په افغانستان کې د نورو درنو ورښتونو وړاندوینه او د زیانونو خبرداری ورکړل شوی

133

په وروستیو ورځو کې د افغانستان مرکزي او لوېديځې سیمې د واورو او باران درنو او کم سارو ورښتونو شاهدې وې؛ په ختیځو سیمو کې هم د ورښتونو تازه لړۍ پیل شوې.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د هوا پېژندنې ادارې ویلي، ښایي ورښتونه نور هم زیات شي چې ورسره به د اوبو سطحه لوړه او په ځينو سیمو کې ښایې د سیلابونو راوتلو لامل وګرځي.

دارنګه پېښو ته د رسیدو په برخه کې د دولت وزارت ویاند جانان سایق هم ویلي چې په کندهار، هلمند، بادغیس سرپل، بدخشان او جوزجان کې د ورښتونو له امله ۹ کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي.

د هغه په وینا ځینې کورونه هم ویجاړ شوي او لسګونه څاروي تلف شوي دي.

چارواکي دا هم وایي چې په ځينو سیمو کې یو شمېر خلک چې په سخت واورو کې بند پاتې وو، ژغورل شوي.

بلخوا د درنو واورو ورښت ځينې لویې لارې تړلې او له ځينو هوایي ډګرونو هم الوتنې ځڼدول شوې دي.

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ

د ‍پوسټ Twitter پای

د طالبانو په حکومت کې د ټولګټو وزارت وایي چې د سالنګونو په ګډون د ولایتونو او ولسوالیو ترمنځ ځینې نورې لویې او وړې لارې هم تړل شوې دي چې د طالب چارواکو په وینا، د پرانستلو لپاره یې چټک کار روان دی.

که څه هم د ورښتونو دغې تازه لړۍ خلکو ته ستونزې جوړې کړې خو د پلازمینې کابل په ګډون د ګڼو ولایتونو خلک چې تېر کال یې په وچکالۍ کې تېر کړی و، د اوبو کمښت له امله راتلونکي کال ته اندېښمن وو، خو ورستیو ورښتونو ته خلک ډېر خوښ ښکاري.

بل لور ته د طالبانو حکومت رييس الوزرا محمد حسن اخوند د پنج شنبې په ورځ د یوه امر له مخې له هغو خلکو سره د مرستو خبره کړې چې د ورښتونو او طبیعي پېښو له امله زیان ورته رسېدلی وي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د حکومت د مشر له خوا یې یوازې په پنځو شمالي او لوېدیځو ولایتونو کې له زیامنو شویو خلکو سره د مرستو لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.

ی

د عکس سرچینه،MOD

د دغو مرستو په یوه برخه وچ واښه اخیستل شوې چې په ځینو سیمو کې په مالدارانو وېشل شوي.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې دا هم ویلي چې ښایې په مختلفو سیمو کې له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو باران او له ۲۰ تر ۷۰ ملي سانتي مترو واوره وشي.

د ژمي ساړه موسم په وروستۍ میاشت کې دا ورښتونه داسې مهال پیل شوې چې د دې فصل دوې لومړۍ میاشتې وچې تېرې شوې دي.

بی بی سي/ پښتو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.