راپورونه وايي چې پاکستان نن سهار د پکتیکا خوست پر ځینو برخو د جټ الوتکو په مرسته بمبارۍ کړې دي.
د طالبانو حکومت وايي، د پاکستان د جټ الوتکو له خوا په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې شپې بمبارۍ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه بمباري د پکتیکا په برمل ولسوالۍ او د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې شوي، چې په پکتیکا کې ۳ ښځې او ۳ ماشومان وژل شوي او ۲ ښځې بیا په خوست کې وژل شوي دي.
د مجاهد په وینا د عبدالله شاه په نوم کس چې پاکستان یې د په نښه کولو ادعا کوي په پاکستان کې دی. مجاهد دغه بریدونه په کلکه غندلي دي.
پاکستاني چارواکو ویلي وو، چې په پکتیکا کې ظاهراً په دغو حملو کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د یوه قوماندان عبدالله شاه کور هم په نښه شوی، خو د هغه د مرګ ژوبلې په باب څه نه دي ویل شوي.
د طالبانو د حکومت په اعلامیه کې ویل شوي: « داسې پيښې خورا بدې پایلې درلودلی شي چې بیا به یې کابو کول د پاکستان په اختیار کې نه وي.»
راپورونه وايي چې پاکستان نن سهار وختي شا و خوا درې بجې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په درېیو سیمو کې بمباري کړې ده.
طالبانو ته ځینو نږدې سرچینو ویلي، چې په خوست کې هم تېره شپه د پاکستان د جټ الوتکو له خوا بمبارۍ شوې دي.
تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي په یوه اعلامیه کې پر دغو بمباریو خواشیني ښوولې ده.
بل لور ته: د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له کورمې سیمې څخه د طالبانو د حکومت د ځواکونو او پاکستاني لوري د جګړې خبر ورکړل شوی.
د بوړکي سیمې یوه ځایي مشر حاجي نوروز علي د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې د افغانستان له اړخه د ډیورنډ کرښې کوز لوري ته د څلورو توغندیو له راتلو وروسته پاکستاني ځواکونو جګړه پيل کړې ده.
سرچینه زیاتوي چې اوس په خرلاڅو او بوړکي سیمو کې جګړه روانه ده، خو د ځاني زیانونو په اړه یې معلومات نه لري.
د کورمې، د بره کورمې د سیمې یوه پولیس مشر هم مشال راډیو ته د جګړې خبر تایید کړی او ویلي، د جګړې له امله د سیمې ښوونځي هم تړل شوي.
د طالبانو د حکومت چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، اصف دراني تېره شنبه ادعا کړې وه، چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي ډلې له ۵۰۰۰ تر ۶۰۰۰ غړي، په افغانستان کې شته.
د ازادي راډیو خبریال پرون وغوښتل د دراني د ادعاوو په اړه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وپوښتي، خو نوموړي په دې اړه پوښتنې ځواب نه کړې.
مخکې طالب چارواکو د پاکستان د دې ادعاوو په ځواب کې چې ګواکې د دوی حکومت له پاکستاني طالبانو سره اړیکې لري، ویلي چې د پاکستان ناامني د دې هېواد کورنۍ مسئله ده او د افغانستان خاوره به د هيڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.
د طالبانو دفاع وزارت: پر پاکستاني ځواکونو مو ځوابي بريدونه کړي
د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت وايي، ځواکونو یې د پاکستاني الوتکو د نن سهار د بریدونو په غبرګون کې د پاکستان پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.
دې وزارت په خپله ایکسپاڼه په یوه اعلامیه کې لیکلي: “د وی سرحدي ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځي مرکزونه د درنو وسلو په وسیله په نښه کړل. ”
د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په اعلامیه کې زیاته شوې، د دوی دفاعي او امنیتي ځواکونه د هر ډول تېري کوونکو کړنو ځواب ورکولو ته چمتو دي او په هر ډول حالاتو کې به له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ څخه سرچینو ازادي راډیو ته ویلي، طالب ځواکونو نن سهار په سیمه کې له پاکستاني عسکرو سره نښته کړې.
تر اوسه دواړو لوریو ته د دې نښتې له امله د مرګ ژوبلې په اړه دقیق او رسمي ارقام نه دي خپاره شوي.
ازادی رادیو
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.