Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

عيسی عليه السلام په څنگه وخت کي راغی؟ /مولوي عصمت الله عزام

0 856

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم امابعد:

د حضرت عيسی-عليه السلام-تر راتلو مخکي په انسانانو کي له دين څخه بُعد رامنځته شوی وو، د عقائدو په اعتبار يهوديان په يوشمېر ډلوتقسيم شوي ووچي له امله يې د دوی ترمنځ زيات اختلافات رامنځته شوي او په ديني اعتبار يې حالات خورا زيات خراب شوي وو.

په دوی کي درې ډلي: فريسي، صدوقي او اسيني د خپلوتحريف شويو تعليماتوسره په ټولنه کي فعالي وې او ورسره فقيه او کاهن هم د خلگوپه منځ کي کلک ملاتړ لری.

د موسی عليه السلام  دین بني اسرائیلو ته ددې لپاره  راغلی وو چي  هغوی یې د نفس او وجدان تهذیب ته بلل، خو  دوخت په تېرېدوپه هغه دين  کي د تحریف او تغییر لاسونه ورننوتل چي په پايله کي يې دغه دین له آسماني بڼې نه واړاوو.

نو الله پاک دهغوتحريفونواوبدلونونوداصلاح لپاره حضرت عيسی-عليه السلام-راواستوی او هغه دپېغمبرکېدلوسره سم د الهي ارشاداتومطابق خلگ دالله پاک د دين او دحق په لور راوبلل اويهوديانوته يې دسمي لاري په لوردعوت ورکړ.

عیسائيت یا نصرانیت هماغه دین دی چې الله پاک دحضرت موسی عليه السلام ددین د بشپړولو لپاره پرحضرت عيسی-عليه السلام- رانازل کړی وو.

په يهوديانو کي غلطو نظرياتو،خرافاتواو نورو ناوړو کارونو خوراپه پراخه کچه شتون درلود او د حضرت موسی عليه السلام دين يې د خپلي خوښي او طبيعت مطابق گرزولی وو.

له سره هم يهوديان داسي قوم ووچي خپل پېغمبران يې ډېرځورولي وو،ډول ډول شرارتونه په دوی کي موجود وو او له بلي خوا له ډېري زماني راهيسي ورته پېغمبرهم نه وو راغلی، دوی په تورات کي د پام وړلاس وهنه کړې وه او ډېر داسي کارونه چي په الهي دين کي نارواوو، دوی روا کړي وواوروايې نارواکړي وو او د ټولو زړونه  ډېر زيات سخت شوي وو، د پېغمبرانو علیهم السلام  تگلاره يې له پامه غورزولې وه، پر داسي  لارو روان شوي وو څنگه چي ددوى زړونو غوښتل.

په داسي وخت کي  الله جل جلاله  حضرت  عيسى عليه السلام دوی ته راولېږی  څو دوی ته سمه لار وروښيي او د دوی ديني او اخلاقي اصلاح وکړي.

کله چي عيسى عليه السلام په دعوت پيل وکړ، نو لومړى يې هغه تحريفات چي دوى په تورات کي کړي وو اصلاح کړل.

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply