Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

پاکستان ته به د ولسمشر غني سفر له تیرو هغو څه توپير ولري؟ /خوشال خلیل

0 999

 جامعه‌ًباز ورځپاڼه

دا دی پرون ولسمشر محمد اشرف غني خپل درېیم بهرنی سفر پاکستان ته پیل کړ، هغه هېواد چې پخواني حکومت سره یې په تیرو دیارلسو کالو کې اړیکې خورا ترینګلې وي او تر اخره په کې ښه والی رانغلو. پخواني ولسمشر حامد کرزي ډېره هڅه وکړه چې د کابل په اړه د اسلام اباد سوچ بدل کړي او په دې سلسله کې يې دغه هېواد ته له شلو زیات سفرونه وکړل، چې تر اخره يې هیڅ ګټه نه ده کړې، دغه تګ راتګ او ناستو ولاړو تر ډېره یوه تشریفاتي بڼه درلوده. تیر حکومت او ولسمشر ونه توانید چې د افغانستان او د طالبانو په قضیه کې د دغه هېواد همکاري راجلب کړي، څو په افغانستان کې د طالبانو او تروریستانو له مالي، ځاني او ايډیالوژیک ملاتړه لاس په سر شي. ددغې مسئلې دردونکې اړخ دا دی پاکستان نه یوازې د افغانستان له خوا لګیدلي تورونه په کلکه رد کړي دي، حتا خپل ځان يې د تروریزم قرباني هېواد بللی دی او په دې توګه یې د نړیوالو په سترګو کې د خاورې اچولو کوشش کړی دی.
پاکستان په دې بریالی شوی دی چې د تیر حکومت او دلته د ښکېلو غربي هېوادونو وخت په همدې، پلمو او خبرو ضایعه کړي او زموږ چارواکي په خپلو درواغجنو ژمنو په نن او سبا تیرباسي او خپلو مداخلو ته په خورا سپین سترګۍ دوام ورکړي، چې د طالبانو او د ډيورنډ په پوله د پاکستاني پوځيانو تازه بریدونه يې ښکاره بېلګې دي.
پاکستان سره تیرو دیارلس کلنو اړیکو او د افغانستان په مسئله کې د دغه هېواد د ښکېلتیا تاریخ ته په کتو، له دغه هېواد سره د تیر په څير په تشریفاتي سفرونو او ډیپلوماتیکو ناستو ولاړو ستونزه نه اواریږي او دغه هېواد د طالبانو له ملاتړه په دومره اسانۍ لاس نه اخلي. نو له همدې امله له ولسمشر غني تمه کېږي، چې پاکستان سره د اړیکو زاړه چوکاټونه او لارې چارې یوې ډډې ته کړي او دغه هېواد سره له یوې نوې زاوې او نوي لیده مخکې لاړ شي، نه لکه د پخوا په څير چې په بي نتیجې خبرو یې د تیر حکومت وخت ضایعه کړ او زموږ له نوي حکومت سره هم هماغه لوبه روانه او جاري وساتي.
خو که موږ چېرې په سیمه او دواړو هېوادونو کې تازه تحولاتو ته وګورو داسې نښې نښاني شته چې د ولسمشر دا سفر بااهمیته کړي او د یو څه تمې هيله ترې وشي.
۱ـ پاکستان په نړۍ واله کچه د تروریزم نه د ملاتړ له امله ډېر بدنام شوی دی، چې حتا څو کاله وړاندې د سریلانکا د کرکټ په ملي ټیم باندې په پاکستان کې برید، ددې لامل شو چې هیڅ بهرنی ټیم دغه هېواد ته د لوبې لپاره رانشي او په پاکستان کې نړيوالې لوبې ترسره نشي، د پاکستان ولس له دغه بابته خورا ځوریږي او هیله لري چې هېواد يې له دغې بدنامۍ راووځي او په خپل هېواد کې د بهرنیو ورزشي ټیمونو کوربه اوسي، له همدې امله ټاکل شوې افغانستان د کرکټ ملي ټیم به له هغې پېښې وروسته لومړنی هېواد وي چې په پاکستان کې دننه د هغه هېواد د کرکټ له ټیم سره یوه دوستانه مسابقه کوي چې د دواړو هېوادونو مشران به هم د هغې ننداره وکړي، یعنې افغانستان پاکستان ته د خپل ملي ټیم په لیږلو سره د نړۍ نورو هېوادونو ته دا پیغام استولی شي چې پاکستان کې د ورزشي لوبو امکان شته او هغه ناوړه انځور چې د پاکستان په اړه نړۍ کې موجود دی، د افغانستان په مرسته یو څه ښه کيدلی شي.
۲ـ پاکستان هغه هېواد دی چې د انرجۍ له سخت کمښت سره مخ دی، د انرژۍ کمښت ددغه هېواد په اقتصاد او تولید خورا ناوړه اغيز کړې ده، انفلاسیون او بیکاري په کې بیخي زیاته شوې ده او نړۍ د یو پوروړي هېواد په توګه مطرح دی چې د خپلو پورونو د ورکړې توان نه لري. پاکستان هغه وخت کولای شي د انرژۍ له کمښت نه ځان بچ کړي چې افغانستان سره همکاري وکړي او د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د افغانستان له لارې سوداګري زیاته او د خپلې اړتیا وړ انرژي وارده کړي.
۳ـ له تروریزم نه د ملاتړ سیاست لکه دوه مخې توره داسې ده، چې دښمن او خپل ځان دواړه ژوبلوي، د همدغه سیاست له امله نن سبا پاکستان کې د کلاشینکوف کلچر وده کړې، افراطي ډلې په کې زیاتې شوې دي، تروریستي بریدونه په کې کېږي او د امنیت په راوستو د پاکستان ډېر زیات لګښت کېږي او د همدغه ناامنیو له امله پاکستان کې نړيوالې کمپنۍ پانګونې ته زړه نه ښه کوي او حتا خپل پانګوال يې لګیا دې نورو هېوادونو ته پانګې لیږدوی. اوس هغه وخت رارسیدلی دی چې پاکستان د افغانستان په اړه خپل نظامي دکتورین بدل کړي او له یو نوي لیدلوري افغانستان سره د اړیکو جوړولو او دلته د مشروعو ګټو په لټه کې شي.
۴ـ په افغانستان کې د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي وحدت حکومت په جوړیدو سره، تمه کېږي چې د پاکستان په اړه یو لاس، منظم او همغږی سیاست په مخ یوړل شي، چې دا به لکه د پخوا د زاریو سیاست نه وي، د ناستو پاستو وخت ضایعه کولو سیاست نه وي، لکه سعودي عربستان او چین ته د ولسمشر غني سفرونو کې چې ولیدل شول، نوی حکومت غواړي د نړيوال فشار له لارې پاکستاني سیاستوال دې ته اړباسي چې د افغانستان په اړه زاړه فکرونه لري او د نویو شرایطو او حالاتو سره سم مشخصو موضوعاتو، او ستونزو په اړه داسې ژمنې ترلاسه کړي چې د لنډ، منځني او اوږده مهال لپاره په کې ددغو دوو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې ښه والی ولیدل شي، نه دا چې هماغه زړې ببولالې تکرار او په نن او سبا مو تیرباسي. خو بیا هم ولیدل شي چې له دغو ناستو پاستو څه راوځي او که پاکستان بیا هماغه زاړه سیاستونه تکراروي د افغانستان د نوي حکومت سیاست به څه وي، ایا د پخوا په څير به زارۍ ورته کوي او که له نورو لارو پر پاکستان جدي فشارونه واردوي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply