افغانستان د اوبو له شديد بحران سره مخامخ دی

190
2 ساعتونه مخکې

ملګرو ملتونو د یوه رپوټ په خپرولو سره ويلي چې د افغانستان ۷۹ سلنه نفوس د اوبو په کافي اندازه سرچينو ته لاسرسی نه لري. د طالبانو د حکومت د چاپېريال ساتنې اداره هم وايي چې ۲۱ میلیونه وګړي د څښاک اوبو له کمښت سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې د اوبو نړېوالې ورځې سره په یو وخت، په خپل یو رپوټ کې ويلي دي چې افغانستان د اوبو له شدید بحران سره لاس او ګريوان دی.

د دغه رپوټ پر اساس، د وچکالۍ، اقتصادي بې ثباتۍ او د اودږمهاله جګړو د ويجاړونکو اغیزو په څېر مجموعي عوامل، د افغانستان د آبي زیربناوو د زیانمنېدو سبب واقع شوي دي.

په دغه رپوټ کې راغلي دي: «دغه وضعیت د اقليمي بدلون له پایلو او د آب و هوايي د شديدو پېښو په دليل کوم چې آبي سرچېنې تخريبوي، لا شدید شوی دی.»

م.م. وايي په افغانستان کې ۶۷ سلنه کورنۍ د څښاک اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دي چې تر ټولو ډېر هغه ښځې تر اغيز لاندې راولي چې د خپلو کورونو سرپرستي کوي
م.م. وايي په افغانستان کې ۶۷ سلنه کورنۍ د څښاک اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دي چې تر ټولو ډېر هغه ښځې تر اغيز لاندې راولي چې د خپلو کورونو سرپرستي کويانځور: Rahmat Alizadah/Xinhua/imago

ملګرو ملتونو ويلي دي چې د اوبو د کمښت بحران په ځانګړې توګه هغه ښځې چې د خپلو کورنيو سرپرستي کوي، تر خپل اغېز لاندي راولي، ځکه چې هغوی د اوبو سرچينو او تاسیساتو ته د لاسرسي په لار کې له ګڼو خنډونو سره مخ کيږي.

په رپوټ کې دا هم راغلي چې پر له پسې وچکالي او سيلابونو کروندګر زیانمن کړي دي: «کرهڼې پورې متکي ټولنې چې د هیواد اقتصاد د ملا تير تشکيلوي، خپل ځان په دوه لاري کې ويني، ځکه د هغوی بقا او معیشت له اوبو سره تړلي دي.»

په دغه رپوت کې راغلي چې د ۲۰۲۳م کال معلومات لويې ننګونې ښيي، څرنګه چې په افغانستان کې ۶۷ سلنه کورنۍ د وچکالۍ له کبله راولاړو شوو ستونزو تر اغیز لاندې راغلي او ۱۶ سلنه بیا د سيلابونو له کبله زیانمنې شوي دي.

د طالبانو د چاپېريال ساتنې اداره وايي په اورښتونو کې بدلون، د طبیعي یخچالونو ويلي کېدل او د اوبو د سرچينو تخريبېدل، د اوبو د بحران د لا ډېرېدو سبب واقع شوي دي.

په افغانستان کې د اوبو کمښت تر ډېرې هغه ښځې چې د کورنو سرپرستي وردغاړي دي، اغیزمنې کوي
په افغانستان کې د اوبو کمښت تر ډېرې هغه ښځې چې د کورنو سرپرستي وردغاړي دي، اغیزمنې کويانځور: DW/Shadi Khan Saif

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د اقليمي بدلون د څانګې مشر، روح الله امين، دويچه ويله ته وويل: «د اقليمي بدلون له کبله ۲۱ ميلیونه کسان د څښاک اوبو له کمښت سره مخامخ دي.» هغه وويل د دغې ادارې ارقام ښيي چې په تېرو کلونو کې د طبیعي یخچالونو ۱۴ سلنه چې مهمې آبي سرچينې دي، ويلي شوي دي.

امین وويل، که څه هم د ۱۴۰۲ کال په ژمي کې د افغانستان یو شمېر سېمې د بارانونو او واورو شاهدې وې، خو د هوا د حرارت په درجه کې بدلون سبب شوی چې د اورښتونو ډېرې اوبه زیرمه نه شي.

هغه وويل: «موږ له دغو اوبو څخه هغه وخت ښه استفاده کولی شو چې بندونه او آبې زیربناوې تقویه کړو.»

افغانستان د څو پر له پسې کلونو له پاره وچکالۍ تجربه کړې دي چې له کبله ېې د یو شمېر سيمو اوسیدونکي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.