Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

ځه ورځه وړي بلبلي

0 1,029

رحيم خان شيدا:-

هله شاباس، هله، هله ځه په منډه ځه!

وړي بلبلي شاته ونه ګورئ!

بيا مه راځه!

که راغلي نو ستا اوږد شملور او پنډ بريتور ورور به دې د لنډ خيټور او خيرن څڼيور پلارپه مشوره د ترسره کړي قتل په بدل کي د مقتول کورنۍ ته ورکړي.

که دوی لږ د سړي زامن وه او قتل يې نه وو کړی، بيا به دې پرداسي شپيته کلن بوډا خرڅه کړي چي پورته به يې قوغا او لاندي به يې ټغا نه ګيريږي.

که يې هغسي هم ونه کړل، نو په کور کي به دي ضرور د زنداني کوتري په څير وساتي.

آی وړې بلبلي!

ته به ضرور له ځان سره وايې چي ته رزيل رزالت کوي، ته مي دوست نه، ته مي دښمن يې، زما سپين کالی پلار او شوی کی ورور به ولي زما سره داسي ظلم کوي؟

زه درته وايم، بيخاره يې درته وايم، که خوشحاليږي او که خفه کيږي، که خنديږي او که ژړيږي، درته وايم يې، همدا اوس يې درته وايم:

ستا جنګاور پلار او قاچاقبر ورور به دې ځکه د خپل تر سره کړي قتل په بدل کي ورکړي چي دوی اصل کي ستا په شان غيرت، شجاعت او شهامت نه لري، دوی له بيري يو څوک قتل کړي او بيا د خپل سر د ساتني په خاطر ستا په شان باغيرته، باشجاعته او باشهامته خور و لور په بدو کي ورکړي.

دوی به دې ځکه قوغن او ټغن شپيته کلن بوډا ته په نکاح ور کړي چي د دوی په وجدان کي د بشريت سره مينه يوه زره هم نشته، د دوی مينه يواځي او يواځي له بنګلو، کاسو او پيسو سره ده.

دوی به دې ځکه په کور کي زنداني کړي، چي دوی د نفسي هواهيشاتو تابيع دي، دوی لکه ليوان د بل خور و لور ته په فکر کي وي چي کله به خپل د شهوت داړي په کي شخي کړي، دوی يې په ځان کي ويني، نو ځکه تا زنداني کوي، دوی بيريږي چي زموږ غوندي ليوني ليوان پر تا باندي د شهوت جهنم سوړ نه کړي.

نو هله وړي بلبلي!

ځولۍ درته نيسم.

زارۍ درته کوم.

ځه ورځه!

له دې تنګ او بدرنګ ماحوله لېري ولاړه سه!

هله، شاته ونه ګورئ!

ها!

وړي بلبلي!

يو بل څه!

خدای ته وګوره!

په لاس کي لکړه دې مه غورځوه، کيدای سي، يو بي کوره، بي اوره او بي خوره ورور دي عزت ته په سپکه وګوري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply