د میرزا دیوان هدایت الحقیقت او پټه خزانه

پروفیسور عبدالخالق رشید د نهرو پوهنتون استاد

346

د میرزا دیوان هدایت الحقیقت او پټه خزانه

د نږدیوالي او ورته والي پر لیکني ټغر

(۲)

 په دغه لړ کې ما مخکې هم د یوې لنډې پيژندګلوۍ په موخه یوه لنډه لیکنه کړې وه، اوس غواړم د همهغې لړۍ پر دوام  په دغه لیکنه کې هم چې کیدای شي ډیره نوې نه وي بیا هم د میرزا خان د دیوان د دغې نوې او جالبې نسخې په اړه ځینې ټکي له ګرانو دوستانوسره شریک کړم، په دې هیله چې یوازې یې په لوستلو بسنه ونه کړئ بلکي په دغه اړه خپل نظرونه له ما او له هغو دوستانو سره چې پر دغه نسخه باندې اوس انتقادی کار کوي شریک کړئ. دا هم زما هڅه او هیله چې په لاندې څو ټکو کې یې درسره شریکوم :

۱-  لیکدود 

 لکه چې یاده شوه، د نامتوعارف حضرت میرزاخان انصاري روښاني د دیوان دا نسخه په دریو لحاظو د پاملرنې وړده، چې یو یې لیکدود، بل یې زمانه او دریم یې زموږ له معاصریت سره مستقیم تړاو دی.

د لیکدود له پلوه ما خپل وړاندیز پخوا کړی او له دغه پلوه مې ټولو هغو دوستانو چې د نسخې پر ادبي ارزښت باندې پوهیږي دا ترغوږ ورتیره کړه چې پښتو ژبه د لیکدود او آواز پوهنې په برخه یوازنې ژبه ده چې پرځان یې له حده زیات فشاراچولی، داسې چې په یوه عادي حرکت به د هغو ستونزمنو ژبو په ډله کې راشي چې څوک به یې زده کړې ته د اوسنۍ تکنالوژۍ په غیږه کې  زړه زر ښه نه کړي، خو بیا هم د فکر وړ خبره ده چې د حضرت میرزاخان انصاري روښاني دغې نسخې زموږ د پښتو لیکدود په تاریخ کې یوه نوې رڼا راوځلوله.

 په هند او له هنده د باندې زموږ په ګډون یو شمیرپښتو پوهان درګرده پردغه ټکي پسې څارو دي چې، کیدای شي پښتوژبه، د یو لړ نویو هڅو او موندنو له برکته د زیات شمیراضافي تورود زندۍ کولو له ښکیل څخه ځان په ډیرې آسانۍ سره راوباسي، په څه معنا؟ پردې چې زه او ما غوندې یو شمیر نور ترهرڅه د مخه د هغې لیکنۍ غمیزې له درده چغې وهو، چې هغه زموږ په پښتوژبه کې د یوشمی رورته وینګ والو تورو له امله رامنځ ته شوې ده، چې دغه تورې زیاتره د پښتو ژبې له پاره دومره پرزړه د پاسه میلمانه شوي چې نوره یې پښتو له هره پلوه اوهرې خوا د پښتو ژب ویونکو، پښتو لوستونکو او تر ټولو مهمه پښتو زده کونکو (هغه هم نویوزده کونکو او یاهم خارجیانو) ته پراندآکاش (هندوکش) باندې په تیاره کې سفرکړې ده. رښتیا خبره دا ده چې زه په مسلګي لحاظ (چې د تحقیق او تدریس برخه یې ګرامر وي) خپله نه په ګرامر پوهیږم او نه مې له دغه ستونزمن مسلک سره مینه او لیوالتیا شته، خو دا چې اوس د پښتو خوږې ژبې تدریس را دغاړې دی ناچار باید یوڅه په دغه برخه کې ځان له ښې او یاله بدې ورځې عیارکړم، همدا ده چې کله په لومړۍ ورځ خپل زده کونکي ته په پښتو اصلي تورو برسیره د نورو ژبو نابللي میلمانه توري هم په خپل لست کې په یوه شان وینګ سره ورپيژنم، نوبیا مې دا هرپردی تورې پر زړه را اوړي، او یا دا چې زده کونکوته وایم پښتو ۴۵- ۴۶ توري لري، نوبیا ټول په حیرانۍ سره راته ګوري، خوچې کله ورته ووایم چې په دغو تورو کې هم عربي شته، هم فارسي شته او هم پښتو، هم هندي، کله چې د الفبی لست ګوري، او وینګ یې یوشان ورترغوږ کیږي بیانو دا پوښتنه خامخا ورسره رامخته کیږي چې:

ولې د څلورو پنځو تورو پرځای موږ ته پنخلس شپاړس توري (ت ط ، پ ف ، ز ض ظ ځ، س ص ث ، ا آ ع ، ږ ژ ګ،) را زده کوئ ؟ دا نوهغه پوښتنه ده چې زده کونکي د پښتو ژبې د زده کړې له پیل څخه بیا ت رپایه په هیښتا او حیرانتیا کې ورته ډوبیږي، ځکه زده کونکی باید د هرتوري له پاره د یوځل فکر کولو پرځای دری او څلورځلې فکر وکړي، ځکه خوهغه حیرانیږي چې (خلاص) په  (ص) سم دی او که (س) یا داچې (ځوی) ولیکي او که ( زوي) یا (فور) ولیکي که (پور) ، یا هم  (تور) که (طور)  او یا هم (زابت) ولیکي (ضابط) یا (قار) ولیکي که (کار) یا (قندهار) ولیکي که (کندهار) یا (هلمند) که (ایلمند)  (ایندو) که ( هندو)  ( افغان) که (اپګان) داسې په لسګونو نور…

زه هیله من یم چې دغې ستونزې ته د علمي ژبپوهنې له لیده وګورو، نه د نورو ملحوظاتو! له مخې، په دغه اړه دا خبره هم د یادولو وړده چې پښتو د پښتنو ژبه ده، پښتانه نن سبا دآسیا په زړه کې د یوه لوی بشري ځواک په توګه مطرح خلک دي، خو د ژبې له پلوه د دغه لوی قام اکثریت په خپله ژبه نه پوهیږي او نه یې سمه ویلای شي، زما دغه طرحه او نظریه د پښتنو ماشومانو په برخه کې ترلس کلنۍ پورته مطرح ده نه کښته… پښتون ماشوم ترلس کلنۍ پورې خپله مورنۍ ژبه په ډیره ښه توګه او ماشومانه فصاحت او بلاغت سره له چاپیریال څخه زده کوي، خو زموږ د ژبې پښتۍ د هغه پښتون ځوان په سینه کې ماتیږي چې کله د زده کړې شعوري دایرې ته ورننوزي، ځکه په دغه پړاو کې ده ته دوې پوښتنې ورمخ ته کیږي یوه دا چې ده ته څوک درس ورکوي؟ په کومه او څه ډول ژبه درس ورکوي؟ طبعي ده چې دلته ستونزه په زده کړه او ښونکي کې ده، ښونکي خپله په ژبه نه پوهیږي، هرڅه چې وایي په داسې ژبه یې وایي چې هغه د همدغو ګډوله (مختلطی) الفبا پایله ده، د پښتو ژبې او پښتنو دغه ستونزه اوس یوه نړیواله غمیزه شوې ده، په افغانستان کې فارسي او عربي پښتون ته ژبنۍ هټکړۍ په لاسوکې نیولې، په پښتونخوا کې اردو او انګریزۍ خپله څوکیداري ورباندې کوي، اوس چې خبره لویدیزته رسیدلې، هلته خو یې بیا داسې ګلداره کړې چې د خلکوپه وینا مه یې کړه پوښتنه …  په هرډول خبره بیاهم د میرزاخان له دغې نسخې سره اړونده ده، باید د یوه ښه زیري په توګه باید ووایو چې زموږ دغه نسخه د لیکدوله پلوه یوه بله مهمه اودپاملرنې وړدا ښیګړه هم لري چې یوخوزموږدنامتواثرپټې خزانې سره په ډیرو لیکدودیزو برخو کې ورته والي لري، او بل دا چې دغه اثر ترهرڅه د مخه زموږ اوسني لیکدود ته ځان رانږدې کوي او موږ پردې باوري کوي چې زموږ اصلي الفبا زموږد ژبې له پاره کومه نوې جوړونه نه ده بلکي دا  د یوې اوږدې لړۍ دوام دی چې یو شمیر ښې او ورته بیلګې یې د دغې نسخې او پټې خزانې په واسطه تر موږ پورې د یوه بل ارزښتناک میراث په توګه را ورسیدې.

۲- زما نه

 دویم اړخ چې دا زما په نظر ډیرمهم، ډیرځانګړی او ډیراستثنایي دی. هغه د دغې نسخې د لیکلو وخت ا وزمان دی، دغه نسخه په (۱۷۱۲م ) کال چې غالبآ (۱۱۲۴هجري) سره سمون کوي لیکله شوې، شاعر او لیکوال یې میرزاخان انصاري په ( ۱۰۴۰هجری) کال کې په دکن کې شهید شوی، معنا دا چې نسخه د میرزاخان له مرګه (۸۴) کاله وروسته خطاطي شوې ده. اوس غواړم چې د دغې نسخې نیټه لیک د پښتو ژبې د نامتو تذکرې پټې خزانې له نیټه لیک سره هم انډول کړو، پټه خزانه په (۱۱۴۲هجري) کال کې لیکله شوې، چې دغه نسخه بیا هم ترې (۱۸) کاله مشره او د مخه لیکل شوې ده. راځئ اوس پر دغه ټکي باندې یوه انتقادي او پرتلیزه رڼا واچوو چې آیا د دغې نسخې او پټې خزانې ترمنځ څه نږدیوالی او ورته والي شته که نه ؟ که وي نو دا معلومه ده چې دغه نسخه موږ ته دا په ډاګه کولای شي چې پټې خزانې ته تر ټولو نږدې لیکل شوی اثرهمدغه نسخه ده، که چیرې موږ پردې بریالي شو چې د دغې نسخې او پټې خزانې ترمنځ ورته والي او یورنګۍ پیدا کړو، زه فکر کوم چې دا به د پټې خزانې د اهمیت او ارزښت په اړه یوه نوې موندنه وي او یا که نوې هم نه وي نو پر یو شمیرهغو نظریاتو خو به د تایید ټاپه ولګوي چې په دغه اړه پخوا په عالمانه او محققانه توګه د پټې خزانې د منتقیدونو په وړاندې ویل شوي او لیکل شوي دي.

زما مخې ته د پټې خزانې  اصلي نقل شوې نسخه پرته ده، لومړنی ټکي چې د پټې خزانې په را نقل شوې بڼه کې زموږ پام وراړوي هغه دا دی چې پټه خزانه او د هغې د لیکلو ډول د پښتو ژبې منځنۍ لهجې ته ډیر نږدې دی معنا دا چې په پټه خزانه کې  زیاتره داسې توري ترسترګو کیږي چې د هغو دود په منځنۍ پښتو لهجه کې زیات دی، دا چې ولې؟ په دغه اړه کیدای شي بیلابیل عوامل په نښه کړل شي خو تر ټولو مهم یې زما په اند د غلجیو ولسونو د پراخې لهجې پروینګ او جغرافیایی موقعیت پورې اړوند بللای شو. زه اوس په دغه اړه ډیر ژور څه ځکه نه وایم چې پرنسخه باندې د ځوانو څیړونکو له خوا کار روان دی، زه باوري یم چې هغوی به په دغه برخه کې ډیر څه نورهم زما تر یادونې مستند او د پاملرنې وړ ومومي. زه یوازې یو دوه ټکي د یودوو تورو په اړه د بیلګې په توګه یادوم :

لومړی : (ږ) توری په پټه خزانه کې ( ږ) په ډیر برخو کې داسې کارول شوی لکه د میرزا د دیوان په نسخه کې. چې په لویدیزه لهجه کې یې شته والی او دود والي ډیر لږدی ، داسې ښکاري چې په اصله نسخه کې هم (ږ)  په همدغه بڼه وه چې بدلون یې نه دی موندلی او نقلونکي هم دغه توری په خپلې ټولې عالمانه امانتدارۍ سره موږته را لیږدولی دی.

دویم (ښ) توری هم د میرزاخان د دیوان په شان په ډیره طبعي توګه په پټه خزانه کې هم لیکل شوی دی ان چې په ډیری نومونو او ځای نومونو کې هم نقلونکي بدلون نه دی ورکړی لکه ( ښوراوک ) چې همدا اوس د شوراوک په بڼه تر(ښوراوک) ډیرویل کیږي، همداسې په (پښتخا)، ( بنګښ) ، (پښتو) او نورو نومونو کې هم د میرزا د یوان له لیک بڼې سره خپله یو رنګي هم ښيی اوهم یې ساتلې ده. تر ټولو مهمه دا چې (کشې ) نه په پټه خزانه کې لیدله کیږي او نه هم د میرزا په دیوان کې بلکي په دواړو لیکنو کې د (کښې کښ) په بڼه راغلی ده .

دریم : (څ ) تورې هم په دواړو آثارو کې په یو ډول او یوه بڼه کارول شوی دی، په یوشمیر نسخو کې د (څ) توري ځای (چ) نیسي لکه په (نندارچي، خزانچي،) او نورو ورته وییونو کې برعکس د میرزا په دیوان کې د (نندارڅي) په بڼه راغلی، له بده مرغه چې موږ هم په ورځنۍ لیکنه کې بې اړتیا نندارچی اوس تر (نندارڅي) زیات لیکوچې باید ویی نه لیکو.

په هرډول په دغه اړه جزیات نورهم شته چې کیدای نور دوستان یې ترما په ښه توګه په نښه کړي.

۳– د معاصریت او جدیدیت مساله

 اوس راځو په دواړو نسخو کې د معاصریت او یا هم جدیدیت اصل ته چې د پټې خزانې له پیدایښته بیا ترننه د یوه شخړییزبحث په توګه رامنځ ته شوی واود ارواښاد قلندرمومند یا زموږد یوشمیرلیکوالوپه وینا قلندرخان په انتقادونو کې هم له بنسټیزو هغوڅخه وچې ان اوس یې هم یوشمیریاران په تیره هغوی چې د انتقاد له پاره علمي دلایل اویاهم د ویلو جرآت نه لري هم هلته او هم دلته تر ژبه لاندې په یوه اوبله بڼه اړوي را اړوي.  په هرډول، د معاصریت او جدیدیت مساله د یوې علمي مسالې په توګه زموږ نومیالي لیکوال او د پټې خزانې په اړه د دقیق اثر لیکوال ګران عبدالکریم بریالی صاحب دی چې له نیکه مرغه د ده اثر( پټه خزانه د حقیقت په آیئنه کښې) تر ما پورې را رسیدلی او د دغو کرښو د لیکلو پرمهال مې مخ ته پروت دی، څیړلې ده، بریالي صاحب په دغه اثر کې پټه خزانه او د هغې په اړه انتقادي نظریاتو ته انتقادي کتنه اوانتقادي ځواب یې ورکړی، د دغه اثرپه (۱۴۵) مخ کې یوسرلیک هم (په پټه خزانه د جدیدیت الزام او د هغه تحلیل) دی چې د هغه په ترڅ کې یې د پټې خزانې د جدیدیت پر اصل باندې ژوره لیکنه کړې ده چې دلته به یې ځینې برخې په ګډه سره ولولو او بیا به خپله پاینیولنه (نتیجه ګري) د دیوان هدایت الحقیقت د جدیدیت په اړه هم ووایو.

بریالی صاحب د خپلې لیکنې په پیل کې لیکي: « په «پټه خزانه فی المیزان» کښی پنځم باب د جدیدیت په نامه ځینې ژبنی او د لیک دود اعتراضونه وارد سوی دی چې لومړی ورته د ادبي بدعت نوم ورکول سوی دی او وروسته ئی هغه بدعت ته غلطي ویلی ده چې د معترض په خیال دا کتاب « پټه خزانه» د شلمې پیړۍ د لیکوال نوی او جدید کوشش دی، تردې له مخه چې د اعتراضونو تحلیل په ترتیب سره ذکر سی مناسبه ده چې ستاسې د اسانتیا د پاره تردې عنوان لاندې د  ټولو شکونو لنډ شان جاج واخیستل سی. » (بریالی پورتنی اثر ۱۴۵مخ )

په بل ځای کې لیکي : « د جدیدیت ترعنوان لاندې دا پورتنی اعتراضونه اوبې ډوله احتمالات په دې دلیل او مقصد راغونډل کړل سوی دی چې د پټې خزانې کتاب، د هغه لیک دود او شعراو نث رکښی راوړي تورې د نوې زمانې ثابت کړي. په دې باب کښی یوازې دری ګرامری یا لهجیاتی اختلافونه راوړل سوی دی چې تر تفصیل مخکښې د دې وضاحت وسی چې هغه د کندهار او د پیښورد لهجو ترمنځ یوډول توپیرڅرګندوي چې هغه یو حقیقت او ژبنی ضرورت دی…» ( پورتنی اثر ۱۴۹مخ)

بل ځای لیکي: « دوهم د مشرانو د تعامل څخه د ښاغلي معترض مراد کوم مشران دي؟ او د کومی سیمې او لهجې؟ ولی چې د هغوی تعامل مثالونه یې نه دی راوړي،غالبآ دا تعامل دنن ورځې مشرانوته اشاره ده ، نه نیم سوه کاله مخکښې تیرسوی اسعد سوری او ښکارندوی ځکه مشران نه څرګندوي چې د هغو په ژبه باندې ګرامری نیوکه سوې ده او داسې ښکاري چې محترم د هغو په لهجه او لغت باندې خبر نه دئ، ځکه د سوء تفاهم مسئله رامنځ ته سوې ده.» ( پورتنی اثر ۱۵۰مخ)

بل ځای لیکي: « د جدیدیت په حقله دمحترم معترض ټول کړ او رالنډوم چې موصوف د پټې خزانې سل کاله مخکښې لیک دود اود پخواني ادب او لهجو باندې مشتمل تحریرد لږاو کم زر کاله پخواني ژبې او صیغو استعمال ئی ترنقد لاندې راوستلی دی اودنن ورځې د یوې لهجې په تله کښی یې تللی دی. هرڅه چې دی خوپټه خزانه اوس پوره لوڅه سوی ده، اوس موږ ته پکار ده چې خپل علمي استعداد په ډک مټ د دغسې خزانې په صحیح ډول په خرڅولو صرف کړو او د ښواخلاقو مظاهره وکړو… »  ( پورتنی اثر ۱۶۸مخ )

        زه خو لومړی له بریالي صاحبه د دغې مهمې یادونې د لیکلو له امله مننه کوم، چې ده په دغه مهم (۵۴۱) مخیز اثرسره د پټې خزانې پر موخه او ماهیت باندې ژوره کتنه اوعلمي لیکنه کړې ده. چې له هره پلوه د ستاینې اوپه علمی لحاظ دیادونې وړده، بله داچې دده دغې لیکنې دیوې وړاندوینې په توګه اوس له موږ سره دا مرسته وکړه چې موږ باید پردغه ټکي باوري ووچې پر ادبي آثارو باندې انتقاد د وروستۍ پریکړې په توګه، حتمي ونه ګڼو، د معاصریت مسله چې په پټه خزانه کې د پوښتنې وړ مساله وه، که چیرې دا مساله اوس د میرزاخان له دغې نسخې سره په پرتله کې څیړو، څه باید ووایو چې دا هم پرون چا لیکلې ده ؟ د بیلګې په توګه که ارواښاد مومند اوس ژوندی وای، نوبیا به یې ویل چې د دکن آصفیه کتابخانې ته رشید او یا هیوادمل او یا هم بریالی صاحب ورغلي او له هغه ځایه یې په خپل لاس او خپله خوښه دغه نسخه داسې اویاهسې را کاپي کړې ده چې ګواکي دهغه وخت لیکدود یې د اوسني لیکدود په بڼه لیکلی دی؟  ښاغلي بریالي دغې موضوع ته د ( اعتراضونه اوبې ډوله احتمالات) نوم ورکړی چې جالب اوپه زړه پورې دی، په تیره بیا اوس، چې زموږ په مخکې د پټې خزانې په شان یوه بله هم زمانې نسخه هم په کټ مټ لیکدود پرته ده، زه فکرکوم چې د بریالي صاحب احتمالات نومونه دقیقه وه، ځکه دی پردې باوري دی چې د مومند صاحب نظریه چې ده د خپلې غوڅې پایلې او الزام په توګه یې وړاندې کړې اوس په خپله ذات کې دمیرزاخان ددغې نسخې د لیکدود په پام کې نیولوسره په ډیره طبیعی توګه (بې ډوله) شوه. ما خو مخکې ویلي ول چې د میرزا د دیوان هدایت الحقیقت دغې نسخې زموږ په وړاندې دهغه پله بڼه غوره کړه چې پټه خزانه اوتریوه حده درحمان بابا (۱۱۲۳هجري) دیوان یی د ټولې خوشحال خانۍ دورې پر سر تر موږ پورې  د هوایي پله په توګه راتیر او په معاصر یا جدیدیت باندې یې وتړل. دغه دری واړه ادبي آثاراوس موږته دا لامل را په ګوته اوهغه (بې جهته اعتراضونه) چې ګواکی په پټه خزانه کې د معاصرې لیکوالۍ نښې نښانې یوادبي ثابت حقیفت نه بلکې لاسوهنه ده، په هر اړخیزه توګه بې معنا کړل اوس باید په درنښت سره دا ومنو چې د میرزاخان د دیوان د دغې نسخې په رامنځ ته کیدو سره او په خپله په همدغه زماني موقع کې یادو ټولو مشابهتونو او ورته والیو زموږ په وړاندې زموږ اړیکه زموږ له معاصري لیکوالۍ سره نوره هم کلکه کړه، اوس نو څه باید ووایو چې د پورته اعتراض له پاره نور هم د اهمیت څه ځای پاتې دی ؟

 زه خو فکر کوم چې د حضرت میرزاخان روښاني انصاري د هدایت الحقیقت له برکته اوس موږ په ډاګه ویلی شوچې دا نسخه اوپټه خزانه د لیکدود او لیکوالۍ له مخې دیوه عصر لیکل شوې ادبي بریاوې او یو شان لیکنې دي چې زموږله اوسني لیکدود، لیکنو اوژبې سره کلک تړاولري چې موږیې زموږ خوږې پښتو ژبې او پښتنو لیکوالو په تیره بیا د خپلو نامتو مشرانوعبدالعلي اخوندزاده او علامه حبیبي ارواحو ته دیوه نوي بري په توګه مبارکي ویلای شوو!

خدای لوی دی

درناوی

پروفیسور عبدالخالق رشید

د نهرو پوهنتون استاد

د ۲۰۲۴ کال د جولای  دریمه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.