مېرمن سیده مستوره شال

ګلالۍ مومند

218

شاعره، لیکواله او د پښتو ژبې لومړنۍ نطاقه
مېرمن سیده مستوره شال

سیده مستوره شال په ۱۳.۹ ل کال کې د کونړ ولایت د اسمار ولسوالي په شال نومي کلی کې د مرحوم سید عبدالرزاق پاچا صاحب (شال پاچا ) په کور کې وزېږېده. مېرمن شال د هېواد د نامتو سیاسي او ادبي شخصیت سید شمس الدین مجروح ورېره وه.

زده کړې او ادبي پنځونې :
مېرمن مستوره شال په رسمي زدکړو د محدويت له امله ښوونځی نه و لوستی. هغې د پښتو‌‌ او دري ادبیاتو او یوه اندازه ديني زده کړې په خپلو شخصي هڅو، قوي عزم، او د پلار په ځانګړې پاملرنه په کور کې وکړې.
مېرمن شال د کتاب د مطالعې سره خاصه علاقه لرله او همدې علاقې یی د پوهې کچه لوړه کړه او دا پوه د دې سبب شوه چې لوړې رسمي زده کړي و نه کړي.‌ هغه په خپلو خصوصي زده کړو بوخته پاتې شوه. مېرمن شال ته د زدکړو او د ادب خاص استعداد له کورنۍ ميراث ور پاتې و او په همدې خاص استعداد يې د ادبي علومو مقدمات هم ولوستل او لکه هر ختیځوال پښتو او دري ادبياتو ته یې تمايل ډېر شو، ډېرې مطالعې يې ادبي ذوق خروب کړ او په عالي ذوق يې
شعر ليکلو او ليکوالي ته مخ کړه.
مستوره شال د ادبي ذوق تر څنګ د ښځو دحقونو مبارزې ته لېواله وه، په اماني نهضت کې يې د «ښځو نهضت» د نامتو مبارزينو په مخکښانو کې ځای وموند.
اغلې شال خپلو مبارزو او ادبي هڅو کې د خپل مهربان پلار ملاتړ درلوده او پلار يې په خپل ملاتړ او هڅو ډېره نازولې وه، هغې ته يي د قلم او مبارزی په ډګر کې پراخ واک ورکړې و، د پلار ملاتړ هغه ډېره زړوره کړه ځکه هغې ته هېڅ کار ستونزمن نه ښکارېده او په خپل خاص استعداد يي د بري لارې جوړولې.
د مېرمن شال خاص استعداد د ۵۰ مې لسيزي د جمهوري حکومت پام ځانته ور واړوه، د شهيد سردار محمد داوود خان په بلنه او د مطبوعاتو د مستقیل رياست د ريیس ډاکټر سهیل په مرسته د «پړوني» په نامه شعري ټولګه يې د پښتونستان د ورځې په ویاړ د دولتي مطبعې لخوا خپره شوه. د کتاب د خپرېدلو لنډه موده وروسته په رابعه بلخي عالي لېسې کې د پښتو ژبې ښوونکې وټاکل شوه.
مېرمن مستوره شال د هغه مهال په لیکوالو او شاعرانو کې ځانګړی ځای درلوده. که څه هم له ژونده یې ډېرې ګیلې او مانې لرلې، خو د ټولو ناخوالو سره یې بیا هم هېڅکله د ستومانۍ احساس کړی نه دی، په‌حالت کې خپلو مبارزې او هڅو ته دوام ورکاوه.
هغه یوه مهربانه او له فکري اړخه يوه پياوړې ښوونکې هم وه. د هغې د بیان قوه ډیره غښتلې وه او ښکلي غږ يي هم درلوده.
مېرمن شال د ۳۰مې هجري ليسزي په پيل کې د «راډیو افغانستان» د پښتو ژبې د لومړنۍ نطاقي په توګه پښتو خبرونه ولوسته او د لومړنۍ پښتنې نطاقې په توګه يې نوم د ژورناليزم د تاريخ برخه وګرځېده. هغې په ادبي پروګرامونو کې هم برخه اخیسته، د پښتو نطاقي تر څنګ د «پښتون غږ» او «اواز» مجلې کارکوونکې او همکاره هم وه.
شعرونه یې د هېواد په چاپي ورځپانو او مجلو کې خواره واره خپاره شوي دي او همدرانګه اغلې شال په مشاعرو او ادبي بنډارونو کې هم د خپل شعر خوږلت خپرول.
د مېرمن شال د وطن او د ښځو د ژوند ستونزې د شعر په رنګينه ژبه بيانولې او په عملي ډګر کي يې د ښځو د حقوقو لپاره تل غږ جګ کړې دی. هغه د ښځو‌ د حقونو مخکښه مبارزه وه چې د وخت له همزولو مبارزينو سره يي نه ستړی کېدونکي هڅې وکړي او په خپلو مبارزو يي د ټولنې ښځينه وو ته د ښه ژوند لاره پرانيزله چې د وخت په تېرېدو د ښځینه شاعرانو ،ليکوالو او ټولنيزې مبارزی د مخکښانو کاروان ترې جوړ شو.

د مستوره شال د نثر یوه کوچنۍ برخه
– د خدای شمعه
په توره تروږمۍ کې چې هېڅ نه ښکاره کېدل او ما د ګټ او بل ګټ لټاوه او ډېره نارامه وم، ستا له خوا راته په ډېر خوږ اهنګ کې داسې وویل شول:
« ای د زمانې په تورو پردو کې نغښتې او ورکه موجوده! یو وار د خدای شمعې ته وګوره. د دې اواز په اورېدو ما ستا لور ته په غیر ارادي ډول وکتل خو د یوې مختصري نګاه نه زیات زما سترګو د هاغه تیږو زرینو وړانګو د لیدو تاب رانه ووړ، وبرېښېدلې او زر یو بله کېښودلې شوې چې تا بیا پخپله ملکوتي لهجه غږ وکړ ».

د مستوره شال شعري بېلګه:
هر غمجن سره ژړېږم
دردېدلو زړو اواز یم
ترجمان د روح او فکر
له مادي ژونده بې نیاز یم
له باطله نه بېزار یم
حقیقت زما رڼا ده
دا زما د خیال دنیا ده
دا زما د خیال دنیا ده
د یتیم د سترګو اوښکه
د مظلوم د زړګي وېنه
څڅېدلې له بڼو یم
تویه شوې یو رنګینه
اه چې څړیکه د دردونو
راسره جدا جدا ده
دا زما د خیال دنیا ده
دا زما د خیال دنیا ده
د اغلې شال او د هغې همزولو شاعرانو، ليکوالانو او مبارزو ښځو مبارزه د معاصر تاريخ زرين فصل جوړوي.
اثار:
د اغلي شال ټولي شعري ټولګي «د زړه غږونه» په نامه کلياتو کې چاپ شوي دي.

ماخذ :
«د زړه غږونه» د مستوره شال کلیات

#اغېزناکې_څیرې
#دافغانـښځوژوندلیکونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.