بلوچستان کې وسله والو د پنجاب ايالت ۹ وگړي وژلي

76

پاکستاني چارواکي وايي، وسلوالو کسانو د جمعې او شنبې منځنئۍ شپه په بلوچستان ايالت کې ۹ کسان له یو مساپر وړونکي بس څخه کوز کړي او بیا يي وژلي دي. چارواکو دغه خونړۍ پېښه قومي تروریزم بللې ده.

د پولیسو یوه افسر، عبدالله منګل، وويل چې د پېښې قربانیان په یو بس موټر کې سپاره ول او «ټولو ېې تفتان سيمې ته سفر کاوه.» هغه زیاته کړه چې وسلوالو دوی د بلوچستان په نوشکي ولسوالۍ کې تعقیب او برمته کړي ول چې بیا ېې یادې سیمې ته نژدې په ډزو وژلي دي.

د ولسوالۍ مرستیال کمشنر، حبیب الله موسی خيل وويل چې په ګوليو لګيدلي جسدونه ېې له سېمې یو نیم ساعت لرې فاصله کې تر يوه پله لاندې وموندل شول. د ځايي روغتون مشر، ظفر منګل وويل چې دغه افراد د اعدام په بڼه په ډزو وژل شوي دي.

رويټرز خبري آژانس ليکي چې پاکستاني چارواکو دغه خونړۍ پېښه د یو قومي تروريزم په توګه عنوان کړې ده. د پولیسو یو ځايي افسر الله بخش وويل دغه کسان د ایران سرحد ته نژدې لوېې لارې څخه برمته او وروسته له هغې چې پېژندل شوي چې د پنجاب ايالت کارګر دي، وژل شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغې پېښې مسئولیت نه دی منلی، خو د امنيتي چارو کارپوه فدا خان وايي چې مخکنیو بریدونو ته په کتو، کیدای شي دغه کار بلوچ بيلتون غوښتنونکو کړی وي، کوم چې د بلوچستان ایالت د خپلواکۍ له پاره جنګیږي.

دغه بېلتون غوښتونکې ډله له څو لسیزو راهیسې د پاکستان پر پولیسو او امنیتي ځواکونو حملې کوي او د دا ډول حملو مسئولیت ېې منلی دی. دوی نه غواړي چې د بلوچستان کاني زېرمو کې د پاکستان مرکزي حکومت سهیم وي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.