Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

صرف بهایې نوې بڼه کتاب مخکتنه کې د دې کتاب په اهمیت او د علماوو په نقش خبرې وشوې‎

0 1,157

 (کب –14) په غونډه کې د لوګر والي محمد حلیم فدایي، ولایتي شورا غړي ډاکټر عبدالولي وکیل، حسیب الله ستانکزی، عدالت عبدالرحیمزی، د سولې ولایتي دفتر رئیس مولوي اسدالله حنیف اود دی شوار غړو، د یوشمېر ادارو رئیسانو او ګڼ شمېر علماوو ګډون کړی و.
د کتاب په مخکتنه کې د لوګر والي محمد حلیم فدایي وویل((د صرف بهایي کتاب ژباړل بهانه ده هدف مو د افرادو فکر د ټولنې د بطن څخه د ظلم، جبر او خشونت ټغر ټولول دي …او هدف په علم کې نغښتي دی، والي وویل مونږ غواړو چې پیغمبري رسالت یا انسان جوړونې ته واحده سیاسي ملي قبله وټاکو او ترڅو چې موسیاسي قبله درسته نه وي او اجماع پرې ونه کړو منزل ته نه شو رسیدلای، والي زیاته کړه مونږ کوشش کوو په هغه منابعو پیداکړو چې تشدد ترینه زیږي ترڅو داسې تدریس شي چې عقده یې چلند یې په خدمت او مرستې بدل شي لکه په صرف بهایې کې چې وهل په خدمت بدل شویدي ، همدارنګه غواړو چې مکتب, مدرسې او جومات ترمنځ واحد لرلید رامنځته کړو او د صرف بهایې په نوې بڼه چاپ یو کوچنی ګام اوچتول دي د لوی هدف لپاره.
حلیم فدایي د خبرو په پای کې وویل چې په لوګر کې د هرمثبت او نیک کار امیتاز د ټولو لوګریانو دی اما که ستونزه پیښیږي مسؤلیت یې زما په غاړه دی.
همدارنګه په مخکتنه کې د صرف بهایي په نوی بڼه پښتو ژباړه باندې د لوګرد عدلیه رئیس عبدالرزاق، د سولې شورا رئیس اسدالله حنیف، دیني عالم مولوي عبدالمالک، ډاکټر عبدالولي وکیل او د اطلاعاتو کلتور رئیس شفیق پوپل هم خبرې وکړې او دا یې یو لوی ابتکار یاد کړ, ځکه داسې یو فکر ۷۲۶ کاله وروسته پیداکېدل یو لوی فکر غواړي، همدارنګه دوی د پوهنې وزارت څخه وغوښتل چې دغه کتاب په ټولو مدرسوکې باید تدریس شي.
صرف بهایې چې ۷۲۶ کاله وروسته په نوې بڼه په پښتو ژبه د مفتي محمد نعیم سلطاني له خوا وژباړل شو او د لوګر والي محمد حلیم فدایي په نوښت او مالي لګښت سره ۵۰۰۰ جلده چاپ شو.
په کتاب باندې د لوګر والي محمد حلیم فدایي مقدمه لیکلې او په یوه برخه کې راغلي(( د عربي صرف مشهور کتاب صرف بهایي تقریباً د افغانستان په هره رسمي او غیر رسمي مدرسه کې تدريسيږي، دا کتاب بهاءالدين آملي ليکلی دی، بهاء الدين حيدر بن علي بن حيدر علوی حسیني په اتمه قمري پېړۍ کې اوسېدلی دی.
نوموړی په ۷۱۱ يا ۷۲۰ ق کال په امل کې زېږېدلی دی، د متداوله علومو عالم او د صرف بهايي کتاب یې د عربي ژبې د ګرامر مشهور کتاب دی چې اوس هم زموږ په مدرسو کې لوستل کېږي .
ددې په خاطر چې زموږ نصاب یو ګټور انسان ټولنې ته وړاندې کړي موږ د صرف بهايي ددې وړوکی اما مهم عربي صرف کتاب (ضَربَ) په (خَدمَ) بدل کړ. ددې کار ترسره کولو لپاره مې له ډېر پخوا دا هیله وه اما د ګڼو بوختیاوو له امله مو عملي کولای نشوای. بیا مو د عالمانو یوه کانفرانس ته چې د تاوتریخوالي (خشونت) د مخنیوي پر وړاندې دایر شوی و په وېنا کې دا موضوع له عالمانو سره شریکه کړه او غوښتنه مې ترې وکړه ترڅو په دې اړه راسره مرسته وکړي))

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply