د تحقیق میتودولوژي -د تحقیق د ډیزاین له نظره د میتودولوژي پېژندنه او پرتله

عزت‌الله ادیب

159

د تحقیق میتودولوژي
د تحقیق د ډیزاین له نظره د میتودولوژي پېژندنه او پرتله

 

د تحقیق په برخه کې د «میتودولوژي» په اړه ډير بحثونه کیږي، او دا موضوع هر چاته زیات ارزښت لري. سوال دا دی چې دا لفظ ولې دومره ډير مهم دی؟ دې پوښتنې ته د ځواب موندلو لپاره باید لومړی د علم او ساینس په اړه له مطالعې پیل وشي، بیا وروسته د میتودلوژي پیژندنې برخه ښه ولوستل شي. لکه څنګه چې (کوهن، ۱۹۹۶ )لیکي، ساینس باید ځکه ولوستل شي چې علم یا ساینس د تیرو زمانو د لاسته راوړنو پر اساس د هرې برخې لپاره یو قوي اساس یا بنسټ جوړ کړی دی. علمي ټولنې د څېړنو لپاره هم زښت زیات کار کړی دی، او د دې برخې د روڼتیا او ثبات لپاره یې طرزالعملونه او کړنلارې رامنځته کړې دي، او هر ځل چې د دې طرزالعملونو پر اساس نوې پوهه رامنځته کیږي، هغه د خلکو لپاره په اساني د منلو وړ وي.

بل لور ته دا هم ممکنه ده چې، نوی علم دې د تیرو لاسته راوړنو پر اساس د رامنځته شویو بنسټونو خلاف رامنځته شي، خو دا نوې پدیده باید د څېړنې او تحقیق ټولو طرزالعملونو سره اړخ ولګوي؛ تر څو یې خلک پر روڼتیا او ثبات شک ونلري او ټول‌منلی علم و اوسیږي. دا ځکه چې، علمي ټولنې هغه مفاهیم چې د ټولنې اساسي فرضیې ننګوي، رد کوي او په خلاف یې دریږي، په خاصه توګه هغه وخت کله چې موجوده طرزالعملونه او کړنلارې په نظر کې نیول شوې نه وي.

میتودلوژي څه شي ته ویل کیږي؟ دا ډيره تکراریدونکې پوښتنه ده، او ډیر مختلف ډوله تعریفونه لري؛ خو دلته یې د پورته معرفي پر اساس تعریفوم. میتودلوژي د پروسو یا طرزالعملونو او کړندودونو مجموعې ته ویل کیږي. همدا تعریف (پاتریسیا ،۲۰۱۷ ) په خپل کتاب کې په ډیر تفصیل سره تشریح کړی دی.

د څېړنو په برخه کې دوه میتودلوژي ډيرې مشهورې دي چې یوه یې کمی او بله یې کیفي بلل کیږي؛ خو اوسمهال د دریم میتودلوژیک حرکت بحث دومره تود دی چې په دې نورو دوو یې سیوری غوړولی دی. دریم میتودلوژیک حرکت مختلط میتود دی چې د کمي او کیفي هغو د قوت د ټکیو په مدغم کولو سره نوې پوهه تر لاسه یا رامنځته کوي. کمي میتود چې اصل یې له ساینسي میتودونو سرچینه اخلي د ارقامو یا مالوماتو د تحلیل لپاره له احصائیوي طرزالعملونو کار اخلي؛ خو بل لور ته کیفي میتود چې د اطلاعاتو د تحلیل لپاره په تشریحي او توصیفي روایتونو ولاړ دی او توصیفي مالومات ترې تر لاسه کیږي (بوریس او لوکا، ۲۰۰۶). د څېړنو په برخه کې کمي تحقیق د اوږدمهاله مخینې پر اساس، د څېړنو پر ادبیاتو تسلط لري، یانې ساینسي مخینه یې ډیره زیاته ده، خو په مقابل کې یې کیفي تحقیق د پوهې او علم د یوې مهمې سرچینې په توګه پیژندل کیږي. د کمي او کیفي تحقیق تر منځ داسې تشې موجودې وې/دي، چې یوازې د کمي یا کیفي میتود پر مټ نه شوې/شي ډکېدای؛ نو له همدې امله یو دریم میتودولوژیک حرکت ته اړتیا وه چې د کمي او کیفي میتودونو د قوت ټکي داسې سره یو ځای کړي چې یوه نوې پوهه یا علم رامنځته کړي. دا دریم میتودولوژیک حرکت د مختلط یا مېکس میتود په نوم یادیږي، چې اوسمهال په چټکي سره د پرمختګ په حالت کې دی.

د مختلط میتود په برخه کې یوه یادونه اړینه ده، هغه دا چې، څېړونکي باید د مختلط میتود او څو میتودیزه کړنلارو تر منځ توپیر وکړي. په دې اړه لا ډیر مالومات زما په کتاب (سروې او ټولنیز تحقیق، ۲۰۲۳) کې موندلی شئ.

کومه میتودلوژي غوره کړو؟ د میتودولوژي انتخاب تر ډیره د څېړنې د پوښتنې سره اړیکه لري او د څېړنیزې مسآلې او هدف په نظر کې نیولو سره مناسبه میتودولوژي غوره کیږي. د څېړنې پوښتنه تل دوه حالته لري، چې یو خواته یې مشکوکې مشاهدې او بل لور ته یې ازمایښتیزه سپړنه یا لټون پروت دی. دا مالومه خبره ده چې څېړونکی دوهم لوری غوره کوي، او د نوموړې پوښتنې په اړه ازمایښتیزه سپړنه یا تحقیق پیلوي (کووپر او شیندلر، ۲۰۰۶). کله چې د پوښتنو په اړه فکر کوو، هغه کیدای شي د موخو یا اهدافو د انتخاب، د حل لارو د تولید او ارزونې، د ستونزو د حل او یا د وضعیت د کنټرول لپاره وي. په دې توګه څېړنیزې پوښتنې په مختلفو برخو ویشل کیدای شي. د تحقیق د ډيزاین په برخه کې د څېړنیزې پوښتنې /و په سمه توګه پیژندل د میتودولوژي د انتخاب او ډيزاین له برخې سره ډيره مرسته کوي. دا په دې مانا چې څېړونکی باید د تحقیق د موضوع، ستونزې یا پوښتنې او هرې برخې په اړه ډير چرت ووهي، او د خپل کار په اړه هوښیارانه او علمي تصمیم ونیسي.

دا مقاله به د تحقیق د کمي، کیفي او مختلط میتود اړوند مختلف میتودونه تشریح کړي، همدا ډول به د مختلفو میتودولوژیو پرتله‌ او په اړه به یې هراړخیز اړین مالومات رامنځته کړي.  لوستونکي او محصلین باید دا فکر ونکړي چې یوازې یوه مقاله د میتودولوژي موضوع روښانه کولای شي، نه داسې نده؛ بلکه په دې اړه باید لسګونه کتابونه ولوستل شي او یا په دې برخه کې تخصص وشي.  که دا مقاله په دقت ولوستل شي، د همدې موضوع اړوند د نورې مطالعې لپاره یې لومړی او غوره اقدام ګڼلی شو.

د کمي تحقیق میتودولوژي

دا چې کمي تحقیق له تاریخي نظره د ساینسي او علمي اکتشافاتو مهمه سرچینه بلل کېده او په دې برخه کې اوږده مخینه لري، اوس هم د څېړونکو تر منځ د غوره سنتي میتود په نوم پیژندل کیږي. ښه به ورته ووایو، نه تر ټولو غوره؛ ځکه هره میتودولوژي خپل د قوت او کمزورتیا ټکي لري؛ خو کمي میتود د علمي او اکاډیمیکو څېړنو په برخه کې لا هم زیات کارول کیږي (ګیردیس او کوون، ۲۰۰۱). له همدې امله، د دې میتود د کارولو او عملي کولو لپاره زیات طرزالعملونه او پروسې چمتو شوې دي. کمي تحقیق لکه له نوم (کمیت) څخه یې چې مالومیږي، د ریاضیکي یا عددي مالوماتو په ډول کارول کیږي. دا تحقیق د تجربو او سروې پر مټ د اندازه کولو وړ ډاټا را ټولوي، چې د احصایوي پروسو په عملي کولو سره تحلیل کیږي (کریسویل، ۲۰۰۳).

د دې ډول تحقیق لویه ګټه دا ده چې ارقام یا مالومات د یو نسبتآ کوچني ګروپ یا ډلې (نمونې) څخه را ټولیږي او په لوی نفوس د تعمیم وړتیا لري. د دې لپاره پر نمونه‌اخیستنه پوهېدل لازمي دي، او بل دا چې څنګه باید له لوی نفوس څخه داسې نمونه واخیستل شي، چې پایلې یې په ټول نفوس د تعمیم وړتیا ولري. د دې لپاره زما د کتاب (سروې او ټولنیز تحقیق، ۲۰۲۳) د نمونه اخیستنې برخه ولولئ.

د کمي تحقیق په برخه کې تجربوي او غیرتجربوي ډیزاینونه کارول کیږي، چې په لاندې برخه کې د تجربو او غیر تجربوي ډيزاین د میتودونو په اړه لولو!

تجربوي ډيزاین

تجربوي ډيزاین په یوه پدیده کې د تغیر او اوښتون د جریان د کنټرول او څارنې په موخه په لابراتوار کې تر سره کیږي (براوون او لورډ، ۱۹۹۹). تجربوي ډيزاین ډيرې ګټې او مزایاوې لري، چې لومړی هغه یې د علت او معلول په اړه پوهیدل دي. په تجربوي ډیزاین کې خپلواک او غیر خپلواک (غیرمتکي) متغیرونه پر یو بل تاثیر کوي، نو په دې توګه له دې ډول ډیزاین څخه یوه نتیجه تر لاسه کیږي، یانې د علت سبب کیږي. که چېرته یو متغیر پر بل هغه کوم تاثیر پریباسي، نو موږ دې پایلې ته رسیږو چې تر لاسه شوې نتیجه یا حالت د متغیرونو د عمل نتیجه ده. تجربوي میتودونه له څیړونکي سره د یو متغیر یا متغیرونو د ځانګړتیاوو او کیفیت په پیژندلو او د هغوی د سهم په اندازه کولو کې کې مرسته کوي.

که لږ یې په بل ډول تشریح کړو؛ نو ویلی شو چې، تجربوي ډيزاین د کمي میتود هغه بنسټيز مفهوم دی چې ‍‍- د یوې سیستماتیکې پروسې په لرلو سره –  د متغیرونو تر منځ د علَي اړیکو (د علت او معلول) د مالومولو لپاره د ارواپوهنې، ټولنپوهنې او طب په برخو کې ډير کارول کیږي. یانې دا میتود له څېړونکي سره د علت او معلول تر منځ د اړیکو د موندلو او اندازه کولو په برخه کې مرسته کوي. په دې ډول تجربو یا څېړنو کې کیدای شي متعدد تجربوي شرایط شامل وي، ځکه ممکنه ده چې لومړی د خپلواک متغیر مختلفې برخې معاینه او بیا یې پر غیرخپلواک یا وابسته متغیر اغیزې وڅېړل شي. که دا ډول څېړنې په سمه توګه عملي شي، له موږ سره د مختلفو او پېچلیو پدیدو په پیژندنه کې ډيره مرسته کولی شي، او کړې یې هم ده. محصلین او څېړونکي چې غواړي کمي تحقیق په سمه توګه ډيزاین، عملي او کره پایلې تر لاسه کړي؛ لومړی باید کمي تحقیق او تجربوي میتودونه په سمه توګه زده کړي او بیا یې د موجوده کړنلارو سره سم عملي کړي.

غیر تجربوي ډیزاین

په غیر تجربوي ډيزاین کې مشاهده، سروې، او د عددي مالوماتو د را ټولولو نور اړوند میتودونه شامل دي، چې لاربراتوار ته اړتیا نه لري. د دې ډول تحقیق یوه ځانګړنه دا ده چې د تجربوي ډیزاین خلاف، دلته په خپلواک متغیر/ونو کې لاسوهنه نه کیږي؛ نو له دې امله غیر تجربوي تحقیق له خپل طبیعي حالت سره ترسره کیږي او هیڅ بیروني مداخله نه پکې رامنځته کیږي (لومبییر جې، ۲۰۱۰). په دې ډل تحقیق کې له یو مشخص نفوس څخه د متغیرونو په اړه د مالوماتو د را ټولولو لپاره له سروې او مشاهداتو څخه کار اخیستل کیږي.

سروې د سیاسي نظرپوښتنو په شمول د شخصي چلندونو، بازارموندنې او د پالیسي جوړونې په شمول د ګڼو نورو ګټورو مالوماتو د را ټولولو لپاره کارول کیږي. په سروې کې ډاټا د ساحوي کار پر مټ را ټولیږي، یانې لومړی لاس مالومات تر لاسه کیږي، چې په دې سره د تحقیق داخلي او بیروني اعتبار زیاتیږي. بیروني اعتبار په دې مانا چې د سروې پایلې چې له یوې نمونې څخه تر لاسه شوې دي، عمومي نفوس ته د تعمیم وړ وي (اییګان، ۲۰۰۵). دا چې د سروې لپاره څومره مالومات په کار وي؟ څنګه ډیزاین او عملي شي؟ په دې هکله زما په کتاب (سروې او ټولنیز تحقیق، ۲۰۲۳) زښت زیات مالومات موندلی شئ.

په سروې کې له پوښتنلیک او یا جوړښت لرونکو مرکو څخه کار اخیستل کیږي. له جوړښت لرونکو مرکو څخه هدف دا دی چې د سروې د هر ګډونوال سره – بغیر له کوم انحراف څخه – یو ډول پوښتنې کارول کیږي. لکه پورته چې مې اشاره وکړه، د سروې په کار کې لومړی له عمومي نفوس څخه یوه نمونه اخیستل کیږي، مالومات او ارقام له نمونې څخه را ټولیږي، او بیا پایلې د احصائیوي تحلیل پر مټ پر ټول نفوس تعمیم کیږي.

د سروې د مالوماتو را ټولولو لپاره (کریس‌ویل، ۲۰۰۳ ) په خپل کتاب کې د (فېنک) هغه څلور وسایل ذکر کړي دي چې ډیر کارول کیږي؛

  • هغه سوالنامې چې ځواب ویونکي یې پخپله ځوابوي،
  • مخامخ مرکې چې د څېړونکي لخوا تر سره کیږي،
  • د ظبط شویو ریکارډونو یا غږونو څېړل، او
  • جوړښت لرونکي مشاهدات

د پورته وسایلو تشریح او د سروې د اعتماد او باور تشریح کول د دې مقالې له توان څخه د باندې دي، خو څېړونکی باید د سروې د اعتماد او باور په اړه ښه چرت ووهي او دې برخې ته کلکه پاملرنه وکړي. ډيری سروې د هغې د موندنو د اهمیت له نظره معاینه کیږي، تر څو د سروې د موندنو د داخلي او بیروني اعتماد کچه مالومه شي (کریس ویل، ۲۰۰۳).

د تحقیق د ډيزاین اړوند لنډ مثالونه:

  1. په یو ښوونځي کې نوی لارښود سیستم ډيزاین شوی دی، د ښوونځي مشر غواړي پوه شي چې د مکتب ښوونکي او زده کونکي د دې نوي معرفي شوي سیستم په اړه څه فکر کوي. د دې لپاره باید کوم ډول تحقیق ترسره شي؟

د دې پوښتنې لپاره باید له سروې څخه کار واخیستل شي. په دې ډول تحقیق کې دوه پوښتنلیکونه ډيزاین کیږي چې یو له شاګردانو او بل له ښوونکو سره عملي کیږي. له دواړو څخه د نوي ډيزاین شوي سیستم په اړه هر اړخیزې پوښتنې پوښتل کیږي.

  1. زه غواړم پوه شم چې په یوه ټولګي کې د ښوونکو درسي تمرین د شاګردانو پر خپل‌ذاتي فکر څومره اغیزه پریباسي، د دې پوښتنې لپاره باید څه ډول تحقیق ډيزاین شي؟

د دې پوښتنې لپاره باید د سروې او مشاهدو ګډ تحقیق ډيزاین شي. په دې ډول تحقیق کې باید له شاګردانو د ډیټا را ټولولو لپاره یو پوښتنلیک ډيزاین شي، چې باید په څو مختلفو صنفونو کې عملي شي. له شاګردانو سره د کار کولو پر مهال باید د دوی د خپل ذاتي فکر، لاسته راوړنو او د کورنۍ د شالید په اړه یې هم باید مالومات را ټول شي، ځکه په دې ډول تحقیق کې یوازې صنفي تمرینونه نه؛ بلکه نور متغیر هم اغیزه لري. د مشاهدې په برخه کې باید په صنف کې د استادانو تمرینونه د یو پوښتنلیک پر مټ وارزول شي. د تحلیل پر مهال څېړونکی کولی شي وګوري چې د ټولو متغیرونو لپاره د خپل ذاتي فکر او د صنف د تمرینونو تر منځ اړیکه شته او که هیڅ اړیکه نشته، یا کمه ده.

نور بیا….

دوهمه مقاله: کیفي او مختلط میتود ډیزاینونه
دریمه مقاله: د کمي، کیفي او مختلط میتود تحلیل او پرتله

د ټولو مقالو ماخذونه په اخري مقاله کې ذکر کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.