Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

له تکړه شاعر، لیکوال او ژورنالست اجمل اندسره د زړه خواله !!! /خوشال درانی

0 967

یو مهال په ادبي ناستو کې فعال وم په ځانګړې توګه کله چې ننکرهار او پېښور کې وم.

اجمل اند

یادونه :

دا مرکه مې د ننګرهار ولایت د محصلینو د مجلې (موخه)له پاره کړې وه،چې ځینو مینوالو ته هغه مجله نه وه رسېدلې.

د اندصیب د مینوالو له پاره یې بیاپه نړۍ جال کې خپروم.

خوشال درانی

ajmal and

ښاغلی اجمل اند

درانی:اسلام علیکم اندصیب له نوم،شاعرۍ،لیکوالۍ اوله غږسره خو دې ټول لوستونکي اشنا دي خوبیاهم که د(موخه)لوستونکوته ځان وروپېژنــئ؟

اند:اجمل اند یم ، په ۱۳۵۶ هـ ل کال کې د خوږیاڼیو په کوزبیار کې زیږیدلې یم . زده کړې مې په بېلابېلوو ښونځیو ، لېسو او د لوړو زده کړو موسیسو کې ماتې ګوډې کړې دي ،  څه وخت مې د بي بي سي تعلیمې پروژو کې کار کړی او اوس د ازادۍ راډيو سره د چک جمهوریت په پراګ ښار کې د خپرونو د جوړونکي په توګه کار کوم .

2درانی:.    که لږدزده کړو په اړه ووایاست چې څومره زده کړې مو کړې؟

اند:لومړنۍ زده کړې مې د خیبرپښتونخوا په هنګو کړي ، څه موده د ننګرهاري عالي لیسې ته هم تللی راغلی یم ، د خوږیاڼیو د ملکیار هوتک له لیسې فارغ شوی یم . بیا مې دوه درې کاله د ساینس او ټیکنالوژۍ پوهنتون کې د حقوقو په پوهنځي کې درس ووایه خو چې ستونزې ډېرې شوې همداسې په نیمه کې مې پرېښود او تر هغې وروسته مې غیرې رسمې زده کړي کړي ، خو رسمي هغه نه .

3.درانی:اند صیب تاسې خلک دیوښه شاعر په توګه پېژني دشعر تر څنګ نثر هم لیکئ؟

اند:هوـ کله ناکله مې نثرونه هم لیکلي ، لنډې کیسې ادبي لیکنې او ځینې ټولنیزې لیکنې په کې شاملې دي .

  1. درانی:ستاسې ځینې مینوال وایي چې اند په کلي کې ښه شعر لیکه اوس یې شعر هاغسې نه دی داخبره ستاسې له نظره سمه ده؟

اند:که ريښتیا ووایم نو له څلورو کلونو څخه زیاته موده وشوه چې ما هیڅ شعر نه دی لیکلی ، نو چې شعر مې نه دی لیکلي دا قضاوت هم سم نه دی چې اوس مې شعر پخوانی رنګ نه لري . البته تر یو ځایه دا خبره داسې سمه ده چې زما شعرونه وروسته له دې هغه کلیوالي رنګ نه شي لرلی ځکه چې  مساپري سخته خواري ده … هغه که سړی هر ځای کې مساپر وي ، خو چې له خپل کلي کور څخه لرې وي  …زه وروستي ځل چې کلي ته تللی وم ، هغه ۲۰۰۷ م کال کې و ، نو تقریبا اوه کاله وشول چې ما کلی نه دی لیدلی  ، نو په شاعرۍ خو به یې خامخا اثر پریوزي .

5.درانی:اند صيب! ولې شعرليکئ، ياهم د شعر ليکلو د پيل انګېزه مو څه وه؟

اند:فکر کوم شعر او زه سره تړلي پيدا یو . ما شعر د هنګو په سمسورو ځنګلونو کې وموند ، شعر مې ددې لپاره لیکه چې د خپل زړه خبرې په کې په سندریزه بڼه وکړی شم او د خپلې ټولنې درد په کې انځور کړی شم …

6.درانی:ځینې وایي اند اوس هم خلک کوکناروکرلوته رابولي په شعر کې یې اوس هم دکوکنارو ذکر ډېرشوی کم شوی نه دی؟

اند:نه کوکنار او نور نشه  مواد ښه  شی دی ، او نه ورته زه څوک رابولم  خو ما په شعر کې د کوکنار ګل د مازیګرونو ستاینه کړي چې له رنګونو ډک وي او د کلي نه د رنګونو جام جوړوي او له دې انکار نه شي کیدی ..او اوس یې هم ستایم .

7.درانی: اندصیب ستا هماغه څلور ټولګې اویوه ژباړه چاپ شوې خو په دې ورستیوکلونوکې مو کوم کتاب نه دی چاپ شوی؟ اوس شعر نه لیکي که نه نور شعر نه چاپوئ؟

اند:اوس خو لکه مخکې مې چې وویل څه لیکم نه نو څه به چاپ کړم ، البته یو ټولکه شعرونه او ځینې نور لیکلي کتابونه لرم چې چاپ یې راڅخه پاتې  دي او په مناسب وخت کې به یې چاپ کړم . خو دا منم چې دا ډيره موده مې شعر نه دی لیکلي ، خپلې زړې ببولالې زه نه تکراروم او کوم نوښت راڅخه کیږي نه ، نو بس همداسې پاتې دي . خو دا په دې مانا نه ده چې ګوندې شاعري مې پرېښې دي . زه په ریاضت بوخت یم او هیله لرم چې په نژدې راتلونکې کې به د خپل شعر مینوالو ته نوې سندریزې ډالې وړاندې کړم …

  1. درانی:اندصیب شعر ستا له نظره کومه مانالري؟ هر څوک ورته له خپلې زاویې ګورې تاسو ورته له کومې زاویې ګورئ؟

اند:زما په نظر شعر زموږ د ژوند سندریزه هنداره ده .

  1. درانی:ستاسې پر اند ښه شعر کومې ځانګړنې لري؟

اند:ښه شعر زما په اند  هغه دی چې شاعر یې په کې خپلو کړو خبرو کې صادق وي ځکه شعر د زړه غږ دی او د زړه غږ هله بل زړه ته لاره مومي چې ريښتینولي په کې وي …یو نامريي ځواک شته چې له هنر سره د هنرمند صداقت انتقالوي او که صداقت په کې نه وي نو لکه روح چې په کې نه وي .

10.درانی:  اندصیب دڅينو شاعرانو په شعر کې دچا رنګ پروت وي په خپل شعر کې دچا رنګ ګورئ؟

اند:زه خو په خپلو شعرونو کې د چا ځانګړی رنګ نه ګورم ،  کیدای شي وي په کې ، خو ماته یې هر رنګ خپل رنګ ښکاري . البته وخت ناوخت د ځینو لویو شاعرانو تر اغیز لاندې راغلی یم چې کیدای شي دا اغیز زما په ځینو شعرونو کې هم جوت وي ..

11.درانی:ځینې استادان دا خبره کوي چې اوسني تکړه شاعران ډېر بوخت دي هغومره کارچې دوی باید وکړي هاغسې کار نه کوي، تاسې پکې څه وايئ؟

اند:خبره داده چې په لفظونو وږې ګیډې نه مړیږي کنه ما به سندرې لیکلې او هم به مې خپله خوړلې هم به مې د نړۍ پر نورو وږو ویشلي خو داسې ممکنه نه ده . نو خواری مزدوري خو پکار ده .. بل موږ په نورو فرهنګي برخو کې هم کار ته اړتیا لرو . د شاعرانو نه باید دا تمه ونه کړو چې تل دې شعرونه ولیکي ، که هغوی بل کوم سم کار کولی شي ولې یې ونه کړي .. ما په تیرو څو کلونو کې د ژورنالیزم په برخه کې هم کار کړی نو که شاعرې مې نه ده کړلې خبریالي مې کړي چې هغه هم یو ټولنیز کار دی .. زما  یو ګیله دا ده چې زما د کار په اړه خلک یوازې شاعرۍ ته پام کوي … زما ژورنالیستک او نور کارونه چې هغه هم ددې ټولنې لپاره وو له پامه غورځوي …په هر حال دا سمه ده چې نورې بوختیاوې له سړي شاعري پاتې کوي . خو له ما څخه نورې بوختیا نه بلکې مساپرۍ پاتې کړې ده .

12.درانی:ستاسې يو بيت دى:

پر اننګو چې يې د ګرد خړه پټۍ پرته ده

روسي پوسته مې دافغان زړه پر غونډۍ پرته ده

اوس هم کله داسې انګېرئ؟

اند:هو … دا بیت زما  د خوښې بیت دی ، او دروسانو پوستې زما د ماشومتوب په خاطرو کې دي .

13.درانی:په  ادبي ناستو کې ګډون له شاعرانو سره څومره مرسته کولاى شي؟

اند:ما چې مخکې کومه د مساپرۍ خبره وکړه ، هغه همدا مسله ده ، ماسره دلته اروپا کې زما فرهنګي یاران یا لږ تر لږه هغه یاران او ادبي بنډارونه نه شته چې زما د شعر سرچینې وې ځکه خو شعر رانه پاتې دی. ادبې ناستې او فرهنګي بنډارونه د یو شاعر د پنځونو سرچینه کیدای شي او  ګډون په کې د شاعرانو لپاره ډیر مهم دی .. په ادبي ناستو کې هره ورځ داسې نوې مسلې مطرح کیږي چې پر زده کړې سربیره یو شاعر ته د شعر ښې سوژې ورکولی شي .

14.درانی:اند صيب! ستاسې ملګري وايي چې تاسې په ادبي ناستو کې ګډون نه کاوه،ولې ګوښه توب خوند درکوي؟

اند:نه داسې نه وه … یو مهال په ادبي ناستو کې فعال وم په ځانګړې توګه کله چې ننکرهار او پېښور کې وم . خو  په کابل کې رانه دا فعال ګډون د بیلابیلو لاملونو له مخې ګډوډ شو. زما یوه ستونزه تل دا وه چې له تیرو ۱۴کلونو راهیسې زما تړاو له رسنیو سره دی ، او د رسنیو سره کار کول یو څه ډيروخت غواړي نو دې ژورنالیستیک کار هم زما پر ادبي کارونو اغیز کړی و او په غونډو کې یې زما ګډون هم اغیزمن کړی وو . د بیلګې په توګه که د جمعې په ورځ د ادبي بهیر غونډه وه نو هغه ورځ به زه په کومه خبري مسله په راپور جوړولو اخته وم دې هم اغیز درلود .

15.درانی::دچا شعرونه مو خوښوېږي او ولې؟

اند:ښه شعر چې د هر چا وې خوښیږي مې ، ځانګړي نومونه ځکه نه اخلم چې لیست یې اوږدیږي خو پر هر شعر کې چې فکر او خیال ښه غاړه غړۍ شوې وي زما د خوښې شعرونه دي .

16.درانی: په مساپرۍ کې هم فرهنګي کارونه پر مخ وړئ؟

اند:مساپرۍ کې فرهنګي کارونه مات ګوډ روان دي په دې هیوادونو کې په فرهنګي کار کې هومره برکت نه شته لکه په وطن کې چې وو، خو بیا هم مات ګوډ کار کوو ، زما اوس هڅه داده چې زموږ فرهنګي چارې د ټولنیزې میډیا د اوسنۍ ځغل سره سمې شي. یو وخت و چې موږ به شعر یوه مجله کې خپور کې چې ۵۰۰ ګڼې به خپریده ، هغه به هم ځینې ګڼې ضایع شوې .. اوس خو د فیس بوک په څیر ټولنیزو رسنیو حالات دومره بدل کړي چې په یوه شیبه کې زرګونو کسانو ته یوه لیکنه رسولی شي … نو ددې دور فرهنګي غوښتنې هم بدلې دي او موږ باید ځان ورسره بدل کړو … نور زما په اند هغه په دودیزه توګه شعر یا کیسه لیکل او چیرته چاپول نور کار نه ورکوي بلکې څه نوې فرهنګي کارونه ، نوي ادبي چوکاټونه په نویو لارو چارو پکار دي څو مو د ټولنیزو رسنیو په دې عصر کې د خپلې ټولنې ادبي تنده خړوب کړي وي …

17.درانی:څينې خلک د فرهنګي کړيو پر مرسته مشهور شي، کار پيداکړي او بيا خپلو فرهنګي منډو ته شا کړي، تاسې دغسې چاته څه ويل لرئ؟

اند:داسې ده چې موږ خو همدې فرهنګي کارونه تر دې ځایه را رسولې یوو ، په سختو ورځو کې یې لاس راکړی.نو فرهنګي هلې ځلې پرېښودل نه دي پکار البته ، بیکاره کیناستل هم سم نه دي لکه د ځینو په شان چې شاعري یې د ژوند د ټول اړخونه نیولې وې ، شعر لیکل کار نه دی بلکې یو شوق دی ..نو کار کول به هم غواړي او فرهنګي بنډارونه پالل هم پکار دي …

18.درانی:په هيوادکې روان فرهنګي بهير څنګه ارزوئ؟

اند:مخکې مې وویل چې اوس د ټولنیزو رسنیو دور دی دې هر څه بدل کړل او لا هم د بدلون په حال کې دي .که زموږ فرهنګي هلې ځلې هم ورسره ځان برابر نه کړي نو بیا خو به وروسته پاتې یوو.. البته اوسنی وضیعت یې ځکه خوښونکی دی چې له ادب او فرهنګ سره مینه لرونکي کسان زیات شوې دي … دوی سره د موبایل او انټرنیټ په څیر وسایل شته او همدارنګه پراخ او بې ویرې ادبي بنډارونه .. نو دا خو ښه روان دی خو تمه ترې دا ده چې باید په دومره اسانتیاوو کې ښه هنري اثار رامخې ته شي چې تر اوسه په کې داسې اثار کم دي ..  خدای  (ج) وکړي چې په دې برخه کې تر دې هم غوره پرمختګونه وشي ..

19.درانی:دغه لسيزه دپښتوادب لپاره څه ډول بولئ؟ ايا د بيان ازادي ريښتياهم پر ادب کومه اغېزه کړې ده؟

اند:که ريښتیا ووایم نو ادب  په بندیزونو کې ښه وده کوي ، په دې لسیزه کې د رسنیو وده ډيره زیاته او د اټکل خلاف وه ، خو د ادب وده نه شم ویلی چې ښه وه .. هماسې زړه په زړه وه او یا له تیرې لسیزې هم بدتره وه .. زموږ زیاتره ښه ادیبان په نورو کارونو بوخت شول لکه تاسو چې وویل ، تر ډيره له ادبیاتو او هنر څخه پاملرنه ژورنالیزم ، د بیان زادي ، پروژو او نورو مسلو ته واوښته … که څه هم  په دې لسیزه کې ځینو شاعرانو او لیکوالو ښه اثار وپنځول  خو دا د ګوتو په شمیر وو او زما په فکر تیرې لسیزې د ادب لپاره هومره لورینه نه لرله لکه په ژورنالیزم او نور برخو کې یې چې لرله …

20.درانی:په فرهنګي خوځښت کې د دغسې مجلو خپراوى څه ډول بولئ او په ټوله کې د مجلې لوستونکيو ته کوم پيغام لرئ؟

اند:مجلې او بیا داسې فرهنګي مجلې خو لوی کار دی او پراخ اغیز لري ، خو زما هیله داده چې که دا مجلې کلیوالي سیمو کې ځوانانو ته ورسیږي نو اغیزې به یې لا هم ډیر وي ..

21.درانی:یوڅوپوښتنې به شخصي وکړم واده مو په خپله خوښه وکړ؟که دکورنۍ په خوښه؟

اند:واده مې په خپله خوښه کړی دی

22.درانی: غواړي چې بچیان دې څه ويخبریال،انجینر،ډاکتر…………اوکه خپلې خوښې ته یې پرېږدې؟

اند:بچیان به خپلې خوښې ته پریږدو ، ځکه هغوی په هغه عصر کې اوسي چې زموږ ورسره شناخت نه شته نو دا په هغوی پورې ده چې څه کول غواړي .

23 درانی:اندصیب کورمو ودان

اند:ستاسو دې هم کور ودان وې چې له دومره لرې مو وموندلم

کېږدۍ
اجمل اند
چې د ښکاري د ټوپک خوله کې ګولۍ و ځنډېده
ايله مو اوس په شنډي توت کې مرغۍ و ځنډېده
د چا فقير دعا مو کلي ته قبوله شوله
سږ غنم وږو کې باران و ، ږلۍ و ځنډېده
لا دې د خال د دعوه ګيرو کـډې نه دي تللي
خود مې په غاړه کې ټوپک ګردنۍ و ځنــډيده
جوړ د نښترو په تالا ځوانۍ يې اوښکې تویکړې
چې د ( بزرګې څوکې ) سر کې سپوږمۍوځنډېده

د ټوپک ډزې د چا ساندو غېږ کې ونيولې
له پورې کلي ورا رانغله ډولۍ و ځنډېده
دا ستا د زنې د شينکي خال شنې ورشو ته اشنا
زما په سترګو کې د اوښکو کيږدۍ و ځنډېده
سږ يې د اوښ د غاړې زنګ کوڅه کې کړنګ ونه کړ
ښايي رانغله په ايلبند کې کوچۍ وځنډېده
يو ستړي اند ته چا د کلي لويه لار څارله
يو لوپټه نن په دې پورې بلۍ و ځنډېده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply