د لمر وهل

امان شمس

1,166

زموږ او ستاسو وجود په کېمياوي تعاملونو ولاړ ده چې عموماً د حرارت په ۳۷ درجو کې صورت نېسي. که واوره وي او که د اوړي سور لمر خو د انسان بدن کوښښ کوي چې د وجود داخلي د حرارت درجه ۳۷ و ساتي. هر هغه وخت چې د انسان بدن ډير ګرم شي وجود د حرارت د درجې د را کښته کولو په موخه دوه کاره کوي. لومړی پوستکې ته نېږدې واړه رګونه خلاصوي او بيا مالګه او اوبه د خولو په څير خوشي کوي. لدغې لاري وجود د حرارت درجه تر ډیره حده را کښته کولای شي. خو د وړو رګونو خلاصول د ويني فشار راکښته کوي او د زياتو اوبو او مالګي له لاسه ورکول په بدن کې د مهمو اجزاوو انډول خرابوي. که دغه حالت دوام وکړي انسان ته لاندې اعراض پيدا کيږي.
– سر چرخي او د ستوماني احساس
– کانګي يا د خوا ګرزيدل
– د بدن درد
– تبه
– تنده
– د سر درد
– شديده خوله
– مغشوش کېدل يا ګډي وډي خبري کول
که د پورته حالت درملنه په بېړه و نشي کېدی شي د انسان وجود د حرارت د درجې د کنترول کولو توان له لاسه ورکړي چې په نتيجه کې کېمياوي تعاملونو يو په بل پسي دريږي او کېدی شي د انسان د مرګ باعث شي.

درملنه:
– ناروغ سوړ ځای ته يوسئ
– له پريوتو سره سم يې پښې لږ له ځمکې پورته کړئ
– اوبه ورکړئ
– پکه ورته چالانده کړئ او په جلد يې په يو کمه اندازه اوبه ور وشېندئ

مخنېوی:
– هغه کوټې چې لمر ته برابري وي په کړکيو يې پردې ځوړندي کړئ
– په کافي اندازه اوبه وڅښئ
– د غرمې د يولسو او ماپښين درو بجو په منځ کې لمر ته مه ګرزئ
– کوښښ وکړئ لوبي او ورزش سهار وختي او يا مازدېګر ناوخته وکړئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.