د امنیت پیژندنه

لیکوال : شمس الله شمشاد

409

 سریزه

 هره ټولنه او په مجموع کې نړیوال سیستم او میدان امنیت، سولې او هوساینې ته اړتیا لري، چې د همدې ستر نعمت په رڼا کې افراد هوسا او ارامه ژوند کوي. همدارنګه په نړیواله سطحه هیوادونه د همدي امنیت له برکته له نورو هيوادونو سره اړیکه نیسي او په نتیجه کې خپل ضروریات پوره کوي.په نړیوال سیستم کې هیوادونه په دې لټه کې دي چې خپلې ګټې تعقب کړي او لاسته یې راوړي خو ځینې وخت دغه ګتې د نورو هیوادونو له خوا تر پښولاندې کېږي چې بیا خبره د جنګ خواته ځي او نړیوال امنیت تر سوال لاندي راځي، دغه مشکلات او ټکرونه کېدای شي سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، اجتماعي او کلتوري وي، او یا په ملي سطحه کورنۍ جګړې، انقلابونه او اقتصادي مشکلات کولای شي د یو هیواد کورنی امنیت خراب کړي،دابیا هغه حالت ده چې هم په ملي سطحه او هم په نړیواله سطحه خلک په ویره او تشویش کې خپلې شپې او ورځې سبا کوي.امنیت نه یواځي په ملي سطحه بکې په نړیواله سطحه هم یوه مهمه مسله کڼل شوې ده.نړیوال امنیت د لومړي او دویم نړیوال جنګ په شروع کیدو سره کاملا تر تهدید لاندې راغی. د امریکا لخوا د جاپان په ښارونو اتومي حملې، دسوړ جنګ رقابت، د۱۱سبټمبر پیښه اوپرافغانستان اوعراق د امریکا حملې هغه موضوعات وه چې نړیوال امنیت یې له ګواښ سره مخ کړ.له سوړ جنګ څخه مخکي د امنیت مفهوم یواځي نظامي اړخ درلود. له ۱۹۹۱م کال یعنې سوړ جنګ څخه ورسته د امنیت مفهوم تغیر وخوړ. اوس مهال امنیت نه یواځي نظامي اړخ لري، بلکي سیاسي، اقتصادي، فرهمنګي، محیطي او داسي نور اړخونه لري چې ورسته به هریو جلا جلا تشریح کړو.

دا چې امنیت په ملي او نړیواله سطحه یوه مهمه موضوع ده، زموږ زیات شمیر خلک امنیت یواځي نظامي اړخ ته شامل بولي خو په اصل کې بیلابیل اړخونه لري ځکه چې له سوړجنګ څخه وروسته د امنیت مفهوم تغیر خوړلی دی، نو په دې لیکنه کې به د امنیت پیژندنه، د امنیت ډولونه او په نړیوالو اړیکو کې د امنیت په اړه بیلابیل نظریات تر څېړنې لاندې ونیول شي.

الف – د امنیت پیژندنه

په لغوي لحاظ دامنیت کلیمه د عربې ژبې امن څخه ریښه لري، چې په انګلیسې ژبه کې امنیت د security چې د secure څخه مشتق ده، اخیستل شوې، په پښتو او دري ژبو کې بیا د محفوظ، مطمین، امن، ارامي، سکون او داسې نورې مانا وې ورکوي؛ خو ډيری وختونه د امن کلیمه په رواني احساس باندې ژباړل شوې، یعني په کوم ځای کې چې ویره او تشویشس نه وي.او په اصطلاحي لحاظ د امنیت لپاره د بیلابیلو ژبو په قاموسونوکې بیلابیل تعریفونه شوي چې موږ یې يو څو را اخلو

۱- د نظامي تهدید نه شتون ته امنیت وایې.

۲- له بهرنیو حملو څخه حفاظت ته امنیت وایې.

۳- د هیوادونو له هغه قدرت څخه عبارت دی چې د بهرنیو تهدیدونو په وړاندي یې لري تر څو خپلې ملي ګټې پرې وساتي.

ب – د امنیت اهمیت

ژوند او امنیت د انسان له اساسي حقوقو څخه ګڼل کېږي، دا حق ملي قوانینو او نړیوالو تړونونو درک کړی او زیات تاکید یې پري کړی، کله چې په یوه ټولنه کې امنیت وجد ونه لري هلته بیا د انسانان حقوق تلف او پایماله کېږي.

ج – د امنیت ډولونه

امنیت په عمومي ډول په دریو برخو ویشل شوی دی.

لومړی: د سطحو پر اساس

چې دا بیا په دري ډوله دی.

۱- فردي امنیت: شخص او د شخص ټول مشروع حقوق له تعرض څخه ساتلو ته وایې.یا د شخص ټول حقه حقوق په امن کې ساتلو ته وایې.

۲- ګروپي امنیت: کله چې دوه یا زیات شمیر خلک د یو مشترک هدف لپاره سره یو ځای شي نو یو ګروپ جوړوي،چې دا ګرپونه بیا د یو سلسله حقوقو څخه برخورداره دي او له تعرض څخه باید په امن کې وي.

۳- ملي امنیت: کله چې بهرنی سیاست منځته راغی، نو د ملي امنیت مفهوم هم ورسره وزېږېد او د بهرني سیاست یو بعد ملي امنیت شو، چې مفهوم یې یو ملت ساتل د بل ملت د تجاوز او تعرض څخه. نو ملي امنیت د یو ملت ټول مشروع حقوق د تعروض څخه ساتلو ته وایې.

دوهم: امنیت د قلمرو په اساس

د قلمرو په اساس امنیت په دوه ډوله دی

۱- داخلي امنیت: په داخلي امنیت کې مخاطب حکومت دی او اصلي موضوع یې حاکمیت دی. باید ووایو چې داخلي امنیت نسبي دی په دې مانا چې هرڅومره قوي هیواد وي بیا هم یو ډو تعرض ورته متوجې وي. د دولتونو داخلي حاکمیت د دریو مواردو په اساس تر ګواښ لاندې راځي انقلابونه، کودتاه اوجنګ

۲- خارجي امنیت: ملي حاکمیت او ازاد ملت هغه دی چې د بهرنیو د کنټرول،تهدید، تعرض، او تجاوز څخه په امان وي. چې همدې امان ته بهرنی امنیت وایې. یو ملت باید په داخل د جغرافیه کې ازاد، مستقل او هم له بهرنیو تهدیدونو څخه مصونیت ولري.

دریم : امنیت د موضوع پر اساس

دا بیا په ۹ ډوله ویشل شوی دی

۱- نظامي امنیت: نظامي امنیت هغه مصونیت دی، چې د نظامي وسایلو پر اساس له خطر سره مخامخ کېږي او دنظامي وسایلو پر اساس تامنېږي.

۲- اقتصادي امنیت: اقتصادي امنیت له نورو امنیتونوسره کلکه رابطه لري او دا یو ډیر مهم امنیت شمېرل کېږي. اقتصادي امنیت عبارت دی له؛ دخلکو، ګروپونو او دیو ملت د مشروع اقتصادي حقوقو مصونیت له تجاوز او تعارض څخه. داقتصادي امنیت اساس (ډوډۍ، اوبه، د اوسېدوځای، ازادې، کار، تولید او ملکیت)

هغه عوامل چې په وسیله یې اقتصادي امنیت تامنېږي

  • سالم اقتصادي نظام درلودل
  • اعتقادي اقتصادي نظام ته وده ورکول
  • عدالت
  • اقتصادي پرمختیایې کارونه
  • قرضه ورکول

۳- سیاسي امنیت: د خلکو، ګروپ او یو ملت د مشروع سیاسي حقوقو مصونیت له تعارض او تجاوز څخه.

هغه عوامل چې سیاسي امنیت پري تامنېږي

  • پیاوړی اقتصادي نظام
  • وحدت
  • سیاسي مسولان

۴- اجتماعي امنیت: دټولو هغو جرمي اعمالو مخنیوی چې یوې ټولنې ته ضرر رسوي. دبیلګې په توګه سرقت، شخړې، سړي تښتونه، تبعید، حبس، وهل، قتل او داسي نور جرایم چې اجتماعي امنیت ته خطر رسوي.

۵- فرهنګي امنیت: هغه حالت ته ویل کېږي چې دخلکو، ګروپ او ملت دیني اعتقادات، عرفونه، قوانین، شخصیت او هویت له تعارض او تجاوز څخه خوندي وي.

۶- د چاپیریال امنیت: عبارت دی، د خلکو، ګروپ او ملت دمشروع چاپیریالي حیاتي منابعو او حقوقو مصونیت له تجاوز او تعارض څخه.

۷- انټرنیټي امنیت: عبارت دی، دخلکو، ګروپ او یوملت د مشروع انټرنیټي حقوقو مصونیت له تجاوز او تعارض څخه. دولت مجبور دی چې د خپلو انټرنیټي معلوماتو ساتنه وکړي تر څو یې بل هیواد راز افشاء نه کړي

۸- ښوونیز امنیت: عبارت دی له، هر څوک، په هرعمر کې چې وي، هرجنس، په هر وخت او هر ځای کې چې وي وکولای شي بغیر د کوم تهدید څخه خپلو زدکړو ته دوام ورکړي.

۹- کمپیوټري امنیت: د کمپيوټر امنیت له هغې پروسې نه عبارت دی چې په هغې کې مهمه سرمایه او معلومات ساتل کېږي.

د ـ په نړیوالو اړیکوکې د امنیت په اړه  نظریات

۱- لېبرالیزم او امنیت: دوی په دي باور دي چې که چېري په ټوله نړۍ کې امنیت راوستل غواړو باید لېبرال دیموکراسي حاکمه شي. یعني دوي وایې چې لېبرال دیموکراسي لرونکي هیوادونه په خپل منځ کې جګړه نه کوي.

۲- د نوي ریالیزم پاراډایم او امنیت: یاد پاراډایم نړیوال سیستم د امنیت کرداري چوکاټ ګڼي، د دولت محورې پراصل تکیه کوي، د مستقل متغیر په توګه د سیستم جوړښت مهم کڼي او بقاء د دولتو نو تر ټولو مهم حیاتي ارزشت بولي او د اساسي ارزښتونو پر واندې تر ټولو مهم ګواښونه د قدرت کمزوري یا په سیستمي کچه د قدرت د متناسب ویش نشتوالی بولي او اسیب پزیرې هم د کمزورۍ له امله ګڼې.

  ۱۴۰۳/۳/۳

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.