تازه چاپ شوی اثر

عبدالوهاب مومند

305

«کتاب باید څنګه ولوستل شي» شلو ژبو ته ژباړل شوی او له اویا لکه زیات پلورل شوی اثر دی؛ چې تازه په کابل کې اکسوس کتابپلورنځي په ښه صحافت او کیفیت د چاپ په ګاڼه سمبال کړی دی.
د یاد کتاب لیکوالان مارتیمر جي. آدلر او چارلز لینکلن ون دورن دي چې پښتو ته ښاغلي عبدالله عزام ژباړلی دی. دغه کتاب دوې سریزې، څلور برخې، ۱۹ څپرکي او ۳۳۶ مخونه لري.
د ښاغلو لیکوالانو دغه ګټور علمي اثر موږ ته د کتاب لوستلو هنر، موخې، ګټې او لارې چارې را زده کوي چې څنګه کولی شو د کتاب لوستلو یوه ښه پروسه را پیل کړو؟ هېره دې نه وي، چې د «کتاب باید څنګه ولوستل شي» اثر مطالعې پر مهال موږ ته لاندې کلیدي موضوعات روښانه کېږي:
۱- د لوستلو فعالیت او هنر
۲- د لوستلو درجې
۳- څنګه جدي لوستونکي شو؟
۴- تحلیلي لوستل
۵- کتاب ته د کټګورۍ انتخابول
۶- کتاب اېکسرې کول
۷- له لیکوال سره موافقې ته رسېدل
۸- د لیکوال د پیغام معلومول
۹- په عادلانه توګه کتاب نقدول
۱۰- له لیکوال سره موافقه یا مخالفت
۱۱- په لوستلو کې څه شی مرسته کولی شي؟
۱۲- علمي کتابونه باید څنګه ولوستل شي؟
۱۳- خیالي ادب باید څنګه ولوستل شي؟
۱۴- تاریخ څنګه لوستل کېږي؟
۱۵- ساینس او ریاضیات څنګه لوستل کېږي؟
۱۶- فلسفه څنګه لوستل کېږي؟
۱۷- د لوستلو وروستۍ موخه

تر دې وړاندې د یاد ژباړونکي یو بل اثر هم د اکسوس کتابپلورځي لخوا چاپ شوی دی. «د ټولنې زړه ته لار»
د دغه کتاب لیکوال حکیم الامت مولانا محمد اشرف علي تهانوي رحمة الله دی چې پښتو ته ښاغلي عبدالله عزام را ژباړلی. د یاد کتاب په ډیسکریپشن کې لیکل شوي، چې (د منصب، اوږده عمر او تجربې څښتنان هم داسې تېروتنې کوي، چې تېروتنې ورته نه ښکاري.)
په کتاب کې ټول ۱۲۰ آدابه شماره وار ذکر شوي چې درېیمه برخه یې له بهشتي زېور څخه راخیستل شوي آداب دي. د هر یو عنوان لاندې مشخص ټولنیز نزاکتونه ترتیب او له یو بل سره اړیکه لري، لکه: د ملاقات اداب، د مېلمستیا اداب، د ډالۍ ورکولو اداب، د لیکونو اړوند اداب، د بهشتي زېور اداب، د مشرانو لپاره اړین اداب…
هېره دې نه وي چې د کتاب محتوا په اخلاقي، ادبي او ټولنیزو اصلاحاتو او تنبیهاتو باندې راڅرخي، چې په لوستلو یې په ډېرو نزاکتونو باندې مو پوهوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.