د رياضي مور؛ هېپاټیا

ليک: غلام سرور ظهير

212

نېټه: د ۲۰۲۴ کال، د اپرېل شپږمه

نجلۍ دومره ښايسته وه چې ستايلو ته يې توري او تعبير نه لرم. که يې د پښتنو د ښکلا په تله تلې؛ نو بايد ووايې چې «د خره په لور ښايست تمام وو.» او يا هم «نغمه يې په زېري کې څوک نه اخلی.».

د پښتنو د ښکلا پېژندنې او ښکلا خوښونې اړوند؛که خبره دېرش پينځه دېرش کاله شا ته ستنه کړو؛ د هغه وخت ځوانانو د نجونو ښايست او ناز و نزاکت يوازې په نکلو و کيسو کې اورېدلی وو. يوه و نيم د خدای بختور به له هېواده بهر کوم هنيدي عاشقانه فيلم پر تور و سپين کوشني سکرين کتلی وو؛ نور نو ټول داسې ول لکه اسد دانش لالا چې بټوې به يې شاپېرۍ نغمې د کيسټونو له راپرې کړو انځورونو ډکې وې ــ مانا د عکسونو عاشقان ول.

چې خوږ بانډار پر بله ولاړ نه شي؛ که کاظم خان شېدا ژوندی وای؛ نجلۍ به يې داسې ستايله:

مخ؛

مخ يې ګل، شونډې لاله، تن يې نسرين

سراسر همه ګلزار دی؛ هغه کس

يا هم؛

چې حجاب له مخ لري کړې ګُلرُخه

شي عرق په مخ د اور په اضطراب ګډ

پزه؛

پزه ستا د فتنه ګرو سترګو بريده شوه
ګوندې دوى په کور کې هم کاوه پرخاش

سترګې؛

هسې وژله کا؛ بې لارې برندې ســـــترګې
لکه مست خوني چې ځي پر سمه لار کج

يا؛

التفات یې راته سترګې هومره نه کا

لکه شوخ آهو چې وګوري په رم کې

يا هم؛

د کجل لکۍ یې ګوره، شوخې سترګې

په دا هسې خوبي ښاخ د غزال نشته

باڼه؛

په هزار نېشه د زړه پر سر چیچل کا

الغیاث د دې د سترګو له زنبوره

يا هم؛

 د مژګانو له سايې يې الف لوېږي

د الماسو پر تخته د ميم دهان شوخ

وروځې؛

دواړه وروځې یې موجونه شول؛ نظره کړه

چې نمود زما د سترګو په دریاب کا

شونډې؛

که یې خوی د سمندر نه وي اخيستی

ستا د شونډو په انګار به پېزوان وسو

يا هم په فحوی د دې کلام متصور شه؛

چې يې سرو شونډو ته ګورم حيرانېږم

وايم اوس به ترې روان شي دم په دم

د شونډو د سر خال؛

د شکرو پر دوکان هندو بچه دی

که تور خال دی ستا د سرو شونډو جایګیر

غاښونه؛

غاښ يې هسې په سرو لبو کې ښکارېږي

په پياله کې د لاله لکه ژاله

باړخو؛

ته به وايې د ګلاب پر ګل شبنم دی

چې باړخو يې د ملاستې په وخت خولې وې

زنه؛

مخ او زنه يې له څه سره مُخۍ کړم؟

چې تر ګل ډېره هغه زېبا صفا ده

غاړه؛

 سپين ګردن يې صراحي؛ بلوري رنګ دي

فريفته يې نرګسين دواړه بصر

زلفې؛

دواړه زلفې يې ماران، شونډې جړۍ دي

خسته تن لره مې رنځ او دوا راغله

ادا؛

چې نرګس په خواب و نه لیده؛ غزال هم

ستا د سترګو ده هغه ادا غرض

يا؛

ستا چشمان به څه نګاه کا په خاکسارو

چې له کبره دې باڼه ګوري اسمان ته

کېدای شي د نجلۍ هنري او کلاسيکه ستاینه پر ډېرو لوستونکو غمېدلې وي؛ او د هغې د پېژندلو تلوسه يې پر ځای پاتې وي. که هغه د يوويشتمې پېړۍ د ښکلايېزو مشاهدو او تجربو په تناظر کې تعريف او توصيفوو؛ نو، وايوو چې غاړه يې تر اېشوريا رای دوه ګوتې اوږده وه، سترګې يې تر ډيا ميرزا ښکلې وې، اننګې يې تر نورا هم سره او هم پاسته ول، شونډې يې د اريانا غوندې، زنه يې تر ډېپيکا ښایسته وه، او سينه او ورنونه يې لکه د ولاډيسلاوا ګالاګان هومره ول يانې پر [۲۶، ۳۴، ۲۶ فورمول] برابره او په  فيټنيس کې تر کېټرينا بره وه ــ خلاصه؛ د کوپر مال تياره کېم کرډاشيان وه.

وبښئ؛ د نجلۍ په ښايست کې مې سوچ بند او خبره راڅخه اوږده شوه. دا يو سخته‌کُن خو لنډ پاراګراف هم لا وزغمي؛ نور اصلي کيسې مخې ته ږدم.

د څلورمې مېلادي پېړۍ د پای په کلونو کې د روم امپراتوري دوې ټوټې شوه چې يوې برخې ته يې لوېديځه امپراتوري ويل کېده چې خورد کم یوه پېړۍ وپايېده او بله يې ختيځه يا د بېزانس امپراټوري وه چې د لوېديځې امپراتورۍ تر دړې وړې کېدو روسته يې د هغې ځمکې هم لاندې کړې او لا پسې پراخه او پياوړې شوه چې پلازمېنه يې اوسنی سټانبول وو. دا امپراټوري څه باندې يوه زرۍ روانه وه چې په ۱۴۵۳ زېږديز کې د عثمانيانو له لوري ونړول شوه.

د ختيزې امپراتورۍ له ازمير ښار څخه يو نوموتی فيلسوف او رياضيپوه؛ تئون د مصر سکندريې ښار ته چې هغه وخت د دې امپراټورۍ د پوهې و فرهنګ مرکز او د لويې دروګې او پرتم ځای وو؛ وکوچېد او هلته په پوهنتون کې استاد شو. کره مالومات نشته چې د هغه د راتګ نېټه او موخه سپينه کړي. خو اټکل جنګولی شو چې په ۳۵۰ زېږديز کې به تللی وي. هرګوره؛ دا بېلبره [= موضوع] نور رېش او رڼاوی غواړي او سپينول يې پر پوهانو پور دی.

د سکندريې په اړه کيسه په لنډو تېروم؛ کله چې تر مېلاد ۳۳۱ کاله وړاندې لوی سکندر د سوبو [= فتحو] له منډو ترړو د ارام سا واخيسته؛ د سکندريې ښار يې ودان کړ چې د نړۍ ښکلی ښار وو. سکندريه اوس د مصر دويم غټ ښار دی، شاوخوا پينځه ميليونه وګړي په کې اوسي، او د افريکا او اروپا تر منځ پُل ګڼل کېږي.

په ۳۷۰ زېږديز کال کې د تئون د مېرمنې پښه درنه شوه؛ لور يې پیدا وزېږېده او هيپاټيا يې ونوموله. هغې چې کله په نړۍ کې سترګې وغړولې؛ سکندريه د روميانو یوه بانډه وه. هيپاټيا بختوره وه؛ يانې پلار يې داسې نه وو لکه يو پښتون چې پر لور و خور د مېږو رمه پيايي خو ښوونځي ته يې نه لېږي. بلکې؛ کله چې نجلۍ په ښه و بدو پوه شوه؛ تئون يو بنډل قلمونه او يوه ډمبارۍ کتابونه او کتابچې ور ته راوې او د فلسفې، رياضي، ستورپوهنې، او سنداراپوهنې لوستونه يې سر کړل. ډېر ژر دا اومه خوله هېپاټيا د نړۍ لومړۍ نو-اپلاتوني فيلسوفه، رياضيپوه، ستورپوره، او سنداراپوه شوه چې روسته په سکندريه کې د رياضياتو او فلسفي ښوونکې، اورژبې ويناواله، اوڅاره ستورپوهه، لویه څېړنونکې، او د سکندرې د لوی کتابتون پازواله [مسؤله] شوه.

عمومي پېژندنه:

هېپاټيا ښکلې او هوښياره يونانۍ وه چې له خپل پلار يې فلسفه، رياضي، او ستورپوهنه زده کړه او د رياضي مور ګڼل کېږي. هغه پر ریاضي سربېره په فلسفه، ستورپوهنه، او سنداراپوهنه [= موسقي پوهنه] کې لوی نوم لري.

هېپاټيا په بېلابېلو پوهنيزو برخو کې کتابونه وليکل، نوي-اپلاتوني نظريات يې تبليغول، او ګڼې الې يې اختراع کړې. ياده دې شي چې هغه تکړه لامبوزنه، غرختونکې، او اس‌سپره هم وه.

هېپاټيا د سنکدريې په پوهنتون کې محبوبه استاده وه چې د خپل پوهنيز دريځ او عقيدې له کبله کليساوالو د مرګ تر کومي تېره کړه.

ژوند:

د هېپاټيا پلار؛ تئون د سکندريې پوهنتون له نوموتو رياضيپوهانو او تکړه استادانو څخه وو. هغه په پوهنتون کې د استادۍ پر مهال يوه د لمر تندر نيونې او يوه هم د سپوږمۍ تندر نيونې بشپړه پېښه ثبت کړه چې روسته يې د ستورپوهنې او يوناني رياضياتو په ځانګړې توګه د بيټليموس او سطرلاب په اړه ليکل وکړل چې همدې کار يې د پوهنتون مشرتابه ته ورساوو.

تئون په سنداراپوهنه [= علم الموسيقي] ډېر پوهېد او کله ناکله به يې د سختو او ستغو رياضي فورمولونو څخه د شعرې نرمې او پسې غېږې ته فنا وړه چې دا خوی يې لور هم ورڅخه اخيستی وو. تئون د رياضي په اړه وايي:

رياضي د شعر ژبه ده؛ هر رياضي پوه که وغواړي که و نه غواړي؛ يو ويناوال او شاعر هم دی.

هېپاټيا له وړکوالي څخه په کور او پوهنتون کې د پلار څنګ نه پرېښود او ان په ماشومتوب کې به يې هم د پلار په پوهنيزو بانډارو او ناستو کې د پوهانو خبرو ته کلک غوږ نيولی وو او چې يوازې به شوه؛ پر همدې خبرو به يې سوچ کاوو. پلار يې هم همدا غوښتل؛ يو ځل يې هېپاټيا ته وويل چې زما لور حق لري چې فکر وکړي؛ تر فکر نه کولو؛ ناسم فکر کول غوره دي.

د ښوونکي لپاره دا ډېره اړينه ده چې هم پر پوهنو برلاسی وي او هم غوره ويناوال وي. هېپاټيا دا دواړه ځانګړنې درلودې؛ ځکه خو د سکندريې او سیمې پر کچ وتلې ښوونکې وه. د هغې ټولګي ته له ډېرو هېوادونو څخه خلګ راتلل چې هم خير ټول کړي (زده وکړه) او هم وکړي ديدنونه. ان چې ځينې ښاريان به د ټولګي مخ ته ورته پنډ ول.

سکندريه نوره پر هېپاټيا وغمېده؛ پلار ته يې وويل چې نه خو نړۍ يوازې سکندريه ده او نه هم ځمکه تر اسمان پراخه ده؛ يوازې د کتابونو په لوستلو څوک حقيقت ته نه رسېږي __ غواړم چې له سکندريې څخه ووځم او په نړۍ کې ورګرځم. تئون ورته د روم او اټن د ليدلو سپارښتنه وکړه. هېپاټيا ډېر کلونه پر سفر تېر کړل او چې بېرته سکندريې ته راوګرځېده؛ په پوهنتون کې د رياضي او فلسفې استاده شوه.

هېپاټيا د سفر، وينا، او پوهنتون د استادي پر مهال؛ د نرانو غوندې اوږد بالاپوش او ارتې جامې اغوستې، کاړګوتي خرمايي وېښته به يې پر اوږو راخپاره ول، او د اټن له پوهنتونه ګټلی تاج به يې پر سر وو.

يوه ورځ يې د پوهې او زدکړو لېواله نجونو ته په خپله وينا کې وويل:

زما خویندو! هغه څوک يتیم نه دی چې مور او پلار يې مړ وي؛ بلکې يتيم هغه دی چې د پوهې له زدکړو يې لاس اخيستی وي. د کومې ټولنې ښځې چې نالوستې او کم پوهې وي؛ نران يې د شيدو پر ځي ناپوهي او جهل څښي.

واده:

هېپاټيا پوره يوه لسيزه په اروپا کې وګرځېده؛ کلي په کلي او جومات په جومات يې پوهنيزې او ويښونکې ويناوې او بحثونه وکړل. کتابونه لیکي چې هغه د نړۍ تر ټولو ښايښته، مؤدبه، ځيرکه، او پاکه ساکه پېغله وه او د هغې ټولګي او وينا ته به له ډېرو لري ځايو ان له نورو هېوادو څخه خلګو ځانونه را رسول او د هغوی په زړونو کې به د الهې په څېر اوسېده. د هېپاټيا لږ داسې شاګران ول چې لږ پر هغې به يې زړه نه وو بايللی؛ مانا هر شاګرد به په بغل جېب/بټوه کې کانډم ورته ګرځاوو. د اروپا او سکندرې د ډېرو فيلسوفانو، ملايانو، او سردارانو په جنسي امبوش [= شهوت] کې د حيا سترګې ړندې شوې وې او پر هېپاټيا يې د خدای ان تمام کړ چې واده ورسره وکړي خو هغې د چارلي چاپلين پر دې خبره باور وو چې: واده لکه بازار ته تلل داسې دي؛ چې پيسې او اړتيا نه لرې، بازار ته مه ځه .خو په ښکاره يې هغوی ته يې ویل چې ما له فلسفې او ریاضي سره واده کړی دی او لکه د زلمي رسول خور؛ د ژوند تر پايه مجرده پاته شوه.

رياضیات:

هېپاټيا به کرۍ ورځ له خپلو زده کوونکو سره په پېچلو فلسفي او رياضيکي مسايلو اخته وه. هغې په رياضي کې د نبوغ تر کچې استعداد درلود. د ډيوفانټوس لارې و رودې به يې لا پخې او پراخولې او ګونګو مسلو ته به يې هواری پيدا کاوو. هېپاټيا غوښتل چې د ځمکې د حرکت لپاره فورمول جوړ کړي چې د اپولونيوس په مخروطونو کې ونښته. په يادو برخوکې کې د هغې پر ليکنو او څېړنو؛ زرګونو پوهانو تر اوولسمې پېړۍ پورې شخوند واهه.

فلسفه:

هېپاټيا د سکندريې په پوهنتون کې نوي-اپلاتوني نظريې او د ايامبليکوس اندونه او د ارستو نښيرونه [= اثار] خلګو ته تدريسول. هغه په يوه ليکنه کې وايي؛ زه په تېر کې نه اوسم بلکې په راتلونکي کې ګرځم. کيسې، اسطورې، او افسانې دې يوازې او يوازې کيسې، اسطورې، او افسانې وويل او وګڼل شي. د خرافاتي، باطلو، او بې بنسټو ګروهو [= عقيدو] تدريس او ترويج؛ د وحشت او ځناورتوب ونې ته اوبه ورکول دي. دا کړنې يوازې ماشومان مني چې بيا په لویوالي کې ورڅخه کړېږي رنځېږي او د تېښتې لاره نه لري.

ستورپوهنه:

هېپاټيا د خپل پېر وتلې ستورپوهه وه؛ هغې داسې اله جوړه کړه چې د ستورو په پیدا کولو او پېژندلو کې تر اوولسمې پېړۍ کارېده او د دې اوزار پر مټ يې د ستورو، لمر، او سپوږمۍ تر منځ واټنونه هم ټاکل. هغې د خپلو څېړنو په لړ کې دا زباد کړه چې ځمکه پر لمر راګرځي او پېنۍ [= کاينات] بې کچې لويه او بې څنډې ده چې دا خبره يې له سپېڅلي کتاب سره په ټکر کې وه او د کليسايي ملايانو په سترګو ورته توره شپه شوه.

ليکوالي او پنځونې:

پېړۍ پېړۍ د تجربوي پوهنو سترګور دې باور وې چې يوازې د « ګاليلو» په نوم پلار لري؛ خو اصلي خبره دا ده چې د دې پوهنو مور؛ هېپاټيا تر ګاليلو ۱۲۰۰ کاله مشره ده.

هغه مهال چې ستورپوهنه د هوسۍ په ښکرو کې وه او رياضيات چارمېخ ولاړ ول؛ هېپاټيا د هندسې او جبر په اړه ګڼې ليکنې او کتابګوټي ولیکل چې ډېری يې هغه وخت له منځه ولاړ چې خلګو د سراپېس پر پرښځي [= معبد] برید وکړ. هغې د هندسې او جبر ګڼې پېچلې او ستونزمنې ربړې [= مسلې] هوارې کړې. تر اوولسمې پېړۍ پورې د مخروطونو په تړاو د هېپاټیا نظرونه چلېدل. هغې د اوبلنتوکو د ټينګوالي د کچې مالومولو اله جوړه کړه او همدارنګه د سمندروهونکو لپاره يې قطب نما يا سطرلاب رامنځ ته کړ.

ګروهه :

د تاریخ د حافظې په هدېره کې په زرګونه هغه پوهان او څېړونکي پراته دي چې د خپلو نظرونو او ګروهو [= عقايدو] له کبله؛ بېلابېلو دينونو څپ وهلي دي او له دينه د سرغړاوي په تور د زرګونو ساينسپوهانو ککريو پر دار ټالۍ وهلې دي. هېپاټيا يې څرګنده بېلګه ده چې د کفر په کاڼو وويشتل شوه. هغې د يونان د دوديزې ګروهې پت پاله او پر لرغونو خدایانو يې باور درلود. د هېپاټيا د ژوند پر مهال سکندريه د مسيحت مرکز وو او نور ټول دينونه او اندونه په کې سخت ځپل کېدل. نو، د هغې ګروهې (بُت‌لمانځنې) د هغې وژنې ته لاره هواروله.

 وژنه:

کلیسا کرۍ ورځ په ټولنه کې خرافات خپرول او خلګ يې د پوهنې دوښمنۍ ته رابلل. اسقف سېريل پر دې کلک ګرومن وو چې ځمکه د پېنۍ [= کايناتو] منځ دی او سپېڅلې هم ده ځکه خو نور ستوري ورباندې راچورلي. هغه د خپلو خبرو په لکۍ پورې دا هم ور تړله چې انسان پاک او اشرف المخلوق دی. خو، هېپاټیا؛ د کليسا دا ګڼترې او خرافې پر ځمکه وويشتې او د کليسامشرانو اندونه او باورونه يې په يوه پيسه کړل. دا پوهېده چې د لمر ځی او دريځی تر ځمکې لوی و لوړ دی؛ نو، يې د کتنو او رياضيکي فورمولونو پر مټ دا زباده کړه چې ځمکه پر لمر راڅرخي هغه هم په دايروي نه بلکې بيضوي پېړ [= مدار] کې!.

ياده دې شي چې د ځمکې د ثابتوالې د نظريې پر تابوت روستۍ مېخ ګاليلو ټکواهه. کوپرنيک دا خبره په واز کومي کوله چې لمر د نړۍ مرکز دی نه ځمکه؛ همداراز لمر ولاړ دی او د ځمکې په ګډون ګڼ ستوري پرې راګرځي. ګاليلو د کوپرنیک پل پسې واخيست خو خبره يې تر پانسۍ ورسېده. هو، په دې خبره کې د خاشخاش دانې هومره شک نه ځايېږي چې دا هر څه د هېپاټیا له برکته ول.

د هېپاټيا څېړنو او پوهنيزو بحثونو د بدېشمو [= معتصبو] مسيحي ملايانو پر کونه اور بل کړ او اعلان یې وکړ: هېپاټيا يوه شيطانه او ګوډګره ده. هغه به کوم د نر زوي وي چې د «ناقص العقلې او ناقص العلمې» هېپاټیا خبرې د روح القدوس پر سپينو سپېڅلو خبرو لوړې و غوره وګڼي؟!

د کليسا لوی مشر؛ سېرل دا خبره د دوک و دلیل په توګه راوړه چې عيسی (ع) دوولس ياران [= حواريون] درلودل چې ټول نران ول او ښځه په کې نه وه؛ ښځه په هيڅ توګه سړی نه شي تابع کولای او اوس چې دې مُشرکې خلګ تابع کړي دي؛ هغوی يې يوازې او يوازې د ګوډو پر زور کاڼه و ړانده کړي دي. هېپاټيا د خپلې ټولنې د بې خرته بدمرغۍ او بې ساري انحصار ادرسونه په ښه توګه پېژندلي ول. نو، دا خبره يې په ځغرده کوله چې:

به جز شيخ، کشیش و کاهن که غارتګر اند

بنی ادم اعضاي يک ديګرند

هغه «مباح پوهنې» چې هېپاټيا زده کړې وې او خلګو ته يې ورښوولې؛ کليسا ته ګمراه کوونکې ښکارېدې او همدارنګه يوه ژبوره فيلسوفه او رياضيپوه يې په هيڅ توګه نه شوای سهلای.

بله ورځ د سېرل تر مشرۍ لاندې سياسي سرواکان، مذهبي سرلاران، او کاهنان سره جرګه شول؛ پر دې خبره يې وېره څرګنده کړه چې هر علمي پرمختګ مسيحت په سپکو کاڼو تللی دی؛ که ښځې لوستې شي او په ټولنه کې پوهنه و پوهاوی خپور شي؛ له دين سره تړلې ټولې ګټې مو له ګوتو وځي او مذهبي اجاره داري په هيڅ لګېږي. نو، يې د هېپاټيا د وژلو خبره غوټه کړه. سېرل د کليسا د يوه قاري يا نوحه ويونکي؛ پېټر تر مشرۍ لاندې ګڼ مسيحيان راوپارول چې ګواکې هېپاټيا د کوډګرۍ تر څنګ د دين دوښمنه ده؛ خلګ بې لارې کوي او د مسيحت/کليسا پر وړاندې توطيې جوړوي.

د ۴۱۵م زېږديز په مارچ کې هېپاټيا په ټانګه [= اس ګاډي] کې له کور څخه کتابتون ته روانه وه. کله چې د پېټر د لنډغرو تر بريد لاندې راغله؛ کتابتون ته ننوته او زده کوونکو په ګړبېدلو ژامو ورته وویل چې کوم خوندي ځای ته ولاړه شي. دې ورغبرګه کړه چې د موږک غوندې په غار نه ننوزم، کتابتون زما لپاره تر غورو غوره پناګاه ده، زه پر خپلې ګروهې ولاړه يم او پر خپلو ليکنو باور لرم. هيڅکله به ورڅخه په څنګ او څټ نه شم؛ که مې بند پر بند هم پرې کړي؛ همدا کتابتون زما سنګر دی او په مېړانه او هسکه غاړه مرګ ته ورغاړيوزم. څو شېبې روسته جوپې جوپې يرغلګر راغلل، جګړه او خرخښه ونښته؛ ګڼ شاګردان ژېړې تلې پرېوتل؛ تر وهلو ټکولو روسته يې هېپاټيا کليسا ته کش کړه، جامې يې ور څېرې کړې او غوښتل يې چې ژوند يې له پوسته کړي خو د دې يوه زده کوونکي؛ ډېويس چې د کليسا خادم وو؛ د خپلې ښوونکې دا حال و نه شو زغملای. بريد کوونکو ته يې وويل چې هېپاټيا کافره ده؛ په مرداره وينه يې کليسا مه چټلوئ ـــ کومه بله جزا ورکړئ. پارېدلو لنډغرو دا وړانديز ومانه ـــ پرېکړه يې وکړه چې سنګساره يې کړي. دوی په ډبرو پسې بهر ووتل؛ ډېويس هېپاټيا خپه کړه. کله چې د پېټر ډله را وګرځېده؛ ډېويس ورته وايي چې هغه بېهوښه شوې ده. هغوی يې پر بدن د ډبرو ګوزار وکړل. روسته يې د هغې غوښې له هډو بېلې کړې؛ د غوښو بوټۍ يې په ښار کې د عبرت په دود ورګرځولې، بيا يې همدې غوښو ته اور ورکړ. چې غوښې ايره شوې؛ ايرې سيند ته ور وغورځولې. د هېپاټيا مرګ کليساوال ډېر خوشاله کړل؛ په شپو شپو يې په ښار کې سندرې وبللې او وګډېدل خو تئون ته سپېره برخليک؛ اوښکې او وينې وبښلې.

هېپاټيا د نړېوالو په زړونو کې:

کليسا د خلګو له شرمه؛ څو پېړۍ روسته هېپاټيا سپېڅلې وبلله. په ۱۹مه پېړۍ کې چارليز کينګزلي د هغې په اړه رومان ولیکه. په شلمه پېړۍ کې هېپاټيا د ښځو حقونو او فېمينيزم عالمبرداره وګڼل شوه. همدارنګه په ۲۰۰۹ کې د اګورا فيلم د هېپاټيا پر ژوند جوړ شو چې ريچل وايس يې لوبغاړی دی.

يونسکو د ۱۹۰ هېوادونو د غړو په غوښتنه د هېپاټيا په نوم پروژه پیل کړه چې د ښځو پوهنيزې طرحې به پلې او دودوي.

د هېپاټيا ویناوې:

  • د کومې ټولنې چې ښځې نالوستې او کم پوهې وي؛ نران يې د شيدو پر ځي ناپوهي او جهل څښي.
  • اريسټيس؛ يو نومور مشر او غټ سوبمن او د هېپاټيا زدکوونکی وو. يو دوه ځلې يې هېپاټیا په غوږ ووهله چې ګواکې درباندې مين يم. دې ورته وويل؛ په هغه پېر کې چې نران د ښځو له سيوري تښتي، ور سره ناسته ملاسته ګونا ګڼي، خبرې او بانډار يې پرې غمېږي؛ نو په داسې حالت کې زما لپاره تر ټولو غوره مېړه «يوازېتوب» دی.
  • هېپاټيا هيڅکله داسې غوښتونکی پیدا نه کړ چې فلسفي ذهن او پوهنيز ذوق يې ورسره برابره وي. دې تل ويل؛ هر څوک د خپلې مينې د کيسې خپل لیکوال لري، موږ ټول خپله ايډياله کيسه لرو او ما له رښتينتوب سره واده کړی دی.
  • کيسې، اسطورې، او افسانې دې يوازې او يوازې کيسې، اسطورې، او افسانې وويل او وګڼل شي.
  • د خرافاتي، باطلو، او بې بنسټو ګروهو [= عقيدو] تدريس او ترويج؛ د وحشت او ځناورتوب ونې ته اوبه ورکول دي. دا کړنې يوازې ماشومان مني چې بيا په لویوالي کې ورڅخه کړېږي رنځېږي او د تېښتې لاره نه لري.
  • تل رښتيا واياست؛ تل د رښتيا/حقيقت پلوی وکړئ؛ څنګه چې د حقيقت لپاره جګړه اړينه ده؛ همداراز د خرافاتو پر وړاندې مبازره مهمه ده.
  • زما خویندو! هغه څوک يتیم نه دی چې مور او پلار يې مړ وي؛ بلکې يتيم هغه دی چې د پوهې له زدکړو يې لاس اخيستی وی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.