وچ ژمی او په افغانستان کي د وچکالۍ د زياتيدو اندېښنه

447

افغانستان چي معمولاً سخت او له واورو ډک ژمي لري، په روان ژمي کي تر اوسه واوره نه ده سوې چي د شنونکو په خبره دا کار د نړيوالې تودوخې د ناوړه عواقبو او يوه بل وچ کال نخښه ده.

په افغانستان کي د اورښت کښته کچه چي ډيري وخت په زراعت پوري تړلې وي، ځيني کروندگر دې ته اړ ايستي دي چي په خپلو زراعتي مځکو کي د کرلو فصل وځنډوي.

د چاپيريال ساتني په ملي اداره کي د اقليم بدلون د څانگې مشر روح الله امين، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: »موږ په تيرو کلونو کي د جنورۍ په مياشت کي ډيري واورې او بارانونه درلودل.« خو د هغه په خبره اوس يې چنداني واوري او بارانونه نه دي ليدلي.

د طالبانو ترکنترول لاندي چاپيريال ساتني ادارې دغه چارواکی زياتوي:«دا سخته د اندېښنې وړ خبره ده، ځکه چي په راتلونکي کي به جدي وچ کلونه په مخ کي ولرو او دا کار پر اقتصادي حالت باندي سخت فشار واردوي

د ملگرو ملتو په حواله افغانستان چي مخکي يې د وچکالۍ دريم کال تجربه کړی، د اقليمي بدلون له امله له سختو زيانمنونکو هيوادونو څخه يو دی.

امين وويل چي وړاندوينه داسي وه چي په ډسمبر مياشت کي واورې پيل سي، خو د واورو نه اوريدل دغه ډول يو گواښ رامنځته کوي چي نور به په غرونو کي د دوبي په تودو مياشتو کي هم د اړتيا وړ اوبو د تامينولو له پاره واورې موجودي نه وي.

د ملگرو ملتونو د خوراک او زراعت د ادارې غړو په دا وروستيو کي د افغانستان په فضا کي له هلمند ولايت څخه د کابل تر جنوب پوري پروازونه کړي او په دغه هيواد کي د واورو نه اوريدلو ته متوجه سوي دي.

افغانستان، ماشومان د یخنۍ له امله مري
افغانستان، ماشومان د یخنۍ له امله مريانځور: Ali Khara/REUTERS

د ملگرو ملتونو د خوراک او زراعت د ادارې وياند، روبرت کلوييور ويلي:«په ټولو غرونو کي اصلاً واوره موجوده نه ده، وضعيت ډير جدي دی.»

د امين په خبره، که څه هم د افغانستان ټولې سيمي له وچکالۍ سره مخامخي دي، خو د افغانستان په سويل لويديځ کي کروندگر او تر هغه وروسته د دغه هيواد جنوبي سيمې له سختو وچکاليو څخه اغېزمني سوي دي. په غزني او پکتيکا ولايتونه کي فقط څو سانتي متره واوره اورېدلې وه او د بدخشان غرني ولايت په روانه اونۍ کي د لومړنۍ واورې شاهد وو.

حتي د سالنگ تونل ته نيژدې د هندوکش په غرونو کي د واورو نازک قشر ځيني سيمې پوښلي دي چي دا ډول وضعيت د جنورۍ مياشتي په منځ کي په دغه سيمه کي غيرمعمول دی. پخوا به د سالنگ تونل د ژمي په مياشتو کي په وار وار د سختو واورو له امله تړل کيدی.

د طالبانو حکومت په دسمبر مياشت کي د ديني چارو چارواکو ته امر وکړ چي په ټولو ولايتونو کي دي د باران د غوښتنې له پاره لمونځونه وکړي.

خو د واورو او باران د نه اوريدو له امله  ډيريو بزگرانو د تخمونو پاشل چي معمولاً په اکتوبر او نووامبر کي ترسره کيدل، ځنډولي دي. له هرات څخه ۲۵ کلن بزگر نذير احمد، د فرانسې خبري آژانس ته وويل:«که همداسي دوام پيدا کړي، موږ به فلج سو.»

دغه بزگز زياتوي:«ټول واورې او باران ته سترگي په لار دي. خو هيڅ شی نسته او موږ په راتلونکو ۱۰ يا ۱۵ ورځو کي نه سو کولای خپلي مځکي وکرو، ځکه چي مځکه ډېره وچه ده.»

افغانستان، کابل کې د واورو ورېدل
افغانستان، کابل کې د واورو ورېدلانځور: Wakil KOHSAR/AFP

خو هواپيژندونکي په راتلونکو دوو اونيو کي په افغانستان کي د کوم بدلون پيشبيني نه کوي.

احمد وويل:«اسلامي امارت د بزگرانو په غم کي نه دی. بزگران ښايي د کار کولو له پاره مجبور سي ايران او يا هم پاکستان ته ولاړ سي، ځکه چي هغوی پرته له خپلو کروندو څخه کوم بل څه نه لري.»

کولييور وويل، که د فبرورۍ په لومړيو کي واورې هم پيل سي، نو د هيله مندۍ له پاره يو دليل موجود دی:«يوازي د فبرورۍ مياشتي په نيمايي کي ويلای سو چي زراعتي حاصلات له لاسه وزي او که نه.»

د ملگرو ملتونو د خوراک او زراعت ادارې وياند، ويلي دي چي د مني د غنمو د کښت حاصل، معمولاً په اپريل او مي مياشتو کي اخيستل کيږي. غنم د افغانانو له پاره ځانگړی اهميت لري، ځکه خلک خپله ۸۰ سلنه ورځنۍ کالوري د غنمو له ډوډۍ څخه اخلي.

کولييور زياتوي:«هرڅومره چي د (تخمونو د کرلو« له پاره اوږد انتظار وايستل سي، په هم هغه اندازه به يې حاصلات کم وي. د هغه په خبره له متوسط حده لوړه تودوخه او د اورښتونو کمښت، په ښکاره ډول د اقليمي بدلون اغيز دی.»

د هغه په خبره د پسرلي په بارانونو پوري هم سړي نه سي کولای ډير زړه وتړي، ځکه افغانستان معمولاً په پسرلي کي د لږو بارانونو شاهد دی او هغه هم د شديدو سيلابونو په شکل چي د مځکي حاصلخيز قشر له ځانه سره وړي او ويجاړۍ رامنځته کوي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.