ککړه هوا کومې ناروغۍ پیدا کوي؟

فضل هادي حمیدي

322

ککړه هوا؛ یا هغه څه چې انسانان د زړه د ناروغیو او سرطانونو په ګډون په ډول ډول مرګونو ناروغیو اخته کوي.

خلک فکر کوي چې ککړه هوا یوازې تنفسي ناروغۍ پیدا کوي، خو ډاکټران وایي چې دا نظر سم نه دی، بلکې ککړه هوا پر تنفسي ناروغیو سربېره په لنډمهال او اوږد مهال کې د ډېرو مرګونو ناروغیو سبب کېږي.
د تنفسي ناروغیو متخصص روح الله احمدي وایي چې د هوا له ککړتیا باید جدي مخنیوی وشي او خلک باید د ککړې هوا له تنفس او په ککړه هوا کې له ګرځېدو ځان وساتي.
نوموړی متخصص زیاتوي چې د ککړې هوا له کبله تر ډېره ماشومان، د پاخه عمر کسان او امیدواره میندې اغېزمنیږي: «مخکې به خلکو فکر کاوه چې ککړه هوا یوازې تنفسي ناروغۍ رامنځته کوي، خو برعکس دا یوازې سږې نه، بلکې عصبي سیستم هم زیانمنوي حتې تر مغزي سکتې پورې انسان رسوي.»
د ډاکتر احمدي په وینا، ککړه هوا د زړه او د زړه د محیطي ناروغیو سبب هم کېږي. نوموړی زیاتوي چې ککړه هوا د سینې او حتی حساسیتي ناروغۍ رامنځته کوي او آن کله کله د سرطانونو سبب هم ګرځي.
دا چې ککړه هوا دومره خطرناکه ده، پوښتنه دا ده چې مسوولو ادارو د ککړې هوا د مخنیوي په اړه څه کړي دي؟
د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي چې هر کال له ژمي وړاندې شپږ میاشتنی پلان جوړوي چې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ عملي کېږي.
د دغې ادارې ویاند فریداحمد فرهنګ کلید راډیو ته وویل چې د خلکو له خوا د بې کیفیته سون توکو سوځول، اقلیمي بدلون او د اورښتونو نشت د هوا د ککړتیا لوی علتونه دي.
نوموړی په دې برخه کې د عامو خلکو همکاري ضروري بولي او وایي چې اوسمهال خلک ورسره ډېر همکار نه دي: «د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له نورو اړوندو ادارو سره ګډ پلان جوړ کړی دی، دا پلان په درېیو برخو وېشل شوی، لومړۍ برخه یې له نورو ادارو سره همغږي ده، دوهمه برخه یې اطلاع رسوونه یا عامه پوهاوي ده او درېیمه یې عملي برخه ده.»
د فرهنګ په خبره، په عملیاتي برخه کې د دوی او د کابل ښاروالۍ سیار ټیمونه ماښام او سهار وختي له هغو سرچینو څارنه کوي چې ډېر لوګي تولیدوي او فلټرونه نه لري. دی وايي چې له دې کسانو سره يې چلند ډېر سخت او جدي دی.
د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی بیا وایي چې دوی یوازې له لوړپوړیزو ودانیو، حمامونو او نورو ورته ځایونو څخه څارنه کوي چې لسګونه لوړپوړیزې ودانۍ یې تړلې هم دي، خو د هوا په ککړتیا کې عام کورونه ډېر رول لري چې د هغو ټولو څارنه او بندول امکان نه لري: «تر اوسه له ۶۰ ډېرې لوړپوړیزې ودانۍ مهرلاک شوې چې مرکز ګرمۍ یې درلودې، خو یا یې فلټرونه خراب وو او یا یې نه درلودل، یا یې فلټر خاموش و، له دوی مو تعهد اخیستی او تر څار لاندې دي.»
خو کابل ښاریان وایي چې د ککړې هوا له کبله ماښام او سهار کابل ښار په تورو لوګیو کې ورک وي او دې لوګيو ګڼ خلک ناروغه کړي دي.
که څه هم خلک د همکارۍ ژمنه کوي، خو د حکومتي ادارو اقدامات کافي نه بولي او د لا جدي ګامونو غوښتنه کوي.
د کابل ښار اوسېدونکی محمدنسیم وایي: «دا مهال که روغتونونو ته ورشئ، ګڼ خلک به ووینئ چې له تنفسي ناروغیو څخه کړیږي او په نورو ډول ډول ناروغیو اخته شوي دي، حکومت باید په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي او ترڅنګ یې خلک هم باید خپل مسوولیت ادا کړي او هغه توکي ونه سوځوي چې د هوا په ککړتیا کې اغېز لري.»
په کابل کې یو شمېر ډاکتران وایي چې د هوا له ککړېدو سره دوی ته د مراجعه کوونکو ناروغانو شمېر زیات شوی چې تر ۴۰ فیصده یې د هوا د ککړتیا له کبله ناروغ شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.