینګر) وویل چی: آلمان په افغانستان کی د ټیکاو راوستلو اویوه مشروع«قانونی»، فعال دیموکراتیک دولت په جوړولو کی په بشپړه توګه پاتی راغلۍ دي. دا ځکه چی د افغانانو په اند آلمان په افغانستان کی یو ازادی بښونکۍ جنګیالۍ نه بلکه په حقیقت کی نیواکګر وو کوم چی غوښتل یی د غربی نړۍ ارزښتونه په داسی یوه هیواد کی پلی کړی چی له ډیرو اړخونوله غربی نړۍ سره توپیر لری (فینیکس، ۲۰۲۲). که څه هم دا څرګندونه د یوه ښی اړخی سیاسی ګوند دیوه غړی لخوا شویده، مګر نن روځ په جرمنی کی په حیرانونکی توګه د خلکو په منځ کی دغه سیاسی روایت «په افغانستان کی شل کاله د دولت جوړونی ماته» بی له سیاسی تړاو/ ګروهنوڅخه پرته ویل کیږی. د سیاستوالو ،پوځ جنرالانو او جګپوړو چارواکو ډیره برخه پدی باور دی چی د دوی مداخله له هماغه پیل څخه بی ګټی اوله ماتی سره مخ وه. دا ځکه! افغانانو هغه څه نه غوښتل کوم چی نړیوالی ټولنی د د یموکراسۍ او دولت جوړونی تر پوښښ لاندی د هغی د لاسته راوړلو هڅی کولی. دا لید لورۍ د ماتیدونکو (نازک ټیکاولرونکو) هیوادونو د ریښتینی شرایطو او راتلونکو مداخلو په اړه د پوهیدو وړ ډیر څه په ځان کی لری .کولۍ شی د افغانستان په څیر هیوادونو څخه (د زده کړی لپاره درسونو) تر سیوری لاندی لاسته راشی. پدی مقاله کی به د غوره پوهاوی په پارد دی موضوع په اړه چی په ۲۰۰۱ کال کی د طالبانو له ماتی وروسته څرنګه آلمان او نړیوالی ټولنی په ډله ایزه توګه د افغانی بد نامو جګړه مارانو سره د همکارۍ غلطه لاره په مخ ونیوله چی د راتلونکی بریا لپاره یی د دوی چاڼس کمزورۍ کړ. پځای د دی چی «څه شۍ ؟لاس ته راوړی» برخلاف د دوی ټول زور پدی باندی وو چی «څنګه یی لاسته راوړی ؟یانی څرنګه موخه ترلاسه کړی! » او له همدی امله په افغانستان کی د ویجاړونکی ماتي لامل شو.

سیاسی روایت او د دریځ (صحنی) تنظیم

د ۲۰۰۱ کال د نومبرپه میاشت کی د جرمنی هیواد د بُن کنفرانس د پرانیست غونډي په ترځ کی د هغه مهال بهرنیو چارو فدرالی وزیر (یوشکا فیشر) د آلمان راتلونکی ژمنه «چی تمرکز یی د پوهنی،اداری اصلاحاتو او ښځوپه پیاوړتیا باندی  ورټول وو» روښانه کړه.نوموړی په کابل کی امانی لیسی ته «چی د آلمان د همکاری غوره بیلګه ده» اشاره کوله چی په ۱۹۲۴ ز کال کی یی بنسټ ايښودل شوۍ او تر ۱۹۸۰ کال پوری په کی آلمانی ښوونکو تدریس کولو ( UNIC,2001 ).

نیږدی یو کال وروسته ،دسمبر ۲۰۰۲ سیاسی انګیرنی (روایت) وسکښتل شواو تر ډیره بریده د امنیتی اندیښنو په شاوخوا را وڅرخید،د آلمان د دفاع وزیر(پیتر ستروک) د دغه هیواد په بوندستاګ (پارلمان) کی استدلال وکړ چی د هندوکش په غرونو کی د سختدریځو اسلام پالو سره مبارزه د آلمان د امنیت ضمانت کولۍ شي (بوندستاګ،۲۰۰۲).

څلور کاله وروسته د آلمان دولت ژمنې په پراخه کچه د آیساف ځواکونو سره مرسته، د دوو ولایتی بیا رغونی (PRTs) ټیمونوجوړول، دافغانستان په شمال کی د آیساف د رول همغږی کول، د امریکا متحده ایالاتو په همکاری د پولیسو روزنی پلی کول،د پراختیایی بودجی برابرول او دافغانستان سره د پورونو څخه د خلاصون په پار ملاتړ پوری وغځیدی. د هغه مهال د بهرنیو چارو فدرالی وزیر (فرانک والتر شتاین مایر) د لندن په کنفرانس کی د بُن د پروسی پای ته رسیدو، نوی آساسی قانون او په افغانستان کی یی لومړنیو ازادو او دیموکراتیکو ټولټاکنو اړوند په ویاړ سره خبری وکړی (Auswärtigesamt, 2006) د بهرنیو چارو وزارت.

دوه کاله وروسته شتاین مایر د پاریس د کنفرانس په ترځ کی یو ځل بیا پدی ټینګار وکړ چی په افغانستان کی د آلمان اخرینۍ موخی تل پر(پیاوړو او باثباته دیموکراتیک اوقانونی دولتی بنسټونو ورټولی دی، یوداسی کورنۍ نظم چی د ټولو افغانانو بنسټیزحقونه او د پرمختیا لید لورۍ تضمین کړی چی دوی ته د خپلی خوښي ژوند کولو وړتیا ورکوی).

د مالکیت مسُله، د افغانانو په مشرۍ پروسه، ګډون او فساد هم ډیراهمیت وړدی.

په ۲۰۱۱ ز کال کی سره له چی د ټول هیواد په کچه امنیت خراب شوۍ ووخو بیا هم د بُن د دوهم کنفرانس په ترځ کی دآلمان هیواد لومړۍ وزیرې «انګیلا میرکل» لخوا افغانانو ته د امنیتی چارو په سپارلو تینګار وشو( Bundeskanzeler,2011  لومړۍوزیره ۲۰۱۱).

د ۲۰۱۲ز کال په دوران کی آلمان لاهم پدی باور وو چی په سم لوری روان دۍ مګرسیاسی روایت بدل شو او په افغانستان کی د سولي او ټیکاو په راوستلو کی د پاکستان په کردار تمرکز وشو (طلوع نیوز،۲۰۱۲).

په هرصوت د وضعیت د پیچلتیا په پوهاوی او د پآکستان رول د یوه ویجاړونکۍ لوبغاړی په توګه  پیژندل یو مهم پرمختګ دۍ چی پخوا تر دی په پراخه کچه له نظره غورځول شوۍ وو. پدی کالونو کی آلمانی چارواکو په ځلونو ویلی ووچی خپل ځواکونه وباسی مګر تل یی ټنیګار پدی وو چی افغانستان به نه هیروی.

په ۲۰۱۳ کال کی ډیر زیات باور پدی باندی وو چی د طالبانو لپاره د یوه سیاسی دفتر پرانستل به د سولی مذاکری پیاوړی او په افغانستان کی به د ټیکاو لامل شی.

په ۲۰۱۵ کال کی آلمان له افغانستان څخه د خپل ملا تړ په دوام ټینګاروکړ،مګرد ځواکونو وتل د هیواد په راتلونکی باندی د ډاډ د نه شتون لامل وګرځیدل (طلوع نیوز،۲۰۱۵).

 د ۱۰۱۶ کال په اوږدوکی د سولی په خبرو کی د پاکستان په رول ټینګار وشو او آلمان له افغانستان سره د زیاتو مرستو ژمنه وکړه (طلوع نیوز،۲۰۱۶).

وروسته بیا دا خوشباوری موجوده وه چی افغان وسله وال ځواکونه به د طالبانو په وړاندی مقاومت وکړی.

 پهر صورت په ۲۰۱۷ کال کی آلمانی چارواکو د وضعیت پیچلتیا تر ډیره درک کړی وه او پدی باور وو چی افغان ځواکونه لا هم نړیوالو مرستو ته اړتیا لری او دا کار به دوی تر ډیره بوخت کړی.

 پدی موده کی افغان حکومت هم د بلخ له ځواکمن والی«عطامحمد نور چی د یوه پاچا په توګه یی نسبت والی ته واک چلولو» له اړخ نه د جدی ننګونو سره مخ وو (مشال،۲۰۱۸ ).

آلمانی چارواکو پدی ټینګار کولو چی ستونځه د له والی سره د قانون په چوکاټ کی حل کړی. دوی د ولسمشرۍ ټاکنو پایلو ته هم هیله مندي ښودلی چی افغان حکومت به وکولۍ شی له پیاوړی دریځ نه به له طالبانوسره خبری وکړی (طلوع نیوز،۲۰۱۷).

خو د ولسمشر غنی ټاکنیزسیال عبدالله عبدالله نه د ۲۰۱۴ او نه هم د ۲۰۱۷ کال د ټاکنو پایلی ومنلي. دی کار له ۲۰۱۴ کال را وروسته او هم د ۲۰۱۹ کال ټاکینزو کشالوپه لړ کی نړیواله ټولنه تریوه دوه سری حکومت پوری محدوده کړه. اګر چی لدی وروسته د آلمان لخوا د سولی خبری اتری وهڅیدی، مګر زیات ټینګار په افغانستان کی د وروستیو دوو لسیزو د لاسته راوړنو په ساتلو باندی وو (طلوع نیوز،۲۰۱۹).

 په ۲۰۲۱ کال کی د نا امنیو زیاتیدل حتی د دی لامل وګرځیدل چی ځنی چارواکی په افغانستان کی د ألمانی سرتیرو دجګړه ایز ماموریت د دوام غوښتنه وکړی (طلوع نیوز،۲۰۲۱).  په هر حال، په افغانستان کی د دولت له نسکوریدو یوه میاشت وړاندی د آلمان د دفاع وزیر (انګرت کرامپ-کارن باویًر) وویل چی: په اروپایی ماډل د افغانستان جوړونه یوه ماتی وه، (zeit online,2021). یو د نهیلۍ ډک پای نه یوازی د آلمان لپاره بلکه د ډیرو افغانانو لپاره هم.

له هیلو څخه د نهیلۍ په لوری

د امریکا لومړنۍ ستراتیژی چی د ۹/۱۱فضا تر اغیز لاندی جوړه شوی وه، د القاعدی او طالبانو په له منځه وړلو یی ټینګارکاوه او دا یی په پام کی لرله چی د طالبانو له ماتولو وروسته به امریکا په افغانستان کی د بیا رغونی پراخونو کارونو ته ژمن نه پاته کیږی (NSA,2001). خو دهغو کسانو لپاره چی له پاکستان او القاعدی سره د طالبانود اړیکو،د ډیورنډ کرښی په اوږدو کی د ویشل شویومیشت پښتنی ټبرونو د خپلمنځی اړیکو په اړه پوهیدل، بیله دی چی ووایی چی له ۲۰۰۱ کال وروسته په افغانستان کی د لویدیځی نړۍ ګټو ته د ژمن دیموکراتیک دولت له جوړولو پرته د القاعدی او طالبانو په وړاندی اوږدمهاله بریا ممکنه نه وه . لدی سره د بوش د اداری ټول پام « د ترهګرۍ په وړاندی جګړی»، د القاعدی د جرړو ایستلو او طالبانوپه ټکولو باندی ورټول وو.واشنګټن په افغانستان کی د واک تشي او د رژیم د بدلون پایلو ته چمتو نه وو. پدی توګه ،په ۲۰۰۱ کال کی دطالبانو په وړاندی د متحده ایالاتو ګړندۍ او کم لګښته بریا ،پځانګړی توګه د لومړنیو دیموکراتیکو پارلمانی او ولسمشری ټاکنو په اړه د خلکو له لیوالتیا وروسته امریکا او نړیواله ټولنه د خپلو راتلونکو بریاوو په هکله نوره هم ډاډمنه کړه.

د بهرنۍ مداخلی په اړه شکونه له ۲۰۰۶ راهیسی او د جګړی ډګرونو ته د طالبانو دفعال راستنیدو وروسته د هغو فرصتونو تر اغیز لاندی راغلل چی کولۍ یی شوۍ نن روځ د افغانستان برخلیک بدل کړی.

 د امریکا تر مشرتابه لاندی ماموریت په اړه شکونه د امریکا متحده ایالاتو او اروپا په څیړنو کی را څرګند شول چی په هغه کی له افغانستان څخه د یوی نه اشغالیدونکی خمکی یا د امپراتوریو د هدیری پنامه یادونه کیږی. ځینو څیړونکو خو حتی د افغانستان تاریخ هم څیړلۍ او کابل ته یی د لاری د امنیت په برخه کی د مغلو امپراتورۍ ننګوني د ناټو له ځمکنۍ لاری سره پرتله کړې چې په وچه کی ایسار افغانستان ته د پاکستان له لاری دخپلو پوځیانواکمالات یی له ننګونو سره مخ وو. پدی پرتله کی افغانان د غوره جنګیالیو په توګه را څرګند شویدی چی په تیریدونکو کاروانونو برید ،لوټ او تالان کوی او د مغلو امپراتورۍ لپاره ستونځې را منځته کوی (وګوری Gates & Roy,2014).

 دا په زړه پوری ده چی وګورو، له افغانانوڅخه دا انځور وروسته د دونالد ټرمپ په خبرو کی څرنګه وړاندی شویدۍ چی په درواغو یی ادعاُ وکړه «طالبان ښه جنګیالی دی چی زرګونه کلونه یی جګړه کړی »(Businessinsider,2021)،په اصل کی د ده اشاره د افغانستان کړکیچن تاریخ ته وه چی افغانان د نه ماتیدونکو جنګیالیو په توګه او د امریکا نا ممکنه بریا پکښی انځوروی.

سربیره پر دی د ترهګرۍ او طالبانو په وړاندی دیرغل نه څو کاله وروسته د افغانستان د ګاونډیانو او روسیی احساس کم شو. د ناتو او جرمنی ځواکونو ته د ځمکی له لاری د درنو پوځی وسایلو لیږد له ستونځو سره مخ شو چی له امله یی متحده ایالاتو او آلمانی چارواکو په هوایی دهلیزونو ډیره تکیه وکړه کوم چی د اوږدی مودی ښکیلتیا لپاره لوړ لګښتونه او ننګونی رامنځته کوی. د نړیوالی ټولنی له ناورین ډکه ناکامی او د لویدیځ په ملاتړ د حکومت نسکوریدو دا انګیرنه پیاوړی کړه چی ګویا افغانان دیموکراتیک ارزښتونه نه غواړی او هغه څوک چی د داسی ارزښتونو د ودی او پیاوړی کولو لپاره دلته راغلی دی د افغانانو لخوا د یرغلګرو په توګه پیژندل کیږی کوم چی ژر یاوروسته به ناکامۍ محکوم دی. دا د لویدیځ د مداخلی د توجیه لپاره یوه ښه پلمه ده، مګر د ډیرو هغو افغانانو په اند چی د نوموړو ارزښتونو لپاره يي جګړی کړی یا یی خپل ژوند له لاسه ورکړیدۍ په لږ پیمانه د منلو وړده. کوم وخت چی لویدیځ سیاستوالان او کارپوهان پدی هکله خبری کوی نو دی پورتنۍ روایت په سیاسی کړیو باندي زیات واک موندلي دۍ. دغه لید لورۍ پځانګړی توګه د طالبانو د نسکوریدو په اولینیو کالونو کی سم ندۍ، کوم چی زه یی د نړیوالی ټولنی (۲۰۰۲-۲۰۰۶) کالونو په موده له لاسه وتلی فرصتونه یادوم. په هیواد کی د نړیوالو شتون افغانان دیته خوشبینه کړی وو چی افغانستان به د یوه سوکاله هیواد په بڼه د شل کلنی جګړی د ایرو څخه سر راپورته کړی، هغه افغانان چی د کورنۍ جګړی، د طالبانو له مخکینۍ ظالمانه واکمنۍ، سختی بیوزلۍ، د ښځو په کار اوزده کړو باندی بندیز، د عامه خدمتونو نشتوالۍ ، د موسیقی بندول او داسی نورو څخه ستړی شوی وو.

د۲۰۰۴ کال  د لومړی ځل ولسمشرۍ ټاکنو کی د خلکو لیوالتیا او خوښی په پراخه کچه د یوی سیاسی او تخنیکی بریا په توګه وځلیده. د ۲۰۰۳ کال د دسمبر او ۲۰۰۴ کال د جون ترمنځ په افغانستان کی د رایه ورکونکو د نوم لیکنې ۱۰.۵ میلیون کارتونه صادر شوی وو چی د رایی ورکونکو د ریښتینې لیوالتیا څرګندونه کوی. د لارسن له خولی (۲۰۲۱):

  • په افغانستان کی دراجستر شویو رایی ورکوونکو شاوخوا ۴۰٪ سلنه ښځي وي دپخوانیو رژیمونو په مهال دښځو محدود سیاسی رول ته په کتو سره حیرانونکی شمیره،برسیره پر دی په ۲۰۰۵ کال د پارلمان ۲۷٪ سلنه (۶۸څوکۍ) په بریالیتوب سره دښځو لخوا وګټل شوی، «کوم چی په آساسی قانون کی د ښځولپاره د څوکیو د ځانګړی کولو حکم په پایله کی وی» (۱۱ مخ).

پهر صورت، د رایی ورکونکو د ګډون کچه په ۲۰۰۴ کال کی ۸۳،۶۶٪سلنی څخه  په ۲۰۰۹ کی ۴۷.۶۱٪ سلنی ته ، او په ۲۰۱۴ کی ۳۳،۶۷٪ او ۳۸،۹٪ سلنی ته را ټیټه شوه.په ۲۰۱۹ کال کی د لانجمنو ولسمشرۍ ټاکنو وروسته ټولی باوری رایی ۱،۸۲۳،۹۴۸ اعلان شوی چی د رایی ورکولو شرایطو لرونکی نفوس ۱۲٪ سلنی برخی استازیتوب کوی (Adili,2020).

د دیموکراسۍ په اړه د خلکو خوښی هم په ۲۰۰۶ کال کی له ۷۷٪ سلنی څخه په ۲۰۱۹ کال کی ۶۵٪ سلنی ته ټیټه شوه ( دآسیا بنسټ،۲۰۱۹).

 تر ټولو مهمه دا چی په زرګونو افغان امنیتی ځواکونو او پولیسو د نوی افغان دولت د دفاع پخاطر له طالبانو سره په جګړه کی خپل ځانونه قربانی کړل. یوه وروستنۍ سروی چی واک ته د طالبانو له رسیدو مخکی دسیاسی نظام د څرنګوالی اړوند د افغانانو د انګیرنو څیړنه کوی د دی څرګندونه کوی چی ۷۱٪ سلنه افغانانو په ۲۰۲۰ کال کی د افغانستان اسلامی جمهوریت د سیاسی نظام په توګه ملاتړ کړیدۍ او په راتلونکی باندی د باور نه لرلو له کبله دا کچه په ۲۰۲۱ کی ۴۶٪ سلنی ته راټیټه شویده.پهمدی حال کی ۷۷.۹٪ سلنه خلکو له طالبانو سره د ممکنه هوکړی وروسته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له بیا په کار راوستلو سره مخالفت ښوولۍ. پهر صورت طالبانو د واک په ګدۍ له تکیی کولو وروسته د ۲۰۲۱ په سپتمبر میاشت کی د ښځو د چارو وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په وزارت بدل کړ. همدا سروی دا په ګوته کوی چی په ۲۰۲۱ کال کی ۷۱.۸٪ سلنه ځواب ورکونکو د طالبانو سره د سولی د موافقی د سناریو با وجود د ولسمشرۍ څوکۍ ته د ښځو د نوماند کیدو له حق څخه ملاتړکړیډۍ .(OSRA,2022،ص ۳). ښکاره ده چی شل کلنه مداخله د کلیوالی او ښاری ټولنو په ذهنیت او لیدلوری کی د سترو بدولونو لامل ګرځیدلی ده او داسی ډیری بیلګی شته دی چی دغه فرضیه او انګیرنه چی «ګویا افغانان د ټاکنیز دیموکراتیک نظام مخالف دی» تر سوال لاندی راولی. د مثال په ډول،د کابل دښاریانو لیکو ته که وګورو چی د ۲۰۱۴ کال د ټولټاکنو په بهیر کی یی ګوتې د طالبانو لخوا غوڅی شوی، مګر په ۲۰۱۹ کال کی د رایی ورکولو مرکزونوته یو ځل بیا ورغلل چی د طالبانو د تهدید سره بیا خپلی رایی ورکړی. (صدیقی ۲۰۱۹).

هغه او داسی ډیر نورد طالبانو د مذهبی سختدریځۍ په وړاندی د مقاومت بیلګی دی. میا خان د سویل لویدیځی ولایت «پکتیا» څخه بله غوره بیلګه ده چی خپلی دری لوڼي هره روځ شاوخوا ۱۲ کیلومتر لاره د خپل موټر سایکل پوسیله تر ښوونځۍ پوری رسوی او بیرته یی راولی، د نوموړی دغه کړنه د نجونو لپاره د زده کړی اهمیت په ګوته کوی (الکوزۍ او حبیب زاده ۲۰۱۹). وروسته لدی چی طالبان واک ته ورسیدل، په سلګونو ښځوپه پرلپسي توګه د ښځو د زده کړو د بندیز په ضد لاریونونه وکړل. نارینه هم په ښکاره توګه له هغوی سره یوځای شول، د بیلګی په دود په څو ولایتونوکی هغه کمپاین چی «یا ټولو ته زده کړه یا هیچا ته نه» د طالبانو له آزار او شکنجی سره مخ شول (RFL,2022).

 څرنګه چی پدی باندی به وروسته نور بحث هم وشی، ستونځه په ارزښتونو او موخو کی نه وه بلکه غلطی په پراخه کچه په هغه ناسم چلند کی وه کوم چی آلمان په ګډه د نورو نړیوالو ملګرو سره د هغی په لټه کی وو. یوه له دغو ناکامیو څخه هغه فرصت وو چی له ۲۰۰۱ کال وروسته رامنځته شوۍ وو چی له جګړه مارانو سره یی باید له کارکولو ډډه کړی وۍ، نه یوازی په حکومتی جوړښتونو کی بلکه په پرمختیایی کارونو کی یی د دوی ښکیلتیا کمه کړی وۍ کوم چی د بحران اصلی ګټونکی او د حکومت د دیموکراتیزه کولو او اصلاحاتو کمزوری کوونکی دی.

د جګړه مارانو سره په ګډه کارکول د افغانانو له اند نه «پخپلو پښو د ډزو کولو په مانا وو» کوم څه چی نړیواله ټولنه یی خپلو موخو ته د رسیدو په لاره کی ګوډه او فلج کړه او راتلونکی کړنی یی ټولی تر سیوری لاندی راوستلی.

سمه شيبه مګر غلط ملګری

به۲۰۰۱ کال کی د طالبانو له پرځیدو وروسته سمدلاسه د انتقالی نیاو (عدالت) د نه شتون له کبله ټول جګړه ماران «له ختیځ څخه تر لویدیځ او سویل نه تر شمال پوری » په مخامخ او یا غیر مستقیمه توګه د نړیوالو مرستو کونکو په دروازه وانانو بدل شول. نړیوالی ټولنی د انتقالی نیاو په اړه له خبرو سره ډیره لږ لیوالتیا درلوده او ډیرۍ هغه جګړه ماران چی د بشری حقونو څخه په سرغړونو تورن وو د نړیوالی ټولنی سوداګریز شریکان شول. له جرمونو څخه د معافیت د بنسټ ډبره کښیښودله شوه او وروسته پارلمان ته ننوتل او سیاستوالان شول، ورپسي یی ټول هغه اصلاحات او سمونی ننګولی چی د دوی واک یی په خطر کی اچولو. پدی کی شک نشته چی د افغان دولت د سقوط لاملونه ډیردی مګرد جګړه مارانو سره ملتیا یی تر ټولو لوی لامل وو. فساد، د دیموکراسۍ ماته او په پای کی یی واک ته د طالبانو بیرته راستنیدل ټول له هغی ناکامۍ سره غوټه دی چی پدی کی له افغانستان سره د دوهم ستر تمویل کونکی او ملاتړی پتوګه د جرمنی هیواد رول له نظره غورځول کیدۍ نشی. په بهرنیو مرستو،سیاسی او اقتصادی سرچینو باندی د سیاستوالو وولکه د یوی کوچنۍ ډلی له بډای کیدلو سره مرسته وکړه ،په دولتی واک یی قبضه وکړه او په پرلپسی ډول یی هڅه او هاند کولو چی د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره په هره وسیله په واک کی پاتی شی .

رشید د (۲۰۰۸) کال یادونه کوی چی ګل آغا شیرزۍ په سویل کی یو له جګړه مارانو څخه او د کندهار والی وو، په کندهار کی یی د امریکا پوځی اډی ته د ودانیزو،سون اونورو توکو د برابرولو له کبله په اټکلی ډول یونیم میلیون ډالره لاسته راوړی وو(پاڼه ۱۳۵-۱۳۶).

جګړه مارانو په دیموکراسۍ« د دوی په اند یوازی د ښارونو لوبه» او دهغی په اصولو باندی باور نه درلود، د دوی «جګړه مارانو» دا لید لورۍ د عادی افغانانوله لید لوری سره کوم چی د طالبانو له رانسکوریدو وروسته په لومړیو کلونو کی یی په لیوالتیا سره ټاکنی تر سره کړی توپیر درلود، که څه هم ډیری بیلګی شتون لری چی جګړه مارانو په افغانستان کی دیموکراسی څرنګه کمزوری کړیده، مګر په دوی کی یوکس ډیر وتلۍ دۍ چی آلمان له هغه سره په شمال او پځانګړی توګه په بلخ ولایت کی له نیږدی ملتیا لرله. دغه لانجمن او خبرجوړونکۍ سیاستوال د بلخ والی «عطامحمد نور» وو چی د لوړی بیی کالیو په اغوستلو او د ۲۷۰۰۰ ډالری اومیګا ګړی «ساعت» په لرلوسره مشهور شوۍ وو«مشال ۲۰۱۸» او له خپلي شتمنۍ څخه به یی تل په ویاړ یادونه کوله چی ګویا له قانونی تجارت څخه یی تر لاسه کړیده. دغه والی چی یو مهال یی د واکمنۍ دایره ترڅو ولسوالیوپوری محدوده وه ډیر ژر د ملی کچی په یوه سیاستوال بدل شو،په ۲۰۱۴ کال نوموړی د ولسمشرۍ ټاکنی رد،بلخ ولایت یی ته د اشرف غنی ټاکل شوۍ والی لیری او ولسمشر اشرف غنی یی وننګولو.

ولسمشر غنی چی د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنیز کمپاین کی ولس ته د قدرت د جزیرو ختمولو او زور واکی د قانون تر حاکمیت لاندی راوستلو وعدی ورکړی وی د عطا محمد نور قدرت «ځواک » یی تر اصلی کچی کم اټکل کړۍ وو له نوموړی سره یی د مقابلی لاره ونیوله او کله چی د مقابلی کړنه بی پایلی ثابته شوه نو له هغه سره یی د جوړجاړی لاره مخی ته کړه او په ۲۰۱۹ کال کی عطا محمد نور د اشرف غنی ډلی ته ورغۍ. دیادونی وړ ده چی بلخ ولایت د افغانستان څلورم لوی ولایت دۍ چی په تیرو دوو لسیزو کی د نړیوالی ټولنی په شتون سره یی چټک پرمختګ کړیدۍ. د افغانستان ملی اردو«شاهین قول اردو»،د ملی پولیسو روزنیز مرکز، د آلمان دپولیسو روزنیز ټیم«GPPT»، ناتو،امریکایی پوځونه،د آلمان پوځ او د آلمان سیاسی استازولی «قونسلګری» ټول پدی ولایت کی ځای پر ځای شوی وو. بلخ ولایت چی د اټکل له مخی دوه میلیونه نفوس لری دطالبانو له راتګ مخکی د شمالی سیمو لوی سیاسی او اقتصادی مرکز ګڼل کیدو.نوموړۍ ولایت افغانستان د آسیا له مهم سرحدی ښار حیرتان سره نښلوی. «Fischstein,2013» ښیی په شمال کی د سیمه ایز مرکز په توګه ساختمانی سکتور د بلخ د اقتصاد یوله اصلی ډینامیزم څخه وو چی له نیمایی ډیر ساختمانی شرکتونه په بلخ ولایت کی ثبت شوی. ساختمانی چاری په عمده توګه د دغو لاندی سرچینو لکه نړیوال پوځیان، د نړیوالو بسپنه ورکونکو مرستی، افغان دولت او خصوص سکتور څخه تمویل کیدلی.ساختمانی چاری تل یو ګټورکاروبار پاتی شوی او د فساد لپاره خورا مستعد دۍ.سړک جوړونه یو ګټور کار وو چی د هیواد په سطح په دی کی د وزارت د کچی څخه نیولی تر محلی زور واکو پوری ټولوخپله ونډه تر لاسه کړی «Bearak,2018».

د کورنۍ جګړی په مهال په ټول هیواد کی سلګونه سیاسی او پوځی لوبغاړو لکه دوستم،محقق،خلیلی، مسعود،ربانی، حکمتیار، سیاف، اسماعیل خان او داسی نور شتون درلود کوم چی د طالبانو لخوا وشړل شول. د نورو په منځ عطامحمد نور د یوه سیمه ایز قوماندان په توګه پیژندل کیده او لکه څنګه چی د متحده ایالاتو ځواکونو هلته پرمختګ وکړ نو د هغه «عطامحمد نور» او دوستم ملیشی په ۲۰۰۱ کال کی هلته په مزارشریف کی د ننوتلو امریکایی ځواکونو سره یو خای شوی او له کوم لوی مقاومت پرته یی کنترول تر لاسه کړ.نوموړۍ بیا وروسته دبلخ والی شو، له نوی وضعیت څخه یی ګټه پورته کړه او ډیر ژر له یوه سیمه ایز جګړه مار څخه په ملی کچه د یوه اغیزمن سیاسی لوبغاړی په توګه راڅرګند شو.

داسی انګیرنه موجوده وه چی د جرمنی په بودجه جوړشوۍ د مزارشریف په هوایی ډګر کی دبلخ هوایی خدماتومسولیت څخه نیولی چی د خالد نور شرکت لخوا جوړ شوۍ دۍ نوموړۍ په مستقیم یا غیرمستقیم توګه د دی ډول شرکتونو مالکیت لری ، پهمدی ترتیب په دی ولایت په هرعایداتی او سوداګریز کاروبار کی ونډه لری. د موخوپادیا «  Mukhopadhyay » په قول د خالد نور شرکت د افغانستان په تجارتی ټولنه کی یوپیژندل شوۍ نوم وو«Mukhopadhyay 2014»:

د غالیو د تجارت له یو کوچنۍ دوکاندارۍ څخه په شمال کی د یوه لوی تجارتی ځواک په توګه د کمپنۍ غیرعادی راڅرګندیدو وضاحت په ترڅ کی هغو داسی وویل: چی له ۲۰۰۱ کال وروسته د نړیوالی ټولنی په حضورسره له مخکی موجودود عطا محمد نور په څیرکوچینیو کمپنیو لپاره د پرمختګ نوی لاری پرانیستل شوی. د والی په توګه به نوموړی د معمول مطابق په روځنۍ توګه په بلخ ولایت کی دمرستو او پانګونی د کمښت په اړه شکایت او ګیلی ګرمانې کړی وی مګر نوموړی ته نيږدی تجارتی ملګرویی د نوموړی تجارتی بریا بهرنیانو ته نسبت ورکوی چی افغانستان ته یی ډیری پروژی راوړیدی «۱۲۹ پاڼه».

هغه زیاتوی چی اُم البلاد د بلخ ولایت په سطح یو تر ټولو لوی ساختمانی شرکت د عطامحمدنورد ورور وو، یوازی په ۲۰۰۹ کال کی یی د ۱۳ میلیونو امریکایی ډالرو په ارزښت له دوو تر دریو ساختمانی پروژی لرلی. له عطا محمد نور سره د نوموړی نیژدی اړیکی د دی لامل شول چی نور ساختمانی شرکتونه له هغو بولیو(مناقصي) څخه ډډه وکړی په کوم کی به چی د اُم البلاد شرکت داخل وو. نور شرکتونه پدی باور وو، په کومو بولیو کی چی د عطامحمد نور شرکتونه ګډون ولری هلته د دوی دګټلو چانس نشته. په وزارتخانوباندی د والی اغیز او له مرستندویه ټولنو سره نیږدی اړیکی نوموړی د پراختیایی بودجی لګولو او قرار دادونو ګټلولپاره په یوه مناسب موقف کی راوستلۍ وو(Gall, 2010)..

عطا محمد نور په برالا ډول په سیمه کی د پانګوني بندیدل رد کول او په عوض کی به یی تل دا ادعا کوله چی نوموړۍ په قانونی توګه د خپل کسب او کار له لاری ګټه لاسته راوړی.  پهرصورت، نوموړی د خپل حمایوی سیاست له لاری د خپلو ګیراکانو او وفادارنو څخه داسی یوه شبکه جوړه کړه چی کچیری کوم څوک وغواړی له واک څخه د عطانورد غلطی ګټی اخیستنی په هکله خبری وکړی نو له جدی پایلو سره به مخ شی!.د بیلکي په توګه د بلخ ولایت د ولایتی شورا یو غړۍ چی عطامحمد نور یی په بربنډه توګه په فساد تورن کولو،د مزارشریف په هوایی ډګر کی په ډیره بیرحمۍ ووهل شو او غوږ یی د عطا محمد نورد لنډه غرو لخوا غوڅ شو«VOA,2017».  په ۲۰۱۴ کال کی المانی ورځپاڼی شپیګل (Spiegel,2014) راپور ورکړ چی عطا محمد نورد مخدره توکو د قاچاق او بشری حقونو څخه د جدی سرغړونو په توسن د ناتو په هدفی لیست کی وو. دا هم وروسته تر هغی چی دبشری حقونو د څار اداری په ۲۰۱۵ کال کی یو راپور خپور کړ او په هغی یی عطا محمد نور له بشری حقونو څخه په سرغړونی تورن کړ،عطا محمد نور دا تورونه یوه دسیسه وبلله او د یو میلیون لاسلیکونو راټولولو کمپاین یی پیل کړ تر څو دبشری حقونو د څار اداری ( HRW  ) په وړاندی خپل شکایت په ملګرو ملتونو کی ثبت کړی «احساس،۲۰۱۵».  د ۲۰۱۳ کال دسمبر په میاشتی په لومړیو کی په بلخ ولایت کی د څارنی او اداری فساد په وړاندی د مبارزی عالی اداری ( HOOAC ) رییس پدی ولایت کی د پراخ اداری فساد له شتون څخه شکایت وکړ او رسنیو ته یی یو مکتوب وښود چی عطا محمد نورپه بلخ کی د HOOAC د فعالیتونو مخه ونیوله.

هغه مکتوب چی د والی لخوا لاسلیک شوۍ وو په هغی کی یی د HOOAC رییس د موقع پاله او مصیبت جوړونکی پتوګه یاد کړۍ وو. په ښکاره ډول عطا محمد نور د HOOAC له کاره څخه خوښ نه وو او له مرکز نه یی وغوښتل چی د HOOAC رییس له دندی ګوښه کړی. د ۲۰۱۴ کال په مارچ کی د څارنوالۍ او اداری فساد سره د مبارزی عالی اداری HOOAC موافقه وکړه او خپل ولایتی استازۍ یی له بلخ څخه ور وغوښت ( دلیکوال ساحوی یاد داښتونه). لکه څرنګه چی مهوپادهیایی« Mukhopadhyay» په ۲۰۱۴ کال کی یادونه کوی عطا محمد نورپه کابل کی د رژیم او سیاست تر منځ له واټن څخه په ګټی اخیستنی سره د خپل واک د بنسټ د پیاوړتیا په پار خپل پخوانی قومندانان اوپلویان په دولتی پوستونو وګومارل چی د مسلکی تخصص له نشتون سره سره د نویو پوستونو په ګومارلو کی لاس وهی، ناوړه چلند کوی او رسمی مقرراتو او حکمونو ته درناوۍ نلری.

لکه څرنګه چی مخکی یادونه وشوه ، آلمان له عطامحمد نور سره پدی ولایت کی له نیږدی همکاری درلوده او لویی بنسټیزی پروژی لکه دبلخ ولایتی روغتون ،د کندز-خلم لویه لار او بلخ ولایت د هوایی ډګر جوړول یی تر لاس لاندی نیولی وی  چی د ده ترکنترول لاندی ولایت  ته یی نوی بڼه ورکوله. دا لا څرګنده نده چی نوموړی لدی پروژو څخه څومره ګټه تر لاسه کړیده مګرد یادولو وړ ده چی د آلمان پرمختیایی پروژو د نوموړی په شخصی لاسته راوړنو کی مرسته کړی ده. د مثال په ډول په ۲۰۱۳ کال کی د آلمان په مرسته په اټکلی ډول د ۴۸ میلیون یورو په مصرف د مزارشریف هوایی ډګربشپړشو، چی دیوه پرمخ تللی او عصری هوایی ډګر په توګه د هیواد د اقتصادی ودی او دشمال وصل کول د هیواد له نورو برخو او سیمی سره د آلمان او افغانستان دهمکارۍ یوه  بیلګه ده.څرنګه چی هوایی ډګر معیاری خدمتونو ته اړتیا درلوده نو په عطا محمد نور پوری تړلۍ یو نوۍ شرکت جوړ شو او د نوموړی هوایی ډګر د ځمکنی حمل ونقل قرار داد یی له کابل څخه تر لاسه کړ.سربیره پر دی خبری باندی پوهیدل هم په زړه پوری دۍ  چی عطا محمد نور هم له نوموړی هوایی ډګرڅخه د وسیلی په توګه د خپلو مخالفانو د سپکولو او توهینولوپه پار (اکثره وخت د بلخ د ولایتی شورای غړی یا د مجلس استازی) هغوی ته د هوایی ډګر په ترمینل کی VIP خونو ته نه پریښودل،پداسی حال کی چی خپلو پلویانو یی د تلو او راتلو په مهال هلته لاسرسۍ درلود. دی کړنی کله نا کله هلته کشمکش هم رامنځته کولو. عطامحمدنور پدی باندی ډیر ښه پوهیدو چی نړیواله ټولنه په افغانستان کی څه شۍ غواړی. نوموړی د المانی ديپلوماتانو او جنرالانو د هرکلی لپاره د مزار شریف ښار په لویدیځه څنډه کی یو څو ښکلی ځلیدونکی ماڼۍ جوړی کړی وی اوتل به یی هلته لویدیځی ګران بیه فیشنی دریشی او نیکتایی اغوستلی. د نوموړی د پاچاهۍ ډوله فرنیچر، د بیلا بیلو خوندورو خوړو ډک میز چی په ډیر سخاوت سره به یی میلمنو ته وړاندی کول او بیاورسره د دیموکراسۍ امنیت، د ښځود حقونو په اړه خبری کول دا هغه څه وو چی د هغه نړیوالو مخاطبینو یی اوریدل غوښتل. پهر صورت له ده څخه هیچا هم دا تپوس ونه کړ چی که نوموړۍ د ښځو حقونو ته دومره ژمن وی نو بیا ولې د هغه میرمن یا لوڼې دټولنیز بدلون د استازو په توګه نه راڅرګندیږی؟ هغه پدی بریالۍ شوچی له بلخ ولایت څخه بهرهم په واک او سرچینو خپل انحصار وساتی.تر ټولو مهمه دا چی د نوموړی نفوذ د ۱۰۱۴ کال ټولټاکنی هم تر سیوری لاندی راوستلی وې. پداسي حال کی چی عطامحمدنور تر اوسه پوری د والی او جمیعت اسلامی ګوند د اجراییه رییس په توګه دنده تر سره کوله، د۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کی یی د عبدالله عبدالله ملاتړ وکړ. عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ په ټاکنو د حامد کرزی په وړاندی د جمیعت اسلامی ګوند کاندید و.سره لدی چی حامد کرزی د ۲۰۰۹ کال ولسمشرۍ ټاکنی وګټلی خو پدی ونه توانیدو چی عطا محمد نور له خپلی دندی ګوښه کړی او د نوموړی په هغه کړنو چی پدی ولایت کی قومی تاوتریخوالۍ رامنځته کړۍ وو سترګی پټي کړي. د ۲۰۱۴ کال ولسمشرۍ ټاکنو په مهال د حکومتی اصلاحاتو او له فساد سره مبارزه د اشرف غنی د کمپاین مهم شعار و چی د عطامحمد نور د اوږدی مودی ملګری (عبدالله عبدالله ) په وړاندی یی مبارزه کوله. خو د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړی پړاو کی دواړو مخکښوکاندیدانو (اشرف غنی او عبدالله عبدالله) د اساسی قانون له مخی درایو اکثریت تر لاسه نه کړو. پدی ترتیب سره د ټاکنو دوهم پړاو د۲۰۱۴ کال دجون په۱۴ نیټه تر سره شو. په دواړو پړاوونو کی د رایی ورکونکو په لوړه کچه ګډون د دیموکراسۍ لپاره د افغانانو لیوالتیا او هیله مندی په ګوته کوی چی د طالبانو د بیرته راستنیدو ته د (نه) په مانا تعبیر شوه ، پهر صورت د ولسمشرۍ ټاکنو د دوهم پړاو له پیل څخه عطا محمدنور لا د مخه اشرف غنی، د ټاکنو خپلواک کمیسیون او حکومت «د درغلۍ د مثلث» پتوګه تورن کړل چی ګویا د ټاکنو په پروسه کی د غنی په ګټه لاسوهنه کوی(حبیبزۍ ۲۰۱۴).لومړنۍ پایلي د جولای په ۷ ښکاره شوی چی اشرف غنی ۵۶٪ او عبدالله عبدالله ۴۳٪ رایی تر لاسه کړی وی (کلارک،۲۰۱۴). عبدالله عبدالله او دهغه ټاکنیز ټیم پایلی ونه منلي، عطامحمد نور پایلي رد کړی او دعبدالله عبدالله تر مشرتابه لاندی یی« مشروع حکومت» اعلان کړ (احمد،۲۰۱۴). ټاکنیز کړکیچ او نا څرګند حالت د افغانستان سیاسی،اقتصادی او امنیتی وضعیت سخت اغیزمن کړ. دافغان چارواکو په وینا د ټاکنیزو جنجالی پایلو بحران د هیواد اقتصاد ته ۵ میلیارد ډالره زیان رسولۍ او حکومت یی کمزورۍ کړۍ ان تر دی چی د مالیی وزیر فکر کولو چی د ټاکنیز کړکیچ څخه د را ولاړشوی بحران د اوږدیدو په صورت کی به تنخوا ګانی کمی او دولتی کارمندان به ګوښه کړی (بی بی سی، ۲۰۱۴).

د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو په کړکیچ کی عطامحمد نور د افغانستان یو له تر ټولو جنجالی او خبر جوړونکو سیاسی څیرو څخه وو چی ډاروونکی خبری او اخطارونه به یی خپرول. نوموړی اعلان وکړ چی که د ده ملاتړی ټیم له واک نه ګوښه شی نو دولتی بنسټونه به ونیسی. په لویدیځ کی د لوړو زده کړو لرونکۍ تکنوکرات «کوم چی د ټاکنیز کمپاین په مهال یی اولس ته په حکومتی اډانه کی د اصلاحاتو او دفساد په وړاندی د مبارزی ژمنه کړی وه» ته د واک رسیدو له ویری عطا محمدنور دی پایلی ته رسولۍ وو چی د اشرف غنی بریا به په بلخ ولایت کی په واک باندی د نوموړی د اوږدی مودی قبضی ته دپای ټکۍ کښیږدی. عطا محمد نور د خپلو سیاسی او اقتصادی ګټو د ساتلو لپاره مقاومت وکړ او پایله یی د نړيوالی ټولنی په مداخله باندی ختمه شوه چی واک یی د اشرف غنی او عبدالله عبدالله تر منځ په غوړییشه مساوی و ویشلو. او په پایله کی د امریکا متحده ایالاتو په منځګړیتوب د ملی یوالی حکومت (National Unity Government NUG) جوړ شو کوم چی د سیاسی ملحوظاتو په بنا منځته راغۍ نه د افغانستان د خلکو د رایو ورکونکوپه غوښتنه. سره لدی چی د واک لیږد په سوله ایزه توګه تر سره شو مګر د خلکو باور یی په دیموکراسۍ او ټاکنو باندی ډیر بد زیانمن کړ. وروسته بیا افغانانو له خپل ځان پوښتنه کوله! چی که د دوی په رایو باندی حساب نه کیږی نو ولی باید دوی د رایی ورکولو مرکزونو ته ورشی؟! او دا بیا په افغانستان کی د دیموکراسۍ په بهیر کی مهم بدلون وو. که څه هم عطامحمد نور د حکومت مهمه برخه وو مګر دا معامله د هغه لپاره ښه نه وه. د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په ۱۸ مه د سیمه ایزو اورګانونو خپلواکی اداری «IDLG» د عطامحمد نور استعفا او د بلخ ولایت لپاره د نوی والی «محمد داود » د ټاکلو اعلان وکړ( IDLG،۲۰۱۷). یوه روځ وروسته د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په ۱۹مه عطامحمد نور د خپلوپلویانو په یوه غونډه کی «د عامه نظم دپولیسو قومندان چی د عطا محمد نور یو پلوی کس وو» ولسمشر اشرف غنی ته ګواښ وکړ او خپله استعفایی رد کړه. عطامحمد نور داسی دلیل وړاندی کړ چی نوموړی له ولسمشر اشرف غنی سره د اسلامی جمیعت ګوند له آدرسه خبری کړی وی او داچی د ځینو شرطونو په بنسټ یی استعفا کړی چی هغه ندی پوره شوی. په پایله کی نوموړۍ دخپلی استعفا اړوند د ولسمشر اشرف غنی پریکړی منلو ته تیار ندۍ، هغو له خپلو پلویانو وغوښتل چی یوازی مدنی کړنی (لاریونونه) تر سره کړی، مګر کچیری حکومت د تاو تریخوالی لاره خپله کړی نو هغه «عطامحمد نور» به د خپلی دفاع لپاره له هری ممکنی وسیلي کارواخلی، دی موضوع ډیرۍ افغانان اندیښمن کړل داسی نه چی افغانان یوځل بیا داخلی جګړو ته ننوزی. هغه وویل چی ولسمشر اشرف غنی یوازی پخپل سر د فرمان په صادرولوسره د نوموړی د ګوښه کیدو صلاحیت نلری دا ځکه چی د دوی «اسلامی جمیعت» ګوند د ملی یوالی د حکومت نیمایی برخه په واک کی لری (مشال،۲۰۱۷). د یوه ځواکمن او پخوانی جګړه مار په توګه له ۱۳ کالونو وروسته د بلخ ولایت له څوکۍ څخه د عطامحمد نور لیری کول د نړیوالی ټولنی لپاره هم مهم وو. د عطا محمد نور د ګوښه کیدو له اعلان څخه یوه روځ وروسته د جرمنی هیواد د دفاع وزیری «اورزلا فوندرلاین» د یوه ناڅاپی سفر په ترځ کی په بلخ کی د آلمانی ځواکونوسره د لیدنی په مهال وویل چی له افغانستان څخه د نړیوالی ټولنی وتل په بیړه او له وخت څخه د مخه وو (رویترز،۲۰۱۷). یوه روځ وروسته یانی په ۱۹ دسمبر ۲۰۱۷ باندی د آلمان دبهرنیو چارو وزیر «زیګمار ګابریل» له ولسمشر اشرف غنی سره لیدنه تر سره کړه او په ترځ کی یی له افغانستان سره د المان د حکومت د ملاتړ ژمنه اعلان کړه (1TV News,2107). د ۲۰۱۸ کال دجنوری په ۳۰مه نیټه باندی د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال «جان جی سالیوان» د کړکیچ کمولوپه پار له ولسمشر اشرف غنی او اجرایی رییس«عبدالله عبدالله» سره لیدنه تر سره کړه. د ۲۰۱۸ کال د جنوری په ۲۴ مه باندی سپیني ماڼۍ د یوه خبر په ترځ کی دا اعلان کړه چی سپینه ماڼۍ دبلخ والی پر سره راپورته شوي لانجه څاری او نوی والی ته د واک لیږد د یوی چټکی او سوله ایزی حللاری غوښتونکي ده. په خبرپاڼه کی ټینګار شوۍ وو چی د لانجی په حل کی د تاوتریخوالی لپاره ځای نشته. عطا محمد نور د یوه جګړه مار په توګه چی سیاستوال،والی او سوداګر شوۍ وو بالاخره له دیارلسو کالو وروسته د ۲۰۱۸ کال د مارچ په ۲۲ د ولایته له څوکۍ نه استعفا وکړه او اعلان یی وکړ چی د ولسمشر اشرف غنی له خوایی ځنی شرطونه لکه: د خپلو پلویانو ټاکل ، دبلخ والی، امنیه قومندان ،د پوهني وزیر ،سفیران او دطبعی پيښو په وړاندی د مبارزی په چارو کی د دولت وزیر او داسي نور پوره شویدی. سره لدی چی عطا محمدنور د ۲۰۱۹کال ولسمشرۍ ټاکونو په مهال خپل لورۍ بدل او له اشرف غنی یی ملاتړ وکړ مګر په بلخ ولایت کی د نوموړی اثر او رسوخ بی سیاله پاتی شو. د اداری فساد سره مبارزی عالی اداری د افغان چارواکو وروستنی راټول شوی لاسوندونه د دی خبری ریښتینولی ثابتوی چی د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۲ کالونو تر منځ یوازی د ۱۳ میاشتوپه اوږدو کی د حیرتان بندر له لاری ۸۲۴ میلیونه امریکایی ډالر اوزبکستان ته قاچاق شویدی. که څه هم د افغانستان د ګمرک چارواکو لخوا دا خبر ندی خپور شوۍ مګر د افغان حکومت له پرځیدو وړاندی دغه لاسوند د اوزبکستان د ګمرک چارواکو لخوا د افغانستان دفساد په وړاندی مبارزی اداری چارواکو ته سپارل شوی وو.نوموړی اسناد پدی پورته قاچاق کی د افغانستان دپارلمان پخوانۍ مرستیال «میرزا محمد کټوازۍ» او عطامحمد نور د اصلی لوبغاړو په توګه تورنوی (Schwartz and Lutfi,2022). د افغان حکومت له نسکوریدو یوه روځ وړاندی ۱۴ اګست ۲۰۲۱ عطا محمد نور د حیرتان بندر له لاری له هیواده نه پښي سپکي او اوزبکستان ته وتښتید. دا د دولت جوړونی د شل کلنی دوری د پای ته رسیدو سره همغږی وه چی د ډیرو افغانانو لپاره په افغانستان کی دیموکراسی د فساد،جګړه مارۍ او نا انډولتوب په مانا شوه.

پایله

د خوشبینۍ څخه نهیلی کیدل او په افغانستان کی د یوه مشروع دیموکراتیک دولت له جوړولو څخه نهیلی د آلمان په سیاسی روایت کی په ډیره څرګنده توګه ځلیږی. نن روځ جرمنی هم لکه د ډیرو نورو لویو مرسته کوونکو هیوادونو په څیر په افغانستان کی د خپلی ماتی پړه پر افغانانو او دافغانی ټولنی په اوږو ور اړوی چی ګویا دوی «افغانان» د نړیوالی ټولنی له لوری د وړاندی شوو سیاسی او ټولنیزو اصلاحاتو او سمونونو منلو سره مینه نلرله. په هرصورت د ډیرو افغانانو لپاره دا له هماغه لومړنیو شیبو څخه روښانه وه چی له ۲۰۰۱ کال نه را وروسته نوۍ سیستم به د کورنۍ جګړی د بدنامو جګړه مارانوسره په ملګرتیا کی کار ورنکړی ان که په واک کی د طالبانو له غیابت سره هم وی. په افغانستان کی د جرمنی او نورو نړیوالو مرستندویه هیوادونولومړنۍ ماته دغه وه چی دوی هماغه پخوانی بدنامه جګړه ماران د تجارتی شریکانو او د مرستو د دروازه ساتونکو په توګه غوره کړل اود بحران اصلی ګټونکی یی ځنی جوړ کړل ورپسي بیا همدا مفسد ین سیاسی میلیونران شول چی د دولت جوړونی او دیموکراسۍ راوستلو هڅی یی کمزوری کړی. کله چی جګړه ماران یوځل بیا را ژوندی شول او جایدادونه یی تر لاسه او د واک جزیری یی جوړی کړی بیا حکومت په سختۍ سره پدی توانیدوچی له اولس سره اړیکی ټینګی او دهغوی باور تر لاسه کړی. مخکینۍ تجربی دا ښوودلي وه چی دغه رنګه کمزورۍ حکومت تر ډیری مودی پوری دوام نشی کولۍ پدی توګه د کلیوالی ټولنو لپاره دا منطقی وه چی د لویدیځ په ملاتړد یوه کمزوری او فاسد دولت د ننګی څخه ډډه وکړی او پدی ترتیب سره په کلیوالی سیمو کی طالبان یوځل بیا په خوځښت راغلل. دا یو عملی بدلون وو مګرپه څرګنده توګه په دیموکراسی او دولت جوړونه باندی باور ختم شوۍ وو،پدی ترتیب لومړۍ د عاموافغانانو اوحکومت ترمنځ او ورپسي د بیا د نړیوالی ټولنی سره  د بی باورۍ واټن منځته راتګ کومه د حیرانتیا خبره نده. کچیری کوم څوک د دیموکراتیک دولت جوړولو د ناکامۍ په تور ملامت وګڼل شی نو دلته باید دوو ډلو ته د ملامتۍ ګوته ونیول شی،په لومړۍ سر کی نړیواله ټولنه او ورپسي افغانی اشرافیه«د افغان حکومت نازولی». یقینا کوم چا چی د ۱۹۸۰ څخه را پدیخوا د مختلفو رژیمونو د ناخوالو بیه پریکړیده هغه عام افغانان دی چی د ۲۰۰۱ کال وروسته یی خوښۍ او هیلي په نهیلۍ واوښتي.لهذا دا لومړۍ دلیل چی په افغانستان د دیموکراتیک دولت جوړول پدی خاطر له ماتی او ناکامۍ سره مخ شول «ځکه هغه څه چی نړیوالي ټولني په افغانستان تعقیبول هغه افغانانو نه غوښتل» ډیر ګمراه کونکۍ دۍ او دغه د ښی اړخو پوپولیست سیاستوالو ډیر خوښیږی چی د فرهنګی توپیرونو د ښکاره کولو او هڅولو څخه ګټه اخلی. دا «پورته ذکر شوۍ استدلال» په یقینی توګه په بحران کی د ښکیلوټولنو په منځ کی د دیموکراتیکو ارزښتونو دود کولو،دښځو له حقونو څخه دفاع او په بحران کی دښکیلو ټولنو ته د انساندوستی مداخلی لپاره ډیر زیان رسونکی دۍ چی د مذهبی سختدریځۍ د بیا ژوندی کولو اوهمدا رازد استبدادی رژیمونو پیاوړتیا او دوام سره مرسته کوی او دا بیا پخپل نوبت په راتلونکی کی د نړیوالوننګونو لامل ګرځی.

نړیواله ټولنه او له دی ډلی جرمنی ممکن داسی استدلال هم وکړی چی له ۲۰۰۱ کال را وروسته دوی د جګړه مارانو سره د کار کولو او ملتیا پرته بله چاره نه درلوده! کچیری داسی وی(چی ندۍ) او بیا موږ د استدلال پهمدی کرښه بسنه او تکیه وکړو نو زموږ زده کړه او اخیستنه به لدی څخه داسی وی :کچیری د همکارۍ او ملتیا لپاره غلط ملګری غوره شی نوبهرنۍ انساندوستانه مداخله ناکامیږی. په بل عبارت دولت جوړونه ناشونی ده کچیری پرمختیایی مرستی د زور واکو او جګړه مارانو یوه کوچنۍ ډله په راتلونکو فاسدو سیاسی اشرافو بدله کړی کوم چی خپلی ګټی او واک د یوه دیموکراتیک دولت په نشتوالی کی وینی. کچیری نړیوالی ټولنی د خپل شل کلن ماموریت په موده کی سم اشخاص غوره ،ملاتړ او ملتیا یی ورسره کړی وۍ نن به له شلو کالوحضور،انسانی زیانونو او د میلیاردونو ډالرو له مصرف وروسته به تر بل هر وخت حالت بدل وۍ. دغه لاندی د کییل پوهنتون خپور شوۍ کتاب دۍ چی عنوان یی: په افغانستان کی شل کلن ماموریت (د آلمان فدرالی جمهوریت کی د لانجی او بحران په مدیریت کی دپارادیم یا روایت بدلون).

نوټ: د دی مقالی اړوند پنځه پآڼی اخځلیک په ځانته څبرکی ځای پځای شویدۍ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.