افغان ورزشکارانو د بدن ښکلا او فټنس سیالیو کې درېیم مقام وګاټه

91
هجرت الله کاکړ (پژواک) د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون وایي چې پنځو افغان لوبغاړو د مالدیف په کوربه‌توب د سوېلي اسیا سیالیو کې دوه د سرو زرو، دوه د نقرې او یو د برنزو مډالونه ګتلي دي.
د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د سوېلي اسیا سیالیو په لومړۍ ورځ کې د افغانستان له لوري مسلم‌شاه فقیري او نصیب‌الله عظیمي یو – یو د سرو زرو، فرامرز اکرام‌زاده او وحیدالله صدیقي یو – یو د نقرې او شهید شهیم یو د برنزو مډالونه وګټل.

سرچینې ویلي، یو شمېر نور افغان لوبغاړي به سبا خپلۍ سیالۍ ترسره کړي.

د یاد فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې له افغانستان څخه د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډلې ۱۱ ورزشکارانو برخه اخیستې ده.

دغه راز، یادې سیالۍ چې ۱۴م پړاو یې دی د افغانستان په ګډون د اتو هېوادونو ورزشکارانو ترمنځ په مالدیف کې روانې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.