ریچارډ بېنېټ: له ښځو سره د طالبانو د دوه ګوني چلن مسله باید په نړیواله جنايي محکمه کې تعقیب شي

113

سید ولي ناصر- بی بی سی

د بشري وضعیت په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارډ بېنېټ وايي، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې له تېرې سپټمبر میاشتې راهیسې د بشري حقونو برخه کې بدلون نه دی راغلی.

نوموړي چې په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۵۵ پړاو په نهمه غونډه کې خبرې کولې، وویل، له ښځو سره د طالبانو د دوه ګوني چلند مسله باید نه یوازې په نړیواله جنايي محکمه، بلکې په نورو هغو محکمو کې هم تعقیب شي چې د بشر حقونو د نقض اړوند قضیې پکې فیصله کېږي. هغه وویل طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې دوه ګونی چلند سیستماتیک کړی او هغه څه چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې روان دي، کېدای شي جنسیتي اپارتاید وبلل شي.

” د افغانستان اوسنیو واکمنانو داسې یو سیستم ایجاد کړی چې له ښځو او نجونو سره تبعیض، د هغوی جلا والی، جبر او اخراج پکې بسټیز شوي دي. زه خپل مخکینی تحلیل تکراروم چې د جنسیت پر بنسټ ځورول روان دي چې د روم د بنسټلیک له مخې د بشريت پر ضد جنایت ګڼل شوی دی. زه غواړم لږ مخکې لاړ شم او ووایم چې ممکنه ده دا وضعیت د جنسیتي اپارتاید په توګه وپېژندل شي.”

ښاغلي بېنېټ زیاته کړه، په تېرو څو میاشتو کې د طالبانو حکومت د “بدحجابۍ” په پلمه ښځې بندیانې کړې وې چې بیا یې د کورنۍ د نارینه غړو په ضمانت بېرته ازادې کړې دي. د هغه په خبره، د طالبانو حکومت چارواکي د خپل رهبر ملا هیبت الله اخوندزاده د عمومي عفوې فرمان پلي کېدو ته هم ژمن نه دي او ډېر ځلونه یې ترې سرغړونه کړې ده:

“لکه څنګه مې چې مخکې هم اشاره وکړه، طالبان پر خپلو ژمنو ولاړ نه دي. د پخواني حکومت د پوځي او ملکي کارکوونکو په تړاو له خپلې عمومي عفوې او همدارنګه له زندانیانو سره د چلن په اړه له خپلو لارښوونو سرغړونې کوي. هغوی له زندانیانو سره ناوړه چلند کوي، شکنجه کوي یې او ځپونکې او سپکوونکې سزاګانې ور کوي. په تېرو دوو اونیو کې په بامیان، غزني، جوزجان او لغمان کې په عام محضر کې یې خلک په دُرو وهلي او اعدام کړي یې دي چې دا کار د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دی.”

ښاغلي بېنېټ همدارنګه په افغانستان د طالبانو حکومت له خوا د قومي ډلو ځپلو ته اشاره وکړه او ویې ویل، قومي او مذهبي لږه‌کي تر ډېر فشار لاندې دي. پر شعیه ګانو باندې هدفي بریدونه له تېر راپوره تر دې مهاله زیات شوي دي. که څه هم د دغو بریدونو مسوولیت داعش ډلې منلی، خو دغې چارې د قومي او مذهبي لږه کیو په منځ وېره ډېره کړې ده.

د ښاغلي بینېټ په خبره، په افغانستان کې ډېر خلک داسې احساسوي چې تر پخوا زیانمنونکي شوي او چارواکي ور سره ناعادلانه چلند کوي، په ځانګړي ډول کله د ځمکو پر سر اختلافونه را پورته شي.

ذبیح الله مجاهد: د ښاغلي بینېټ راپورونه مغرضانه دي

مجاهد

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د ښاغلي بینېټ راپورونه مغرضانه دي او د ده په ټکیو په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه یې له پامه غورځولي دي.

ښاغلي بینېټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې دا هم وویل چې طالبان هیڅ ډول مخالفت نه شي زغملی او هر څوک یې چې په مخالفت کې غږ اوچت کړي؛ زنداني او ان ربړول کېږي. هغه د دغې شورا له غړو وغوښتل چې په افغانستان کې د خلکو له بشري حقونو کلک ملاتړ وکړي او د طالبانو له حکومت سره د اړیکو په عادي کولو کې دې د بشري حقونو د رعایت موضوع په پام کې ونیسي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ښاغلي بینېټ د راپور له وړاندې کولو دمخه پر خپله ایکس پاڼه په غزه کې د بشري وضعیت اړوند یوه ویډیو خپره کړې وه او ور سره یې لیکلي وو، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د له موضوع ناوړه ګټه اخیستل کېږي، په داسې حال کې چې په نړۍ کې له بشریت سره دغسې چلن روان دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.