زکام او په عامه اصطلاح حساسيت جلا جلا ناروغۍ دي

ډاکټر امان شمس

383

زکام او په عامه اصطلاح حساسيت جلا جلا ناروغۍ دي او واکسين نه لري.

الرجېک رېنايټِس چې په عامه اصطلاح خلګ حساسيت يا الرجي ورته وايي د پوزي د ننه برخه د ګل له ګردې (د ګل د منځ ژيړبخونه ماده)، دوړو او ګرد، يا د ځني حيواناتو له پو ستکې چې وړې وړې زري د پخي پشان را جلا کيږي حساسيت لري او د پوزي په د ننه برخه کې د پاړسوب باعث ګرزي. دغه پاړسوب د زکام په شکل اعراض يعني پرنچل، د پوزي خارش او بنديدل منځ ته راوړي او ډير وخت دوام کوي. د دې حالت اِميون تېرافي (يا په اصطلاح واکسين) عموماً پس له ډيرو ټسټونو مشخصو ناروغانو ته په خاصو مرکزونو کې ورکول کيږي او په عادي روغتونونو او کلېنېکونو کې نه کيږي او نه بايد وشي.

که تاسو حساسيت/ الرجي (الرجېک رېنايټِس) لرئ کولای شئ چې له لاندې درملنې څخه کار واخلئ:

– د امکان تر حده له هغو شيانو د ځان ساتل چې دغه اعراض منځ ته راوړي
– د نهايي رقيق مالګوبي (0.9%) سوڼ کولو پواسطه د پوزي د ننه برخې مېنځل
– خلګ کولای شي Cetirizine او يا Loratadine درملو څخه استفاده وکړي. دغه درمل په ډيری هيوادونو کې د ډاکټر نسخې ته اړتيا نلري

که مو اعراض له پورته درملنې سره ښه نه شول نو کورته نېږدې له يو ډاکټر سره مشوره وکړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.