آنلاين ټولنيزو وسيلو کارول او اغيزې

قدرت الله هېوادپال

165

او څوک چې دغه تير ويستل کړي، ډير يې سرسخته مجرمين او بې لارې خلک هم نه دي، آن په ځينو مواردو کې عمرونه يې تر شپاړس او آن تر دې هم کم وي، ځکه دغه نسل له دې وسيلو سره بلد دی، کارول يې ورته آسانه دي، ورسره د بل په تيرويستنه کې يو…

پخوا به خلکو ريښتونی يا فزيکي ژوند درلود او کله چې به يې زړه تنګ شو نو ډيجيټلي وسيلو ته به شو، ګيمونه به يې کړل، ټلويزون ته به ناست وو، يا بله وسيله به يې کاروله او ساعت به يې پکې تيراوه. خو، نن سبا دا پديده مخ په چپه روانه ده، او دا رواج مخ په ډيريدو ده چې اصل ژوند آنلاين شوی دی او کله چې د آنلاين وسيلې يا ټولنيزو شبکو د ډير استعمال له کبله يې زړه تنګ شي، نو بيا دې فزيکي نړۍ ته راشي، اوبه، ګلان، چمنونه او نور وويني، بيا د دوی انځورونه واخلي بيرته خپلې آنلاين نړۍ ته ستانه شي او له خلکو سره دغه انځورونه شريکوي.

د همدې ډيريدونکي ارزښت له کبله خلک د خپلې آنلاين پيژندنې په اړه فکر کړي. له آنلاين پيژندنې هدف هر هغه څه دي چې تاسې په ډيجيټلي نړۍ کې نورو ته ورپيژني، او دا ضرور نه ده چې دغه پيژندنه دې واقعاً ستاسې له ريښتونې پيژندنې سره اړخ ولري.

په دغه آنلاين نړۍ کې نارينه ځان پر ښځينه، او متقابل بدلولی شي، ځوان پر زاړه او زوړ پر ځوان اوړي، افغان پر خارجي او بهرنی پر افغان اوړي، هره هغه پيژندنه چې ستاسې خوښيږي خپلولای يې شئ.

a man in a hoodie using a laptop computer

داسې بيلابيلې څيړنې ښيي چې آنلاين تيرويستنه څومره عامه ده. داسې ډيرې پيښې شته چې هلکانو د انجونو پر نامه له خلکو پيسې اخيستې وي، د هغوی نامناسب انځورونه يې ترې ثبت کړې وي او بيا د همدې انځورونو پر اساس يې ګواښي او نورې پيسې ترې وهي. ميرمنې په يوه او بل نامه تير ويستل شوې وي او پيسې يې ترې توږلي وي.

او څوک چې دغه تير ويستل کړي، ډير يې سرسخته مجرمين او بې لارې خلک هم نه دي، آن په ځينو مواردو کې عمرونه يې تر شپاړس او آن تر دې هم کم وي، ځکه دغه نسل له دې وسيلو سره بلد دی، کارول يې ورته آسانه دي، ورسره د بل په تيرويستنه کې يو واک او اختيار احساسوي، د خوند او پيسو لپاره يې کړي، خو د خپلو کړو پر ناوړه عواقبو او بدو اغيزو يې سر نه خلاصيږي.

د مصنوعي ځيرکتيا مخ په پراخيدونکي اغيزې له برکته کولای شئ چې دغې آنلاين پيژندنې ته د هر چا څيره ورکړئ، د هر چا غږ چې مو خوښيږي هغه ورته برابر کړئ، هره ژبه يا ټکي چې غواړئ هغه ورته برابرولی شئ او درته کاروي به يې. هر مسلک، عمر، ځای، فکر يعنې د پيژندنې هر څه غواړئ هغه ورته ورکولای شئ. له خپلې خوښې او طبعې سره يې سم عيار کړئ، او څلرويشت ساعته به درته هر وخت له زار قربان سره موجود وي.

په نړۍ کې د داسې خلکو شمير مخ په ډيريدو دی چې په خپل ځيرک ټليفون يا اړونده وسيله کې يې ځان لپاره ډيجيټل انډيوال عيار کړی وي. غږ، څيره او نورې ځانګړتياوې يې ورکړې وي، او هر وخت له هغوی سره بوخت وي، داسې بيلګې هم شته چې له خوب نيولې تر خوراک او جامو ټولو پورې، د همدې ډيجيټل وسيلو پر مشوره کيږي.

Internet LED signage beside building near buildings

دا هر څه د شخص پر ذهن، شخصي او ټولنيز ژوند ټولو اغيزه ښندي. په ذهني او سلوکي لحاظ انسان يې بې حوصلې کړی دی. څيړنې ښيي هغه ماشومان چې ډيجيټلي وسيلې ډيرې کاروي ژر په قهريږي او ګوزار کوي، همدا څيړنې بيا په مشرانو کې ښيي چې مشران هم په قهريږي او پر خپلو حواسو واک له لاسه ورکوي، يعنې ښايي ژر حوصله له لاسه ورکړي يا بدې ردې ووايي.

او که خپل ټليفون بې ځايه کړي، نو د نصواريانو غوندې بې حواسه، بې زغمه او لار ورکي وي.

په شخصي لحاظ هم، خلک د وخت حساب له لاسه ورکوي، په ساعتونه له دغو وسيلو سره بوخت وي، روغتيايي ستونزې ورته پيدا کيږي. په چاغوالي کې د دې وسيلو ډير کارول هم يو ستر عامل ګڼل کيږي. د زړه او سترګو تکليفونه هم پکې ډير وي. ځينې خو وايي آن د ژر زړښت سبب هم ګرځي.

په ټولنيز لحاظ د تګ راتګ او افهام او تفهيم ستونزې پکې لیدل کيږي. څيړنې ښيي هغه ماشومان چې له دې وسيلو سره راستر شي د افهام او تفهيم توان يې ډيره وده نه کوي. آن د کويډ/ کرونا پر مهال ځينو څيړنو وښودله هغه ماشومان چې په کورونو کې يوازې وو او يوازې همدې وسيلو او آنلاين زده کړو ته يې لاسرسی درلود، يوازې په يوه کال کې يې ټولنيز سلوکونه بدل شوي وو او له خلکو سره د غږيدا او ټولنيزو اړيکو ټينګولو ستونزې يې لرلی.

دغه آنلاين پيژندنه چې پر فيسبوک يا ټويټر له زرو ډير ملګري ولرې او ډوډۍ ته يوازې ناست وی، د انسان پر ژوند اغيزه کړي. انسان په دوامداره توګه د خوند او ذهني تحرک په يوه ځانګړي حالت کې ساتي، يعنې هميش دې بايد ساعت تير وي. او که چيرې ذهناً د خوند په حالت کې نه وی، نو بايد يو څه وکړې چې له دغه حالته ووځی او د خوند حالت ته داخل شی.

له همدې کبله، د دې وسيلو ډير کاروونکي چې له خوبه راپاڅيږي، له هر څه وړاندې د نصواري په څير چونډۍ او ټليفون پسې ګرځي او له ويدو کيدو وړاندې يې هم همدا اخيري کار وي، نه غواړي د دې وسيلو له کبله پيدا کيدونکي احساس څخه يوه دقيقه هم بهر ژوند وکړي.

آنلاين نړۍ ډيرې ګټې لري، د ژوند نه بيليدونکي برخه ده، خو د ريښتونی ژوند بديل نه ده. د هر څه روږدتيا په پيل کې له ډير کوچني څه پيليږي، بيا دا کوچنی څه هغه لومړی خوند نه لري، همداسې روږدی نورو نورو خوندونو پسې ګرځي.

د دغو وسيلو ډير کارول که نظم ونه لري، له ګټو يې تاوانونه ډير دي. څرنګه او څومره يې وکاروئ، هغه ستاسې خوښه ده. خو هر څه چې له حده واوړي تاوان لري، او د دغو وسيلو جوړوونکي په دوامداره توګه ورځ تر بلې ډيره هڅه کړي چې د دوی د وسيلو کارونه له حده واوړي، خلک پر ځان روږدي کړي، خو دا تر کاروونکي ده چې دغه کارونه څرنګه په حد کې وساتي.

ورته ليکنی: www.hiwadpal.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.