دپروستات غټیدل

64

پروستات یوه غده ده چي ترمثاني لاندې موقعیت لري اودتشومیتیازولیږدونکی قنات یا احلیل یی له منځ څخه تیریږي ، په یوه بالغ سړي کې نیږدې ۲۰ ګرامه وزن لري اوږدوالی یی ۳.۵ سانتی متره اوپلنوالی یی تر۴ سانتی متروپورې رسیږې ، په لوړوعمرونو کې یی اندازه غټه وي
خوهیڅکله له ۳۰ ګراموډیروزن نلري اودا غده یواځي په نارینه ووکې شتون لري ، په مسنونارینه وو کې دا ناروغي ډیره پیښیږي اوپه ټولیزه توګه هغه کسان چې عمرونه یی له ۴۵ کلونولوړوي داناروغي یی ډیر ځوروي ، هغه اټکلیزه سروي چې په غربي نړۍ کې شویده ښیی چې داناروغي ۵۰٪ په ۵۰ کلنواو ۷۵٪ په ۸۰ کلنواویا له هغو څخه په ډیرعمر لرونکو کسانوکې لیدل شویده ، همدارنګه یی پیښي په پرمختللواوغیری مسلموټولنوکې نسبت وبیوزلواومسلمانوټولنوته ډیرې ښودل شویدي .
هغه سروي چې په ۲۰۱۰ ز کال کې پدي ناروغۍ شوي وه ویی ښودله چې په ټوله نړۍ کې نیږدې ۲۱۰ میلیونه کسان دپروستات دغټیدو په رنځ اخته دي .
دپروستات دغټیدلونښي نښانې !
داناروغان عموما ژرژردتشومیتیازوکولواړتیا احساسوي چې کله کله دتشومیتیازولږلږه سوځیدنه هم ورسره وي خوله تشومیتیازوسره په ټولیزه توګه دردشتون نلري اوداستونزه ډیری وخت دشپې لخوا زیاتیږي اوناروغ څوڅوځله دتشومیتیازو دکولولپاره وځي او همدارنګه کیدای شي چې ناروغ وروسته له اودس ماتي بیا هم دمثانې دډکوالي احساس ولري ، اوهم داناروغان دتشومیتیازوله دریدو اوبیاپیل کیدوڅخه هم سرټکوي اوډیری ناروغان دتشومیتیازوپه فشارسره له نه وتلوهم شکایت کوي اوکله چې دتاریخچې پوښتنه ور څخه کیږې تل شکایت کوي چې ډیرپه ځنډسره یی اودس وچیږې یعني ترڅودقیقوپوري یویوڅاڅکی راځي اوپه ډیرو پرمختللو مرحلو کې تشي متیازي یا په بشپړه توګه بندیږي اویاناروغ دتشومیتیازوکنترول له لاسه ورکوي .
ددې ناروغۍ لاملونه !
په دقیقه توګه تراوسه ددې ناروغي لاملونه ندي پیژندل شوي خوارزښتمني څیړني داسې ښیی چي د Testosterone هورمون زیاتوالی ددې ناروغي په منځته راتلوکې رول لرې چې ډیربحث پرې اړین نه بولم .
پیژندنه !
دکلینیکي نښونښانواودقیقیې تاریخچي په اخیستلوسره په اسانۍ کولای شوچې داناروغان وپیژنوخودکره تشخیص لپاره له الټراساونډ یا تلویزیوني معایناتو ، دګوتي پواسطه دمقعدي معایني اویاهم له پروستات څخه دنمونې یا بایوپسي اخیستلوته اړتیا لرو.
درملنه !
دعرضي درملني په موخه باید داناروغان دشپې له لوري ډیرمایعات ونه کاروي ، دالکولو، سګرټواوډیري قهوي له کاروني اوهم دتشومیتیازوله ډیرې ځنډوني دې لاس واخلي سربیره پردې ځینې درمل هم ددې ناروغۍ په درملنه کې کارول کیږي لکه دAlfa1 Adrenergic receptor Antagonists ګروپ لکه Doxazosin , Terazosin , Alfazosin , Tamsulosin , Silodosin اوداسي نور ، لدې علاوه کولای شوچې 5Alfa- reductase inhibitors Finasteride , Dutasteride اوددې ګروپ نوردرمل وکاروو ، همدارنګه د Sildenafil کارونه هم ددې ناروغي نښي نښاني کموي .
دجراحي عملیه ددي ناروغۍ لپاره غوره درملنه بلل کیږي په ځانګړي توګه دهغوناروغانولپاره چې درمل پرې اغیزونلرې چي کولای شودکلاسیکي اویاد انډوسکوپیک یا لپراسکوپیک جراحي عملیوپه مټ دپروستات غټه شوي برخه واخلو خوپام مووي چې ددرملني دډول په ټاکنه کې تل دخپل معالج ډاکټرمشوري ته ارزښت ورکړئ ځکه ستاسومعالج ډاکټرتل ددې ناروغي لپاره تر ټولو غوره لار ټاکي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.