د محمد علي شهرت یوازې دا نه دی/ خوشال خلیل

0 984

د محمد علي شهرت یوازې دا نه دی چې د نړۍ ستر افسانوي سوک وهونکی و، چې بیا وروسته مسلمان شو، محمد علي هغه څوک و، چې د مدني نافرمانۍ له لارې یې د جنګ په ضد اعتراض وکړ او بیا یې په امریکې کې د نژادي او مذهبي اقلیتونو سره د تبعیض په ضد غږ پورته کړ. هغه د مذهبۍ آزادۍ او نژادي برابرۍ په برخه کې یو فعال و، هغه سره چې کله د تور پوستکي له امله توپيري چلند وشو، هغه مډالونه یې چې امریکې ته ګټلي و، سمندر ته ګزار کړل او له مارتین لوتر کینګ سره یو ځای شو او د هغه له خوا پيل شوي مدني اعتراضونو ته یې نوې سا ورکړه. دغه ټولې خبرې سره یو ځای شوې او هغه یې په یو نړيوال شخصیت بدل کړ چې اکثریت خلک ورته درناوی لري. زه د بوکس د یو مینه وال په توګه اوس هم د هغه د ځوانۍ د وخت د سوک وهنې فلمونه په یو ټیوب ګورم، هغه به لکه مچۍ په خپل حریف پورې نښته تر هغو چې له پښو به یې وغورځاوه.
نن د 74کالو په عمر وفات شو اروا یې ښاده او یاد يې تازه
ښه خو دا چې د چا نوم په کې یادیږي
په فاني دنیا به نه وي ژوندی تل څوک
(خوشال خټک)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply