د غزې له ۱۳ زره تري تم شویو وګړو سره څه شوي؟

149

حزب الله

د عکس سرچینه،FAMILY HANDOUT

په داسې حال کې، چې په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی، د اټکل له مخې له ۱۳۰۰۰ زیات کسان لادرکه دي او داسې ښکاري تري تم شوي ‌دي.

ډېری یې داسې انګېري، چې زیات شمېر کسان د کنډوالو او خاورو لاندې خښ شوي دي، خو د بشري حقونو سازمانونه وايي، چې کېدای شي “جبري ورکېدو” سره مخ شوي وي.

احمد ابو دوک له څو میاشتو راهیسې د خپل ورور مصطفی په لټه کې دی.

یادې کورنۍ د خان یونس ښار په سویل کې د ناصر روغتون په انګړ کې پناه اخیستې وه، له جګړې هلته پټ شوي وو.

خو کله چې دوی خبر شول، له کور سره نږدې یې اور لګېدلی، مصطفی ورغی، چې وګوري څه ور پاتې دي‌ او کنه؟ خو هغه بېرته بیا را ونه ګرځېده.

احمد وايي: “موږ څومره چې کولی شوی پلټنه مو پسې وکړه. مخکې هلته ودانۍ وې خو اوس یوازې کنډوالې او سوځېدلي شیان پاتې دي.”

هغه وايي: “شاوخوا ودانیو باندې بلډوزر تېر شوی و، او هغه ودانۍ چې لوړې وې او ډېر پوړونه یې لرل هغه په ځمکه راناستې وې.”

کورنۍ یې د هغو جسدونو په منځ کې د امبولانس تقاعد شوي موټر چلوونکي‌ مصطفی مړی لټاوه، چې غزه کې د حماس د ملکي دفاع ډلې له لخوا له خاورو او ډله ییزو قبرونو څخه را ایستل شوي وو، خو هغه یې ونه موند.

احمد وايي: “اوس هم هر امبولانس چې روغتون ته ننوځي زموږ هیله دا وي، چې دی به په کې پیدا کړو.”

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت وايي، په جګړه کې تراوسه د وژل شویو کسانو شمېر له ۳۵ زرو اوښتی خو دا شمېر یوازې د روغتونونو له خوا د ثبت شویو مړینو دي.

حزب الله

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

د مصطفی د کورنۍ په څېر ډېرې کورنۍ شته، چې په تېرو اوو میاشتو کې د خپلو ورکو شویوعزیزانو په اړه له ناڅرګند برخه لیک سره مخامخ دي.

د اکټوبر په اوومه حماس پر اسرائیلو د پولې هاخوا برید وکړ او شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۲ کسان یې یرغمل کړل.

د دې په ځواب کې اسرائیلو په غزه پوځي عملیات پیل کړل.

د بشري حقونو د څار څانګه یورو میډ، چې بنسټ یې جنیوا کې دی. اټکل کړی، له هغه مهال راهیسې شاوخوا ۱۳ زره خلک په داسې یو ډول ورک شوي چې هېڅ‌ نښه یا د پښې پل یې نه دی پاتې شوی.

دې سر شمېرنه کې ملکي وګړي او حماس جنګیالي ګډ سره حساب شوي دي. د دوی‌ ترمنځ یې توپیر نه دی کړی.

د غزې د ملکي دفاع ادارې، چې د فلسطیني ادارې د امنیتي خدماتو یوه برخه ده، اټکل کړی، چې له لسو زرو څخه زیات یې ښایي تر خاورو خځلو لاندې خښ شوي وي.

ملګري ملتونه د غزې په تراړه کې د کنډوالو او خځلو حجم شاوخوا ۳۷ میلیون ټنه ښيي، چې لاندې یې ډېر جسدونه او شاوخوا ۷،۵۰۰ ټنه ناچاوده توکي پاتې دي، چې د مرستندویه کارمندانو او رضاکارانو لپاره یو بېل خطر دی.

د ملکي دفاع اداره وايي، کارکوونکي یې په ګډه له رضاکارانو سره کار کوي، چې له خاورو لاندې جسدونه راوباسي، خو له دوی سره ساده وسایل دي او ډېر وخت د مړو تر جسدو رسېدل ستونزمن وي.

دا اندېښنه هم شته، چې نامعلومو ځایونو کې د جسدونو پاتې کېدل، کېدای شي روغتیايي ناورین رامنځ ته کړي ځکه غزه د ګرمو میاشتو په لور روانه ده.

عبدالرحمن یاغي تر کنډوالو لاندې د خپلو خپلوانو لټون له کبله له ننګونو سره مخامخ دی.

حزب الله

د عکس سرچینه،EPA

د نوموړي د کورنۍ درې پوړیزه ودانۍ، چې د غزې په مرکزي ښار دیر البلاح کې وه، د فبرورۍ په ۲۲مه هغه مهال په توغندي ولګېد، چې د کورنۍ ۳۶ غړي یې په کور کې دننه وو.

نوموړی وايي، د ۱۷ کسانو جسدونه موندل شوي، خو د ځینو کسانو جسدونه یا دبدن غړي‌ یې په داسې یو وضعیت کې دي، چې نه پېژندل کېږي.

عبدالرحمن یاغي وايي: “موږ د ډېرو هغو ماشومانو جسدونه نه دي موندلي چې په کور کې وو. “

ملکي دفاع ادارې نړیواله مرسته غوښتې.

دوی په ملګرو ملتونو او هغو هېوادونو غږ کړی، چې تجربه لرونکي کارکوونکي لري ترڅو وکولی شي د جسدونو په را اېستلو کې مرسته وکړي.

دوی له نړیوالو سازمانونو وغوښتل، چې “سملاسي مداخله ” وکړي او په اسرائیلو فشار راوړي، چې غزې ته د درنو او لویو تجهیزاتو دننه کېدو اجازه ورکړي او له دې سره د ژغورنې په چارو کې مرسته وکړي.

خو دوی وايي، چې لا هم ځواب ته په تمه دي.

د بښنې نړیوال سازمان په دې باور دی، چې تري تم ورک شوي کسان، کېدای شي د اسرائیلو دفاعي ځواکونو لخوا نیول شوي وي او کورنیو ته یې هېڅ احوال نه وي ورکړی.

دا هغه کسان دي چې دوی یې “جبري ورک شوي” یادوي.

د بشري حقونو د څار څانګه یورو میډ اټکل کړی، چې غزه کې سلګونه فلسطینیان نیول شوي‌ او کورنیو ته یې احوال نه دی ورکړل شوی.

د جنیوا کنوانسیون، چې اسرائیل یې یو له لاسلیک کوونکو څخه دی، دا په ډاګه کړې، یو هېواد باید د توقیف یا نیول شویو ملکي وګړو د هویت او موقعیت په اړه راپور ورکړي.

اسرائیلي چارواکو له توقیف ځایونو څخه د نړیوالې سره صلیب کمیټې (ICRC) لیده کاته د اکتوبر د اوومې له برید وروسته ځنډولي دي.

په غزه کې د آی سي آر سي (ICRC) کارکوونکی هشام محنا وايي، چې “په کراتو یې د فلسطیني بندیانو د لیدو کتو غوښتنه کړې خو کمیټې ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې هغو ته لاسرسی ولري”.

آی سي آر سي زیاتوي، د حماس لخوا نیول شويو اسرائیلي کسانو د لیدو کتو اجازه هم نه ده ورکړل شوې.

بي بي سي د اسرائیلو له دفاعي ځواکونو سره د لا زیاتو معلوماتو لپاره اړیکه ونیوله، خو ځواب یې ورنه کړ.

په هر حال، د اسرائیلو د ملي‌امنیت وزیر ایتامار بین ګویر په اېکس چې پخوا د ټویټر په نوم یادېدله لیکلي دي:

“سور صلیب باید په اسرائیلو کې د حماس د بندیانو په اړه معلومات تر لاسه نه کړي تر هغه چې اسرائیلي دولت په غزه کې زموږ د برمته شویو کسانو د وضعیت په اړه معلومات نه وي ترلاسه کړي. د بشردوستي پر وړاندې بشر دوستي. “

حزب الله

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

د غزې په مرکزي ښار الزاویده کې یوه بله کورنۍ د خپل ورک شوي زوی په لټه کې ده.

دوی وېره لري، چې کېدای شي هغه یو له “جبري ورک شويو” څخه وي.

د محمد علي مور چې د خپل زوی عکس یې په لاس کې و تر هغه یې ورپسې لټون کاوه، چې یو چا ورته وویل، محمد علي د اسرائیلو دفاعي ځواکونو نیولی دی.

دوی دې مور ته وویل، هغه ژوندی و کله چې وروستی ځل دوی هغه ولیده خو نه پوهېږي چې له هغه راوروسته به څه ور پېښ شوي وي.

محمد علي د ډسمبر له ۲۳ راهیسې ورک دی.

نوموړی هغه مهال ورک شو، چې کورنۍ یې د غزې په شمال کې د جبالیا په یوه ښوونځي کې د پناه اخیستو لپاره له خپل کوره ووتله.

خو د محمد مېرمن اماني علي وايي، اسرائیلي پوځیان ښوونځي ته ننوتل او ښځو او ماشومانو ته یې د وتلو امر وکړ.

نوموړې وايي، هغه شپه له محمد پرته ټول نارینه له خپلو کورنیو سره یوځای بېرته ستانه شول.

دا چې هغه چیرې دی او څه ور پېښ شوي لا یې په اړه معلومات نه شته.

اماني وايي، نه پوهېږي، چې مېړه یې مړ دی او یا د اسرائیلو له خوا نیول شوی دی خو دا ورته یو څه هیله وربخښي چې کېدای شي لا به ژوندی وي.

اماني په دې باور ده: “که هغه ژوندی یا ازاد وای، نو موږ به یې لټولي و او موندلي به یې و.”

د حماس په مشرۍ د روغتیا وزارت د مړو شویو او ورک شویو کورنیو لپاره آنلاین فورمه جوړه کړې، چې ډکه یې کړي.

دا به د هغو کسانو په اړه، چې د اکتوبر له اوومې راهیسې ورک شوي او دا چې څه ورپېښ شوي، یو څه بشپړ ریکاډ یا معلومات وي.

تر هغه به، ډیری کورنۍ د خپلو عزیزانو لټون ته دوام ورکوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.