د فتوا په باره کي مختصر بحث ( ۱۱برخه)

عبدالباري جهاني

207

عثمان بن عفان او د اختلافاتو پیل:

کله چي عمرفاروق له ټپي کېدلو سره سم کورته یوړل سو نو عبدالرحمن بن عوف ته یې وویل چي غواړم تا ته خلافت وسپارم. عبدالرحمن بن عوف ورته وویل په الله مي دي سوګند وي چي نه یې قبلوم. وروسته یې عثمان، علي، زبیر بن عوام او سعد بن وقاص وروغوښتل او ورته ویې ویل چي درې ورځي طلحه بن عبیدالله ته معطل سی او که هغه رانغی نو ترخپل ترمنځ یو څوک خلیفه  وټاکی مګر ستاسي دي په خدای قسم وي چي که هر یو خلیفه سواست خپل دوستان او خپلوان به د خلکو پراوږو نه سپروی. ابن خلدون، تاریخ ابن خلدونه ص ۵۴۰

عمر پوهېدی چي د خلافت او قدرت پرسر به جنجال او اختلاف منخته راځي نو ابوطلحه انصاري ته یې وویل چي پنځوس کسه له انصارو څخه درسره واخله او دغه کسان مجبورکړه چي په خپل منځ کي یو تن د خلیفه په حیث انتخاب کړي. مقداد بن اسود ته یې وویل چي هر کله مو زه ښخ کړم دغه کسان په یوه کوټه کي تر هغه وخته پوري بند کړه چي تر څو یې یو تن انتخاب کړی نه وي.

وروسته یې صهیب ته وویل چي درې ورځي د خلکو امامت وکړه او علي، عثمان، زبیر، سعد، عبدالرحمن بن عوف او که طلحه راغی دا ټول په یوه ځای کي سره راټول کړه. عبدالله بن عمر هم حاضر کړه مګر هغه د خلیفه کېدلو حق نه لري. د دوی ټولو نظارت کوه او وګوره که پنځه تنه پر یوه خوا وه او یوه تن یې خبره نه منله سر یې ورڅخه پرې کړه. که څلور پر یوه خوا وه او دوو تنو یې خبره نه منله د هغو دوو تنو سرونه پرې کړه او که درې تنه یوې خوا او درې تنه بلي خواته سول نو عبدالله بن عمر ته د فیصلې حق ورکړی چي په هغوی کي یو تن وټاکي. که هغوی د عبدالله بن عمر فیصله ونه منله نو بیا له هغو کسانو سره ملګري سی چي عبدالرحمن بن عوف یې ملګری دی او که چا سرکښي کول ټول ووژنی. طبري ص ۲۵۶۸

له دې شورا سره، په وروستی ورځ، طلحه بن عبیدالله هم یوځای سو. شپږکسیزي شورا، چي د اسلام په تاریخ کي یې د لومړي او وروستي ځل لپاره درې ورځي پرله پسې غونډي وکړې، او هره شپه به یې د سهار تر آذان پوري بحثونه سره کول، بالآخره عثمان بن عفان د خلیفه په حیث انتخاب کړ؛ او په اسلام کي لومړنی درز، چي په وروسته کي د اهل تشیع د بشپړ مذهب د منځته راتللو سبب سو، ایجاد سو.

عبدالرحمن بن عوف د خلیفه د نامه له اعلانولو څخه مخکي له صحابه وو څخه وغوښتل چي څوک د خلافت لایق بولی. سعیدبن زید ورته وویل چي ته پخپله د خلافت لایق یې. عبدالرحمن بن عوف وویل بل نوم هم یاد کړه. عمار یاسر وویل که غواړی چي مسلمانان اختلاف ونه کړي نو له علي سره بیعت وکړی. مقداد بن اسود وویل عمار ریشتیا وايی که له علي سره بیعت کوی نو موږ مو خبره منو. عبدالله ابن ابی سرح وویل چي که غواړی چي قریش اختلاف ونه کړي نو له عثمان سره بیعت وکړی. عبدالله بن ابی ربیعه هم د ده خبره تایید کړه. د دوی ترمنځ خبري توندي سوې او حتی پیغورونو او ښکنځلو ته ورسېدې. سعد بن ابی وقاص وویل اې عبدالرحمانه! مخکي له هغه چي فتنه جوړه سي او خلک لاسونه سره واچوي کار ختم کړه او اعلان وکړه.

عبدالرحمن بن عوف له عثمان بن عفان سره بیعت وکړ. علي وویل له هغه سره دي ډېر وخت تېر کړ او دا لومړی ځل نه دی چي زموږ پر ضد مو لاسونه سره یو کړي دي. په خدای مي دي قسم وي چي عثمان دي د دې لپاره خلیفه کړ چي بیرته یې تاته وسپاري. . . . طبري، تاریخ طبري ص ص ۲۵۷۳-۷۴

مغیره بن شعبه عبدالرحمن بن عوف ته وویل چي یا ابومحمد! ډېر ښه کار دي وکړ چي له عثمان سره دي بیعت وکړ. وروسته یې عثمان ته وویل چي که عبدالرحمن له بل چا سره بیعت کړی وای موږ به رضاییت نه وای ښودلی. عبدالرحمن ورته وویل اې یوسترګې! دروغ وایې که مي له بل چا سره بیعت کړی وای همدغه خبره دي کوله. طبري ص ۲۰۷۵

 د مسلمانانو په منځ کي هغه بې اتفاقي چي حضرت رسول ص اندېښنه ورڅخه درلوده او عمر د مرګ پر بستر باندي وېره ورڅخه درلوده، هم د خلیفه د انتخابولو په شورا کي ظاهره او هم د عثمان د خلیفه کېدلو سره سم څرګنده سوه. علي بن ابی طالب، د عثمان بن عفان د خلافت تر وروستیو ورځو پوري، له هغه سره مخالف پاته سو او عثمان یې هم هیڅ وخت پر اعتراضونو باندي غوږ ونه نیوی؛ که څه هم چي عثمان بن عفان اصلاً د چا خبره نه منله او د هر چا انتقاد ته یې منفي جواب ورکاوه.

عثمان د خپل خلافت په لومړۍ ورځ د لويی آزمېني سره مخامخ سو. عبیدالله بن عمر یې، چي د سعد بن ابی وقاص په کور کي بندي وو، او هُرمزان، جفینه او د ابولوءلوء لور یې په توره وژلي وه، را حاضر کړ. عثمان د مهاجرو او انصارو حاضرو کسانو څخه سوال وکړ چي له عبیدالله ین عمر سره څه وکړي؟

علي وویل زما رایه دا ده چي هغه باید ووژل سي.

له مهاجرانو څخه یوه ږغ کړل چي پرون عمر ووژل سو او نن یې زوی قتل سي؟

عثمان وویل زه د وژل سویو کسانو ولی یم او هغوی ته د قصاص پیسې( دِیَت) له خپل مال څخه ورکوم. طبري ص ص ۲۵۸۳- ۸۴

البته دیت د قرآن شریف، د البقره سورة د ۱۷۸ او ۱۷۹ آیتونو د حکم په اساس، د مقتولینو د وارثانو د موافقې په صورت کي قبلیږي. په داسي حال کي چي له هغوی څخه، په دې موضوع کي، طبعاً پوښتنه نه وه سوې او عثمان خپله فیصله صادره کړې وه. علي د قرآن د حکم مطابق فیصله کړې وه او عبیدالله بن عمر یې تر مرګه دښمن سو؛ او څه باندي دوولس کاله وروسته د علي په مقابل کي د صفین په جنګونو کي ووژل سو. علامه طه حسین په دې مسله کي ډېر بېطرفانه او ښه قضاوت کړی دی.

« د عثمان د دې اقدام په برخه کي ځیني کسان راضي او ځیني ناراضي ول. ګواکي د هغه دغي فیصلې د خلکو سره شک او تردید پیدا کړ او خلک پر دوو برخو ووېشل سول. که یې داسي فرض کړو چي په دغه وخت کي د عثمان پر ځای عمر خلیفه وای او د قریشو له ځوانانو څخه څوک د هغه عدالت ته سپارل سوی وای نو که یې پلار وای او یا یې د کورنی هر غړی وای هغه به د قرآن د حدودو سره مطابق عمل کړی وای . . . » حسین، آشوب بزرګ ص ص ۱۱۴-۱۱۵

د عثمان بن عفان د خلافت د دې لومړنۍ او مهمي مسلې دغه ډول حلېدلو په مدینه کي د هغه پر ضد ذهنیت ایجاد کړ او زیاد بن لبید بیاضي، چي د انصارو څخه وو، یو شعر ولیکی او چي هر وخت به یې عبیدالله ولیدی هغه شعر به یې ورته وایه:

اې عبیدالله!

ابن اروي ( عثمان بن عفان، ځکه چي د مور نوم یې اروي وو) ستا پناه ګاه نه ده.

په الله مي دي قسم وي چي د بېګناه کسانو ویني دي تویی کړي دي

او د هرمزان قتل اهمیت درلود

دا قتل بېځایه او ناحقه وو، فقط یوه سړي وویل

آیا هرمزان د عمر د قتل په تور نیول کېدلای سي؟

یوه بې عقل وویل چي بلې نیول کېدلای سي.

عبیدالله له دې شعر څخه دومره په تنګ سو چي عثمان ته یې شکایت وکړ او هغه زیاد د دې کار څخه منع کړ خو زیاد د عثمان په باره کي شعر ووایه:

اې ابوعمر ! ( اشاره عثمان ته ده) دا ومنه

چي د هرمزان خون د عبیدالله په غاړه دی

او تا په ناحقه د هغه ګناه وبخښله

او هغه حقیقتاً ګناه کار دی.

عثمان زیاد بن لبید ور وغوښت او له مدینې څخه یې تبعید کړ. طبري ص ۲۵۸۴

د مرګ پر بستر باندي، د عمر فاروق دا توصیه چي ویل یې هر څوک چي قدرت ته ورسیږی داسي مه کوی چي خپلوان او دوستان د عربو پر اوږو سپاره کړی هسی بېځایه توصیه نه وه. پخپله عمرفاروق د خپل اقتدار، په څه باندي لس کلنه دوره کي، حتی د خپلي قبیلې بنی عدي څخه یو مهم سړی مقرر نه کړ. عمرفاروق د اشخاصو د مقررولو په وخت کي د هغوی قبیلې ته نه کتل بلکه د لیاقت او ایمانداری په اساس یې خلک مقررول او کله چي به یې څوک مقرر کړ په دونه دقت یې د هغوی د کارونو څارنه کوله چي یوه مامور یې په کارونو او اجراآتو کي کوچنی ترین انحراف او غلط حرکت نه کاوه او نه یې کولای سوای. حسین، ص ۱۲۴

عثمان بن عفان د عمرفاروق وروستنی وصیت نه یوازي عملي نه کړ بلکه په څرګنده یې د هغه په خلاف عمل وکړ. لومړنی کار یې داوو چي خپل کاکا حکم بن ابی العاص ته یې په مدینه کي د اوسېدلو اجازه ورکړه. حکم بن ابی العاص هغه سړی وو چي هم یې د جاهلیت او هم یې د مسلمان کېدلو څخه وروسته حضرت پیغمبرص ته ډېر سخت آزار ورکړی وو. حتی یوه ورځ چي پیغمبرص په حجره کي ناست وو چي حکم بې اجازې ور ننووت او پیغمبر ص دونه به قار سو چي له حجرې څخه ووت او خپلو اصحابو ته یې وویل چي ( من عذیری الی هذالوزغُ ) یعني څوک به مي د دې شرموښکۍ څخه خلاص کړي. او پیغمبرص بالاخره مجبور سو چي هغه له مدیني څخه وباسي او ویې ویل چي هغه نه سي کولای چي زموږ سره په دې ښار کي یوځای ژوند وکړي.

د حضرت پیغمبر له وفات څخه وروسته عثمان د ابوبکر څخه غوښتنه وکړه چي حکم بن ابی العاص ته اجازه ورکړي چي مدینې ته ستون سي. ابوبکر یې غوښتنه ونه منله. د عمرفاروق د خلافت په وخت کي یې څو څو ځله له هغه څخه وغوښتل چي حکم ته مدینې ته د ستندېلو اجازه ورکړي مګر عمر یې غوښتنه رد کړه خو کله چي پخپله خلیفه سو نو د لومړنیو کارونو څخه یې په مدینه کي حکم ته د اوسېدلو اجازه ورکول وه. که خلکو هرڅه اعتراضونه وکړل عثمان د چا خبره ونه منله او کله چي حکم وفات سو نو عثمان یې د احترام د پرځای کولو لپاره پر قبر باندي خېمه ورته ووهله.

د حکم یو زوی حارث یې، چي په فساد مشهور وو، د مدینې د چارو ناظر مقرر کړ او پر دې برسېره یې ډېر زیات مالونه وروبخښل او ښه یې شته من کړ. د حکم بل زوی مروان یې خپل مشاور مقرر کړ او هغه ته یې ډیري زیاتي پیسې او مالونه وبخښل.

عثمان خپل رضاعي ورور عبدالله بن سعد بن ابی سرح، چي یو وخت د پیغمبر ص منشي وو او وروسته بیرته کافر سو او مکې ته وتښتېدی او په شعرونو کي یې هر وخت پیغمبر ته اهانت کاوه او تل به یې ویل چي دی هم کولای سي د قرآن په څېر یو کتاب ولیکي او پیغمبر یې ویني مباح اعلان کړی وې؛ خو د مکې له فتحی څخه وروسته، عثمان د هغه شفاعت وکړ او له مرګه یې وژغوره او ډېر یې ونازاوه.

عبدالله بن ابی سرح د دوو لومړنیو خلفاوو په زمانه کي د حکومتي چوکۍ تصور نه سوای کولای خو عثمان هغه د مصر په څېر یوه مهم ولایت والي کړ او په افریقا کي یې د فتوحاتو په نتیجه کي لاسته راغلو غنیمتونو پنځمه برخه ور وبخښله او دا دونه شته مني وه چي د عبدالله بن ابی سرح تر پنځم نسله پوري چا تمامولای نه سوای. هغه کتاب ص ص ۳۱۳-۳۱۵

عمار بن یاسر د مکې مکرمې له ډیرو نېستمنو خلکو څخه وو او هغه وخت یې ایمان راوړی وو چي د مسلمانانو شمېر د ۳۰ تنو په شاوخوا کي وو. د عمرفاروق په زمانه کي تر ښه ډېره وخته د کوفې والي وو. عمار د بیت المال په برخه کي، د عمرفاروق د سلوک انتظار درلود او په دې برخه کي یې د عثمان بن عفان له پالیسی او سلوک سره جوړه نه سوای کولای. بالاخره یې په وازه خوله ویل چي عثمان د بیت المال له جواهراتو څخه د خپلي کورنۍ لپاره ګاڼې جوړوي او هیڅ باک یې نه کیږي. بالاخره خلک په غضب سول او عثمان یې سخت وغانده. عثمان هم په قار سو او ویل یې زه د خلکو په خبرو کي ری نه وهم او د بیت المال څخه د خپل ضرورت په اندازه مال اخلم؛ که د چا خوښه وي که نه وي زه دا کار کوم. علي په هغه مجلس کی ناست وو او په لوړ آواز یې ورته وویل چي ته هیڅ حق نه لرې د خلکو له اجازې پرته د هغوی مالونه واخلې. عمار هم د علي خبره تایید کړه. عثمان ورباندي په قار سو ویل یې اې د بالښت زو! ته هم زما په حضور کي دونه جرأت کوې؟ وروسته یې امر وکړ چي ویې نیسی؛ او بیا نو پخپله ور ولاړ سو او دونه یې وواهه چي هغه بېسده سو او د پیغمبر د مېرمني ام سلمه کور ته یې یووړ. هغه کتاب ص ۲۸۷

 ابوذر غِفاري په اصحابو کي په زهد او تقوا مشهور وو او حضرت رسول ص  یې په عامو مجلسونو کي څو ځله د زهد او پاکی صفت کړی وو. هغه د عمار یاسر په څېر په یوه نېستمنه کورنۍ کي زېږېدلی وو او د عمر د خلافت تر پایه پوري یې له هیڅ مقام څخه بده استفاده ونه کړه او همداسي نېسمتن پاته سو. ابوذر د عثمان پر اجراآتو باندي انتقادونه کول او په تېره بیا هغه وخت کی یې انتقادونو ته زور ورکړ چي عثمان بن عفان خپل د کاکا زوی مروان بن الحکم ته، چی خپل مشاور یې ټاکلی وو، ډیري زیاتي پیسې ورکړي. عثمان هم له ابوذر څخه په تنګ سو او شام ته یې واستاوه. ابوذر په شام کي د معاویه بن ابوصفیان قصر ولیدی او ویې لېدل چي په شام کي تر مدینې ډېر زیات فساد روان دی او د بیت المال له پیسو څخه بده استفاده کیږي؛ نو پر معاویه باندي یې ډېر سخت انتقادونه پیل کړل. معاویه عثمان ته شکایت وکړ او هغه هدایت ورکړ چي ابوذر مدینې ته ور واستوي. معاویه هم، د خلیفه له هدایته سره سم، ابوذر مدینې ته واستاوه. خو ابوذر کرار نه سو او پر عثمان یې له دې کبله انتقادونه کول چی د بیت المال پیسې په شخصي درد وهي او یا یې خپلو نیژدې کسانو ته بخښي. عثمان ورباندي په غوسه سو او هغه یې د ربذه په نوم یوه لیري پراته او له خلکو خالي کلي ته تبعید کړ. ابوذر په همدغه کلي کي اوسېدی او دونه غریب سو چي کله وفات سو نو مېرمني یې د ښخولو لګښت نه درلود. هغه کتاب ۲۷۹-۲۸۳

عبدالله بن مسعود، چي د حضرت رسول ص له مهمو کاتبانو او د قرآن شریف له حافظانو څخه وو، په لومړي سر کي د عثمان لپاره تبلیغات کول او کله چي کوفې ته ورسېدی نو خلکو ته یې وویل چي اې خلکو بهترین او مستحق ترین سړی مو د خلافت لپاره انتخاب کړی دی بیعت ورسره وکړی او د اوامرو اطاعت یې وکړی. مګر له عثمان سره  هم د قرآن شریف پر جمع کولو، چي یوه نسخه یې د عبدالله بن مسعود سره وه، او هم د قرآن شریف د نورو نسخو پر سوځولو باندي  مخالف سو او ضمناً یې د عثمان بېځایه بخششونو ته د انتقاد ګوته نیوله. د کوفې والي عثمان ته شکایت وکړ او عثمان مدینې ته وروباله. کله چي عبدالله بن مسعود مدینې ته ورسېدی او مسجد ته ولاړ هلته عثمان بن عفان خطبه ویله او چي عبدالله بن مسعود یې ولیدی نو وې ویل چي اوس به یو کوچنی حیوان راسی چي پر خپلو خوړو باندي قی وهي او خوري یې. ابن مسعود په زغرده ورته وویل چي زه هغه څوک یم چي د بدر په غزا کي حاضر وم او بیعت الرضوان کي د الله له پیغمبرص سره ملګری وم. زما سره دا خبري او مثالونه نه جوړیږي.

عایشې په ډېر لوړ آواز پر عثمان باندي ږغ وکړ چي عثمانه! ته څرنګه د پیغمبرص د دوست او مصاحب په باره کي داسی کلمات استعمالولای سې؟ عثمان د عایشې په اعتراض کي ری ونه واهه او امر یې وکړ چي ابن مسعود له مسجد څخه دباندي وباسي. د عثمان کسانو د ابن مسعود پوښتۍ ورماتي کړې. په دغه وخت کي علي پورته سو او په زوره یې ږغ کړه چي اې عثمانه! د ولید غوندي کسانو په خوله دا ډول شخصیتونه او د پیغمبر ص خدمتګار بې آبه کوې؟ هغه کتاب ص ۲۷۶

خبره دې ځای ته ورسېده چی عثمان خپلو والیانو ته وویل چي له خلکو سره سخت سلوک وکړی او رعیت موداسي وساتی چي همېشه تاسي ته محتاج وي. سعید بن عاص یې، د والي په حیث، کوفې ته واستاوه. د کوفې خلک له وسلو سره ورته راووتل او هغه یې له کوفې څخه وتلو ته مجبور کړ. عثمان د هغه پر ځای ابوموسی  اشعري ور واستاوه. طبري ص ۲۲۱۵

عمروبن عاص، چي د مصر له ولایت څخه یې برطرفه کړی وو، یوه ورځ عثمان وروغوښت او سپک یې ورته وویل چي ته په ما پسي بد وايی او زما مخالفت کوې؟

عمرو ورته وویل ډېر داسي شیان دي چي خلک یې وايي او خپلو والیانو ته یې رسوي مګر هغه صحیح نه وي. اې امیرالمومنین! د خپل رعیت خدمت دي وکړه او له خدایه وبېرېږه. عمرو له عثمان څخه خوابدی سو نو عمرو به  کله علي بن ابی طالب، کله زبیر بن عوام او کله طلحه بن عبیدالله ته ورتلی او د عثمان پر ضد به یې تحریکات کول.

کله چي د مصر خلکو او د عثمان مخالفینو د هغه پر کور باندي محاصره سخته کړه نو عمرو فلسطین ته ولاړ او هلته د عجلان په نوم خپل قصر کي کښېناست. هغه کتاب ص ص ۲۲۳۵-۳۶

واقدي د محمدبن عمر له قوله لیکي چي کله د هجرت ۳۴( ۶۵۵ میلادي) کال راورسېدی؛ د پیغمبرص یارانو یوه بل ته ولیکل راسی که جهاد غواړی جهاد دلته دی. خلکو د عثمان په باره کي انتقادونه زیات کړل. بالاخره خلک علی بن ابی طالب ته ورغلل او هغه عثمان ته ورغی او ورته وې ویل:

« خلک په ماپسې دي او ستا په باره کی خبري کوي، په الله مي دی قسم وي زه نه بوهېږم تاته څه ووایم. زه په داسي څه نه پوهېږم چي ته په هغه نه پوهېږې. اوداسي څه درته ویلای نه سم چي ته په هغه خبر نه یې. . . . د الله له عظمت او غضب څخه وبېرېږه او د هغه عذاب ډېر سخت دی. خدای مه کړه چي ته د دې امت یو مقتول رهبر سې او خلک ووايي چي په دې امت کي پېشوا وژل کیږي. او ستا له قتلېدلو څخه وروسته به تر قیامته پوري خلک یو بل سره وژني او جنګونه به دوام پیدا کوي. د مسلمانانو کارونه به ګډ وډ وي؛ حق به نه ویني او باطل به بریالی وي »

عثمان له خپل ځان او خپلو اجراآتو څخه دفاع وکړه او علی ته یې وویل چي ما په مهمو ځایونو کي هغه کسان ګمارلي دي چي عمربن خطاب ګمارلي ول. خو علي په جواب کي ورته وویل چي عمر د خپلو والیانو د کارونو څارنه کوله او چي له هر والي څخه خلکو شکایت کاوه هغه یې راغوښت او بازخواست یې ورڅخه کاوه؛ مګر ته هغسي نه کوې او پر خپلوانو او دوستانو دي زړه سوځې او دا ستا کمزوري ده.

علي ورته وویل چي د شام والی معاویه له عمر څخه د یوه غلام په څېر بېرېدی مګر تا خپل سر ته خوشي کړی دی او دهغه چي هرڅه زړه غواړي هغه کوي او خلکو ته وایی چي دا دعثمان هدایت دی. ته په خبر یې مګر هیڅ نه ورته وایې.

علي د عثمان له کوره را ووت او عثمان سمدستي منبر ته پورته سو او د ځان په دفاع او د خپلو مخالفینو او منتقدینو د غندلو په برخه کي یې داسی اشارې وکړې چي ټول مطلب یې علي وو. عثمان خلکو ته وویل « په الله مي دي قسم وي چي تاسي له ماڅخه په داسي شیانو کي شکایت کوی چي له عمر څخه مو نه کاوه او د هغه کارونه مو ځکه خوښ ول چي هغه تاسي پر لاسونو او پښو باندي وهلاست او بد به یې درته ویل خو تاسي د هغه هر بد او ښه کار سم باله او زه چي نرمي درسره کوم نو پر ما باندي زړه ورسوي یاست. په الله مي دي قسم وي چي زه تر نورو قوي یم. یاران مي راته نیژدې دي او لښکر مي تر نورو زیات دی او که یې را وبولم  نو رابه سي. ستاسي په څېر کسان مي ستاسي مقابلې ته تیار کړي دي او شمېر یې ترتاسي زیات دی. . . . » طبري ص ۲۲۱۲- ۱۴

هغسي چی عثمان فکر کاوه، خلک د هغه له تهدید څخه ونه بېرېدل. د بصرې، کوفې او مصر خلکو شکایتونو او د عثمان پر کړنو باندي خپلو تبلیغاتو ته زور ورکړ او ډېر زیات کسان یې مدینې ته راغلل. د جمعې په یوه ورځ چي عثمان خطبه ویل او پر خلکو یې ږغ وکړ چي اې زما مخالفینو! د خدای روی ته وګوری! د مدینې خلک پوهیږي چي تاسي د محمد صلی الله علیه وسلم په خوله لعنت سوي یاست. خطا لاره پرېږدی او د صواب لاره واخلی . . . په دغه وخت کي په مسجد کي د عثمان د طرفدارانو او مخالفینو ترمنځ شور او ږوږ جوړ سو او مخالفینو پر عثمان باندي رېګ وپاشل؛ هغه له منبره ولوېدی او بېسده سو او دوستانو یې تر کوره پوری ورساوه. هغه کتاب ص ۲۲۳۲

د مصر څخه د عثمان د مخالفینو څو ډلي د عمرې په پلمه د مدینې سره نیژدې د ذی خشب په نوم کلي ته ورسېدل او هلته یې مرکز جوړ کړ. عثمان له علي څخه وغوښتل چي کوښښ وکړي دا کسان بیرته مصر ته ستانه سي او له ښورښ او مخالفتونو څخه لاس واخلي عثمان وویل چي دا کسان زما پر کور باندي د حملې په نیت راغلي دي. زه پوهېږم چي هغوی تاته د قدر په سترګه ګوري او ستا پر خبره غوږ نیسي. دوی مدینې ته له ننوتلو څخه وګرځوه. زه نه غواړم چي دوی مدینې ته راسي او نور کسان هم ورسره زړه ورسي.

علي ورته وویل چي دوی مدینې ته له ننوتلو څخه وګرځوم د څشي لپاره؟

عثمان ورته وویل چي نور به زه ستا په اشاره کار کوم او ستا له هدایت څخه به سرغړونه نه کوم.

علي ورته وویل دا خبري موڅو ځله در سره کړي دي. زما سره دي وعدې کړي دي خو چي زه ستا له کوره تللی یم بیرته هغه آش او هغه کاسه وي. تا هر وخت د مروان بن حکم، سعید بن عاص، ابن عامر او معاویه په قول کړي دي او زما پر خبره دي غوږ نه دی نیولی.

عثمان ورته وویل چي په آینده کي دهغوی خبره نه منم او یوازی ستا پر خبره به غوږ نیسم. هغه کتاب ص ۲۲۴۰

واکمنان تل د خپلو بدو او نالایقو سلاکارانو او غوړه مالانو له لاسه تباه کیږي. عثمان بن عفان هم ځیني داسي سلاکاران درلودل چي یوازي خپلي شخصي ګټي یې په نظر کي نیولي وې او عثمان هم زیاتره وختونه د هغوی په غلطو مشورو عمل کاوه. کله چي علي له مصریانو سره خبري وکړې او هغوی یې د مدینې د اطرافو پرېښودلو او له ښورښ څخه لاس اخیستلو ته تشویق کړل او هغوی د مدینې پر لور روان سول نو د عثمان د کاکا زوی او نیژدې سلاکار مروان بن حکم عثمان ته وویل چي مصریان ولاړل؛ اوس نو خلکو ته وینا وکړه او ورته ووایه چي هغوی د خپل پېشوا په باره کي غلطی خبري اورېدلي وې. په دې توګه به خلک قانع سي او د ولایاتو څخه به خلک ستا د ملاتړ لپاره راسي. ویل کیږي چي عثمان د مروان خبره ونه منله خو هغه دونه ټینګار وکړ چي عثمان یې وینا کولو ته مجبور کړ. عثمان هم په مسجد کي همدا خبره وکړه او وې ویل چي مصریانو چي د ده په باره کي آوازې اورېدلي وې هغه غلطي وې نو ځکه خپل ولایت ته ستانه سول.

وايي چي عمرو بن عاص د مسجد له یوې ګوښې څخه ورباندي ږغ کړل چي عثمانه له خدایه وبېرېږه ډیري لويی ګناه وي دي کړي دي موږ هم ستا سره ګناه وي کړي دي ته توبه وکړه او موږ به هم ستا سره توبه وکړو.

عثمان په ډېر عصبانیت ور باندي ږغ کړل چي اې د فاحشې زویه! ته هم دلته یې؟ په خدای مي دی قسم وي له هغي ورځي چي له کاره مي برطرفه کړی یې بې طاقته سوی یې.

په دغه وخت کي د مسجد له بلي ګوښې څخه خلکو ږغ کړل چي عثمانه! توبه وباسه څو خلک ستا له مخالفته لاس واخلي.

وايي چي عثمان مخ پر قبله دواړه لاسونه پورته کړل او ویل یې خدایه! زه لومړنی کس یم چي تاته توبه وباسم. وروسته خپل کورته ولاړ او عمرو بن عاص هم مخ پر فلسطین روان سواو ویل یې په خدای مي دي قسم وي چي شپانه هم ووینم د عثمان پر ضد به یې لمسوم. هغه کتاب ص ۲۲۴۵

علي له مصریانو سره خبري وکړې او هغوی یې په دې قانع کړل چي بیرته مصر ته ستانه سي او د دوی ټولي غوښتني به ومنل سي. مصریانو هم د علي مشوره ومنله او د مدینې له ښار او شاوخوا څخه ووتل او د مصر پر لور یې حرکت وکړ. هغوی څو ورځي وروسته بیرته مدینې ته ستانه سول او ادعا یې کوله چي په لاره کي یې د عثمان له قاصد سره یو مکتوب نیولی دی چي په هغه کي عثمان د مصر والي ته هدایت ورکړی وو چي د ښورښیانو مشران قتل کړي. دوی نور د عثمان په خبره باور نه لری او هغه باید له خلافت څخه خلع سي.

په زړه پوري خبره دا ده چي عثمان خپل مخالفین کافران بولي او مخالفین یې د عثمان پر ضد حرکت د قرآن شریف په آیتونو توجیه کوي. عثمان د شام والي معاویه بن ابوسفیان ته ولیکل:

بسم الله الرحمن الرحیم.

« اما بعد. د مدینې خلک کافران سوي دي.  له اطاعت څخه یې لاس اخیستی او پیمان یې مات کړی دی. د شام له جنګیالیو څخه چي دي هر څونه وس کیږي او په هره وسیله چي کیږي را واستوه»

وايی چي معاویه ځکه د جنګیالیو د لېږلو په کار کي ځنډ کاوه چي نه یې غوښتل د پیغمبرص له یارانو سره، چي د مخالفینو په صفوفو کي ول، مخامخ سي. عثمان وروسته یزید بن اسد بن کرز ته لیک واستاوه او د مرستي غوښتنه یې ورڅخه وکړه خو هغه تر څو مدینې ته رسېدی په لاره کی د عثمان د قتلېدلو اطلاع ورته ورسېده او بیرته ستون سو.

عبدالله بن زبیر د خپل پلار له قوله وايی چي د مصر خلکو د مدینې سره نیژدې کلي څخه عثمان ته، د یوه تن په لاس، لیک واستاوه. عثمان جواب ورنه کړ او هغه قاصد یې په زور له کوره وایست. د مصریانو مشر عمروبن بدیل بن ورقا خزاعي وو چي د پیغمبر له اصحابو څخه وو. او عثمان ته یې لیکلي وه:

« بسم الله الرحمن الرحیم.

اما بعد، پوه سه چي الله د هیڅ قوم وضع ته تر هغه وخته پوري تغییر نه ورکوي تر څو چی هغه قوم پخپله په ځان تغییر رانه ولي. د الله روی ته وګوره او بیا هم د الله روی ته وګوره! اوس چي دنیا لرې نو آخرت هم ورسره پیوند کړه او د خپل اخرت نصیب مه هېروه. پوه سه، په الله مو دي قسم وي، چي موږ د الله په خاطر په قار سوی یو او د الله په خاطر خوشاله کیږو او تر هغه وخته پوري به توري په تېکي دننه نه کړو تر څو چي ستا له توبې یا څرګندي ګمراهی څخه له لاس اخیستلو خبر نه سو. ستا سره زموږ خبره او دعوا دغه ده او الله  موږ ستا سره په جنګ کي معذور کړي یو» هغه کتاب ص ص ۲۲۵۲-۲۲۵۳

عثمان ته له شام او نورو سیمو څخه هیڅ مرسته ونه رسېدله او له مخالفینو سره یې دونه قوت موجود وو چي د ده کور یې محاصره کړ. محاصره کوونکو له عثمان سره خبري وکړې او خپل ډېر ساده شرایط یې ورته بیان کړل. هغوی عثمان ته وویل چي موږ له تا سره نور غرض نه لرو ته فقط خپل فاسق والیان او حاکمان برطرف کړه او پر ځای باندي یې امین کسان وګوماره او چي پر موږ باندي څه ظلمونه سوی دي کفاره یې راکړه.

عثمان وویل زه چي ستاسي له خوښی سره سم کسان مقرر کړم نو بیا زما د خلافت صلاحیت او وظیفه څه سوه؟

هغوی ورته وویل چي یا زموږ غوښتني عملي کړه او کنه نو په الله مو دي قسم وي چي  یا دی خلع کوو او یا دی وژنو. مګر عثمان ونه منله او ویل یې هغه جامه چي خالق په ما اغوستې ده نه یې سم ایستلای. محاصرې څلوېښت ورځي دوام وکړ. او عثمان ترپایه پر دې خبري ټینګ وو چي غاړه مي پرې کوي هم له خلافت څخه استعفی ته نه حاضرېږم. او که مو زه مړ کړلم په الله مي دي قسم وي چي که بیا د اتفاق مخ ووینی او یا یو ځای لمونځ سره وکړی. د مصریانو استازی مالک بن حارث اشتر ولاړ سو او له کوره ووت. څو ورځي وروسته د عثمان پر کور باندي حمله پیل سوه. محمدبن ابوبکر له دیارلسو کسانو سره د عثمان خوني ته ورغی. عثمان یې تر ږیره ونیوی او هغه نارې وهلې چي وراره زما ږیره پرېږده! او وروسته یې په ټولو عثمان وواژه. هغه کتاب ص ص ۲۲۵۶-۲۲۵۸

په دې توګه د عثمان خلافت په تراژیدي سره پای ته ورسېدی او لکه څرنګه چي ده پېش بیني کړې وه او هر چا ته څرګنده هم وه چي د خلیفه له قتلېدلو څخه وروسته به مسلمانان بیا د خیر مخ ونه ویني او تر قیامته به یو پر بل توري راباسي هماغسي وسوه.

اسلامی مورخین د عثمان قتل لومړۍ فتنه بولي؛ خو زه یې د فتنو مور یا اُمُّ الفِتن بولم. ځکه چي د هغه له قتلېدلو څخه څو میاشتي وروسته د جمل او په هغه پسې د علي او خوارجو او علي او معاویه تر منځ د صُفین جنګونه او د همدغو وروستیو جنګونو په جریان کي په مصر کي د معاویه او علي د طرفدارانو ترمنځ جنګونه وسول او په دې ټولو جنګونو کی تر سل زره زیات مسلمان ځوانان قتل سول، چي باید د خپلو مخالفینو کفارو په جنګونو کی شهیدان سوي یا غازیان سوي وای. په زړه پوری خبره دا ده چي هري ډلي شعار ورکاوه چي مخالفین یې منحرف سوي او د الله له لاري څخه اوښتي دي او د دوی جنګ د جهاد په مقصد دی.

لومړۍ برخه دلته لوستلی شئ

دوهمه او دریمه برخه دلته ولولئ

څلورمه برخه دلته ولولئ

پنځمه برخه دلته ولولئ

شپږمه برخه دلته ولولئ

اوومه برخه  دلته ولولئ

اتمه برخه دلته ولولئ

نهمه برخه دلته ولولئ

لسمه برخه دلته ولولئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.