د خوست لرو پرتو سیمو خلک: د نسايي ولادي خدمتونو نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ یو

پژواک

82
محمدیوسف منګل/ پژواک

خوست ښار (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۳): د خوست د لرو سیمو يو شمېر اوسېدونکي وايي، د لومړنيو روغتيايي خدمتونو په ګډون نسايي ولادي خدماتو ته هم لاسرسی نه لري.

هغوی زیاتوي، په ډېرو لرو پرتو سيمو کې يا روغتيايي کلينيکونه نشته او که شته هم د نسايي ولادي څانګې نه لري چې له امله یې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

دوی له حکومته د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.

د یادو لرو پرتو سيمو له ډلې يوه هم ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د عليشېرو ولسوالۍ د ببرک تاڼې سيمه ده.

د دې سيمې يوه اوسيدونکي بادشاه پژواک اژانس ته وويل چې د نورو روغتيايي اسانتیاوو سربېره د نسايي ولادي برخې روغتيايي خدماتو ته هم لاسرسی نه لري.

هغه وايي، ځيني وخت يې ناروغان د لارو خرابوالي او د ښځينه ډاکټرانو نشتوالي له امله په لار کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دی وايي: «ولادي مشکلات پېښېږي، دا یوه داسې مریضي ده چې هيڅ وخت نه لري، شپه ورځ یې نه ده معلومه، په خپل وخت یې نه شي رسولی خو دا خلک ډاکټر ته پر خپل وخت لاسرسی نه لري.»

دغه راز، د يعقوبيو صبريو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سيف‌الله خان بيا پژواک اژانس ته وويل که څه هم په سيمه کې يې روغتيايي مرکز شته، خو ښځينه کارکوونکې نه لري.

هغه وويل، په ډېرو سختيو د نسايي ولادي برخې ناروغان تر ښاره رسوي.

نوموړی له مسوولو ادارو غوښتنه کوي چې د نورو روغتیايي خدمتونو ترڅنګ دې د لرو پرتو سيمو کلينيکونو کې نسايي ولادي ډاکټرانې هم پر دندو وګوماري.

هغه زياتوي: «دلته د شپې بېخي څوک نشته چې د ښځنیه‌وو علاج وکړي، د ولادت ناروغي پېښه شي نو موږ یې سمدستي بې سرحده یا د خوست مرکزي روغتون ته وړو، نو دلته موږ روغتیايي مرکز نه لرو چې د زنانه وو علاج وشي.»

بل لور ته، د خوست عامې روغتیا ریاست مسوولین بیا وايي، په نسايي ولادي برخه کې په ټولو ولسوالیو او سیمو کې روغتیايي مرکزونه فعال دي او د خلکو لپاره لازم خدمات وړاندې کوي.

د خوست عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب‌الله معصوم په دې اړه پژواک ته وویل، دوی هڅه کوي چې په دې برخه کې ټولو سیمو ته خپل خدمات پراخ کړي.

هغه وويل: «موږ په عموم کې د نسايي ولادي برخه کې کافي کار کړی، په ولسوالیو او هم لرو اطرافي سیمو کې او په هغو کې په ځينو ساحو کې تقریباً موږ ۵۴۴ داسې ولادتونه ترسره کړي چې مېډوایفه مو کورونو ته لېږلې او هلته ولادت یې ورکړی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د خوست په ځینو لرو پرتو سیمو کې يو شمېر داسې روغتیايي مرکزونه هم شته چې ودانۍ یې کلونه وړاندې جوړې شوې خو تر اوسه په کې روغتیايي خدمتونه نه دي پيل شوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.