Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

د فضل الرحمان فتوی /احمد شاه افغان

0 1,018

پاکستان ته د ولسمشر ډاکټر اشرف غني دسفرپه اړه چې د افغانانو ډېراميدونه پيدا شوي دي اوډېری افغانان په دې هيله دي چې کېدای شي دا سفر يوه نتيجه ورکړي او د کرزي د سفرونو په څېربې گټي او ضايع نه وي.
په دې لړکې مي راډيو کوک کړه چې گوندي څه په زړه پوري خبره واورم،په دې کې مي واورېدل چې مولانافضل الرحمان فتوی ورکړې چې په افغانستان کې اوس هم جهاد شته او هلته جگړه جائز ده ځکه هلته بهرني ځواکونه شته!!
بايد ووايم چې دا د فضل الرحمان په دې اړه کومه نوې فتوی نه ده بلکې له دې پخوايې هم دغسي څرگندوني کړې وي
له دې فتوی زه داسي انگېرم چي ښايي دا د پاکستان د استخباراتو اصلي دريځ هم وي او دا هيواد به بيا هم په افغانستان کي د جگړې اورته پوکی وهل جاري وساتي.
فضل الرحمان دغسي څرگندوني په داسي حال کې کوي چې د ده په هيواد پاکستان کې هم د امريکايانو، ناټو او چين اډې شته اوورسره په يادشوي هيواد کې انگرېزي قانون پلی کېږي خو بياهم فضل الرحمان هلته جگړه ناجائز بولي.
څنگه داسي يوهيوادچې د انگرېزقانون پکې پلی دی اوهغه دمرحوم مولانابجلي گهرصاحب خبره چې په شپېته کاله کي (دپاکستان له جوړېدو د مولاناصاحب د دې وينا تر وخته پوري) يوه فيصله د الله جل جلاله په قانون په پاکستان کې ونه شوه!!
خو بياهم په ده کې جهاد نشته خوپه افغانستان کې په هر وخت کې جهاد فرض عين وي؟؟
د مجاهدينو په خلاف چې طالبان راپاڅېدل هغه وخت هم جهاد د مولانافضل الرحمان او پنجاپيانو په عقيده او فتوی فرض عين وواو اوس هم فرض عين دی؟
داپه داسي حال کې چې دمجاهدينوقانون اسلامي وو اوداوسني دولت قانون هم اسلامي دی.
خوددې برعکس دپاکستان قانون له اولي ورځي تراوسه پوري انگرېزي دی.بياهم دلته جهاد نشته؟؟ .
له دې نه مونږ دا جاج اخيستلی شوچې مولانافضل الرحمان او پنجاپيانو تل د جهاد له کلمې دځان او پاکستان به گټه کاراخيستی دی.
نوافغانان بايدنورسرخلاص کړي،لاسونه سره يوکړي اونورد افغانستان دُښمنانوته موقع ورنه کړي چې داهيوادوران کړي اوهيوادوال ديوه اوبل په خلاف وجنگوي.
دا د افغانانو ناپوهي ده چې لاهم په دې نه دي پوه شوي چې پنجاپيان زمونږ بربادي غواړي.
زه په دې باوريم چې که امريکايان ووزي نوبياهم پاکستان  طالبان سولي ته نه پرېږدي اونه هم طالبان  سوله  کوي بلکې په جگړه به ټينگار کوي دا ځکه چي يو خو د طالبانو مشران داسي څوک دي چې خبري ته غوږنه نيسي اوپه خپلي دې سرټمبگۍ سره په لوی لاس امريکایانوته ددائمي اډوبهانه په لاس ورکوي.
اوبل د فضل الرحمان غوندي درباري ملايان شته چې غواړي د پنجاب د گټو لپاره په افغانستان کې دا اور بل وساتي.
خوله بده مرغه په افغانانو کې ديني علم ډېر کمزوری دی او جذبې يې هم اوج ته رسېدلې دي چې له امله يې د ډېرو ناخوالو سره مخ شوي دي،له بله پلوه درباري ملايانوهم تل د خپلو مشرانوپه گټه فتواوي ورکړې دي اوپه دې لارکې يې دمسلمان په وژلواوبې عزته کولوهم صرفه نه ده کړې بلکې د خپلو گټو لپاره يې دجهاد د مقدسي کلمې نه هم ناوړه گټه اخيستې ده چې د دې بېلگي هرچاته  معلومي دي.
پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply