این‌آر‌سي: طالبان دې د کورنیو بېځایه شویو د خوندیتوب ملي او نړیوالو اصولو ته درناوی وکړي

152
د ناروې د کډوالو شورا وايي، طالبانو په کابل کې د بېځایه شویو کورونه نړولي دي.

د ناروې د کډوالو شورا یا “این‌آرسي” له طالب چارواکو غوښتي چې د کورنیو بېځایه شویو د خوندیتوب ملي او نړیوالو اصولو ته درناوی وکړي.

د افغانستان پلازمېنه کابل کې طالب چارواکو داسې خلک له خپلو کورونو ایستلو ته اړ کړي چې د تګ او اوسېدو لپاره هېڅ ځای نه لري.

دا خبره د افغانستان لپاره د ناروې د کډوالو شورا مشر نیل تورنر په یوه اعلامیه کې کړې چې د ملګرو ملتونو خپرندویې پاڼې ریلییف ویب هم پرون خپره کړې ده.

په اعلامیه کې د تورنر په حواله راغلي چې له یکشنبې راهیسې
په پلازمېنه کې د شاوخوا ۶زرو داخلي بېځایه شویو خلکو د اجباري شړلو مسئلې سخت ټکان ورکړی، ځکه دا په افغانستان کې ځینې تر ټولو زیانګالي خلک دي.

د ناروې د کډوالو شورا رییس له طالبانو غوښتي چې له خلکو سره له زغم کار واخلي او تر هغه چې قانوني محافظتونه، مناسبې پروسې او بدیل کورونه نه وي چمتو چارواکي باید د غیر رسمي استوګنځایونو د ورانولو او له دغو کورونو د خلکو د جبري ایستلو څخه ډډه وکړي.

افغانستان کې د ۲۰۲۳م کال نږدې شپږ میلیونه خلک چې څه باندې څلور میلیونه جګړو او شخړو او پاتې نور طبیعي ناورینو له خپلو اصلي مېنو بېځایه کړي دي.

ارشیف: په کابل کې د بېځایه شویو کډوالو د یوه کمپ څنډه
ارشیف: په کابل کې د بېځایه شویو کډوالو د یوه کمپ څنډه

دوی اکثر په پنډغالو او ډېرو غیر معیاري خونو کې اړولي دي.

د ناروې د کډوالو شورا ویلي چې له پاکستانه د شپږو لکو افغانانو راستنېدل د داخلي بېځایه شویو ستونزې او شمېرې لا پسې زیاتې کړي دي.

دې شورا ویلي چې د کابل په شمول د افغانستان په ګوټ ګوټ کې کورنیو بېځایه شویو خلکو ته حقوقي مرستې او نور خدمات وړاندې کوي.

د راپورونو له مخې د طالبانو په کنټرول کې د کابل ښاروالۍ د کابل په څو سیمو کې ناقانونه ودانۍ او هستوګن کورونه ورانوي او عملاً یې د کابل له ختیځ نیولې تر لوېديځ او شماله پورې لسګونه لوړپوړي کورونه او ناقانونه ودانۍ ورانې کړي دي.

اکثر خلک وايي چې دوی کلونه کلونه دغو کورونو کې اوسېدل او اوس نه پوهېږي چې خپله کډه چېرته یوسي.

د کابل د اوومې ناحیې اوسېدونکی وايي: ځای او کور نه لرو او دا دی وینئ چې کور یې را ړنګ کړی. دې سیمه کې ۴۱۰ کورونه تخریب شوي.

د کابل د اوومې ناحیې یو اوسېدونکی د نوم له اخیستلو پرته وايي: “د ښاروالۍ احوال به څه کړو؟ څه په درد مو خوري ډوډۍ او اوبه خو نه کېږي. ځای او کور نه لرو او دا دی وینئ چې کور یې را ړنګ کړی. دې سیمه کې ۴۱۰ کورونه تخریب شوي. ټول در په دره شول چېرته لاړ شي دا خلک؟”

د کابل ښاروالۍ ویلي چې د ناقانونه ودانیو او کورونو ړنګولو ته ژمنه ده.

دې ښاروالۍ ویلي چې د سړکونو د پراخولو لپاره اړ ده دا ناقانونه سیمې چې په دولتي ساحو کې جوړ شوي وران کړي.

اخوا د طالبانو عدلیې وزارت هم ویلي چې د دولت د لسګونه زره جریبه غصب شویو ځمکو د بیا نیولو امر یې کړی دی.

ازادی رادیو

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.