د تحقیق په مختلط میتود کې د نمونه‌اخیستنې لارې چارې

عزت‌الله ادیب

1,015

۲۱م نومبر ۲۰۲۳

د تحقیق د ډيزاین په برخه کې نمونه‌اخیستنه یو ډير مهم او حیاتي بحث دی. نمونه باید په ډير احتیاط او داسې انتخاب شي، چې د تحقیق له هدف، منابعو او د موضوع له عمق سره مطابقت ولري. د نمونه‌اخیستنې بحث – لکه د کمي یا کیفي تحقیق په څیر – په مختلط مېتود کې هم هومره اهمیت لري؛ خو په دې ډول تحقیق کې د دې پروسې پېچلتیا تر نورو (یوازې کمي یا کیفي) میتودونو زیاته وي. مختلط میتود د یوې پیاوړې او انعطاف منونکې تګلارې په توګه د کیفي او کمي میتودونو تر منځ خلا یا تشه ډکوي، او د څېړنیزې موضوع په اړه د هر اړخیز پوهاوي په رامنځته کولو کې مرسته کوي. د هر اړخیز پوهاوي څخه هدف دا دی، چې د یو متغیر اندازه او تفصیل دواړه هممهاله څرګندوي.

د تحقیق د مختلط میتود د ډيزاین په مرحله کې هره پروسه پېچلې او ستونزمنه وي، خو د نمونه اخیستنې پروسه یې خورا ستراتیژیکه او د اهمیت وړ ده؛ ځکه د دې پروسې پر مټ د راټولو شویو مالوماتو د بډاینې او هراړخیزوالي په مقصد د تحقیق نمونه ټاکل کیږي. په دې لیکنه کې به د د تحقیق په مختلط میتود کې د نمونه اخیستنې د پیچلتیاوو، ستراتیژیو او اهمیت په اړه ولولو. بل دا چې د نمونه اخیستنې دا مهمه پروسه څنګه د څېړنې د اعتبار او پیاوړتیا سره مرسته کوي؛ ځکه د نمونې انتخاب د څېړنې د موندنو له کُلیت او او بډاینې سره نیغه اړیکه لري.

د نمونې اهمیت

اکثرڅېړونکي په دې باور دي چې د څېړنې د ډيزاین هره برخه یو تخنیکي کار دی؛ خو په دې پروسه کې نمونه اخیستل یوازې یو تخنیکي قدم نه؛ بلکه یو مهم عنصر دی، چې د څېړنې اساس جوړوي. یانې د څېړنې له مهمو اساساتو څخه شمیرل کیږي، او یوه ډیره پېچلې او ستراتیژیکه پروسه ده چې باید ډير پام ورته وشي. په دې ډول څېړنو کې د دې پروسې د پېچلتیا یو لوی لامل د کمي او کیفي تګلارو ادغام دی، چې په ترکیبي او زنځيره‌ایز ډول د یو مشخص هدف لپاره کارول کیږي. هدف دا دی، چې آیا غوره شوې نمونه د څېړنې د موضوع او پوښتنې له تنوع او ماهیئت سره اړخ لګوي، که نه؟ په مختلط میتود تحقیق کې یوې داسې ستراتیژي ته اړتیا ده، چې د کمی یا کیفي تحقیق د انفرادي تګلارو له محدودیتونو څخه بهر وي او د څېړنې د پیاوړتیا او لوړ اعتبار باعث شي.

د تحقیق د تصنیف یا نوعیت پیژندنې (ټایپولوجي) له نظره، په مختلط میتود تحقیق کې د کمي او کیفي تګلارو ادغام، اړیکه او اولویت د نمونه‌اخیستنې د ډول یا میتود له انتخاب سره نیغه اړیکه لري. په مختلط تحقیق کې د موضوع او هدف له بُعده کمي او کیفي برخې اولویت بندي او د هر میتود لپاره هدف ټاکل کیږي، چې دا ټوله پروسه د ترکیبي نمونه‌اخیستنې د ډول په ټاکلو کې مرسته کوي.

د نمونې ډولونه

 

هدفمنده/هدفي نمونه اخیستنه

 هدفي نمونه اخیستل له کیفي تحقیق سره ژوره اړیکه لري. په دې ډول نمونه کې عمدآ هغه ګډون کونکي غوره کیږي چې د څېړنې د موضوع او سوال په اړه زیاته پوهه او تجربه، یا ځانګړې اړیکه ولري. له ځانګړې اړیکې مطلب دا دی چې هغه تجربه له بل چا سره نه وي، او یا دا، چې داسې کسان خورا په مشکل موندل کیږي. له دې افرادو څخه د ډېرو خاصو مالوماتو او تجربو په اړه دقیق مالومات را ټولول له څېړونکو سره مرسته کوي، چې د یوې ارزښتمندې موضوع په اړه تحقیق تر سره کړي. په حقیقت کې دا پروسه له ستونزو او کړاونو څخه ډکه وي؛ خو دا ډول نمونه او انتخاب شویو کسانو ته لاسرسی په خپل ذات کې یوه کامیابي ده؛ ځکه هر څوک داسې منابعو ته لاسرسی نلري. دا میتود له مختلط میتود تحقیق سره ځکه ښه اړخ لګوي، چې دواړو کې د موضوع عمق ته رسیدل او د موضوع اړوند هر اړخیز پوهاوی رامنځته کول اصلي او کلي هدف دی.

احتمالي نمونه اخیستنه

موږ او تاسو د تحقیق په کتابونو کې لوستلي دي چې احتمالي نمونه اخیستنه په کمي څېړنو کې کارول کیږي، او د کمي څېړنو دا اساسي عنصر د نفوس هر فرد ته په څېړنه کې د انتخابیدو یا شاملیدو مساوي چانس برابروي. یانې د دې میتود پر مټ د نفوس ټول اعضأ په څېړنه کې د شاملیدو مساوي چانس تر لاسه کوي. احتمالي نمونه اخیستنه- لکه طبقه‌ای نمونه- د کمی تحقیق د موندنو بیروني اعتبار او باور زیاتوي. ځینې خلک شاید اعتراض وکړي چې دا ډول نمونه‌اخیستنه د کیفي څېړنو له تګلارو سره مخالفت لري؛ خو داسې نده؛ ځکه په مختلط میتود تحقیق کې د دې ډول میتودونو ادغام د څېړنې د موندنو له تعمیم سره زیاته مرسته کوي.

په دې ځای کې دوه موضوعات خورا مهم دي چې باید پام ورته وشي. اول هره څېړنه یا څېړنیز راپور له داخلي او بیروني بعده ارزول کیږي. په داخلي بعد کې دا ارزول کیږي چې آیا د څېړنې ډيزاین، تطبیق او تحلیل بغیر له کوم پلویتوب د تحقیق پوښتنه سمه ځوابوي، او که نه؟ او بیروني بعد کې دا کتل کیږي چې آیا د څېړنې موندنې په نورو شرایطو کې د تعمیم وړتیا لري، او که یې نلري.  او دوهمه موضوع دا ده چې، په مختلط میتود کې د کمي او کیفي تګلارو یا میتودونو ادغام د دواړو پروسو قوي نقاط داسې سره یو ځای کوي چې هر میتود خپل اصلي ماهئیت له لاسه ورنکړي، لکه په پورته پراګراف کې مو چې په مختلط میتود تحقیق کې د احتمالي نمونه اخیستنې یادونه وکړه.

متسلسله یا متوالی نمونه اخیستنه

په دې ډول نمونه اخیستنه کې ګډون کونکي په څو پړاوونو کې په داسې ډول غوره کیږي، چې په یوه پړاو یا مرحله کې تر لاسه شوي مالومات د بل پړاو یا مرحلې سره مرسته کوي، یانې د لومړۍ مرحلې څخه د تر لاسه شویو مالوماتو څخه په ګټه اخیستنې د دوهمې مرحلې په اړه تصمیم نیول کیږي. په دې تکراري پروسه کې د لومړنیو مالوماتو او موندنو پر اساس د تحقیق پوښتنې اصلاح او سمیږي. د مثال په ډول، په لومړۍ مرحله کې راټول شوي کیفي مالومات کیدای شي د کمي تحقیق لپاره د یو مشخص ګروپ په ټاکلو او په نښه کولو کې مرسته وکړي. په دې ډول نمونه اخیستنه کې د څېړنې ډیزاین د تغیر په حال کې وي، او دا ډول نمونه اخیستنه له څېړونکي سره مرسته کوي چې د هر اړخیز پوهاوي او مالوماتو د تر لاسه کولو په خاطر د تحقیق یو سم او کُلي ډيزاین ولري. دا دول نمونه اخیستنه هم – لکه د تحقیق ډیزاین – تر هغه وخته د تغیر په حالت کې وي، تر څو چې څېړونکی خپل اصلي هدف ته رسیدلی نه وي.

په دې ډول ډيزاین کې یو میتود د بل هغه د متمم په ډول کار کوي، او د میتودونو د اولویت په اړه هم پکې تصمیم نیول شوی وي. په دې ډول څېړنو کې کله کیفي د کمي متمم وي او کله کمي د کیفي تحقیق د متمم په ډول کارول کیږي.

متزامنه (همزمانه) / هممهاله نمونه اخیستنه

دا ډول نمونه هغه مهال کارول کیږي، کله چې کمي او کیفي ډاټا هممهاله را ټولیږي، یانې دواړه میتودونه په همزمان ډول عملي کیږي. په دې ډول مېتود کې له مختلفو سرچینو څخه را ټول شوي مالومات مدغم یا یو ځای کیږي او په دې توګه د موندنو د تثلیث له پروسې سره مرسته کوي. په هممهاله یا متزامنه توګه د مالوماتو را ټولول په ژوره او هر اړخیزه توګه د موضوع له څېړنې سره مرسته کوي او په دې توګه د کمي او کیفي میتودونو ځواک یو بل بشپړوي او د متمم په توګه کارول کیږي. په یوه څېړنه کې د مختلفو منابعو ادغام د تثلیث او بیا په ټوله کې د هراړخیز پوهاوي په رامنځته کولو کې ډيره مرسته کوي.

په مختلط میتود تحقیق کې د نمونه‌اخیستنې غوره ستراتیژي

په دې برخه کې د نمونه اخیستنې لپاره ځینې ستراتیژیو ته اشاره کوو چې په عام ډول په مختلط میتود تحقیق کې، او په خاص ډول، د نمونه اخیستنې په برخه کې باید ښه پاملرنه ورته وشي.

د کمي او کیفي نمونو ادغام

په مختلط میتود څېړنه کې د کمي او کیفي نمونه اخیستلو د ستراتیژیو یو ځای او همغږي کول یوه لویه ستونزه ده. څېړونکی باید د دې ستراتیژیو او نمونو یو ځای کېدو ته ډير پام وکړي، تر څو د دې دواړو تګلارو په کارولو سره د څېړنیزې موضوع اړوند داسې مالومات تر لاسه شي، چې د یوې واحدې تګلارې یا میتود په کارولو سره یې تر لاسه کول ممکن نه وي. که چېرته یوازې د یوې فردي تګلارې په کارولو سره نوموړی هدف تر لاسه کیدای شي؛ نو په دې صورت کې مختلط میتود کارول بې فایدې کار دی. د یوې موضوع لپاره د مختلفو میتودونو او ستراتیژیو همغږي کول ډیر جدي او مسلکي پلان جوړولو ته ضرورت لري؛ تر څو د مختلفو میتودنو تر منځ مطابقت رامنځته شي.

د ډاټا تثلیث یا مثلث سازي

د مختلط میتود تحقیق د قوت ټکی د ډاټا یا مالوماتو په تثلیث کولو کې دی، چې د یوې تګلارې موندنې د بلې هغې پر مټ تایدیږي او هر میتود د بل د متمم په ډول کارول کیږي. په دې ډول څېړنه کې د تثلیث هدف ته د رسیدو لپاره څېړونکی باید ګډون کونکي او هغه قضیې چې تر منځ یې د پرتله کولو امکان لوړ وي، په ډير دقت او ستراتیژیک ډول  انتخاب کړي. که چېرته دې برخې ته لږ پاملرنه وشي او یا په مسلکي ډول انتخاب نشي، په دې صورت کې یا هر اړخیز پوهاوی نه رامنځته کیږي او یا هم د قضایاو تر منځ د پرتله کولو امکان ډير ټیټ وي، چې په دې صورت کې تحقیق خپل اصلیت له لاسه ورکوي.

که په مختلط میتود تحقیق کې مختلف میتودونه په سم ډول ادغام نشي او په همغږي ډول عمل ونه کړي؛ په دې صورت کې کمي تګلاره جدا او کیفي هغه جدا لار خپلوي چې مختلط تحقیق په څو میتودیزه کړنلاره بدلیږي او تحقیق خپل اصلیت له لاسه ورکوي.

د بشپړ استازیتوب تضمین

د څېړنې هراړخیزتوب یا کُلیت یو له مهمو اصلونو څخه دی. د دې اصل د ساتلو لپاره، څېړونکی باید ځان مطمین کړي چې له عمومي جمعیت یا نفوس څخه تر لاسه شوې نمونه متنوع او د نفوس استازیتوب کوي. په دې برخه کې باید ډیموګرافیکو فکتورونو، د موضوع اړوند متغیرونو او هغه لیدلوریو ته ښه پاملرنه وشي چې کم بیان شوي وي. د نمونې هراړخیزوالی یا د څېړنې کافي استازیتوب د څېړنې بیروني اعتبار لوړوي او په هر ډول شرایطو کې یې د تعمیم زمینه مساعدوي.

د ټولنیز تحقیق په برخه کې یو اصل ډير مهم دی، هغه دا چې، هیڅ ډول نظر یا لیدلوری سم او نا سم نه دی. دا په دې مانا چې څېړونکی قضاوت نشي کولی؛ بلکه له تحلیل څخه وروسته ډاټا او موندنې دا ثابتوي چې کوم څه سم او کوم لږ سم دي. که چېرته تاسو د یو څېړونکي په توګه له داسې نظریاتو یا لیدلوریو سره مخامخ شوئ چې په څېړنه کې مو یو څو شمیر قضیې وي، نو هغه ته ښه پاملرنه وکړئ؛ ځکه همدا هغه کم بیان شوي لیدلوري دي چې ډير څه لرلای شي. د دې موثرو ستراتیژیو په ډله کې نور ډیر مسایل شامل دي او له دې ورهاخوا نورې ستراتیژی هم موجودې دي. یو له دغو ستراتیژیو څخه اخلاقیات دي، چې باید پام ورته وشي. څېړونکی که له یو لوري د هراړخیزې ډاټا د را ټولولو مسولیت لري؛ خو بل لور ته د ګډون کونکو مصؤنیت، خوندیتوب او محرمیت هغه مهم اخلاقي مسایل دي چې باید پام ورته وکړي.

په مختلط میتود تحقیق کې د نمونې اخیستنه یو مُغلق، هر اړخیز او متحرک عمل دی چې ډيرې تخنیکی پوهې ، تجربې، پلان جوړونې او د موضوعاتو په اړه هراړخیزې پوهې ته اړتیا لري. په دې پېچلي میتود کې څیړونکی باید د ننګونو تر څنګ ځینې فرصتونو ته هم متوجه وي او ښه پاملرنه ورته وکړي. فرصتونه داسې وي لکه د کیفي ډاټا له تحلیل څخه وروسته د کمي تحقیق لپاره د مناسبې موضوع موندل؛ خو که دې فرصتونو ته ښه پاملرنه ونشي؛ نو په دې صورت کې څېړونکی دا فرصت له لاسره ورکوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.