!…که تاریخوال وجدان درلود

نجیب ننګیال

146
که د افغانستان د اسلامي جمهوريت سرتېری، افسر، ډګروال، جنرال، پوليس، قاضي،‌ څارنوال،‌ مامور، مدير،‌ وکيل، لوړ رتبه يا ټیټ رتبه چارواکی پاتې شوی یې، يا یې ملاتړی وې، خواخوږی یې وې، او په ځان مطمين یې، د وجدان له محکمې دا برات لرې چې خيانت دې نه دی کړی، نو ته واقعا وياړلی افغان یې. صد افرين!!!
پوهېږې؟
غوږ شه!!!
ته د دې پېړۍ د هغه زرين پیر برخه وې چې افغانستان تر ټولو چټک پرمختګ پکې وکړ. تر ټولو ډېرې زېربناوې پکې و رغېدې. دولتي تشکيل یې په بې ساري ډول پراخ شو. سيستمونه یې د زمان له اړتياوو سره سيال او د حکومتدارۍ پروسې پکې تر بل هر وخت ډېرې چټکې شوې. په تېره يوه پېړۍ کې که افغانان ډېر لوستي شوي وي هغه همدا شل کلنه دوره وه. تر ټولو ډېرو کورونو ته برېښنا پکې و رسېده. شاوخوا څلوېښت زره کيلومتره سرکونه قير شو،. د کورونو او استوګنې معيارونه یې نوي او د عصر سره سم شو. شاوخوا دوه سوه تلويزونونو، سلګونه اوونيزې او مياشتنۍ پکې چاپېدې. پښتو، دري، ازبکي او نورو ملي ژبو کې تر ټولو ډېر کتابونه پکې چاپ شو، دومره ډېر چې په تېره يوه پېړۍ کې نه و چاپ. لس مليونه ماشومان ښوونځيو ته تلل او دوی ته ۱۷۰۰۰۰ معلمانو درس وايه، يو لک او اويا زره!!! چې د ټولو د معاش او استخدام وياړ همدې نظام درلود، مانا د معلمانو او پوليسو شمېر پکې يو برابر و. کابو هر ولايت کې يو دولتي پوهنتون جوړ شو. د خصوصي پوهنتونونو شمېر خو له حده واوښت. د زده کړو معيار یې په چټکۍ د ښه کېدو خوا روان و، ان داسې چې د کندهار د ميرويس خصوصي پوهنتون زده کوونکي د امريکا د طبي بورډ تر ټولو دشوار ترينې ازموينو کې بريالي شو. کابو هر ولايت يو هوايي ډګر وموند. د لومړنيو طبي وقايوي خدماتو بڼه دومره ښه شوه چې افغانستان په سيمه کې هغه هېواد ګرځېدلی و چې د مور او ماشوم د مړينې ارقام یې تر ټولو ټيټې کچې ته را لوېدلي و. کريکټ یې په لس کالو کې د نړۍ د لومړۍ درجه هېوادونو په کتار کې راغی. د فوټبال سيالۍ یې په وطن کې تر ټولو رنګين او پرجوش ترينې سيالۍ وې. د ځوانانو په ځان د باور کچه دومره عالي وه چې هر دوهم ځوان او پېغلې پکې د ولسمشرۍ ، وزارت، سفارت او وکالت خوب ليده او هماغسې زيار يې ويست. ښځه پکې د کور او ګور تر دېوالونو محدوده نه وه‌ بلکې وزيره وه، والي وه، ښارواله وه، جنراله وه،‌ معينه، سفيره وه، رئيسه وه، استاده وه، قاضي وه، څارنواله وه، درنښت یې درلود، حق او حيثيت ته یې ټول نظام قايله و، داسې چې د ولسمشرانو غونډې د ښځينه شاعرانو په شعر پيلېدې او درناوی یې کېده، غږ یې فتنه نه ګڼل کېده او په عقل یې ساختار شک نه درلود. برابر فرصتونه یې ورکړي و. د قانون تطبيق به ستونزې لرلې خو قانون نلرلې. هره اونۍ يو نه د يوه هېواد د بهرنيو چارو وزير را روان و. هره مياشت يو نه د يوه هېواد ولسمشر د کابل مېلمه و، که هغه نه و د کابل ولسمشر د بل هېواد په پايتخت حتما پښې کېښودې، پلاوي او ډلې کابل ته راتګ ورځنۍ چاره وه او رسنۍ د دومره ګڼ شمېر سره سره د راپورونو په چمتو کولو ستړې شوې وې. د کوڅې او سرک د پخېدو او کوچنيو پروژو خو چا راپور نه جوړاوه او دې کارونو حتا خبري ارزښت بايللی و. رسنۍ نه وې ملامته، د اوبو د لويو بندونو، هوايي ډګرونو، سوداګريزو تړونونو، حلقوي سرکونو،‌ کانالونو او سترو ملي پروژو په وړاندې د کوڅې او سرک پخېدو خبر چېرته مانا لرله؟
نو ته که هر چېرې یې. ورځ دې ښه ده که بده. اوس خوار یې که بډای. په وطن یې که بې وطنه. سر پورته ونيسه. د مايوسۍ اوښکې مه تويوه. تا خپل وس وکړ. په اخلاص دې وکړ. تغير هم راغی. ستا له برکته ډېر غوره کارونه وشو. د وطن بڼه بدله شوه. څوک دې ستايي که نه، څوک دې يادوي که نه، تاريخ دې چې هر ډول ثبتوي د تاريخوال وجدان پوه شه. خو ستا په خواريو د وطن د ډېرو ماشومانو ژوند وژغورل شو، رنګ کې یې وينه پيدا شوه، حد اقل نيمايي خو یې په خېټه ماړه و، نيمايي خو یې لوستي شو. دا ځینې نيالګي چې دا ورځې ثمر ته رسېدلي ګورې، دا هسې نه دي شوي. د دې تر شا ستا د خدمت لاس و. د دوی په اننګو کې دد هغه شهيد عسکر وينه ده، چې ځان یې سپر کړ خو د ښوونځيو دروازې یې بندېدو ته پرېنښودې. حد اقل شل کاله خو په وطن د جهالت، تاريکۍ او بدبختۍ خپړې په دومره قوت نه وې خپرې. افغانستان ترهېدلی و، بې شکه چې بلاوې تاو وې، خو ساه یې اخيسته. موسک و او ژوند ته ډېر هيله من.
که تاريخوال وجدان درلود حتما به وليکي دلته يو نظام و. په ولسواکۍ مبنا و. وګړو یې د خبرې، فکر او باور ازادي درلوده. باوجود د دې چې هره ورځ سل بريده پرې کېدل خو د واک تر وروستۍ ورځې یې د مامورينو په قلم کې رنګ و او حتا د مرګ تر دقيقې یې د دفترونو دروازې نشوې بندې، څراغونه یې روښانه پاتې شول او په ډېره نامردۍ، غدر او دسيسه شهيد کړای شو. جمهوريت د جګړې نه، د سولۍ په رسۍ زندۍ شو.
اه! لکه خپله راستي دې چې ووژني او په ډېر مظلوميت شهيد شې…!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.