Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

هلمندۍ خورې ! /محمد نعمان دوست

0 868

کابو نهه کاله وړاندې مې هیلمند ته یوه مرثیه لیکلې وه، نهه کاله وروسته یې بیا لولم، د هلمندۍ خور مې هماغه حالات دي، هماغه ویر دی. دلته فقط د وژنو تکتیکونه بدلیږي، د قاتلانو څیرې بدلیږي، نوره خبره زړه په زړه ده:

هلمندۍ خورې !

هلمندۍ خورې ! قسم دى زړه مې شين دی — د غم بوټى مې د زړه پر بام راشين دى
برايي د تاسو کلي کــــــــــــــې سور اور و — اوس لا هم لمبې بلېږي ماسپښين دى

زه خبر شوم ، ماشوم ورور يې در ته مړ کړ — هغه ستاد سترګو تور يې درته مړ کړ
د مورکۍ سينه يې هم در ته غلبيل کړه — هغه ستا د ځوانۍ شور يې در ته مړ کړ

زه خبر شوم ، بېګاه څو طيارې راغلې — له سينو يې غورځول د اور غونډاري
ماشومان يې په خواږه خوب شهيدان کړل — له بدنه يې وهي سرې وينې دارې

خورې! شاوخوا در ته سره مړي کتار دي — غوڅ هډونه دې پراته مخ کې انبار دي
هغه شوخه خور دې اوس خاپوړې نه کړي — د هغې پښې د بم د پرچو ښکار دي

خورې! کور يې درته ورانه کنډواله کړ — آ، شين باغ يې درته ټول لمبه _ لمبه کړ
هر سهار چې دې په شوق جارو کولو — هغه لوى انګړ يې ټول اوس هديره کړ

در نه ځارشم دواړه لاسه دې رپېږي — ملغلرې دې له سترګو را ورېږي
خداى خبر چې پر زخمي شونډو دې څه دي ؟ — يو پټ اور دې په رګونو کې تاوېږ ي

خورې! پوه شوم ته خپل ځان ته مرګى غواړې — ته دې ځمکې ، دې اسمان ته مرګى غواړې
چې دې چا په غم څو اوښکې تويه نه کړې — ته په نوم باندې انسان ته مرګى غواړې

دا (شين سترګي ليوان) نه دي ماړه شوي — لا غړمبېږي زړونه يې نه دي ساړه شوي
خداى خبر! څو اورمېږونه به نور مات کړي — لا خو مست دي لا خو نه دي ساړه شوي

دا د سولې دروغجن دعوه ګيران دي — را وتلي په بل نيت په بل ارمان دي
خداى خبر! که موکبلي په نس ماړه شي — په کنډو کې ورته ناست وږي ليوان دي

زموږ شپون يې خدايږو دومره وېرولی — چې له لاسه يې د څېړۍ ډانګ دى لوېدلى
دا بې موره کبلي خپل امان کې ساته — ستا در بار ته مې خالقه لاس نيولى

محمد نعمان دوست

۱۳۸۶، د چنګاښ دوهمه، کابل

يادښت :
دوه شپې وړاندې ( د ١٣٨٦ کال د غبرګولي ٣١ مه ) د هلمند د ګرشک ولسوالۍ ، د ده ادم خان د سيمې په کونجک کلا کې د ناټو الوتکو بمبار وکړ . ځايي خلک وايي چې په دغه بمبار کې د ماشومانو او ميرمنو په ګډون شاوخوا ٢٧ تنه شهیدان شول .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply