Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

د اولادونو په راتلونکي کې د مور او پلار رول

0 1,039

له محور ورځپاڼې په منننې

ډېری مور و پلار د ژوند خپلې نابشپړې غوښتنې د خپلو بچیانو په راتلونکې کې لټوي او دوی وایي، که زه انجینر یا ډاکتره نشوم، نو تاسو باید زموږ دغه ارمانونه پوره کړئ.
دا سمه ده چې دغه اهداف په عمومي سطحه وي لکه له ما تعلیم پاتې شو، ډاکتر نشوم که تاسو زموږ له سرنوشت وېره لرئ، نو بچیانو باید درس ووایئ، خو دغه اهداف او غوښتنې باید یوازې په هغو انتخابونو پورې محدودې نه وي چې له مور و پلار څخه نابشپړې پاتې دي.
اولادونه پوهول چې بې هدفه او بې پلانه ژوند نه کېږي، نو باید د روښانه راتلونکې لپاره یو انتخاب ولرئ، خو نه داچې خپله خوښه او پلان پرې حتمي او لازمي کړئ.
د راتلونکي لپاره پلان او هدف درلودل اولادونه په ځان باوري کوي او د هغوی ذهني قوت غښتلی کوي، چې ددې اهدافو روښانول هم د مور و پلار دنده ګرځي.
د امریکا په استفورډ پوهنتون کې استاده مېرمن تیناسیلیګ وایي، د لوړو هیلو لرل او د هغوی د عملي کولو لپاره پروګرام ترتیبول ستاسو د اولادونو ذهن قوي کوي او هغوی سره چې د خپلې خوښې په انتخاب کې مور و پلار د یو ممد یا ملاتړي په حیث رول لوبوي، روښانه راتلونکې به ولري.
ارواپوهان وایي، د ځوانانو راتلونکې هیلې او خوبونه ټول په هغو انتخابونو پورې اړه لري، چې نن یې د ځان لپاره غوره کوي او د مور و پلار په مرسته ورته فرصت برابرېږي او سبا ورځ د خپل انتخاب مسلکي کېږي.
تردې ځایه پدې وپوهېدئ چې د اولادونو راتلونکې مو ستاسو په مرسته د هغوی په انتخاب پورې تړلې ده، نو اوس پوښتنه داده چې که چېرې اولادونه مو درنه وپوښتي چې کله موږ لویان شو، نو څه به کوو؟ دې پوښتنې ته څه ځواب ورکړو؟
بهتره داده چې ورته ووایئ، چې کار کول مهم دي او که هغه په هره برخه کې وي، خو که تاسو غواړئ خپله مینه وپالئ او خپل انتخاب ته ورسېږئ، نو بیا د خپل انتخاب لپاره نهایي هڅه وکړئ. داسې چې یوازینۍ لاره همدغه ده او بس.
په افغانستان کې یې ښه بېلګه د کانکور ازموینه ده، کله چې یو ځوان د خپلې خوښې درې، څلور یا شپږ انتخابه کوي، نو که لومړي ته یې بریالی نشو، نو دریم او څلورم خو شته او باید اوسنیو شرایطو ته په کتو انتخاب او مسلک سره مینه وپالل شي، نه داچې انتخاب او مینه دې یوازې طب او انجینري وي، خو شرایط درته د حقوقو او ادبیاتو له پوهنځي پورته نه برابرېږي او تاسو په همدې یو انتخاب پسې خپل ټول چانسونه له لاسه ورکړئ، اخر کې له لوړو زده کړو پاتې شئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply