پاکستان د ژرندې د پلونو په منځ کې / خوشحال آصفي

0 990

پاکستان د ژرندې د پلونو په منځ کې

اسلام آباد د ټرمپ له جاله ځان باسي

له کله نه چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د نوي ولسمشر په توګه د نړۍ د شنونکو د شننو خلاف ټاکنې وګټلې او د ولسمشرۍ څوکۍ ته يې ځان ورساوه؛ په پاکستان کې سياسي زلزله راغله. آن له هماغې ورځې چې د لومړيو شميرو له مخې څرګنده شوه چې ټرمپ به د امريکا نوی ولسمشر وي؛ پاکستان هڅې پيل کړې څو د پاکستان ضدي ولسمشر ډونالډ ټرمپ رضايت خپل کړي. که څه هم ټرمپ د پاکستان په تړاو تراوسه خپله تګلاره نه ده روښانه کړې، خو پاکستان خپل انځور په اوبو کې ليدلی او هرې خوا ته لاسونه اچوي څو د ټرمپ له جاله ځان اوباسي. له هندوستان سره د ټرمپ نيږديوالي پاکستان اوس د ژرندې د پلونو تر منځ ايسار کړی دی. سياسيون او حکومتي مشران يې په پرله پسې توګه هڅه کوي چې ځانله د اوړو پزه کيږي او د ټرمپ له جاله د خلاصون لار ومومي.

پاکستان د همدغو هڅو په لړ کې اوس غواړي له کابل سره په ټپه ترخې اړيکې يې له سره ورغوي. د همدې همدف د ترلاسه کولو لپاره يې څه موده وړاندې اوازه خپره کې چې د افغان حکومت په بلنه د پاکستان د پوځ مشر قمر جاويد باجوه کابل ته روان دی او له افغان حکومت سره به سختي خبرې وکړي. همدراز په وروستيو کې يې د جماعت دعوه مشر او د هند د ممبۍ د خونړیو بریدونو مشکوک طراح حافظ سعید نظر بند کړ، بل لور ته ويل کیږي چې د پاکستانه له قيد نه د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر شکيل د خوشې کولو لپاره د پاکستان پوځي چارواکو سره د امريکا پټې خبرې روانې دي. شکيل آفريدی هغه څوک دی چې په پاکستان کې يې له امريکا سره د ترهګرې ‌‌‌‌‌‌ډلې القاعدې د مشر اسامه بن لادن په درک لګولو کې يې مرستې کړې وې.

که څه هم پاکستان په ښکاره وايې چې دا هڅې یې د کوم بل هېواد په خوله یا فشار نه دي ترسره کړي خو د پاکستان تير تاريخ ته په کتو داسې ښکاري چې دغې هيواد تل له نړيوالو فشارونو څخه د خلاصون په موخه لوی لوی قدرتونه په خپل مکر دوکه کړي دي. اوس هم غواړي د امريکا له نوي ولسمشر سره لوبه وکړي او له جاله يې ځان خوندي کړي. د پاکستان تير تاريخ ته وکتل شي دغه هيواد په تېر کې ډېری داسې کسان نه یوازې د امریکا په غوښتنه بنديان کړي بلکې هغوی ته یې سپارلي هم دي. ښه بېلګه يې په دغه هيواد کې د طالب مشرانو ترور، نيول، بنديانول او امريکا ته په لاس ورکول دي چې له جملې يې په پاکستان کې د طالبانو د وخت سفير ملا عبدالسلام ضعيف دی.

اوس چې په وروستيو کې ټرمپ پتيلې چې ګواکې نړۍ به د ترهګرو له شتونه پاکوي؛ د ټرمپ دغې اعلان په پاکستان سياسي زلزله راوستې او ويره لري چې ممکن ټرمپ به په دغه هيواد کې د ترهګرو د ځالو په نښه کولو لپاره لاس په کار شي. همداراز ټرمپ يو بل کار هم وکړ چې له راتګ سره سم يې پر اوو مسلمانو هېوادونو د ویزې بندیز ولګاوه. که څه هم پاکستان په دغو هيوادونو کې شامل نه دی خو داسې ښکاري چې په دغه هيواد کې د حقاني شبکې چې په افغانستان کې تر ډيره امريکايې اهداف په نښه کوي، افغان او پاکستاني طالبانو، لشکر طيبه او جماعت الدعوه چې په ډیری په هندوستان کې ورانکاري کړنې ترسره کوي؛ شتون به ټرمپ دې ته اړ کړي چې د پاکستان په خاوره کې په خپله د دغو ترهګرو په نښه کولو ته ملا وتړي.

اوس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا د ټرمپ دا پرېکړه، چې ګواکې نړۍ به د مسلمانو ترهګرو ډلو له شتونه پاکوي، په تړاو وايي، ترهګري باید له کوم هېواد او مذهب سره ونه تړل شي. خو زیاتوي، هیله من دي، چې د ټرمپ له راتګ سره به د پاکستان او امریکا اړیکي ښې شي.

لکه څنګه چې پاکستان په تير کې هم د امريکا د خوشحاله کولو او ورڅخه د پيسو د شکولو لپاره هر څه ترسره کړي دي نو اوس هم په وروستيو کې په دغه هيواد کې د حافظ سعيد په کور کې نظر بند کول، د ډاکټر شکيل آفريدي د خلاصون په تړاو له امريکا سره پټې خبرې او له افغان حکومت سره د اړيکو د دوباره ښه کولو هڅې د همدې لپاره وي چې پاکستان غواړي په يو نه يو ډول د ټرمپ له جاله ځان خلاص کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply