صالحه فاروق اعتمادي

راټولوونکې:پاکیزه‌ ارزو

202

مېرمن صالحه فاروق اعتمادي
د مېرمنو ټولنې پیاوړې رییسه او د پوهنې خدمتګاره

ـــــــ

په ۱۳۲۸ ل کال کې د ملالۍ عالي لېسې درېیمه دوره نجونې فارغې شوې، د دې دورې فارغ شوي نجونې څه موده وروسته د هېواد د سیاست او د ښځو د حقونو د نامتو فعالانو، مبارزینو او اکاډمیکو شخصیتونو په لومړي کتار کې راغلې چې ښه بېلګه یې مېرمن صالحه فاروق اعتمادي ده.
مېرمن صالحه فاروق اعتمادي د ۱۳۱۰ ل کال د زمري میاشې په ۲۵ مه نېټه په کابل کې وزېږېده، د ملالۍ عالي لېسې څخه فارغه شوه او لوړې زده کړې یې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو په څانګې کې پای ته ورسولې. د پوهنتون له فارغت وروسته په ملالۍ لېسه کې ښوونکې شوه، ۱۲ کال یې د همدې لېسې د ښوونکې او مدیرې په توګه دنده سرته ورسوله، د لیسې د مدیریت تر څنګ یې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو په پوهنځي کې خدمتي تدریس هم کول.
مېرمن اعتمادي د موسسه نسوان( مېرمنو ټولنه) د رییسې په ټوګه:
مېرمن اعتمادي د ډیموکراسي لسیزې تر ټولو پیاوړې مبارزه، سیاست مداره او اکاډمیک شخصیت و چې د ټولنیز عدالت او برابري له پاره یې اوږده او دوامداره مبارزه وکړه. د پخواني باچا اعلیحضرت محمد ظاهر شاه په سلطنت کې « د ښځو نهضت» د کارونو او خدمتونو د پراختیا له پاره په ۱۳۲۲ ل کال کې « موسسه عالي نسوان» جوړه شوه، د موسسه نسوان د فعالیتونو د پراخېدو په موخه د غازی امان الله خان خور بي بي زینب یوه نمره ځمکه دې موسسې ته ډالۍ کړه. په دې ډالۍ شوي ځمکه کې د ښځو لپاره ښوونځی، سینما، ورکټون او کاري دفترونه جوړ شول. په لومړیو کې شل ښځې په دې موسسه کې په خدمت بوختې وې او د وخت په تېرېدو یې اداري برخه او تشکیل ډېر پراخ شو. د دې موسسې د جوړېدو لویه موخه د ښځو حقونه، زده کړې او د واده شویو او مشرانو ښځو زده کړې او روزنه وه.
په ۱۳۴۱ ل کال کې مېرمن صالحه اعتمادي د موسسه عالي نسوان د رییسې په توګه وټاکل شوه. په ۱۳۴۲ لمریز کال کې د موسسې نوم « د مېرمنو ټولنه» ته واړول شو. د اغلې اعتمادي د مېرمنو ټولنې د ریاست په موده کې د ښځو تعلیم، ټولنیز ژوند، د مور او ماشوم د ساتنې، ښوونځيو ته وړکتونونه، د واده شویو ښځو لپاره د مسلکي لیسې جوړول، د لاسي صنایع وده او ګڼ نورو خدمتونو بنسټونه را منځته کړل چې د ښځو د ټولنیز ژوند په ښه کېدو او لوړوالي کې خورا مثبت او اغیزناک ثابت شول. د اغلې اعتمادي په سترو خدمتونه کې یو هم د دې ټولنې د مسلکي ښوونځي ارتقا د بکلوریا درجې ته وه. هغې د ښوونځي د ښوونکو د تعلیمي او مسلکي زده کړو او مهارتونو د لوړولو لپاره په لومړي ځل فرانسوي او امریکایي کارپوهې راوبللې او د ښوونځي فارغینې یې د لوړوزده کړو له پاره بهر ته واستولې. په مسلکي ښوونځي کې د مشرانو او واده شویو ښځو لپاره یې د سواد زده کړې کورسونو هم جوړ کړل او کورسونو ته د ښځو د راتګ او هڅونې په موخه یې په ټول هېواد کې د عامه پوهاوي کمپاین هم مخته یوړ. په ښوونځیو کې د ښوونکو د سهولت په موخه یې لومړیني وړکتونه جوړل کړل چې پیل یې د ملالۍ لېسې څخه و او وروسته د کابل ښار ټولو ښوونځیو ته وغځېدل.
په ۱۳۴۶ ل کال کې د مور ستر مقام ته د درناوي په موخه د اغلې اعتمادي په وړاندیز د غبرګولې ۲۴ مه نېټه چې د « مېرمنو ټولنه» د رامنځته کېدو له نېټې سره سمون خوري د «مور ورځ» په نوم ونومول شوه. په دې ورځ به په ټولو ولایتونو کې فرهنګي او هنري غونډې جوړیدې او یو شمېر پیاوړې او کارینده مېندې به ستایل کېدې. د ټولنې د کارونو د پراخېدو او له بې وزلو ښځو سره د مرستې په موخه یې « د رضا کارو مېرمنو تولنه» هم جوړه کړه. د مېرمن اعتمادي له خورا ښو خدمتونو څخه د ماشومانو او ښځو د جرمي دوسیو او قضیو د څېړلو له پاره د ښځینه قاضي او د ښځینه پولیسو د تقرري وړاندیز و چې د هغه وخت حکومت ومنل. په همدې موخه یې د عدلیې وزارت سره په همکارۍ د ښځو د یو ټیم جوړ کړ چې په زندان کې یې د زنداني ښځینه وو ستونزې او حالت څارل. د ماشومانو د فلج او تربوکلوز ناروغیو سره د مبارزې په موخه د صحي مرکزونو جوړول هم د اغلې اعتمادي په غوره خدمتونو کې شمېرل کېږي.
په ۱۳۵۰ ل کال کې هېواد د وچکالي له ناورین څخه کړېده، د ناورین د ستونزو د کمولو په موخه اغلې اعتمادي بهرني سفرونه وکړل، له ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو څخه یې د مرستو په جلبولو کې پراخه ونډه واخیسته. نوموړې د افغانستان، ملګرو ملتونو او د اسلامي هېوادونو د بشري حقونو د کمیسون د معاونې په توګه د هېواد غوره استازولي وکړه. د دندې په موده کې د اسلامي هېوادنو له استازو سره د اغلې اعتمادي همکاري او بحثونو د تبعیض، معتددو ودونو، د بې عدالتي د ختمولو او د افغان مېرمنو لاسي صنایع ته په مارکېت موندنه کې خورا ښې پایلې لرلې.
«یوه سړي ته یوه ښځه» ولسي او مشرانو جرګې ته د اغلې اعتمادي زړور وړاندیز:
مېرمن اعتمادي د دیموکراسي، ټولنیز عدالت، د ښځو، ځوانانو او ماشومانو د حقونو کلکه ملاتړې وه. هغې د جنسي تبعیض، بې عدالتي، متعددو ودونو، د «دختر فروشي» یعنې لوړ ولور، لوړه طویانه او اجباري ودونو په ځانګړي ډول د کم عمره نجونو د ودونو پر وړاندې قوي پیاوړې مبارزه پیل کړه. هغه په دې باور وه چې متعددد ودونه په ټولنه کې فساد رامنځته کوي او په ټولنه کې د میرني او سکني ورونو دښمني جوړوي. « یوه سړي ته یوه ښځه.»، دا وړاندیز او د ودونو په قانون کې د تعدیلاتو وړاندیزیزونه یې په ۱۳۴۶ ل کال کې ولسي جرګې او د مشرانو جرګې ته وړاندې کړل، دا وړاندیزونه مشرانو جرګې تایید او ولسي جرګې رد کړل. د وړاندیزونو له ردېدو سره هغې ماته ونه خوړه او خپلې مبارزې ته یې دوام وکړ، هغه به د ولسي جرګې د وکیلانو له سختو پوښتنو سره مخ کېده چې پوښتنو ځواب او په دې اړه بحثونو به ساعتونو دوام کاوه.
د اغلې اعتمادي د ۱۳ کلن ریاست موده د شهید سردار داوود خان د حکومت د کابینې د ځینو غړو د اختلاف له امله پای ته ورسېده او له دندې ګوښې شوه. د ثور له انقلاب څخه وروسته هم په هېواد کې پاتې شوه او خپلې مبارزې ته یې دوام ورکړ. د ارواښاد ډاکتر نجیب الله د حکومت په اخري کلونو کې د کورنۍ جګړو د ختمولو له پاره د سولې هلې ځلې پیل شوې او هغه مهال د خلقیار په مشرۍ غیر حزبي کابینه جوړه شوه، اغلې اعتمادي وروسته له ۱۵ کلونو یو ځل بیا رسمي دنده پیل کړه، د خلقیار په کابینه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت وزیره شوه. هغې د وزارت په لږه کاري موده کې بنسټیز بدلونونه د وزارت په تشکیل او کاري برخه کې راوستل او وزرات کاري دوره یې د ارواښاد ډاکتر نجیب د حکومت له سقوط سره پای ته ورسېده.
اغلې صالحه اعتمادي د نامتو سیاسي او اکاډمیک شخصیت پوهاند غلام فاروق اعتمادي مېرمن وه، په ۱۳۷۱ ل کې د مجاهدینو له را تګ سره دواړه په وطن کې پاتې شول، په ۱۳۷۴ ل کال کې له ښاغلي اعتمادي سره د علاج په موخه هند ته لاړه، خو له بدمرغه د مجاهدینو د چور او تالان په نتیجه کې یې پلارنۍ کور چور شو، ټوله مادي او معنوي داریي غلا شوه او کورته یې اور پورې شو. اغلې اعتمادي د دې حالت په لېدو هېواد ته بیا نه راغلله او امریکې ته کډواله شوه.
له ښه مرغه د هېواد دا ویاړلې ستره هستي حیات ده او خپلې یوازنۍ لور سره په امریکې کې استوګنه ده. په دې هیله چې اغلې اعتمادي په خپل ژوند کې اباد او ازاد افغانستان وویني او هغه بنسټونه چې دې رغولي و و یو ځل بیا یې په خپلو مبارکو لاسونو پرانېزي.
د مېرمن صالحې اعتمادي د اوږد عمر او ښه صحت په هیله.
ماخذونه:
ـ احسان لمر مقاله ، افغان جرمن انلاین.
ـ بهار تلویزون، یوټیوب، زندګې نامه خانم صالحه فاروق اعتمادي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.