عادله بهرام نظامي

185

یوه داسې مېرمن، چې د ژوند نږدې نېمه پیړۍ د هیواد او هیوادوالو لپاره مبارزه کوي، اغلې بهرام د افغانستان ملي شاعرانې ټیم ته په خبرو کې وویل: هیله لرم، چې هیواد ته لا ډېر خدمت وکړم.
ـ معرفي
ـ زده کړې
ـ سیاسي فعالیت
ـ رسمي او غیرې رسمي سفرونه
ـ لقب:
د افغانستان د ملي میرمنو د معرفي په تسلسل کې:
آغلې عادله بهرام نظامي د بهرام الدین لور په ۱۳۴۷کې د میدان وردګ ولایت د شهید بهرام الدین (جغتو) ولسوالۍ په بابر کلي کې سترګې نړۍ ته غړولي .
لومړنۍ زده کړې یې په ۱۳۶۵کال د لامعه شهید لیسه کې د بکلوریا تر کچی ، په ۱۳۶۹کال کې د ټولنیز او سیاسي علومو په انسټیټیوټ او لوړې زده کړې یې په ۱۳۹۵کال کې د آریانا پوهنتون د حقوقو اوسیاسی علومو د دیپلوماسۍ په څانګه کی سرته رسولي دي.
آغلې عادله بهرام نظامي له ښاغلي پوهندوی ډګروال سید غلام نظامي سره چې د ملي نظامي اکاډمۍ ښوونکی وا، واده کړی، چې د واده ثمره یې شپږ اولادونه دي .
آغلې عادله بهرام نظامي خپل سیاسي فعالیتونه له ۱۳۶۷کال څخه پیل کړي .
په ۱۳۷۲کال د جګړې ضد غورځنګ له بنسټ اېښودونکو څخه وه چې بلاخره یې وکولای شول آغلې بهرام نظامي په ۱۳۷۸کال کې د افغانستان جمهوري غوښتونکو ګوند بنسټ د شهید صبغت الله سنجر تر څنګ د (هیواد ،خلپواکۍ ، او د انسان لوړ مقام ته د درناوي ) تر شعار لاندې کیښود.
ناوړه شرایطو او د تېرو لسيزو جګړو د افغانانو آرامه ژوند نا آرامه او سیاسي فعالیتونه یې له خنډونو سره مخ کړل په تېره بيا د ښځو لپاره سياسي فعالیتونه د مرګ له خطر سره مخ وو، خو آغلې بهرام نظامي د جګړې ختمولو ، قومي ، ژبني ،او مذهبي تعصباتو له منڅه وړلو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړ .
نوموړې د ښځو او نجونو د ستونزو د حل په موخه خپل سياسي فعاليتونه جاري وساتل او لدې لارې يې و غوښتل چې خپل هیوادوال له ناهیلۍ وژغوري . له بله پلوه که څه هم اوسنی وخت د پوهې او پرمختګ وخت دی نو آغلې بهرام کوښښ کاوه چې ښځې د پوهې،تخنیک او تکنالوژۍ لورې ته راوبلي او پدې برخه کې یې روزنیز کورسونه او کورنۍ زده کړې رامنځته کړی ،چې ډیری ښځې یې له بې سوادۍ وژغورلې. د بُن له غونډې وروسته آغلې بهرام د(پیام مادر)په نامه یو روزنیز مرکز رامنځته کړ. په تیرو کلونو کې یې سلګونه ځوانان او نجونې په بیلابیلو برخو کې لکه: دیني علوم ، ریاضیات، انګلیسي ژبې او نورو معاصرو علومو کې ورزل.
آغلې بهرام نظامي په ۱۳۸۱ کال کې په اضطراري لویه جرګه کې دیوې بااعبتاره ښځې پتوګه ګډون وکړ او دسولې او ډیموکراسۍ ددفاع شورا له بنسټ ایښودونکو څخه وه.
په ۱۳۸۲ کال کې دبشري حقونو دفعالیتونو د بنسټ ایښودونکو او دافغانستان د ډیموکراسي نظام له فعاله څیرو څخه وه.
په ۱۳۸۶ کال کې دسیمه ییز امن په جرګه کې ګډون وکړ.
په ۱۳۸۸ کال کې دجمهوري غوښتونکو ګوند له لورې دیوې پُرتمینې غونډې په ترڅ کې چې له ۲۰۰۰ تنو زیاتو ښځو، ډیپلوماتیکو میلمنو، کورنیو او بهرنیو خبریالانو په کې ګډون کړی ؤ دمور لقب ترلاسه کړ ،چې یاده غونډه دهیواد د رسنیو له لارې تر خلکو ورسول شوه.
په ۱۳۸۹ کال کې یې د(پیام مادر) روزنیز او پرمختیايي مؤسسې بنسټ کیښود.
په ۱۳۹۰ کال کې یې دافغانستان او امریکا دامنیتي هوکړې په مشورتي جرګه کې ګډون وکړ.
ددې ترڅنګ عادله بهرام نظامي په ۱۳۹۱/۱۲/۷ کې دافغانستان دجمهوریت غوښتونکو ګوند دمنتخبې مشرې پتوګه وټاکل شوه او یاد ګوند مشري کړي ده.
په ۱۳۹۲ کال کې یې دښځو دمنشور بنسټ کیښود.
په ۱۳۹۲ کال کې د بدلون او تداوم ډلې د رهبرۍ دسیاسي شورا غړې وه.
۱۳۹۳ کال کې یې په ملي ډیموکراټیک انسټیټیوټ(NDI) کې د پالیسۍ جوړونې او دښځو حق غوښتنې د ډلې بنسټ کېښود.

۱۳۹۳ نه تر ۱۳۹۴ کال پورې د هیواد لومړۍ مېرمنې افتخاري سلاکاره او همدارنګه ۱۳۹۴ کال په فیفا کې دښځو حق غوښتنې غړې وه.
په کال ۱۳۹۴ کی یی په مدني چارو کې د رئیس جمهور سترې سلاکارې دنده پیل کړله .
په ۱۳۹۵ کال کې آغلې بهرام نظامي وکولای شول چې د ولسمشرۍ ماڼۍ دسلاکارانو غونډه پرانیزي او ددې غونډې د دارلانشاء دمشرې پتوګه دنده ترسره کړي.
د ۱۳۹۶ کال دحوت په ۱۶ یې دځینو مخورو او روڼ اندو ځوانانو ترڅنګ دافغانستان جمهوري غوښتونکو ګوند بنسټ د ( سولې ، ټولنیزعدالت او انډولیز پرمختګ) تر شعار لاندې کیښود.
اغلي عادله بهرام نظامی په اوسنيو شرايطو کي هم په کرار نه ده ناسته ، چي د ۲۰۲۲کال د جون ۱۶ نيټه يي دافغانستان له يو شمير مخور سياسي او ملي شخصیتونو سره دافغانستان بيا رغونې ملي او نړيوالو ايتلاف، بنسټ کيښود او په ايتلاف کي دښځو په چارو کي مرستياله ده . تر ځنګه يي دانجونو د زدکړو ملي کمپاني چي يو ملي خوځښت دي ، له يو شمير ملي شخصیتونو سره هم په مخ وکړي ‌.
دسیاسي او ټولنیزو فعالیتونو په اړه کورني او بهرني سفرونه :
· آغلې عادله بهرام نظامي په ۲۰۰۲/۱۰/۲ کې دکاناډا او جرمني سفارتونو له استازو، ملګروملتونو له ادارې او د ملي ډیموکراټیک انسټیټیوت سره د ډیمو کراسۍ دنړیوالې پروسې د غښتلتیا په موخه پاکستان(اسلام آباد) ته سفر.
· آغلې بهرام نظامي په ۲۰۰۲/۱۰/۱۰ کال د نړیوال انسجام د غښتلتیا او ډیموکراسۍ د پراختیا په موخه سویلي کوریا ته سفر درلود، چې په ذکر شوي هیواد کې د غیر دولتي ډیموکراسي ټولنو ، دکوریا دتنظیماتو کمیټې ، سېجونګ انسټیټیوت او د کوریا انسټیټیوټ په مرسته جوړه شوې غونډه کې ګډون کول .
· په ۲۰۰۵/۴/۵ کې دسیاسي ګوندونو او مدني فعالانو دلیدو په موخه هندوستان ته سفر.
· په افغانستان کې دسولې راوستلو په موخه اوومه سیمه ییزه غونډه چې ( سوله دټولو لپاره او دافغانستان مدني ټولنو په منځ کې بشري حقونو) تر نامه لاندې په ۲۰۰۷ کال ایټالیا کې جوړه شوې وه ، چې دافغانستان ګاونډیو هیوادونو او نړیوالو ټولنو( پاکستان، ایران ، ترکمنستان ، ازبکستان ، تاجکستان، روسیه ،چین، هندوستان ، دامریکا متحده آیالاتو او اروپایی ټولنو) استازو په کې ګډون کړی ؤ.
· په ۲۰۰۸ کال کې د ایټالیا (روم) د پارلمان او مدني ټولنو له غړو سره لیدنه او غونډه نیول، چې دا غونډه د سولې تر نامه لاندې جوړه شوې وه.
· په ۲۰۰۹/۱۲/۲۳ کال کې یې دهندوستان هیواد دسیاسي ګوندونو او مدني ټولنو سره لیدل.

· په ۲۰۱۰ کال کې دامریکا متحده آیالاتو په غوښتنه دځوانو رهبرانو په غونډه کې ګډون او د (مېشیګن، کنتکي ، کالیفورنیا او لاس انجلس) له آیالتونو څخه لیدنه کول.
· په ۲۰۱۱/۴/۳ کال کې دترکیې هیواد له نامتو ګوندونو سره سیاسي لیدنه او د دې هیواد دڅیړنیزو مرکزونو څخه هم کتنه کول.
· په ۲۰۱۲/۳/۲ دترکیې هیواد له څیړنیزو مرکزونو څخه لیدنه .
· په ۲۰۱۳ کال کې دترکیې هیواد ته سیاسي سفر.
· په ۲۰۱۴ کال کې د ترکیې هیواد ته د ولسمشر دحکم په اساس رسمي سفر.
· دهیواد بیلابیلو ولایتونو (پروان ، غزني، وردګ ،لوګر، ننګرهار ، لغمان ،پکتیا ، هرات ، بلخ ، خوست ، فراه ،کاپیسا، بغلان ، نیمروز، سرپُل ، کندز، فاریاب ، تخار او ارزګان) ته دولتي او غیر دولتي رسمي سفرونه.
د افغانستان ملي شاعرانې، ټیم.
ــــــــــــــــ ـ ـ ـ ـ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.