آی‌ایف‌آرسي: افغانستان ته ستانه شوي کډوال د هوا د حالاتو له سختو شرایطو سره مخ کېږي

145

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د نړیوال فدراسیون یا “آی‌ایف‌آرسي” ويلي چې له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي افغان کډوال په افغانستان کې د هوا د حالاتو له سختو شرایطو سره مخ کېږي.

“آی‌ایف‌آرسي” له پاکستانه د ستنېدونکو افغان کډوالو د وضعيت په اړه اندېښنه لري.

ياد فدراسیون د چهارشنبې په ورځ ناوخته يو راپور خپور کړى او ویلي دي چې له پاکستانه ستنېدونکي افغان کډوال په خپل هېواد کې د هوا د حالاتو له سختو شرایطو سره مخ کېږي.

“آی‌ایف‌آرسي” ویلي چې ډېری دا ستنېدونکي ستونزمن او څو ورځني سفرونه کوي چې دوی یې د روغتیا، خوندیتوب او هوساینه په ځانګړي ډول د ښځو، ماشومانو او ډېر عمر لرونکو هغو په اړه ډېره اندېښنه لري.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د نړیوال فدراسیون د راپور له مخې دا مهال په پاکستان کې ۱.۳ میلیونه بې اسناده افغان کډوال ژوند کوي چې ډېری یې د نیول کېدو او ايستل کېدو له وېرې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د سره صليب او سرې مياشتې نړيوال فدراسيون په داسې حال کې له پاکستانه د ستنېدونکو افغان کډوالو په اړه اندېښنه ښيي چې د افغانستان په بغلان، بدخشان، تخار، غور، فارياب او يو شمېر نورو ولايتونو کې د تېرو څو اوونيو سختو سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي او ډېرى يې بې کوره کړي دي.

په همدې حال کې له پاکستانه یو شمېر ستانه شوي افغان کډوال هم وايي چې په سخت وضعیت کې دي او چندان مرستې یې هم نه دي ترلاسه کړي.

یو له دغو کډوالو څخه چې له پاکستان څخه کندهار ولایت ته ستون شوی او د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي: “زه په تکليف یم، ښځې په تکليف دي، کارتونونه يې مونږ ته راکړل چې شپه په‌کې تېره کړو، تراوسه يې نه له مونږ شره د پيسو مرسته کړې نه بل څه.”

له پاکستان څخه کندهار ته ستانه کړای شوي کډوال
له پاکستان څخه کندهار ته ستانه کړای شوي کډوال

صديې په نوم یوه بله کډواله، چې په دې وروستیو کې له پاکستان څخه ننګرهار ولایت ته ستانه شوې، ازادي راډیو ته وویل: “کله چې موږ دلته راغلو له ډېرو ستونزو او مشکلاتو سره مخ شو، له هغو ستونزو سره عادت شو لږ يې له عهدې ووتو، خو له بده مرغه د سېلابونو راوتلو له امله مونږ ډېر زيان وليد زموږ کور هم خامه دی، موږ وېره لرو چې سېلابونه يې تر اوبو لاندې نه کړي.”

د ازادي راډیو خبریال د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني له پاکستانه د ستنېدونکو د وروستیو شمېرو او له هغوی سره د مرستو د پلان په اړه وپوښت، خو د دغه راپور تر خپرېدو پورې یې ځواب ترلاسه نه کړ.

خو له دې مخکې د کډوالو نړیوال سازمان ویلي وو چې د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴م کال تر اپرېل پورې له ایران او پاکستان څخه تر یونیم میلیون ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په ورته وخت کې د نړیوال پروګرام “ډبليوایف‌پي” د دوشنبې په ورځ ویلي، هغه کورنۍ چې له پاکستانه راستانې شوي د سېلابونو له امله خپل ځاني تلفات وراوښتي .

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا “يواین‌ایچ سي‌آر” هم له دې مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې اقلیمي ناورین د هغو خلکو وضعیت لا پسې خراب کړی چې له مخکې لا بېځایه شوي دي.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.