امیر عبدالرحمن خان او د ډیورند تړون /۳

لیکوال: اکاډمیسین م.ا. سیستاني - ژباړن: سیلانی

192
د نولسمې پیړۍ د ۹۰ مې لسیزې له پیل څخه په ځانګړې توګه په ۱۸۹۱ او ۱۸۹۲ کلونو کې امیر عبدالرحمن خان د انګریزانو له خوا د بېلابېلو دسیسو او سیاسي فشارونو سره مخ شو او دا هغه وخت و چې امیر د هزاره جاتو د بغاوت په ځپلو بوخت و.
امیر عبدالرحمن خان وایي: د هند حکومت په ډېره حساسه موقع کې، یعنې هغه وخت چې د هزاره جات خلکو بغاوت کړی و او دا بغاوت هره ورځ پراخېده او په هېواد کې یې د عمومي بغاوت ویره ما ته پيدا کړې وه، دا په داسې حال کې ده چې په دغه وخت کې کومه مرسته چې له هند څخه راته ورسیده یوه الټیماتوم چې په دې مضمون سره لیکل شوي و: “د هند حکومت نشي کولی ستا د مبهمو او نامعلومو ژمنو لپاره چې تاسو په کابل کې د انګلیس سفیر ځان ته را بللی او ورته ویلي دې دي، انتظار وکړي، نو له دې امله لارد رابرتس د هند سپهسالار د یو لوی پوځ سره د هغه د ساتنې لپاره کابل ته لیږل کیږي.”
امیر زیاتوي: “په دې وخت کې زه له هزاره ګانو سره په جګړه بوخت وم او پوهیدم چې د افغانستان خلک له جنرال رابرتس څخه ښه خاطرې نلري او وېریدم چې د جنرال رابرتس له لوی پوځ سره راتګ به ما ته سرخوږی جوړ کړي او له بلې خوا، ځکه چې هغه یو نظامي شخص دی او له نظامي شخص سره توافق ته رسیدل له ستونزو خالي نه وي، نو ښه مې وبلله چې د سرحدي خبرو لپاره له یو ډیپلومات سره مخ شم. [د ویسرا د الټیماتوم په ځواب کې] ما سمدلاسه یوه مراسله ویسرا ته ولیکله او په هغې کې مې یادونه وکړه چې سرسالتر پاین (Sir Salter Pyne) (د کابل په ماشین خانه کې یو انګلیس کارمند) ستاسو سره د ملاقات لپاره راځي ترڅو د یاد شوي سفارت په اړه لازمي ترتیبات وکړي او په ورته وخت کې مې له فرمانفرما څخه وغوښتل چې هغه نقشه چې د سرحدي کرښو څرګندونه کوي، ما ته راولېږي. زما هدف د دې مراسلې له لیږلو څخه دا و چې د هند حکومت په دې اړه لوی اقدامات ونکړي.” (تاج التواریخ، ج۲، ص۴۱۵-۴۱۶)
په داسې حالاتو کې چې امیر له یوې خوا په هزاره جاتو کې د پاڅونونو په آرآمه کولو  بوخت و، چې د پروفیسور خالق رشید په وینا د سردار ایوب خان په تحریک سره راپورته شوي و، له بلې خوا ختیځو سرحداتو کې، یعنې په میچینی کې قومي او مذهبي شخړې روانې وې، په شینوار او اتمانزي کې قومي جګړې پیل شوې وې، په بدخشان کې روسانو د شغنان او روشانو د نیولو نیت درلود او انګلیسانو هم خپل ۳۰ زره سرتیري د افغانستان په سرحداتو کې د برید لپاره ځای پر ځای کړي و او سردار ایوب خان یې په راولپندي کې د بدیل سلطنت لپاره چمتو کړی و. امیر درک کړې وه چې که له انګلیسانو سره جګړه وکړي،ګټونکی به نه وي، نو ځکه مجبور شو چې د دیورند د تړون په امضا کولو سره اوسنی افغانستان له بیا ځلي انګلیسي یرغل څخه وژغوري.
په بل عبارت، امیر یوازې دوه انتخابه لرل: یو د دیورند تړون امضا کول او د افغانستان ساتنه او بل له انګلیسانو سره جګړه د قبایلي سیمو د بیرته اخیستلو لپاره چې هېڅکله یادو سیمو له امیر څخه اطاعت نه و کړی او نه یې دولت ته عسکر او مالیات ورکړي و، امیر هغوی یاغیستان ګڼل او د دویم انتخاب په صورت کې د افغانستان د نورو برخو د له لاسه ورکولو خطر موجود و، نو ځکه امیر لومړی انتخاب غوره کړ او له دویم انتخاب څخه تېر شو او افغانستان یې وژغوره.
له دې امله، د هغه سخت وضعیت په ارزونه کې چې امیر په کې اوسېده، یعنې له یوې خوا کورني پاڅونونه او له بلې خوا د انګلیسانو او روسانو بهرني فشارونه، چې د دیورند تړون د لاسلیک لامل شو. زه د امیر عبدالرحمن خان وطن پلورنه عادلانه خبره نه ګڼم، ځکه چې زه له امیر عبدالرحمن خان څخه یو زړور، مدبر، قاطع او هېواد پال پادشاه بل څوک نه پېژنم.
اوس له لطیف پدرام څخه باید وپوښتل شي چې کله امیر عبدالرحمن دیورند تړون لاسلیک کاوه، تاسو او ستاسو پلرونو په دې منځ کې څه رول درلود او ولې مو پرېښودل چې امیر عبدالرحمن خان هغه تړون لاسلیک کړي؟ احتمالاً ستاسو پلرونه او نیکونه لا تر اوسه له “پاردریا” څخه افغانستان ته نه و راغلي او که مخکې راغلي وي، شاید له یو بزګر یا یو اردلي څخه زیات نه و.
 نو په داسې حالت کې تاسو هېڅ رول نه درلود چې دا یو مهم تړون لاسلیک کړئ. سربېره پر دې، انګلیسان له هغه چا سره مذاکره کوي چې په دې هېواد کې واک او ځواک ولري، نه له عادي خلکو یا د شاه خدمتګارانو یا د دربار غلامانو سره.
د درېیمې برخې پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.