زه به بیا هېڅکله

ستوری عبدالرحیمزی

287

زه به بیا هېڅکله ونه خاندمه
که داسې هېڅ بې هېڅه لاړې رانه
که داسې هېڅ بې هېڅه شا کړې راته
که داسې هېڅ بې هېڅه ژاړې رانه

زه به بیا هېڅکله موسکا ونه کړم
چې داسې هېڅ بې هېڅه بل ته ورځې
چې زه دې مېشت د زړه کابل کې غواړم
او ته راونه یې بابُل ته ورځې

زه به بیا هېڅکله بهر نه وځم
خپل تور وېښته به په کاله سپینوم
وضاحتونو به نور زړه راتور وي
بدباورۍ کې به ځان څه سپینوم

زه به بیا هېڅکله قدم نه وهم
پیاده روونه به دې غواړي رانه
د پښو خاپونه به دې باد وړي وي
خپل چاود لاسونه به دې غواړي رانه

زه به بیا هېڅکله غزل نه لیکم
سپینې! هر توری به یې تا راویني
له لمر جبینه به دې زړه راښایي
ماته به دا توره رڼا راویني

زه به بیا هېڅکله کتاب نه لولم
زما په ټوله المارۍ کې ته یې
په سینوهه کې دې خپل نوم لیکلی
د فردوسي په شاعرۍ کې ته یې

زه به بیا هېڅکله قهوه ونه سکم
د یوه بل څښاک عملي به یمه
ګناه به ستا په غاړه اچومه
کلک مقتدي د کوم ساقي به یمه

زه به بیا هېڅکله مرغۍ نه ساتم
د یوې بلې جینۍ شوق به پالم
زه به بیا هېڅکله بنګړي نه اخلم
د یوې بلې جینۍ ذوق به پالم

زه بیا هېڅکله د شپې نه وځم
ستا بیا راتله به افسانه راښکاري
سپوږمۍ به بولم د ډوډۍ ټیکلی
ستوري به وږې زمانه راښکاري

————————————

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.