د قاموسونوتاج قاموس وپیژنئ ! / لیکوال : الحاج پوهنوال ډاکټرنظرمحمدځدراڼ
نیټه : دمارچ میاشتې شپږم ۲۰۱۶
ځای : دجرمني هیواد،فرانکفورت ښار
کله چې زه لا تنکی ځوان اودرحمن باباپه لیسه کې په زده کړوبخت وم نودانګلیسې ژبې سره مې ډیره مینه درلودله . داځکه چې هرچابه ویل :
- که څوک په انګلیسې ژبه وپوهیږي نو د هر ډول علم دروازې ورته خلاصې دي .
خوپه هغه وخت کې تر ټولو ستره ستونځه داوه چې د پښتو- انګلیسې ژبې قاموس څرک نه ترسترګو کیده. په داسې حال کې چې په دري ژبه دومره قاموسونه پیدا کیدل. همدارنګه په نورو څانګوکې په پښتو ژبه د کتابونو کمښت هم داسې درواخله.
په دې هکله به زه تل ځوریدلم چې د پښتون بادر قوم ژبه ولې دومره وروسته پاتې ده.
نن ورځ چې اوس د همغه وخت څخه لږڅه پنځوس کاله تیر شوي دي زما د زړه ارمان د ډاکټرصاحب مصداق په قلم پوره شو. ډېر ویاړیم چې دهیواد ملي او فرهنګي بې ساري شخصیت ډاکټرصاحب نبې مصداق له خوا د پښتو- انګلیسې ژبې د قاموسونو تاج قاموس ولیکل شواو افغان ولس ته وړاندې شو.
په دې تړاو د یادولو وړ خبره دا ده چې د تاج کلمه په دودیزه توګه هغه مهال کارول کیږي چې د شیانو،اشخاصواو یا دعلمې ، مذهبي کتابونوترمنځ خپل منځی ځانګړتیاوې د یو بل سره پرتله کیږي.
زه به اوس دلته څوبیلګې په ګوته کړم چې د تاج کلمې سره تړاو لري. دا چې څومره په ځای دي، سم او یا ناسم مالوما ت دی ضمانت (ذ ِمـَّـه ) يې نه کوم. دا ځکه چې داټول په سترګو لیدلي ،یااوریدلي اویا لوستلې مالومات دي.
د بیلګې په توګه :
- د ملایانو څخه مااوریدلي دي چې آیت الکرسي د سورت البقره دوه سوه پینځه پنځوسم آیت شریف د قرآن شریف تاج آیت دی .
- په هندوستان هیواد کي تاج محل دامانا لري چې د نړۍ ټولو نامتو تعمیرونوپه پرتله تاج محل هغه تعمیر دی چې ساری نه لري. یانې د ښایسته قصرونو ترمنځ ترټولو ښایسته قصردی.
- په تاریخ کې د نړۍ پاچاهان هم داسې درواخله چې تاج په سرلري او د نورو خلکو په پرتله ځانګړی لوړ مقام لري.
- د ژوندانه په کلتورې برخو کې هم د یوه شخص په سرباندې د تاج کيښولو مراسم ترسترګو کیږي. د بیلګې په توګه هغه پیغله انجلۍ چې د نوروانجلیو په پرتله ډیره ښایسته وي په سريې تاج کیښول کیږي.
- زما په آند چې د ډاکټرصاحب نبې مصداق له خوا د پښتو- انګلیسې ژبې قاموس د نورو قاموسونو په پرتله د قاموسونوتاج قاموس دی.
دا ځکه چې د نوموړې قاموس ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي:
- د نورو قاموسونو په پرتله د ډاکټرصاحب مصداق پښتو- انگليسي قاموس ترټولو جامع او علمي قاموس دی.
- د پښتوژبې د پراختیا لپاره یوه بې سارې غټه علمې سرمایه ده.
- د پښتون قوم لپاره د تحریک لومړی ګام دی چې هرشخص پخپله مورنۍ ژبې پښتو ته خدمت وکړي اونورقومونه ورباندې ګرم نه کړي. په دې اړوند د ډاکټرصاحب مصداق او د رحمن بابا فکرونه او نیتونه سره ورته دي. لکه چې رحمن باباوايې :
ما چې خال دستا د وریځو ترمنځ ولید
نه بل هسې شان امام شته نه محراب
په سړبن کې یو کتاب هم چاوه نه کړ
بې رحمانه چې يې وکړ دا کتاب
ډاکټر صاحب مصداق د رحمن باباپه شان ډګر ته راودانګل اود الله ج په مرسته یې نوموړی علمي قاموس ولیکه.
په پای کې زه نظرمحمد سلطانزی ځدراڼ د یوه ملګري اوهم ټولګې په صفت د الله ج څخه ډاکټرصاحب مصداق ته لانور توفیق اوبریالیتوب غواړم چې د وس سره سم د قاموسونو تاج قاموس په شان نور کتابونه هم ولیکي.
(په لاس او ګوتو دې برکت)
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320