ګیله­ من وزیر څوک و؟

268
ګیله من وزیر

د شمالي وزيرستان د اسدخېلو اوسېدونکی ګيله­من وزير چې اصلي نوم يې حضرت نعيم و، په اسلام اباد کې د څو کسانو لخوا په شوي یو برید کې تر سخت ژوبلېدو وروسته يې بېګاه د اسلام اباد په يوه روغتون کې ساه ورکړه.

تر ژوبلېدو وروسته د پاکستان ملتپالو پښتنو سياستوالو، هنرمندانو، شاعرانو او نورو شخصیتونو له ګيله­من وزير سره خواخوږي وښودله او د عاملانو د محاکمې غوښتنه یې وکړه.

دغه راز د پخوانيو افغان ولسمشرانو حامد کرزي او محمد اشرف غني په ګډون د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې مېشتو افغانانو هم د ګيله­من وزیر په باب خپګان ښوولی او پر ده بريد يې د پښتنو لپاره يوه ضایعه بللې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ فعال او شاعر ګيله­من وزير به په ټولنيزو رسنیو کې د پاکستان د حکومت او پوځ پر امنيتي پاليسيو ښکاره نيوکې کولې، له دې کبله نوموړی په ۲۰۲۳ز کال کې پر پوځ د نیوکو او د خلکو د پارونې تورونو پر اساس نیول شوی هم و.

هغه په خپلو شعرونو کې د لادرکو خلکو پر مسئله هم غږېدلی او د پاکستان پر امنيتي مسایلو یې هم نیوکې کولې.

هغه د ۲۰۲۴ز کال په فبرورۍ کې تر شا و خوا اته میاشتني زندان تېرولو وروسته خوشې کړای شو. د پښتون ژغورنې غورځنګ یا (پي ټي اېم-PTM) مخکښ غړي عالمزېب مسيد د ازادۍ راډیو له مشال څانګې سره په خبرو کې وويل، ګيله­من وزير چې بهرين ته د مزدورۍ لپاره تللی و او له هغه ځايه به يې غورځنګ ته مالي مرستې ورلېږلې، نو د ده په خبره په ۲۰۲۰ م کال کې د پاکستان د حکومت په امر له هغه هېواده وايستل شو او نوم یې د پاکستان په اېګزټ کنټرول لیسټ کې ورزیات شو.

که څه هم د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي خو عالمزېب وايي چې پر ګيله­من او نورو يو شمېر پښتنو له ترهګرو سره د مالي مرستو تورونه لګيدلي وو ، کوم چې په بې بنياده وو.

نوموړی وايي پاکستان دغه کار د دې لپاره وکړ چې د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې (فاینانشل اېکشن ټاسک فورس یا اېف اې ټي اېف) ته وښيي چې هېواد ته يې د ناقانونه پيسو د لېږد د مخنيوي لپاره ګامونه پورته کړي دي:

«دغه بې بنياده تورونه وو چې له کبله يې د ګیله­من په ګډون ډېری کسان له بهرينه وایستل شول.»

د پي ټي اېم مخکښ غړی عالمزېب مسيد وايي چې کله په ۲۰۲۰م کال کې ګيله­من وزير له بهرينه په زوره پاکستان ته وشړل شو، نو نوموړي بيا هلته د غورځنګ په هلو ځلو کې برخه اخیستل پیل کړل.

عالمزېب وايي ګيله ­من عصري تعليم ډېر نه و کړی، خو پوهه يې دومره درلوده چې ډېر په اسانه به يې د پښتنو او افغانستان مقدمه نړۍ ته وړاندې کوله:

«ګيله­ من چې کله په ۲۰۲۰م کال کې له پي ټي اېم سره په پاکستان دننه مبارزه پيل کړه، نو تر ټولو مخکې و او په دې لړ کې يې نه يوازې جېلونه تېر کړل، بلکې د امنيتي ادارو له خوا لادرکه کړل شو او له دومره ډېرو سختيو سره مخ شو چې نوموړي ورته د دوزخ نوم ورکړ.»

عالمزېب وايي ګيله من وزير چې څه په شعر کې ويلي دي، نو د هغې عملي مظاهره يې هم کړې او د د ه په خبره دا کار به په تاريخ کې ډېرو کمو خلکو کړی وي.

ګیله­ من وزیر د جولای میاشتې پر اوومه په اسلام اباد کې په یوه حمله کې تر ژوبلېدو وروسته په پېمز روغتون کې بستر و.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور تېره شپه په یوه وینا کې وویل، ګیله­من وزیر د جولای پر اوومه په هغه ښار کې د ازاد خان داوړ په نامه يو تن او له هغه سره ۱۰ یا ۱۲ نورو کسانو په لرګیو او چړو پر سر وهلی و.

داوړ په شمالي وزیرستان کې يو ځايي سیاستوال دی او په پلازمېنه اسلام اباد کې د جایداد کار و بار لري.

وروسته له دې چې د پښتین ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر پولیسو د دې پېښې په تړاو د اقدام نه کولو په خاطر نیوکه وکړه، د اسلام اباد پولیسو وویل چې پر ګیله من وزیر یې د برید دوسیه پرانستې او پلټنې یې پیل کړې دي.

له ګيله­من وزیر پنځه بچي (درې لوڼې او دوه زامن) پاتې شول. د ده دوه وروڼه او شپږ خوېندې دي، وروڼه یې په بهرنیو هېوادونو کې مزدورۍ کوي، مور يې ژوندۍ خو پلار یې مړ دی.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.