څوک چې دهشت غواړي/بصیر بیدار ستوری
څوک چې دهشت غواړي او ژوند وژني انسان وژني
په ډېر وحشت سره ځان وژني ټول جهان وژني
هغه به څنګه جنتي شي چې د ژوند دښمن وي
د دوزخ اور کې به ضمیر دخپل شیطان وژني
ځانته به وایي مسلمان څڼي به غټي پریږدي
دا به وي څه رنګ مسلمان چې مسلمان وژني
د چا نه سر په بي رحمۍ غوڅ کړي څوک وسوځوي
داسي ظالم شي چې په خپل لاس خاندان وژتي
ځان پوري وتړي بمونه د جنت په طمع
دومره جاهل شي خدای ورکړي ژوند جانان وژني
د خدای لپاره څه ګیله به ددي خلکو کوي
څوک چې دبل په لمسه خپله خپل ارمان وژني
ژبي ګونکۍ شوي بد ته بد او ښه ته ښه نه وایو؟
له ډېري ویري به مو هر وخت خپل وجدان وژني
بصیر بیدار ستوری
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320