تاسو تجربه وکړئ.
ادبي تنده د اوبو تر تندې ډېره سخته وي ځکه د اوبو تنده له يوه ګلاس اوبو سره پاى ته رسيږي خو ادبي تندې تر هغه وخته د سړي ﺯړه نيولى وي تر څو چې دي ورته وړ څه وړاندې کړي نه وي.
په نني دور کې کم داسې شاعران وينم چې په الفاظو کې يې هغه وړتيا ښکاریږي چې د سړي ادبي تنده ماتوي.
چې له جملې به یې زه درته ځوان او تاند شاعر ډېر محترم (بهار”عیار”) صیب معرفي کړم.
یاد شاعر داسې الفاظ سره ووبي چې د زړه رګونه پکې ووبل شوي وي.
زه چې کله د نن سبا په شاعرانو کې داسې لوړ فکره او ځلانده ځوانان وینم نو د پښتو د ادب کور په اینده کې له داسې څراغونو برخمن بولم چې شاوخواه کورونه به هم له دغې رڼا نه فایده اخلي.
ځوان شاعر محترم (بهار”عیار”) صیب پخپل شعر کې داسې انځورونه رسم کړې چې په یوارې نظر یې سړی په ټول رنګ رسیږي.
که ددې عالي قدر په وړتیا درته غږېږم نو شپې او ورځې به رانه بې توپیره تېرې وي.
راځئ د دې عالي قدر ذوق ولولو.
د خوشبینۍ سترګې مې ووتې رضا نه یمه
ته خو ما تل د ځان ګڼلی یې، زه ستا نه یمه؟
زه په میدان د ماتمونو هسې پاتې یمه
لکه د غره د سر ډبره، د هیچا نه یمه
زما سوالونه د بلاوو په څرمنو کې دي
له ما چاپېره دي نو زه به وار خطا نه یمه؟
زه خبر شوی یم چې زه د پاڼ په ژۍ ولاړ یم
او هو دا کله، نو دا زه ولې اګاه نه یمه؟
زه دولتمند د دعاګانو بیخي ډېر یم مګر
ښاره صدۍ کیږي چې زه ستا د سودا نه یمه
عیاره ما د وږي نس له فکره مه وباسه
ته د وطن خبره پریږده، د خندا نه یمه.
جار!
دغه غزل ته د زړه سترګې واچوئ چې شاعر پکې څومره عالي الفاظ پیایلې.
مطلع کې څه په عاجزانه انداز له خپل معشوق نه ګیله کوي چې ګواګې هره خوشبیني ترې د هغه پر سر تللې او له ژونده رضا نه دی خو بیا یې هم ځان ګڼي
داچې دی هغه ته ارزښت نلري دغه منظر د شاعر زړه ماتېدو ته وړی.
دوهم بیت!
تاسو به غرو ته تللې یاست هلته ټوله علاقه ډبرې ډبرې وي نو کله چې دچا ډبره پکاریږي نو دغه د مخې ډبره را اخلي هیڅ اړتیا ورته نه پیدا کیږي چې په یوه تیږه پسې د غره سر ته ولاړ شي.
نو دلته شاعر له ډېرې ناهیلۍ نه ځان د هم هغې ډبرې سره تشبیه کړی چې د غره پر سر کې لمر ته نیږدې پرته وي که هرڅو د لمر په شُغلو سوځي خو خلګ دومره تکلیف نه کوې چې را وایې خلي او له هغه عذاب نه یې خلاصه کړي.
دریم بیت!
دلته بل داسې انځور دی چې ما نه پریږدي چې ترې تېر شم.
تاسو په ازمایلې وي چې کله سړی د یوه مُصیبت په مینځې کې ګیر شي او سوالونه دي هم ځای نه نیسي نو سړی ځان داسې حِسوي لکه د بلاګانو مینځ کې چې ولاړ وي او د بلا مخ ته درېدل نو طبعاً سړی وارخطا کوي.
اهااا جار
څلورم بیت کې څه رسامي کوي دغه تاند شاعر.
دا مې په ځان تجربه کړې چې کله کله سړی داسې زړه تنګون ونیسي چې آن له سړي نه دا ورک وي چې څه کوم او څه باید وکړم.
چې انځور یې شاعر دغه بیت کې واضح کړی.
مقطع یې هم رااخلم
دلته شاعر د هغه بېوسو خلګو مثال په ځان ورکوي چې د وطن غم خو پرېږده آن د یوې وړې خندا جورت هم نه شي کولای.
یعنې دومره پخپل غم کې غرق وي.
دغه شاعر د زمان دومخي پخپلو الفاظو کې سخته ښه رسموي.
ځکه خو وایي.
ژړا اغوستی یم، مګر خاندم
زه لکه خوله خلاصی پرهر خاندم
ستا په راویستي خنجر نه ژړامه
زه به ضرور په خپل باور خاندم
ما د شهید شونډې مُسکۍ لیدلې
زه چې ځان رېبمه اکثر خاندم
ماته په ما باندې ژړا پاتې ده
چې بهانه غواړمه ژر خاندم
کشتۍواني پکې له ویرې ډکه
زه په سینه د سمندر خاندم
ما د حمزه د ژړا رنګ اخیستی*
په ماتم خاندم په اختر خاندم
دغه غزل که د زړه په سترګو ولوستل شي زما غږېدا ته اړتیا نه لري.
زه ځکه نه پرې غږېږم چې خدای مکړه په رنګ کې یې رانه خاورې توی نه شي.
زه د شاعر د نوم حقدار هرڅوک نه بولم هغوئ چې ځان ته په لسو الفاظو شاعر وایي هغه د داسې عالي قدرونو په شان کې کمی غواړي.
شاعران لکه محترم (بهار”عایار”) صیب داسې خبرې کوي لکه هنداره هرسړي ته پکې خپل ځان ښه روښانه ښکاري.
تاسو یې دغه غزل ته تم شئ!
په دې لوی ښار کې چې ته مخې له راغلې
بویه تږي ته اوبه مخې له راغلې
د عشق شمعه مې لا بله ده په زړه کې
که څپې د طوفانه مخې له راغلې
زه له بده نومه، ښه ته څنگه راغلم؟
په څه تللی وې په څه مخې له راغلې
د سهر د تلو دې سل کاله پوره شول
اوس د لمر په پرېواته مخې له راغلې؟
زه د شگو په تړلي بند ډاډه وم
د باران په ورېده مخې له راغلې
د سرو زرو له دوکان نه دې غلا وکړه
ته راتلې لکه د غله مخې له راغلې
دې غزل کې هم واضح خبرې شوې چې ماته پکې د غږېدای ځای نشته.
محترم (بهار”عیار”) صیب په وطن او اولس میَن شخص دی
ځکه خو فرمایي.
مونږ دې پیدا یو، سوز او گداز ته
هغوی دې ناڅي، جام ته او ساز ته
زمونږ الوت دی، د خوښۍ چیرې؟
په تماشه یو، د بل پرواز ته
سوخته کاته دې، بَره اسمان ته
زړه مې و نه چاود، دغه انداز ته
اول بیت!
تاسو شاید ورسره مخ شوي یاست
کله چې په پوره هڅو یو مقصد غواړې حاصل کړئ خو پایله کې یې ستا سیال بریمن او ته صفر راشې نو له سړي نه خپل رب ته له ډېرې مینې ګیله وشي چې
ګواکې زه دې ته پیدا یم..
دوهم بیت کې زموږ د نني دور څومره پوخ انځور دی.
موږ همېشه د بل د کار صفت ډېر کوو خو کله که په موږ کې څوک هغه کار وکړي نو دستي پرې انتقاد ته حاضر یو.
وروستی بیت کې
هغه درد دی چې سړی نه پرې ژړلای شي او نه هم زغملای.
په شاعر داسې حال راغلی
داچې زړه یې نه لا هم نه دی چاؤدلی شاعر ځان ته حیران دی.
محترم(بهار”عیار”)صیب داسې شاعري کوي چې زما غوندې خلګ ورته نه شي رسېدای.
زه هیله لرم چې زما نه د دغه عالي قدر د الفاظو په شان کې غلطي نه وي شوې.
لیدلی مې نه دی خو شاعري یې راته پاک احساس او پاکه مینه تعبیروي.
ځوان دی
د شعر په اسمان کې یې پخپلې وړتیا داسې ځان جوړ کړی لکه غمی غوندې ستوری.
دی دي تل ځلانده او سرلوړی وي.
درنښت:
محمداجمل (کریمي)
غزنی ولایت”خپل کور”زرین”
Nov 20,2022
Comments are closed.